د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

چادرۍ څه کانې دې وکړې!

لړمون خوړينی
10.07.2007

درنو ملګريو! دجمعه خان بېسواد په نوم يوه ملګري د معلم صيب ددغې ليکنې په ځواب کې يوه ځوابي ليکنه زما دبرېښناليک په پته رالېږلې او راته ليکلي يې دي : هلکه ته خو له کامه وال سره لږ ډېر پېژنې، داليکنه ورکړه چې په لومړي مخ کې يې خپره کړي) نه پوهېږم چې دغه ښاغلي ولې نېغ په نېغه کامه وال ته نه وه ورلېږلې چې ماته خوارکي ته يې راولېږله!!!... خو زه چې هرڅه وي،وي به،زه به يې دلته خپره کوم او لومړی به ترې دغه دمعلم صیب ليکنه خپره کړم او بيا ورپسې هغه.
یوه بله به هم درته وکړم چې راځئ والله داښه موضوع ده يوڅه پرې وليکئ ...
----------------------------------------------------------------------
په کندهار، وزيرستان، مردان او ځينو نورو ځايونو کې د طالبانو او القاعده قوماندانان په چادريانو کې د تښتېدو پر مهال نيول شوي وو، ويل کېږي چې د ملاکنډ مولانا صوفي محمد هم چې کله په زرګونو بې سواده او دوکه شوي پښتانه د افغانستان شمال ته ورسول او د دوستم خونخوارو قواوو ته يې په لاس ورکړل نو بېرته په چادري کې وتښتېده، او بعيد از قياس نه ده چې ملا عمر او اسامه بن لادن هم د چادرۍ خوند اخيستى وي خو د اسلام اباد د لال مسجد د خطيب چادرۍ يو نړيوال مقام وګاټه. دغه مقام ترلاسه کول ډېره خواري غواړي او خواري د لال مسجد خطيب مولانا عبدالعزيز کړې وه. شپږ مياشتې څه لږ وخت ندى! چې هغه پکې د اسلام اباد په څېر د يو ستر ښار خلک تښتولي، راښکلي، تړلي، وهلي او ترور کړي وو او د "شريعت" د تطبيقولو او جهادي فرض د اداء کولو ستره فريضه يې ترسره کړې وه. په دې ستره کارنامه اوس د پاکستان د ټولو مدرسو ملايانو ته پکار دي چې يوه ستره غونډه جوړه کړي او مولانا عبدالعزيز ته د "توريالۍ" لقب ورکړي. د لال مسجد او حفصه مدرسې د هغو بې ګناه زده کوونکو چې په دغه لانجه کې ووژل شول، خپلوان به په دې لقب نيوکه وکړي ځکه هغوى اوس غوصه دي او دا دليل وايي چې: ولې مولانا عبدالعزيز زمونږ بچي په حکومت مړه کړل او خپله په چادرۍ کې وتښتېدو؟ نو زما په خيال دغه ناپوهه خلک پوهول پکار دي چې ورونو! دا څه نوې خبره نده چې تاسې پرې دومره خفه ياست. دا خو يو پوخ روايت دى چې له ډېره وخته راروان دى. ايا اسامه او ملا عمر همداسې د تېښتې لاره نده غوره کړې؟ ايا مولانا صوفي محمد همدا کارنامه نده کړې؟ ايا ګلبدين حکمتيار، رباني، مولوي خالص، صبغة الله مجددي او استاد سياف په جهاد کې شهيدان شوي دي؟ ايا د مولانا سميع الحق، مولانا فضل الرحمان او قاضي حسېن احمد کوم نوک په جهاد کې زخمي شوى دى؟ ځواب يې دادى چې نه. چې داسې مخکې ندي شوي نو مولانا عبدالعزيز ولې ځان شهيد کړاى واى؟ په مدرسه کې دا پردي بچي د څه لپاره وو؟
نو خلک بيا په دې خفه دي چې هغه خو شپږ مياشتې د جهاد، شريعت، شهادت او ځوانۍ خبرې کولې بيا په چادرۍ کې ولې وتښتېد؟ ددې ځواب خو مولانا عبدالعزيز پخپله په هغه تلويزيوني مرکه کې ورکړى دى چې په هماغه خپله چادرۍ کې ورته نازک او ګل اندام ولاړ و او وې ويل چې د شريعت له مخې په چادرۍ کې تښتېدل روا دي. دا هم څه نوې خبره نده. دلته چې هر ملا څه کړي او څه کوي په شريعت کې هغه روا دي او نور خلک چې هر څه کوي هغه په شريعت کې نشته. نو لدې امله هيچا ته جايز نده چې په چادرۍ نيوکه وکړي.
هسې له ډېره وخته چې زه د مدرسو دا ملايان يا طالبان ګورم نو دوى زياتره وخت داسې سپين رنګه يا سور رنګه لوپټې هم په سروي چې ګوټُونه يې په اوګو پراته وي او داسې نيشه نيشه پکې روان وي. معلومه راته نده چې دوى دا د لوپټو پسرول له کوم وخت راهيسې پېل کړي دي خو ما چې اته يا لس کاله د مخه لوپټه په سر طالبان وليدل نو هغه وخت مې دا خبره زړه ته نه وه راغلې چې خبره به د لوپټو نه چادرۍ ته رسېږي. خو خېر! دا زما د ناپوهۍ يو دليل کېداى شي، ګنې ژوند خو په يو ځاى نه درېږي، هر څه پرمختګ کوي او د پرمختګ لارې ګوري.
اوس چې خبره تر چادرۍ راورسېده نو داسې ښکاري چې حکومتونه، خصوصاً د افغانستان او پاکستان، به د لا زياتو ستونځو سره مخ کېږي، ځکه چې دغه لوپټې او چادري پسرونکي طالبان زياتره ورانکاري او ترهګر وي، په پردو بچو چاودنې او ځانمرګي بريدونه کول او پخپله په چادريو کې تښتېدل د دوى جهاد دى نو ځکه زه وايم چې ځوانان دې نور بېدار او هوښيار اوسېږي هسې نه چې په کومه چادرۍ مين شې او ورپسې روان شې، خو چې کله د چادرۍ پلو اوچت کړې نو ښه ښکلې نازک اندامه نوراني ږيره ترې رابهر شي. بيا به خپل مخ تندى وهې او وايې به چې: چادرۍ څه کانې دې وکړې!
نو اوس حکومتونو له هم پکار دي چې ددې چادرۍ څه غم وخوري. ما چې به کله کله د جمعې په خطبه او نورو ځايونو کې له ملايانو د چادرۍ دا بحث ډېر زيات اورېده او دوى به په دې ډېر زيات زور ورکاوه نو کله کله به مې شک راغى چې دې چادرۍ کې کومه ځانګړې خبره شته، خو په هغه ځانګړې خبره دادى اوس پوه شوم چې دا چادري خو ډېر د کار شى دى، که سړى غل وي که ډاکو، ترهګر وي که ورانکارى، ښځه وي که نرښځى، ډم وي که ملا... د چادرۍ لاندې په پرده کې وي. خو کله کله سړى بيا هغه د هندوانو په څېر خامخا دې ته اړ شي چې پوښتنه وکړي: اَى اس پردې کې پيچهې کيا هى؟

