د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ايا د ښځو اونارينه ؤ حقوق بايد برابر نه وي ؟

Ghairat
19.10.2003

ګرانو لوستونکو د پورتنۍ پوښتنې ځواب زمونږ پتمنې خور الفت د اسلام له نظره د اياتونو او حديثونو په چو کاټ کې غوښتی دی ، نو د مبار ک اسلام په فوروم کې يې دغه پوښتنه مطرح کړې ده . زه غواړم چې دغې موضوع ته ستاسوپاملرنه ، درنو لوستونکو، له نورو خواو څخه هم راوګرځوم ، څو نوموړې پوښتنه له له تاريخي ، اجتماعي ، اقتصادي ، سياسي او نورو خواو څخه هم و څيړ ل شي .

زما له انده د ښځو او نارينه و حقوق په تاريخ کې هيڅکله برابر او يو ډول نه وو ، کله د ښځو حقوق په ټولنه کې يو شل 25 زره کاله تر نارينه و يات وو او ښځينه سالاري وه، او کله بيا لکه اوس د نارينه و حقوق له پنځه شپږ يا نهايت له 9 لس زرو کالو راهيسې تر اوسه پوری زيات وو ا و ﻻ هم زيات دي . پخپله په لويديزه نړۍ کې هم تر اوسه پورې ښځې د نارينه و سره بشپړ مساوي او برابرې شوي نه دي . البته دوی په غرب کې صرف د قانون په وړاندې د نارينه و سره برابرې دي ، خو په ټولنه او ټولنيزژوند کي ﻻ هم مساوي شوي نه دي . په لوړو سياسي څوکيو او مقاماتو کې ددوی برخه له 10 ٪ څخه لوړه نه ده ، د پارلمان په سلو کې له 20 ٪ ـــــــ30 ٪ ځخه ددوی ونډه نه زياتيږي . دغه راز په لوړو علمي او تخنيکي د ندو کې يې سلنې ډيرې ټيټې دي . په داسې حال کې چې ددوی حيثيت په هيڅ کومه برخه کې تر نارينه و لوړ نه دی ، خو برعکس په ډيرو برخو کې بيا ټيټ او د نارينه و د ﻻس اله ګرڅيدلی دی .
ولې که د نارينه و او ښځينه و طبيعت ته وګورو له هغو استثناو پرته چې غروال صيب هم ورته ګوته ونيوله ، نور ددواړو تر منځ هيڅ توپير نشته، او نارينه او ښځينه انسانان لکه د مرغانو د جوړې په څير سره بايد مساوي و بلل شي :
که مونږ مرغان د نظر ﻻندې ونيسو او د کوترو( کفترو يا کبوترو) يوه جوړه مثال ونيسو ، نو څنګه چې ددوی ترمنځ د نارينه او ښځينه کوترې فرق نشته يا لږ فرق دی ، دغسې له طبيعت څخه د نارينه او ښځينه انسانانو تر منځ هم فرق شته خو ډير لږ او جزئي دی . د ټولنيزو بې عدالتيو ، توپيرونو، امتيازونو او مظالمو څخه پخوا، زمونږ د نيا حوا
بي بي او نيکه بابا ادم (عليهم السلام) تر منځ فرق هم دغسې جزئي و او جنتي ژوند کې يي ﻻ د کوترو د يوې سوله ييزې جوړې څخه هم ډير مساوات او هماهنګي لرله .
د غنم يا مڼې دانه به دواړو پخپله حتمأخوړله، ځکه دايې په نصيب کې مقرره وه او حتمأ به يې خوړله .خو په همدومره فرق چې په ست کولو کې حوا په ادم ورمخکې شوه. دلته زه له تاسو او ټولو لوستونکو څخه هيله کوم چې زما په دغه نيمګړي اندتګ کې برخه واخلئ ، مطلب دادی چې: که چيرې مونږ د ادم او حوا (ع) په جنتي ژوند کې د غنمو يا مڼې د خوړلو قصې ته د ميتولوژيکې قصې په ډول د سيمبوليک معرفت په سترګه وګورو ، د معرفت کوم شکل چې په لومړني بشري ژوندانه کې سلګونه زره کاله پايښت درلود ، او ادم د نارينه او حوا د ښځينه انسانانو سمبولي نوم وبولو ، نو د دغه مذهبي معرفت په لمن کې يودنيوي ستر معرفت هم خوندي مونږ ته را انتقال شوی دی : بيانو دا هم کوم تصادف نه شو بللی چې ولې حوا وه چې ادم ته يې د ممنوعه ونې د ميوې ست وکړ ، او نه ادم و چې حواته يې ست وکړ . که د ممنوعيت ديني شخولئ يا پوښ هم راوسپړو نو يواځې د ميوو دانو ( مڼې وي ک غنم دانې يا نور) حبوبات راټولول او په نارينه و (يعنې ادم ) ته ويشل رښتيا هم د ښځو ( حوا) کار ؤ، نه د نارينه (ادم) کار!

