د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
  
    
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
      salam
      12.07.2007
    
غزل
منظرونه داسی یو پهء یو بدلیږی 
جې بتان دعقایدو راغورزیږی
حقیقت دهندوکش په څیر ولاړ دی
عقیدت لکه دواوری ویلی کیږی
علامه دژوندانهء نهء ده دمرګ ده 
هر قدم چې دخپل ذات پهء لور ستنیږی
هغه سر دآزادۍ طلب ګار نهء دی 
چې پهء هر قدم سجدی ته ښکته کیږی
دا په کومه هدیره راغلو سلا مه
چې آواز مو له هر لوری راتمبیږی
سلام
      ashna
      26.07.2007
    
ښاغلی  سلام وروره سلام
ډېر ښکلی او په زړۀ پورې غزل مو ليکی دی
ښکاري  د غزل يا د شعر شروعات مو  وي
بريالي وسئ