معلم صلاح الدين


آنټي ندی آنکل دی

لړمون خوړينی
10.07.2007

پاملرنه : هغه لیکنه چې پورته مېورته نغوته کړې دلته يې ولولئ؛ خو ګورئ چې پر ما ټکونه ونکړئ زه پکې لاس نه لرم. لړمون خوړينی
----------------------------
جمعه ګل بېسواد
په اسلام آبادکي مولاناعبدالعزیز چادري څه په سرکړه چي په ټوله نړۍ کي يی دبحث یوپه زړه پوري فورم پرانست.څنګه چي موږددغي سيمي په خيټه کي پراته يوځکه نودابحث دلته ډیرتود اوخدای شته یوڅه خوندور هم دی. تودخوځکه دی چي یو نارينه دښځینه په چادرۍ کي غوښتل له جوماته وتښتي.که څه هم داموږدمولانایوتکتیک هم ګڼلای شو خوکه عرف اورواج ته وګورو نو والله یوڅه عجبه خوده. اودغه بحث خوندور پدې دی چي هرللوپنجو ورباندي شخوندوهي. دمعلم صلاح الدين غوندي ماماهم ورباندي شخوند وهي اودادی ستاسي جمعه ګل بېسواد هم په ژوندکي لومړی ځل ورباندي هغه دچاخبره قلم کاري وکړه. ماچي دمعلم صيب ليکنه وليده او اوس چي داخپلو اوتوبوتو ته ګورم نوهغه ددوو ميرمنو کيسه مي راپه یادشوه چي یونامرده ځوان چي ترمعلم صيب بتره دکور والاوو دیوې ښې نه وو یوه ورځ دځوانانوپه بنډار کي ناست وو.ځوانانوچيلم څکاوه اودغه ځوان يی هم شوق وکړ.دميرمني چي يی ورپام شو نوپه کورکي خپلي اندرور ته ورپه غوږ شوه چي تېندارې! زیری مي درباندي زموږچیخن هم چیلم څکوي.
دې غريبي ته خو دخپل میړه ټولي نارينه اي ځانګړتیاوي اونیمګړتیاوي مالومي وې،نويی تمه نه کيده چي میړه دې دځوانانوپه بنډارکي چيلم وڅکوي.
معلمان چي واردمخه يی دهیوادپه تاريخ کي طالبانوپه څیریوه لیونۍ دوره واکمني کړي ده یو وخت خورا شخ بریتونه ګرځیدل.دمعلمانو دشخوبریتونو زمانه دکمونستانو توره دوره وه.په افغانستان کي څنګه چي دکمونیزم نوغی له ښونځیو راپورته شو،ځکه يی نوتابیاهم دمعلمانو په لاس وه.یانې همدا معلم صاحبان دکمونستي آیډیالوژۍ تیوریسنان وو.دنورو سيموپه اړه خو ماته له هجرته وروسته پته ولګیده چي والله دهیوادپه هرګوټ کي ددغي فتنې ترشامعلم ولاړ دی خودخپل ولايت ارزګان په اړه خو لاته آن دانقلاب په لومړیو کي معلومات ووچي هغه دفارسیوانانو خبره هرچه فسات کي است ده همي کون معلمها است!!!
داځکه چي زموږپه ولایت کي دخلقي حکومت مخکښان معلمان وو.دصاحب جان صحرايي او عبدالاحد ولسي نوم خوبه تاسي اورېدلی وي.لومړی يی وروسته دخلق ګوند دمرکزي کميټې غړی او آن څو څله وزیرهم شو او دابل يی په لومړي سرکي دغزني والي وو اوپه وروستیو وختونوکي دباندنیوچاروپه وزارت کي مرستیال وو.دغه ښاغلی زماکلیوال وو اودمجاهدينو په لومړي کال دخپل وراره په لاس ووژل شو.