ايا په لومړنۍ بشري ټولنه کې همداسې نه وو؟ ايا اوس هم په بومي قومونو ، قوالا نو او جټانو، د امريکا او استراليا او افرېقا په بوميانو کې د کار دويش همدغه نښې ﻻ نه دي پاتې چې ښځې ميوې او حبوبات راټولوي او نارينه د ژونديو حيواناتو ښکار په وچه او وبو کې کوي ؟ او صرف شپې سبا کوي ؟ خو د نباتي ميوو او حبوباتو د موسمي ، اقليمي او کميتي بدلون سره انسان دهغې دانو کرنې او زراعت ته اړووت او له تيارو ځنګلونوا و طبيعي باغونو ځخه د ګټې اخيستلو امکانات کم او له منځه ﻻړل ،نو انسانان د چا خبره له جنته (باغه څخه ) ووتل او د زراعت او کار په کلتور سره دځمکې تسخير او کرنه پيل کړه . ايا همدغه پيښه دانسانانو (ادم او حوا) له پاره د پريمانۍ او وزګارتيا دمفت عيش و نوش له جنتي دورې څخه راوتل او دکار ، زيار او زحمت دنيا ته دتن ورکولو دوره نه ده ؟ .نو ايا همدا ( حواــ) سالاري په جنت يا د ښځو واکمني ( مادرسالاري) د ځمکې په پر مخ په پور او معمور ځنګلونو کې يوشي نه وو ؟ کوم چې وروسته په شفاهي نثرونو او قيصوکې د ميتولوژۍ په توګه پاتې شوي دي او اديانو هم د معرفت د يوې منبع په ډول کارولي دی ؟ په انجيل او تورات کې اوس هم شته چې د عدن باغ يا جنت پر ځمکه کې و، چې وروسته له منځه ﻻړ ، په کوم کې چې ادم او حوا اوسيدل او بيا ترې ويستل شول . د زراعت پيل د ځمکې سره د انسان د کاراو توليد درست پيل دی چې ښايي د ځمکې پر مخ د ژوند(يعني کار کولو) په معنی درک شوی وي . ښايي دځنګلي غنمو دانې خوړل د غنمو د کشفولو، پيژندلو او کرلو له امله چې دزراعت سبب شوې ، له جنت څخه د وتلو د عامل په توګه انګيرل شوی وي. ځکه له هغه دمه تر دې دمه غنمو د انسان ژوند بدرګه کړی دی .
دغه راز يو بل حقيقت د ادم (ع) په قصه کې د بشر د لومړني ژوند د واقعاتو سره هم سمون خوري :
او هغه داچې د ادم (ع) لوڼواو زامنو يو د بل سره نکاح تړله ، په نهايي صورت د غبرګونو له خپلې جوړې څخه نه ، بلکې هر ورور دغبرګونو د بلې جوړې د خور سره او برعکس هرې خور د هغه بلې جوړې د ورور سره (( نکاح) تړله څو دوی ډير شي . د قابيل او هابيل قصه په تفسيرونو کې ددغه قانون څخه د قابيل د سرغړنې قصه ده چې غوښتل يې د هابيل پر ځای دی پخپله د خپلې جوړې له خور سره نکاح وتړي او شخړه يې ان دې ته ورسوله چې د شيطان په لمسون يې خپل بيګناه ورو هابيل هم وواژه .
خو له موضوع نه به ليرې نځو ، اوس به وګورئ چې په لومړنۍ بشري ټولنه کې د ښيځينه سالارۍ په خت کې د پولو ګامي شکل همدغسې نه ؤ ؟ او په همدغه دينې معرفت کې په سيمبوليک ډول يو عالم دنيوي معرفت او دښځو او نارينه و تر منځ د مساوات يا له مساوات څخه د لومړني انحراف بنسټونه نه بيانيږي ؟ :


نقاد
05.11.2003

غيرت صيب ته نېکې هيلې او سلامونه .
ستاسو دليکنې په ځينو برخو هډو پوه نشوم ، چې مطلب تر ې څه دی : دبېلګې په توګه تاسو ليکلي : ميتولوژيکې قيصې په سيمبوليک ډول دنيوي معرفت په ديني شکل بيان کړی دي .

او يا ليکئ چې : دبوميانو په ژوندانه کې پخوا د ښځو حاکميت يا مادر ساﻻري وه او چې د زراعت تر رامنځته کيدو پورې يې دوام موندلی ، تر دغه وخته پورې به ښځو نارينه و ته ميوې دانې ورويشلې .

1 ــ دا دواړه برخې په تفصيل سره روښانه کړئ ، څو ستاسو په مطلب پوه شو
2 ــ دا څه ډول ټولنه وه ، کله او په کوم بنسټ و ﻻړه وه ؟
3ــ د پولو ګامي دلته څه شکل درلوده او د قابيل هابيل د قصې سر د هغې په کوم ټکي کې څه ورته والی وينئ؟
په درنښت .



ع کريم حليمي
10.01.2004

ګرانو افغانو سلام
ښځه په اسلامي نړي کي ټولي قانوني او اخلاقي وظيفي ترسره کولاي سي .
بيله پيش امامته (امامت د لمانځه)
که څوک ايات يا حديث ښولاي سي ښه به ي.


N
11.01.2004

[color=blue:b690001b46][/color:b690001b46]
ډېرښاغلۍ حلېمې صېب!
وټول افغان پاڼې ته ښه راغلاست. تاسو دښځو دکار اودندو په هکله ډېره ښه او د
ستاېنې وړ خبره کړېده. نن په ډېرو پرمختللو اسلامې هېوادو کښې ښځې او نر او-
ږه په اوږه کارکوي اوموږ ته به ښه نه وي چې هغوته پداسې حال کې چې زموږ لوېو
دېنې پوهانو هلته زده کړي هم کړي وي,پرښځو باندي دزورزېاتې په کولو سره دسوچه
شرېعت درس ورکړواوېا هم ځان تر ټولو غوره وبولو.هوښېار اوخپلواک ملت هېڅ کله
دبهر په لمسون خپل هېواد نه ورانوي.
زه پداسې حال کښې چې ستاسودانېک نظرته په درنه سترګه ګورم له تاسو څخه هېله
کوم چې خپله لېکنه دبېلګو په ښوولوسره لږڅه پراخه کړئ, هلته به هېله وې چې بل
ورور ېا خوربه را پېداسې چې دا خبره داسلام او ننې ژوند له نظره نوره هم غنې اوبډا-
ېه کړي.
په درناوي.


Nelly


ع کريم حليمي
12.01.2004

ګرانی خور سلام !
تشکر ستاسو د ليکني نه!
زه فکر کوم چه دښځو حقوق نارينه نه ورکوي ٠ دا يو طبعي اصل دي چه حق د ورکولو شئ ندی،بلکي داخيستلو شې دي٠. ګراني خور زه چه په ښه اوبد پوهيدلي يم دخپلوحقوقو ادعا لرم اوحق ندي رارسيدلي٠ زه که دښځود حقوقو ادعا ،مطالعه کوم،زما حق تر پښو ﻻندي کيږي ٠ متل دي ميره مي نه ليده تر مور مينه٠ هرسړي (حکومتی ،ليکوال)مخلص نه دي په دغه اواز ګټه پورته کوي ٠ دښځوحق طبعأبايد ښځي پخپله واخلي٠ فکر کي (نر او ښځه مدعی او مدعی عليه دي ٠ که تاسو کومه مشخصه پوښتنه لری وئی کی ٠که چيري جواب راسره وه وبئ ليکم که څه هم زه ښه ليکل نشم کولی .
ع٠ک٠حليمي


N
16.01.2004

ډېرښاغلۍ حلېمې صېب !
دادئ څه موده وروسته په افغانستان کښې داولسمشرۍ ټاکنې کېدونکې دي.دټول افغان پاڼې ېوه
کارکونکې ښاغلې فرهاد صېب ددي پاڼې په لومړي مخ کې په شمالې اومنځنې سېمو کښې دښځوپه
لوړه کچه وثبتېدوته , ګوته نېولې ده. که چېري پښتانه خپلې مېندي, ميرمنې, لوڼې او خوېندي دټاکنو لپاره دثبت څخه راوګرځوي نو پاېله به ېې دلوبې ېعنې ټاکنو باېلل وي.
زماپوښتنه داده چې تاسو په ټاکنو کښې دښځوو برخې اخېستلو ته په کومه سترګه ګورئ ؟
په درناوي.


da shazoo wanda......

