د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ځانونه و ازمويئ

زده كړيال
01.07.2007

ځانونه و ازمويي:

يوه انجلۍ وه!

!

!

ددې نجلۍ مور مړه شوه

او د مور په جنازه كې يې په يو ځوان سترګې ولګېدې، دا لومړى ځل وو، چې داسې يو ښكلى او ښايسته ځوان ويني،

په هغه كې يې ټول هغه ځانګړتياوې پيدا كړې، چې ددې ارمان او په يو ځوان كې يې شتون غوره باله، هغه صفات ټول پكې وو، چې دې به په خپل راتلونكي خاوند كې پلټلې، بس يو دم يې زړه ترې يووړ

پدې ځوان سخته مينه شوه، خو ستونزه دا وه، چې نه يې نوم پيژانده، نه پته ترې واخسته او نه يې ټېلېفون شمېره ترې واخسته، هېڅ پته يې نه وه ،

بلكي دا يې لومړى او وروستى ځل وو، چې دا ځوان يې وليد.

....!!

نجلۍ يې په هر ځاى كې پلټنه پيل كړه، غوښتل يې لږ څرك يې ولګوي

پيدا يې كړي.... خو پرته له ستومانۍ نور هېڅ په لاس ورنه غلل

څو ورځې وروسته نوموړې نجلۍ خپله خور مړه كړه

!!!

!!!!

پوښتنه:

ستا په اند.... دې نجلۍ ولې خپله خور مړه كړه، لامل يې څه وو؟
ولې يې دا لوى جرم وكړ؟

پدې هكله سهي فكر وكړه، هڅه وكړه، چې له ځانه ځواب ورته پيدا كړې.

هڅه وكړه، چې ښه سهي ځواب يې پيدا كړې

ګوره چې په خپله ځواب ورته پيدا كړې!!

!!!

!!!

فكر دې وكړ؟؟

څنګه شوه څه پايله يې را ووته؟

.

.

.

.

پدې هكله اوس لاندې راشه

.

.

.

.

.

.

ځواب

:

نجلۍ ځكه خپله خور مړه، چې ښايي نوموړى ځوان

يو ځل بيا را څرګند او ددې د خور په جنازه كې ګډون وكړي او بيا دا....

كه ستا اټكلي ځواب لدې ځواب سره برابر او يو شى وو، نو

داسې ښكاري، چې ستا فكر هم د هغو كسانو په څېر دى، چې د وژنې طبيعت ورسره دى

دغه ازموينه د اروا پوهانو لخوا په ځينو كسانو ترسره شوي، ترڅو يې نفسيت معلوم كړي،

اروا پوهانو غوښتل، چې ددوى فكر معلوم كړي، چې آيا جنايي او جرمي فكر لري او كه نه

دا ازموينه په ځينو مجرمينو ترسره شوه

(دغه مجرمان په يو لړ جرمونو ككړ وو)

كله چې تجربه وكړه، نو ځواب يې كټ مټ همداسې را ووت لكه څرنګه چې اټكل كېده

كه مو ځواب سهي ونه وايه نو پوهه، چې تاسې ښه خلك ياست

او مانا يې داده، چې جرمي فكر نه لرئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more