سره له دې چي معلمانو یوه دوره پاچاهي هم تیره کړه خویوه دوره داسي هم ورباندي راغله لکه دمولاناعبدالعزیز په چادرۍ کي ګرځیدل. زموږپه کلي (ددهراوت ولسوالۍ دصالح زوکلی) کي یوه ميرمن وه چي دډتي په نامه مشهوره وه.ډتي زموږپه ارزګانۍ اصطلاح کي بیځایه ګرځیداته وایي. دغه میرمن چي خپل نوم يی مینا وو هیڅ کله هم خپل میړه ته په کورپه لاس نده ورغلي.آن ډیرځله داسي شوي چي میړه غریب يی جنسي اړتیاهم دګلاب دین کاکاپه باغ کي ترې پوره کړي وه. څوځله خوماګنهګارپخپله دمینا میړه سمندر آکا په پردي باغ کي په دې سپور لیدلی وو.یوه ورځ زموږدکلي یوه بل سپین ګیري ترې وپوښتل چي هلکه دادي څه عادت اخيستی چي غیغۍ هم له کوره دباندي کوې؟؟ سمندرآکا ورغبرګه کړه وروره ددې مورڅه اوڅه کړي.... دمرده ګاولورپه کورنه پیداکیږي.مجبوره یم چي له کوره دباندي يی ......و...یم.
دسمندرآکاخوهسي نوم سمندر ووخوپه حقیقت کي سمندر ډته ترور وه.په کلي اوشاوخواکي داسي څوک نه وو چي ددې له ساحله يی ځان نه وي خړوب کړی. آن ددايکندي هزاره سوداګرانو به هم کله ناکله ددې تناره ته یوه نیمه پتیره ووهله.دډتي دخوندخبره خو لا داوه چي خدای پنځه زامن ورکړل چي یويی هم دڅیرې اوکړو وړو له مخي سمندرآکاته نه وو شوی.دتصادف ځای خو لاداوو چي ډتي يی په زامنو دشیراف دین،سیف الدین،شمس الدین،خیرالدین اوصلاح الدین نومونه ایښي وو.بل تصادف يی داوو چي دغه پنځه واړه وروسته معلمان شو اوپه شاوخوا ښونځیوکي په ښوونه بوخت پاتي شو.خلکوچي به دوي سره يادول دايی نه ويل چي دسمندر آکا زامن.بلکي دوي هریو يی په هغه چاپسي تړل چي په کلي یاله کلي دباندي به يی څیره ورته وه.دساري په ډول شیراف دين بيخي هزاره ګانوته پاتي کیده.خلکوچي به سره یاداوه نو دهزاره شیراف په نامه به يی یاداوه.شمس الدين يی دګډي شمس الدین اوصلاح الدین يی دغله صلاح الدین په نامه یاداوه. دغله کيسه بیا داسي وه چي یوه شپه دډتي کره غل ورآوښتی وو.ګهیځ خلکوترې وپوښتل چي غله دي له کوره څه یوړل؟ دې ورته وويل چي نورڅه خو خدای که وو بس همدغه یو شی راپاتي وو غل راته ټینګ وو ما ورکاوه نه.خوبیا يی راته وويل چي څه به وشي کمیږي خو نه چي ته دومره بخيلي پرې کوې؟ هماغه وو چي ماهم ورته ویل سمه ده ځه خپل کاردي وکړه خوپام چي بیاغلاته رانشې. غله چي ځان ورباندي سوړ کړی نو يی ورته ویلي چي که داغلامي په یاد وي والله هره شپه به راځم!!!