HOTAK-amin
17.01.2004

ګرانو خويندو او ورونو ،په سلام مو لمانځم
قدرمني پښتني خورنيلي جاني ستاسي پوښتنه زما لپاره د خپل قام ناپوهي ،نالوستيتوب ،فقر او لوږه ،په ذهن کي ژوندۍ کي ٠کله داسي فکر کوم ،لکه ټولي نړۍ چي راته هوډکړي وي ترڅو زموږ قام دنړۍ له مخ نه ورک کړي٠مختلف دﻻيل او پيښي زما د دې سوچ ﻻمل وګرځي٠دبن پريکړه او په هغه کښي دکارونو دبسته بندۍ ،هغه هم هر څه په عجله،دا ټول يو ه لومکه ګڼم ٠په هر ډول ،زما دوعا خپل ملت ته ديوه پوه لارښود له اسمانه ناذليدل دي ٠او تر دې وړاندي دخپلو هڅو يادونه هم کوم ٠ په درناوي



ع کريم حليمي
23.01.2004

محترمې نيلې خور سلام عليکم ! پر ګلو دی لغړيږی څو سبا رسيږی تاته
تاسو پوهيږی چې د قانون اساس پر اخلاقو ولاړ دی ٠ په هره جامعه کی چې اخلاق
نه وی نو هلته قانون هم نوی ٠
داهم درته معلومه ده چې په افغانستانکی د 15 کالو راپه ديخوا يوازی بد اخلاقۍ
شروع دی ٠ او اخلاق چې دی پر دوه ډوله دی يوهغه اخلاق دی چې په کتابوکی
ليکلی دې او يو هغه دې چې خلګ ئې په کوڅه او بازار کی جوړ کې اونوم د اخلاقو
پرکښږدې ٠ تقريبأ دغه دکوڅو او بازار اخلاقو اوس زموږ جامعه نيولی ده٠ او داهغه
بد اخلاقۍ دی چې قاضی هم کومه جزا نسی ورته ايښودلای٠ نو چې جزانوی خلګ هم
په يوه اسانه وکتابی اخلاقوته غاړه نه ايږدی ٠ اصلأ دغه لوی مشکل دی ٠ کوڅه وايې
چې ښڅه دی کارنکوی ٠ اوکتاب وايې چې ښځه دې کار وکې٠
بسمه تعالی ( للرجال نصيب ممااکتسبو وللنساأنصيب مما اکتسبن وسئلوا الله من فضله )
سورت النسأ
ترجمه سته نارينه ؤ لره نصيب په سبب دهغه عمل چې کړی وی دوی اوسته ښځو لره نصيب
په سبب د هغه عمل چې کړې وی دوی سوال کوئ تاسی له الله نه له فضل دده٠
تفسير ٠ يعنی نارينه او ښځو لره هم هغسی برخی مقرری سوی دې چې دوی کار کوی خلاصه
ئې داسوه چې هر يوه ته د هغه دعمل بدل پوره رسيږی
اوسنو راځو دينی نظرته ٠ دين دوه ښاخه لری چې يو عبادات دی اوبل معاملات دی ٠
په عباداتو کی سوال نه پيداکيږې ټوله عبادات بايد ښځی وکی لکه لمونځ......ترجهاده پوری ٠
اوس نوراغلو و معاملاتوته ٠ د تجارت څخه نيولی بيا تر..................رايه ورکول .
وميړه ته دجنګ په وخت کی (مبارک چې کفارو نه پريښاوه و مکی ته نو بی بی مبارکې مصلحت
ورکی و عليه سلام ته ) .
بی بی فاطمي سيده نسا د نرسې وظيفه او حضرتی عايشی (رض عنها ) معلمی کړی ده.
نوبه ولی يوه کونډکۍ افغانه چې خپل دوه کمکی يتيمان تر پلؤ ﻻندی لويه وی په داسی حال کی
چې هر نوی حکومت منځ ته راځی دهری افغانی پيغلی ،مړوښی ،او کنډی پر ژوند تأثير مستقم
لری٠ نو د دوی دپاره به څوک داتصميم نيسی ٠؟
بسمه تعالی وﻻنکلف نفسا الا وسعها
هره افغانه چې وس او قدرت ولرې چې رايه ورکې ٠اوکه خپل ځان د دی کاره وسپموی ملی خيانت دی ٠
ګرانو خويندو هيڅ کارتر اوسه په خبرو ندی تر سره سوي که دعمل کالی ور واغوندی ښه به وي
که څوک ستاسو مخالفت کوی ٠ نو باد او بخار به ئې ووزی٠ لکه الله چې فرمايی
بسمه تعالی ٠ (واطيعوا الله ورسوله و ﻻ تنزعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا انالله مع الصبرين)
وماعلينا الا البلغ
ع٠ک٠حليمي


N
31.01.2004

ډيرښاغلي حليمي صيب!
ډيره مننه ستاسو له څرګندونو څخه.
دکتاب اوکوڅي اخلاقو په اړه تاسو ډيره مهمه خبره کړيده. باوروکړئ هغه څه چي
زموږدرانه ديني پوهان يي دښخو په هکله روا اوناروا بولي په رښتيا سره کله ناکله
دنورو مسلمانانو لپاره دحيرانتيا ﻻمل وګرځي.
زموږسره ډيري مسلماني ښځي لکه دألمغرب, تونس, اندونيزيا, ترکيي , سوډان,
سومالي , عراق , مصر , سوريي اونورو هيوادو , کاراوژوند کوي. ديوه وړوکي ټو-
کري پرته چي پر سريي وي, ځني هغه هم نه پرسر کوي, ددود سره سمي لويديزي جا-
مي أغوندي اوهيڅوک پرهغو باندي ډول ډول ټاپي نه وهي, خوکله چي يوه أفغانه
ميرمن دکارحق وغواړي نو دومره تش په نامه ديني پوهان دهري خواڅخه راپيداسي
چي هغه په هرډول چي وي , ناروا ثابت کړي.
په ډيرو أسلامي هيوادو کښي موسيقي اوتلويزيون شته, يوه بهرني مسلمانه ښځه د
سندرو ويلو حق لري خو يوازي دافغاني ميرمنو لپاره هغه ناروا دئ. دحيرانتيا ځاي
دئ چي ان دبهرڅخه بډي اخيستل او دخزاني اوملي شتمنيو لوټول ښه کار ولي په
تلويزيون کښي ښځينه سندري ايښودل بدکاردئ.
زما پوښتنه داده چي ميرمني دسندرو ويلو حق لري اوکه څنګه؟
په درناوي.



ع کريم حليمي
01.02.2004

نيلۍخورسلام ورسته ترسلام جوړه اوارامه اوسی!
دغه يو ايات په ټوله قرأن کی سته دسندوروپه باب ٠
بسمه تعالی ومن الناس من يشترلهوالحديث ليضل عن سبيل الله بغيرعلم ويتخذهاهزوأ اولئک لهم عذاب مهين
ترجمه ٠ او ځنی له خلګو څخه هغه څوک دی رانيسی ،اخلی عبثی خبری(اړوونکی له حق څخه) دپاره د دی چه وښويوي (خلق) له لاري د الله نه بی له علمه (په عاقبت د فعل خپل ) چی ونيسی دا (لاره يا ايتونه) په ټوکو مسخرو
دغه کسان سته دوی ته عذاب سپکونکی٠
او په بخاری شريف کی می حديث ډير لوستی ٠ ديوه مفهوم تاسوته وليکم ٠
سردارعالم صلیالله عليه وعلی اله و صحبه ٠ په کوټه کی د بی بی سره تشريف درلودی ٠ او يوی مينځی
نجلکی د دريی سره غزل ويل مبارک ممانعت نه وو کړی کله چه حضرت ابوبکر صديق رض حجری ته و رغلی
نو صديق رض وويل چه غزلی موايه ٠ سرداری عالم ورته وويل چی پريږده دا حديث اوږدی اخير حضرت ابوبکر
دريه ورنه واخسته او تر زنګانه لانديکړه يعنی د حضرت صديق رض دغزلی نه خوښيدی شخصأ
او بل حديث راغلی چه په مدينه المنوره کی مبارک ص او بی بی و اتڼ ته دريدلی اوډير وخت ورسته ئی بی بی وويل چه نور هم ورته د ريږی داحديث هم ډير اوږد دی او د دريدو يا دوﻻړی حال چه څنګه وه هم ليکل دی دغه ئی لنډ سورت يامفهوم تاسوته ما وليکی ٠
ددغه بيان حديث ډير سته ٠ وګوری په ALIM CD کی د موزيک تر نامه لاندی
او دپورته ايات شان نزول اګر که خاص دی مګر دالفاظو د عموميت له وجی ئی حکم عام دی ٠ هغه لهو چه داسلامی دين ځنی د خلګو اړوونکی وي يا داړولو موجباتو څه وي ممنوع او حرام بلکی کفر دی
مقاصد د اسلام پنځه دی 1 حفاظت د دين 2 حفاظت دعقل 3 حفاظت د نسب 4 حفاظت د نفس 5 حفاظت د مال
تر ډيره حده داسی معلوميږی چه دغو ٥ اساسوته تاوان ونه رسيږی موزيک روادی.
که څوک نه غواړیچه موزيک واوری ښه خوې دی زه ئی اورم چه بيتونه ئی اخلاقی وی ٠
موضع ډير اوږده ده او زه پښتو سافټ وير نه لرم راته سخته ده چه نورمعلومات درته وليکم ٠
که سوال می نوي حل کړی پښتنه کولاسی ٠ ستاسو د دين ورور حليمي


د ښځو حقوق

مطيع الله ،،محمدي،،
17.02.2004

ګراني`خور ليلما الفت زه نه پوهيږم چې دا مثله تا سره څنګه حل کړم خو هو دومره ويلي شم چې يو افغان هم دا نه غواړي چې د هغه خويندي او لوڼي دي د هغه حق نه محروم شئ چې د کوم حق هغوي مستحق دي.
لکه څنګه چې مونږه او تاسو ته څرګنده ده چې افغانستان يو اسلامي ملک دي سره ددي تعليم او تربيه پکي هم کمه ده نو داهر څه وخت غواړي٠ کله چې تعليم عام شئ نو ټول افغانان ورونه او هم حکومت به د ښځو هغه حقوقوته چې پر اسلام کي ښځي ته روا دي او حق يي لري ورپربرخه کړي انشأالله٠

مطيع الله ،،محمدي،، دناروي څخه٠د

[color=blue:4d391d8476][/color:4d391d8476]


Re: د ښځو حقوق

نقاد
17.02.2004

[quote:84aecdd867="مطيع الله ،،محمدي،،"]ګراني`خور ليلما الفت زه نه پوهيږم چې دا مثله تا سره څنګه حل کړم خو هو دومره ويلي شم چې يو افغان هم دا نه غواړي چې د هغه خويندي او لوڼي دي د هغه حق نه محروم شئ چې د کوم حق هغوي مستحق دي. لکه څنګه چې مونږه او تاسو ته څرګنده ده چې افغانستان يو اسلامي ملک دي سره ددي تعليم او تربيه پکي هم کمه ده نو داهر څه وخت غواړي٠ کله چې تعليم عام شئ نو ټول افغانان ورونه او هم حکومت به د ښځو هغه حقوقوته چې پر اسلام کي ښځي ته روا دي او حق يي لري ورپربرخه کړي انشأالله٠
مطيع الله ،،محمدي،، دناروي څخه ٠color=blue][/color][/quote:84aecdd867]