دډتي زامن وروسته ډیري لويي څټي شوې. یو یی په ارزګان کي دخلق دولايتي کمیټې ريیس شو.بل يی په کابل کي دکورنیوچارو وزارت ته ولاړ. دریم يی شوروي ته ولاړ. صلاح الدين يی په کندهارکي په ولایتي شوراکي څه بلاشوه. کلي ته چي به راتلل نویوپوځي کاروان به یې ترمخ بل به یی له شا وو.خوکله چي مجاهدین راغلل نو دډتي دزامنو بخت هم کوټه شو.له کابله يی پسې راواخيستل. مسکینۍ اوغریبۍ پسې راواخيستل اوپه پای کي یی دتاواني هندوانو په څیر زړې خاتې رابرسیره کړې. پټکي يی په سرکړل اوکلي ته يی رامخه کړه.صلاح الدين يی یوه ورځ ګرده پګړۍ وهلي له کوره دجومات په لور رهي وو ناببره له شا ورباندي چاغږ وکړ چي معلم صيب معلم صيب. ده مخ ور واړاو اور ورغبرګه يی کړه چي داد ماغود نوم که دي بياراته واخيست وبه دي غییم.........داسپینه پګړۍ مي ستادمور د......س لپاره تړلي ده؟؟؟
خبري ټولي ترمعلم صيب صلاح الدين پوري رایادي شوې. پخپله لیکنه کي يی ښه خبره کړي ده چي لس کاله وړاندي يی دطالبانو دسرو لوپټوپه لیدو په پام کي هم نه راتله چي یوه ورځ به خبره له لوپتې چادري ته هم ځي. ريښتیاهم نړۍ څومره پرمختګ وکړ....آخره زمانه شوه. ښځینه وو له ځانه نارینه جوړ کړل اونارینه وو له ځانه ښځینه. خوموږنارینه بیا بایدچي یوبل ملامت نه کړو.مولاناغریب نو څه آسمان راونړید چي بورقه يی واغوستله؟؟ هغه خلک ولي ځانونه نه ګوري چي ږيري يی خرېیلي اوپه لوی لاس يی له ځانه ښځینه جوړي کړي دي. مولاناخوبورقه ښايي دیوه تکتیک له مخي اغوستي وي خوهغوي چي خپل سالم فطرت يی دږيري په خرېیلو سره شرمولی، له خدایه سره کوم تکتیک کوي؟؟؟
هسي خبره ترتکتیکه رایاده شوه. مولاناچي کله په چادرۍ کي له ښځوسره دباندي راووت نوداسلام آبادښځینه پولیسو وغوښتل دهغه بدني پلټنه وکړي.ملګرو ښځینه وو يی پولیسو ته وويل چي په دې کارمه لره دازموږ مشره آنټي ده.خوکله چي یوې پوليسي دهغې دتلاشۍ پرمهال دورنو خواته لاس وراوږد کړ نويی ناببره چیغه کړه: های رې!!! یه آنټي نهین انکل هې!!!