مطيع الله جانه وروره په خير رغلاست او هرکله راشئ . له سلام او نېکو هيلو نه وروسته به همدومره ووايم چې پخپله ورونه او پلرونه دي چې د خويندو او ورونو تر منځ او د لوڼو او زامنو تر منځ فرق کوي او پر ځان يې حقوق يو شان نه بولي : د ځوی او ورور تعليم ، په کور او بهر کې د هغوی رول ته د خور او لور څخه ډيره پاملرنه کيږي ، څوی او ورور په خپله خوښه ښځه کوي، خو خور او لور ته دا اجازه نه ورکوي چې لږ تر لږه د خپل سرنوشت په اړه خپله رايه ورکړي . خور لور آخر د بل د کور غړې کيدونکې او د پلار په کور کې بي حقه بولي او زامن د خپل کور پاتې کيدونکي او ابادوونکي غړي بولي ، نو څکه يې حقوق هم لوړ بولي . زياترو پښتنو ته ښځې صرف د کور خدمتي پرسونل ښکاري او د ټولنې غړي يې نه بولي ، ولې سړي د کور امران او د ټولنې بشپړ غړي بولي، نو تعليم او د ژوند مسايلو ته يې سخته پاملرنه کيږي . دا ټول دکورنۍ د مشرانو نارينه غړو قصور دی او بايد چې دا نيمګړتيا له مغزو څخه وباسي او خپلو لوڼو ته زياته پاملرنه وکړي . که څنګه ؟


عبير
16.04.2006

محترم حلمي صاحب سلامونه مي وه منه ستا ليكني مي وكتلي اوخؤراډېرې لېکني
موكړي وي خو محترمه په اسلام كي مو ډير تفريط كړي وو او خورا ډيري تر جمي موله ځانه كړي وي زه نه پوهيږم چه تا داديني علم چيري حاصل كړ ي چه ډيري نارواته مو روا ويلي محترمه له ديني پوهانو څخه ديني پوهه حاصله كړه او په خپل
سر يه مه ډنګه وه خو افسوس چه زه ډير ليږ وخت لرم او د بحثونو په فورم كي ګډون نه شم كولاي چي ستا تيروتني در وښيم نو معزورت غواړم ٠

ستاسو ورور عبدلله عبير٠



ع کريم حليمي
17.04.2006

محترم عبر صاحب زما سلام هم وه منه !
طبعا به وخت نه لرې ولي چه عبر ياست 
خوب خو تاسو ليدلی اما خوبونه دوه ډوله دي 
 د بخاري شريف په كتاب بدء الخلق او  باب صفة ابليس وجنوده کښي راغلي 
"ښه خوب دالله له خوا او دابل خوب شيطانی وي "
ښه خوب تاسو ليدلی داچه عبر  ياست په  عُبُور او مرور ٠٠٠٠٠ په سفر کښي 
پر راسته اړخ بيدېږه ٠ نو بيا ښه خوب درځي ٠ او که بيا خوب نه درتلي 
بيا نو پړمخي پرېوزه ښه درځي (خوب )
"‏ [color=blue:3aa2fdb1e1]الرؤيا الصالحة من الله، [/color:3aa2fdb1e1][color=red:3aa2fdb1e1]والحلم من الشيطان [/color:3aa2fdb1e1]فاذا حلم احدكم حلما يخافه فليبصق عن يساره، وليتعوذ بالله من شرها، فانها لا تضره ‏"‏‏

 


داود فايز
17.04.2006

محترمو وروڼو سلامونه
حليمي صاحب رښتيا هم كله كله ډير ښه موضوعات ليكي او كله كله بايد بريك په كي ونيسي ، ورووه دادين دي ستا دهري خبري نه به الله تعالى پوښتنه كوي ، وروره ته احاديث ذكر كوي خو كله كله يي په معنى كي اشتباه در څخه وشي او يا يوه مسأله پوره نه كړي
دمثال په توګه تا د بي بي عائشي حديث ذكر كړي دي نو تا دا ونه ويل چي دا سندري چا ويل او څه ويل او د سندرو او موزيك په منځ كي څه فرق شته كه نو وروره حليمي صاحب حليم شه خفه كيږه مه په ورين تندي ورته وګوره
څكه چي تا د اسلام ددين دښودني لار دي نيولي ده ، نو لوي مسؤليت ته يي متوجي شه داسي نه چي آخرت دي خراب شي او نور هم در سره خراب كړي

اول خو دا چي هغه چا چي دا سندري ويل هغه وړي جينكياني وي چي سندري يي ويلي او بي بي عائشي صرف ورته غوږ نيولي ؤ او بل کوم سندره چي دوي ويلي وه په هغه كي كومه دموزيك آله نه وه صرف دريا ( دف ) ؤ چي دهغي سره يي ويلي او بي بي عائشة رضي الله عنها دديوال شاته ورته غوږ نيولي و او ورته كتل يي خو بل چا نه ليدله
او بله دا چي سندري ويل دښځو او نرو لپاره نا روا دي صرف دښځو لپاره په څوشرطو روادي چي فحش په كي نه وي ، او بل نور موسيقي آلات پرته له دريا ( دف ) بل شي ورسره ملكري نه وي او نارينه يي اواز وانه وري
بله خبره دا چي عبير د عبور نه نه دي اخيستل شوي عبير په معنى دبوي وركوي چي ښائسته بوي ته وايي نه والله اعلم بالصواب
كله كله موضوع بدله كړي خبره له يوه شي څخه وي او ته بلي موضوع ته لاړل شي لكه دخوب ډولونه چي دي ښودلي دي دا له دبحث سره څه ارتباط لري.
وروه زما مطلب دا نه دي چي زه پرتا انتقاد ونيسم صرف پام اړول دي چي په دين كي فتوى وركول داس اسان كار نه دي ډير سخت مسؤوليت لري .
إن هذا الأمر دين فانظروا عمن تأخذون دينكم ))
إن الله لا ينتزع العلم انتزاعا من صدور العلماء ولكن ينتزعه بقبض العلماء فإذا ما توا أخذ الناس رؤوساً جهالاً فاستفتوهم فأفتوهم فضلوا وأضلوا)) او كما قال صلى الله عليه وسلم
عمومي خبره
وروڼو محترمو او قدرمنو
يوه خبر چي بايد په نظر كي ونيسو هغي دا چي غلط كار بايد په بل غلط كار صحيح نه كړو او كوم كار چي زمونږ په ټولنه كي به غلطه روان دي دا معنى نه لري چي په بله ټولنه چي كوم كار روان دي هغه صحيح دي
مونږ أفغانان چي بعضي كارونه په ډير افراط سره كوو نور هغه كارونه به تفريط سره كوي
زمونږ ټولنه كي دښځو بعضي حقوق نه وركوي او تر بشو لاندي يي كوي خو په غربي هيواد كي هغه ډير به تفريط سره اجراء كيزي كه به أفغانستان كي ښځه له بعضي مشروع ازاديو څخه محروميږي خو بله اسلامي هيواد كي دومره ازادي قايل دي چي هغه داسلام د اساساتو او اصولو سره سمون نه خوري لكه بربنډي ګرزيدل او يا سرتور مټي لوڅي او يا سندري ويل دنارينه په مينځ كي.
نور مو وخت نه نيسم خداي دي وکړي چي داسي څه مي لكيلي وي چي ملګرو ته ګټه ورسوي .
إن كا ن الصواب فمن الله وإن كان الخطأ فمن الشيطان
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،
ستاسو ورور / محمد أبو عمر الأفغاني