جواب

و.افغان
10.07.2007

یاره لړمون خوړینیه:
ته خو ساده وو کی تیله دار وختی، (ټوکه)
ډیر وران یي (ټوکه).
دومره ښکلی کیسه دی رانقل کړی، چی زه يي دغه رنګ لیکلو او تیارولو ته حیران یم،
اګر دادب خلاف ځیني الفاظ په کي دي، خو څه وکړو؟؟
دغه ځمونږ دپښتنو کیسي دي،

خو په هر حال، که ددغه سړي کیسه واقع شوي وي، او که یو مصنوعي طنز وي، دحقائقو ډکه ده،
والله زه خو دی له خندا مړ کړم.
یاره! که دغه پوچ الفاظ په کی نه واي، نو دټول افغان دویبسايټ دلومړي مخ لایقه وه،
په هر حال، که داسی وشي، چی دغه پوچ الفاظ يي لږ وپوښل شي، او دټول افغان په لومړي مخ کی خوره شي، نو بده به نه وي،

ځکه چی ددی قیصي حقائق دمعلم صلاح الدین دقیصي تر حقائقو زیات دي، او کم نه دي.

او که نه معلم صاحب صلاح الدين دي خپله راشي، او دا قیصه دي وارزوي، چی ارزي او که نه؟؟؟؟؟؟

په درنښت:

ورور مو: وهاج ساپی


hotak
28.07.2007

هلکو سلام
له تاسي ټولوسره غره په غره شرط تړم چي معلم صلاح الدين ددې لیکني له لوستو وروسته والله که په ټول ژوند لیکني ته زړه ښه کړي.


رښتینی
29.07.2007

هوتكه ستړۍ مشي

هغه كټوازۍ خو د ي تر تم شو دا ته ولي ورك يي ؟؟؟

او بل كه دا پورته شرط دي يو معلم صيب ته متوجه كړي واي
نو دا به ښه نه و ددي په ځاي چي ټولو ته دي ټټر وهلي ؟؟؟؟

په مينه


hotak
16.08.2007

حامدجانه ستړی مشې
له کټوازي والله که هیڅ حال لرم.خوچيري به خوله وهي لګيابه يي.هغه هم لکه دبرکلي دجمعه ګل سپی داسي دی. مړۍ دي موږخوري. غ....ر...ه دباټا سپوته و...ر..کوي....پاتي شوه ستادابله خبره نو ته واپه خپل شرط کي خوبه تاواني نه يم؟


درويش
22.08.2007

[quote:09954c42dc="hotak"]هلکو سلام
له تاسي ټولوسره غره په غره شرط تړم چي معلم صلاح الدين ددې لیکني له لوستو وروسته والله که په ټول ژوند لیکني ته زړه ښه کړي.[/quote:09954c42dc]
ورورجانه راته ښکاري چې شرط دې بايللى دى ځکه دغه ليکنه مې په بېنوا کې پيدا کړه چې ددغې وروسته شوې ده