ع کريم حليمي
18.04.2006

أبو عمر الأفغانه وروره  السلام عليک !
ډير ښه قيل وقال تاسوليکلۍ ، داسي ليکني ته قيل وقال ويل کيږي 
څرنګه چه کوچېشن نسته په کښي 
که اقتباس په کښي واي نو بيا به مي قيل اوقال نه بلله !
داسي معلوميږي چه تاسو هم خوبونه ليدلي 

[quote:1b49e69210]دمثال په توګه تا د بي بي عائشي حديث ذكر كړي دي نو تا دا ونه ويل چي دا سندري چا ويل او څه ويل او د سندرو او موزيك په منځ كي څه فرق شته [/quote:1b49e69210]
حواله مي بخاري 
باب الحراب والدرق يوم العيد
حدثنا احمد، قال حدثنا ابن وهب، قال اخبرنا عمرو، ان محمد بن عبد الرحمن الاسدي، حدثه عن عروة، عن عائشة، قالت دخل على رسول الله صلى الله عليه وسلم وعندي جاريتان تغنيان بغناء بعاث، فاضطجع على الفراش وحول وجهه، ودخل ابو بكر فانتهرني وقال مزمارة الشيطان عند النبي صلى الله عليه وسلم فاقبل عليه رسول الله ـ عليه السلام ـ فقال ‏"‏ دعهما ‏"‏ فلما غفل غمزتهما فخرجتا‏.‏

د عائشة رضی الله عنها  له خولې وايي چه 
مبارک کورته راغلۍ ، زما بغل ته دوو نجنو غزلي ويلې مبارک پرکوربچه پر
  اړخ پرېوتي مخ يي هابلي خواته ورسته ابو بكر راغلۍ او زجري خبري يي 
راته وکړي چه دا مزمارة شيطاني اله د نبي په حضور کښي يا ومخ ته 
المِزْمَارُ  په معني د هغه موسيقي اله ده چه په خوله وهل کيږي (آلَةُ نَفْخٍ مُوسِيقِيَّة )
چه موږ يې نل او يا سورنا ورته وايو 
مبارک پر ابو بكر ږغ کړي چه ‏[color=red:1b49e69210] دعهما [/color:1b49e69210] پرېئږده يا ستا د خبرو لاس واخله ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ اخير ما اشاره وکړه 
چه ولاړي سۍ ولاړي 

غزلي ويل څه طالبي پياله ټکول ،څه باجه ، څه ډوول او سورنا 
ټوله د موسيقۍ الې دي هغه وخت صناعت  د باجي نه وو اختراع سوې 
اما سورنا ئې جوړوله  
داخو د اهلي بيت دننه په کورکښي حال 

اوس نو د بازار حديث داسي راوړي چه :

حديث البخاري ،باب الحراب والدرق يوم العيد
وكان يوم عيد يلعب السودان بالدرق والحراب، فاما سالت النبي صلى الله عليه وسلم واما قال ‏"‏ تشتهين تنظرين ‏"‏‏.‏ فقلت نعم‏.‏ فاقامني [color=cyan:1b49e69210]وراءه خدي على خده، [/color:1b49e69210]وهو يقول ‏"‏ دونكم يا بني ارفدة ‏"‏‏.‏ حتى اذا مللت قال ‏"‏ حسبك ‏"‏‏.‏ قلت نعم‏.‏ قال ‏"‏ فاذهبي ‏"‏‏.
په خلاص ميدان توران ډانس يانمايش (ښودنه)ملي اتڼ کاوه ٠ 
مبارک وبي بي وويل  غواړې چه تماشا د دې نمايش  وکړي ٠ بي بي ورته وويل
چه هو!
نو داسي ولاړ وه 
بي بي يي شاته او مبارک ومخته ٠ او باړخوګان يي سره مښتي وه (وراءه خدي على خده) مطلب دا چه يعني زنه يي د مبارک پر اوږه ايښې وه نو باړخو (خدي) د بي بي د مبارک عليه السلام 
پر باړوخو (cheek الخَدُّ في الوجه ) مښتې وو 
 او مبارک داسي ناره ورکول د ا د  نمايش خلګوته چه (دونكم يا بني ارفدة ، چه واه وا او يا مه پرېږدي يا دوامورکۍ )

نو معلومه سوه چه ښځي هم حق لري چه پرديو خلګو د اتڼ يا ډانس  تماشا وګړي 
که نه غواړي نو د tv له اطاقه دي ولاړه سي تقوا بيځايه يي هم حق ده ٠ 
څوک چه تر مبارک ډير عبادت کوي هم ګناه ده !
[quote:1b49e69210]اول خو دا چي هغه چا چي دا سندري ويل هغه وړي جينكياني وي چي سندري يي ويلي او بي بي عائشي صرف ورته غوږ نيولي ؤ او بل کوم سندره چي دوي ويلي وه په هغه كي كومه دموزيك آله نه وه صرف دريا ( دف ) ؤ چي دهغي سره يي ويلي او بي بي عائشة رضي الله عنها دديوال شاته ورته غوږ نيولي و او ورته كتل يي خو بل چا نه ليدله [/quote:1b49e69210]
دغه دي هغه قيل وقال دي 
[quote:1b49e69210]بله خبره دا چي عبير د عبور نه نه دي اخيستل شوي عبير په معنى دبوي وركوي چي ښائسته بوي ته وايي نه والله اعلم بالصواب [/quote:1b49e69210]

زما په ليکنه کښي عبير نسته٠ بيا يي ولوله هلته به عَبَرَ چه  فــــعــــــــل دی ولولې 
يعني داسي (ښاغلي عبير دا عبر (ټرانزايت،سفر)راغلي وو نور وخت يې 
نه درلودۍ ، ماته يي په حلمي ويلي وه ) 

،هو! عبير و pleasant smell معطر بوی ته ويل کيږي ٠ 

  [quote:1b49e69210]كله كله موضوع بدله كړي خبره له يوه شي څخه وي او ته بلي موضوع ته لاړل شي لكه دخوب ډولونه چي دي ښودلي دي دا له دبحث سره څه ارتباط لري. [/quote:1b49e69210]
پرتي له خوبه سړی وايي ٠ که په ويښ حال څوک څه وليکي نو بيا د الرؤيا
نقل نه ورته ليکم ٠ 
 



ع کريم حليمي
18.04.2006

پوره، بشپړه  ترجمه داسي ده 
أحمد، ابن وهب، عمرو، محمد بن عبد الرحمن الأسدي، عروة، بي بي  عائشة
رض څخه روايت کوي ، هغه وفرمايل ، نبي ص ما طرفته تشريف راوړي ، 
او زما کره دوې جنکيو د جنګ بعاث متعلق سندري وئيلی ، رسول ص په بستره 
بيده سوو او خپل مخ يي واړولو ، ابوبکر رض راغلی نو ماله ئې زورونه راکړه 
او وې ويل ، چه دا شيطاني باجه او بيا د نبي ص په مجودګي کښي ، نو رسول ، نو رسول ص ورته و فرمائيل ، چه پريږدی کوم وخت چه ابوبکر رض بل خواته 
متوجه سو ، نو ما هغه دواړو سندرغاړوته د وتلو اشاره وکړه ، نو هغوي لاړې 
ووتلې ، 

 اوس پسې د وكان يوم عيد يلعب  
او د اختر په ورځ به حبشانو يا تورانو ډهلونه او نېزو سره لوبي يا اتڼونه کول 
يا خو ما رسول الله ته خواست وکړي او يا رسول الله ص و فرمايل چه ته تماشه 
کتل غواړې ؟ ما ورته وويل چه هو !
نو رسول الله ص زه خپل شا ته وه درولم ما خپل اننګی (رخسار)د رسول ص 
د رخسار سره ايښې وو ٠ رسول ص فرمائيل اې بني ارفده ، تماشه اوښائۍ 
تر دې چه زه ستړی سوم ، نو رسول و فرمائيل "بس " نو ما وويل هو !
نو رسول ص و فرمائيل څه لاړه شه 

پر حلال شي د حرام حکم کفر دی ٠ 
دين د ښځي او نر يو دي ٠ هو ښځه يوازي په يوه وخت کي يو مېړه کولی سي ٠٠٠٠ 



ع کريم حليمي
21.04.2006

محترم أبو عمر الأفغان صاحب سلام !

[code:1:5aa1e6226b]إن الله لا ينتزع العلم انتزاعا من صدور العلماء ولكن ينتزعه بقبض العلماء فإذا ما توا أخذ الناس رؤوساً جهالاً فاستفتوهم فأفتوهم فضلوا وأضلوا)) او كما قال صلى الله عليه وسلم [/code:1:5aa1e6226b]
محترمه ! ډير شايسته حديث تاسو ليکلي !
داسي ډول دي ورکړي چه مستقم دي ماته د ګمراه خطاب په کړي ٠ 
او يا ما ته ګمراه کړي ، يا مي غلظ فتوا ورکړې 
واضح دروغ بايد ونه ليکې ،او د حديث څخه بايد د سوټي کار وانخلې 
چه خلګ په وه  خړپوې 

د حديث ترجمه انشاالله داس ده چه :
الله تعالی علم په داسي شکل ، چه د خلګو ئې واخلي داسي نه کوي ، 
بلکه عالمان لمنځه وړي ، کلهچه عالم باقي پاته نسي نو خلګ بياجاهلان 
خپل پيشوا کړي او له هغو څخه سوالونه کوي  اوبې علمه پېشوا بيافتوا 
ورکوي ٠ چه په نتيجه دئ ګمراه او نور هم ګمراه کوي ٠ 

وړونو ! تر بعضي به مي پوهه ډېره وي او تر ډير به مي علم کم وي 
اما نه مفتي يم او نه مي چاته فتوا ورکړېده ٠ 

ابو عمر صاحب !
پوښتنه مي داده چه چيري په کوم تاريځ او ورځ مي داسي څه ليکي 
چه د قران او حديث سره زما ليکنه په ټکر لوېدلې ؟؟؟؟؟؟؟
د هيڅ انسان عيزت  نفس ته تاوان مه رسوه 

ای توبه صد توبه !
چه ته عالم يي هسي د خلګو د پښتنو جوابونه ورکوه ٠ ما خو دخدای ج سره ټېکه نده وهلې ٠ زه د دين ټېکدار نه يم او نه وم نه به سم 

بسمه تعالی : يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ ٠ بقره ١٨٥ 
حدثنا محمد بن بشار، قال حدثنا يحيى بن سعيد، قال حدثنا شعبة، قال حدثني ابو التياح، عن انس، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ‏[color=cyan:5aa1e6226b]"‏ يسروا ولا تعسروا، وبشروا ولا تنفروا ‏"‏‏.‏ [/color:5aa1e6226b]
 
الله ج  اراده لري په تاسي د اسانتيا او اراده نه لري په تاسو باندي د سختۍ 

د اسلام دين اسانه ترين دين دی ، که حال ووايم ، نو جاهلان به مي پر خره 
چپه سپور کړي ،بېرېږم 