ترهګري د پاکستان کاروبار دى (د معلم صلاح الدين ليکنه)
هر کاروبار يو ښه بازار او هر بازار ښې سودا ته اړتيا لري. پاکستان د ترهګرۍ د کاروبار لپاره يو داسې بازار موندلى چې يواځې امريکا نه بلکې ګرده نړۍ ورته د څه ناڅه پېرودلو لپاره راوتلې ده. د هر کاروبار دا اصول دي چې پلورونکي د کوم شي په پلورلو کې علاقه لري بايد فابريکو والا هغه شيان زيات جوړ او بازار ته راوباسي.
همدغه اصول پاکستان ښه پلي کړي دي او په دې نړيوال بازار کې د خرڅولو لپاره يې د ترهګرو د جوړولو، تربيه کولو، مشهورولو او بيا خرڅولو لپاره خپل ټول استخباراتي بانډونه په کار اچولي دي.
که تاسې د دغه هېواد په تاريخ غور وکړئ نو بنسټ يې د نورو په ورانولو ايښودل شوى دى. انګرېزان چې کله له هند څخه وتل نو د هند او افغانستان د کمزوري کولو او په سيمه کې د يوې اډې د ساتلو لپاره يې د پاکستان په نامه يو داسې هېواد جوړ کړ چې تاداو يې د هند د مسلمانانو په سرونو او د افغانستان د پښتنو په خاوره کېښودل شو. يانې دا هېواد د هند او افغانستان د ورانولو په صورت کې منځ ته راغى. او کله چې منځ ته راغى نو هم دغه د ورانکارۍ کار ته يې دوام ورکړ. د دغه هېواد پوځ او استخباراتي بانډونه په دې لټون کې شول چې چېرته ورانى او تخريب وکړي. کله کشمير، کله هند، کله افغانستان او بالاخر د نړۍ په هر ګوټ کې يې د تخريب لپاره لاسونه وغځول. که تاسې وګورئ په برطانيه، امريکا، عربي هېوادو، اروپا او اسيا کې چې چېرې هم د ورانکارۍ هلې ځلې کېږي د پاکستانيانو لاس به پکې وي.
په همدې ترڅ کې چې کله افغانستان ته روسان راغلل او امريکا ورته د "جهاد" په نامه سنګر ونيوه نو د پاکستان پوځ او استخباراتي بانډونو، ديني مدرسو او نورو جنايتکاره ډلو دا د يو طلايي چانس په توګه وپېژنده او د امريکا په خدمت کې يې خپل هر څه تقديم کړل. امريکا د وسلو او ډالرو په زور دغه جنګ وګاټه او خپل ضد يې پوره کړ. پاکستان په دغه امريکايي جهاد کې د ډالرو د ګټلو ترڅنګ نورې ډېرې ګټې هم ترلاسه کړې لکه د افغانستان ملي اردو او نظام له منځه وړل، د ګرد هېواد سيمې او نظامي جوړښتونه پېژندل او هلته خپل خلک کېنول، د جهاد او سياست په نامه خپل تربيه کړي مداريان په کابل کې حاکمان کول او هغوى ته کله د شريعت، کله د جهاد، کله د امنيت او کله د امر بالمعروف جامه وراغوستل.
دغه ټولې کيسې روانې وې چې د يولسم سپتمبر پېښه وشوه او امريکا خپله جهادي غلطي په سختۍ سره احساس کړه. امريکا ته معلومه شوه چې کوم ماران يې ساتلي او تربيه کړي وه د هغوى خلاص پرېښودلو د لوى خطر سره مخ کړې ده ځکه چې مار ته که هر څومره د اخلاقو درس ووايې او هر څومره ښه خصمانه يې وکړې خو چې چانس په لاس ورغى ټک به درکوي. همدغه وه چې امريکا خپل پخواني "اتلان" د قلم په يو کش سره ترهګر اعلان کړل او پاکستان ته يو بل ګټور بازار په لاس ورغى. پاکستان ددې لپاره ډېرې دعاګانې کړې وې ځکه چې د جهاد د پلورلو بازار بېخي ختم شوى و او پاکستان نور د سختو مشکلاتو سره مخ و.
د امريکا د يو چارواکي د يو تليفون په کولو سره د پاکستان تر ټولو ستر پوځي قوماندان جنرال پروېز مشرف خپله ټوله جهادي عقيده او جذبه بدله کړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ کې هم Front Line Ally شو. تاسې اوس فکر وکړئ چې د کوم هېواد د اتومي پوځ تر ټولو ستر قوماندان په يو تليفون خپله عقيده بدلوي او د تر ټولو سترې مدرسې ستر مشر يې ځوان هلکان او جلکيانې په سنګر کې پرېږدي او په خپله په چادرۍ کې تښتي، هغه هېواد زمونږ لپاره جهاد کاوه او اوس پرې وياړ هم کوي چې شوروي ته مو ماتې ورکړې ده. د حقيقت نه زمونږ ساده افغانان اوس هم يا خبر ندي او يا خبر دي خو ځانونه يې په ناخبرو کې اچولي دي چې ټول زور د ډالرو او د دينارونو و. دالیکنه په بېنوا کي خپره شوې ده
په هر حال، کله چې امريکا د افغانستان د شمال له لوري د ترهګرو په ټکولو لاس پورې کړ نو دغه ترهګر چې دوه نوي فيصده يې په پاکستان کې تربيه شوي وو بېرته د پاکستان په لور په تېښته شول او ځانونه يې يو ځاى بل ځاى پټ کړل. ځينې غټ غټ پکې پاکستان ونيول او امريکا ته يې ورکړل، امريکا چې د هغوى په بدل کې پرې د ډالرو باران وکړ نو پاکستان له يې خوند ورکړ او خپل استخباراتي بانډونه يې په دې کار وګومارل چې د افغانستان څخه تښتېدلي ترهګر يو ځل بيا فعال او په کار واچوي. کله چې دغه ترهګر د پاکستان په مدرسو کې له يو څه وخت تېرولو وروسته افغانستان ته راشي او په پاکستاني مطبوعاتو کې يو څه مشهورتيا ترلاسه کړي نو بيا يې يا خو د پاکستان امنيتي قواوې ووژني يا يې امريکا ته په لاس ورکړي او نور ډالر ترلاسه کړي. په دې توګه پاکستان د ترهګرو د خرڅولو يو کاروبار روان کړى دى او ورسره پاکستان د ترهګرۍ د يوې فابريکې څېره غوره کړې ده.
ښکاره خبره ده چې زاړه ترهګر يا خو وژل کېږي او يا هم نيول کېږي نو د کاروبار د جاري او بريالي ساتلو لپاره اړينه ده چې د ترهګرو يو پوځ دې موجود وي، کوم چې وژل کېږي او امريکا ته په لاس ورکول کېږي بايد د هغوى په ځاى نور وروزل شي او کار روان وساتل شي. ددې لپاره پاکستان خپل پوځ، خپل استخباراتي بانډونه، خپل ملايان او ان دا چې خپل مطبوعات تقسيم کړي دي او بېل بېل کار يې ورته سپارلى دى. ځينې يې د ښکاريانو په توګه تنکي هلکان يا د ديني زده کړو په نامه په خوښه بوځي او يا يې تښتوي، بيا يې تربيه کوي او ترهګريزو فعاليتونو ته يې چمتو کوي. ځينې کړۍ بيا دغه هلکان خپلو ټاکلو ځايونو ته بوځي او هلته يې په خپل کار پوهوي. ځينې کړۍ ددوى د مشهورولو لپاره په مطبوعاتو کې کار کوي او ځينې يې افغانستان ته د رارسولو لپاره دنده په سر لري. او تر ټولو ستره ډله هغه ده چې کله مېوه پخه شي نو خرڅه يې کړي. يانې کله چې دغه ترهګر پياوړي، فعال، مشهور او "برابر" شي نو بيا يا خو د پاکستان په کومه سيمه کې ووژل شي يا ونيول شي او امريکا ته په لاس ورکړل شي.
ددې مانا دا چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد روان جنګ کې هم د ترهګر رول ترسره کوي او هم د امريکا تر ټولو پوخ ملګرى دى. په نورو ټکو کې په دوو بېړيو کې يې پښې ايښې دي چې ددې کار پايله تل په منځ شلېدل وي او اوس چې د ګردې نړۍ د پاکستان دې رول ته پام شوى دى نو داسې ښکاري چې د پاکستان شلېدل هم رانژدې شوي دي. يواځې او يواځې د تاسف او وير ځاى دادى چې ددغه بې پلاره هېواد ددغه کړنو له امله د ګردې نړۍ مسلمانان د يو عذاب سره مخ دي. د دغه هېواد د کړنو له لاسه اسلام بدنام، افغانستان وران او ټول مسلمانان د داسې وضعې سره مخ دي چې لار ترې ورکه او کار ترې خطا دى. د مسلمانانو لپاره پکار دي چې په دې حساس پړاو کې اوده پاتې نشي، بلکې د ترهګرۍ په وړاندې راپاڅي او بدي په خپل کور کې له منځه ليرې کړي، چې د خپل کور بدي له منځه يوړل شي بل څوک به دا زړه ونکړي چې دوى ته لاس ورواچوي. ښه پوهېږئ چې په کوم کور کې بدلمنه ښځه وي د کور خاوند هيڅوک هغه کور ته د ورتللو څخه نشي منع کولى. مطلب مې دادى چې تر څو پورې زمونږ په هېواد او زمونږ په مينځ کې ترهګر موجود وي او فعاليتونه کوي مونږ هيڅوک ددې نه نشو منع کولى چې په مونږ دې بريدونه او بمباريانې نه کوي.

http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=13324


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more