داود فايز
22.04.2006

حليمي صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،
ستا له ليكني څخه ډيره مننه
وروره الله تعالى فرمايي (( وذكر فإن الذكرى تنفع المؤمنين ))
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي (( الدين النصيحة قلنا لمن يا رسول الله قال لله ولرسوله ولأئمة المسلمين وعامتهم ) اوكما قال رسول الله صلى الله عليه وسلم
وروره اول بايد دا ووايم كه چيرته زما نه ستا په حق كي كومه اشتباه شوي وي نو بښنه غواږم
زما مقصد صرف او صرف دا و چي نور هم لږ كلك شي ، نور به څه نه ليكم ځكه چي موضوع زما او ستا تر مينځ نه شي
وروره ما ځكه دال ليكني كړي وي چي نللي خور له ستا نه پوښتنه كړي وه چي ښځو ته موسيقي او سندري ويل څنګه دي
تا بايد لږ مفصل ځواب ورته ويلي وي او أقلا دفريقينو دلايل دي شودلي وي
نو ايا د ښځي لپاره سندري ويل دعامو خلكو په مخ كي روا دي دا هيچا نه دي ويلي كه څه هم تا خو دا نه دي ويلي .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
الخلاف لايفسد للود قضية
رأي صواب يحتمل الخطأ ورأيك خطأ يحتمل الصواب



ع کريم حليمي
20.05.2006

محترم أبو عمر الأفغان صاحب سلام !
ډير داسي خبري په شريعت کښي سته چه اکثره افغانان يي نه خوښوي 
مثلا ! ښځه په شريعت کښي دا حق لري چه طلاق واخلي په داسي حال کښي 
چه په مېړه کښي يي هيڅ تناقص ، نقصان هم نه وي 
کولی سي چه  مړه ته نقدي مال ورکړي او طلاق ترې واخلي (خلع )
که ښځه پر دې و بېريږي چه مېړه يي خوښ نه دۍ او اطاعت د مېړه واجب دی 
او واجب نه سي عملي کولی نو طلاق غوښتلی سي ٠

البخاري كتاب الطلاق - باب الخلع وكيف الطلاق فيه
حدثنا محمد بن عبد الله بن المبارك المخرمي، حدثنا قراد أبو نوح، حدثنا جرير بن حازم، عن أيوب، عن عكرمة، عن ابن عباس، رضى الله عنهما قال جاءت امرأة ثابت بن قيس بن شماس إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقالت يا رسول الله ما أنقم على ثابت في دين ولا خلق، [color=cyan:1b5015cd23]إلا أني أخاف الكفر‏[/color:1b5015cd23].‏ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ [color=white:1b5015cd23]فتردين عليه حديقته [/color:1b5015cd23]‏"‏‏.‏ فقالت نعم‏.‏ فردت عليه، وأمره ففارقها‏.‏
دقيس ښځه و مبارک ته ورغله چه قيس سم سړی هيڅ عيب نه لري 
اما زه بېرېږم د کفران څخه (ناشکري ) مبارک ورته وفرمايل چه روضه (باغ)
يي ورکوې دې وويل هو  ښځي هغه باغ ورکړي او ميړه ته يي مبارک و فرمايل چه  طلاق ورکړه  
  
خلع ډير ښه اخلاق او رول دي اما افغانان به غاړه ورته کښېنږدي 


داود فايز
20.05.2006

حليمي صاحب او نورو وروڼو او خويندو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،
بيشكه چي په اسلام كي خلع شته چي ښځه د ميړه نه د جدا كيدو په بدل كي هغه مهر ( ولور ) او يا دهغي نه زيات او ياكم وركړي او خپله ازادي ځني واخلي او خپل واك يي په خپل لاس كي شي
چي دليل يي ستاسي ذكر كړي حديث دي
مګر دومره ووايم چي خلع ته مونږ طلاق نه شو ويلي ځكه چي د طلاق بعضي احكام نه پري مرتبيږي
بلكه طلاق ( فسخ ) يا دنكاح تړون ماتيدل دي چي په هغي كي مړي د بيا را ګرځيدلو ( رجوع ) حق نه لري.
او بل دا يوځل وي دري ځله نه وي كه چيرته كوم ميړه وغواړي چي بيرته خپله ښځه را وګرځوي ، بايد دښځي موافقه ضرور وي او بايد نوي مهر او عقد نكاح وكړي .
نور مو په الله سپارم
ستاسو ورور/ محمد أبو عمر الأفغاني


سندري

اسماء بی بی
04.10.2010

ګرانوخویندواووروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه بایددومره ووایم چې داډول سندري اوفلمونه له که په اوس زمانه کې چې دي خالص فحاشي اوعریاني تعبیره وي هیڅ کله جائز کیدلای نه شي ،که چیرته دمیرمنو رقصول جائزوای نوله صحابه ؤ تابعینو څخه به ثابته شوی وای اوعلماؤ بیاخاص ډو ل دافغانستان علماؤ به کړي وای
په شریعت کې په هیڅ ډو ل ددي جواز نه شي ثابتیدلا ی
لعنت دي وي دفحاشي په خپرونکو اودعفت خرڅونکومیرمنوباندي چې همداډول فلمونه اوسندري وایی



17.10.2010

د سکالو سرليک خو داسې دی : آيا د نارينه و او ښځينه و حقونه بآيد سره برابر نه وي ؟؟؟؟؟؟ نوکه له موسيقۍ سره نارينه ډير ګډېدلای او په ښځو بنديز وای نو د برابرۍ له پاره که مو په موسيقۍ هم اندکتنې(تبصرې) کړی وای بې مور ده به نه وای، شځې خو تر ناينه و ډيرې ناڅي او ډيرې ګډول کيږي ، دلته خو لازمه داوه چې د ښځو د مساوات او درناوي له پاره دښځو د هر ډول فحشا، ډمګريو او ګډا ګانو مخه ونيول شي او د نارينه و د ساعت تيريو او ناوړګټې لاندې ونه نيول شي .
که په سندرو کې نڅا ، مستي او ګډول نه وي او يواځې د آهنګ اورېدل او د سندرې معنی او باريکيو ته متوجه کيدل وي نو حرامې نه بريښي په دې شرط چې د فرايضو په خپل وخت سره د ادا کولو مخه و نه نيسي او قضا نشي او همدا رنګه د کار او مسوليتونو وخت هم پرې ضايع نشي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more