اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ملک فيصل او موريس بوکاي
زرملوال
24.05.2007
داکټر تقي الدين الهلالي ليکي
په پيرس کي مي له يوه ملګري سره څو شپي وي اوريدلي مي و چي د جراحي وتلي ډاکټر
موريس بوکاي په قرانکريم باندي يو کتاب ليکلي دي له خپل ملګري نه مي وغوښتل چي
غواړم يو ځل له ډاکټر بوکاي سره ووينم هغه راته وويل اسانه ده او سمدستي يي موريس
بوکاي ته تليفون وکړ چي زما يو ميلمه غواړي له تا سر وويني داکتر بوکاي ورته وويل
سمه ده ليږ صبر وکړي
ليږ وروسته دروازه وټکيدله او موريس بوکاي خوني ته را ننووت له روغبړ وروسته مي
دده دکتاب coranet la science la bible le په اړه وپوشته چي د ليکلو لامل يي څه و؟
دکتور موريس بوکاي وويل چي زه دقران ا و محمد تر هر چا زيات دښمن وم هر ځل به چي
ماته کوم مسلمان ناروغه د جراحي دکوم علاج له پاره راغي ما به هغه ته ويل چي ايا ته څه
فکر کوي چي قران د الله کتابدي او پر محمد (صلي الله عليه وسلم) باندي په رښتيا نازل شوي
دي او که هسي محمد (صلي الله عليه وسلم ) له ځانه ليکلي او په خداي پوري يي په دروغو
تړلي دي ؟ نو هغه مسلمان ناروغه به په ځواب کي راته ويل چي قران دخداي کتاب دي او
محمد صلي الله عليه وسلم ريښتونۍ دي
ما به ورته ويل چي زه خو فکر کوم چي داسي نه ده بلکي دا محمد له ځانه جوړ کړي په دي
سره به ناروغه چوپ شو او خپله مخه به يي وهله دا حالت تر ډيري مودي روان و چي يو وخت
ملک فيصل راغي هغه ناروغه و او ما يي علاج وکړ او په اخر کي مي له ده نه هم دا پوښتنه
وکړه ده راته وويل چي قران حق دي او محمد (صلي الله عليه وسلم ) ريشتوني دي ما ورته وويل :
زه ګومان نه کوم چي ريشتوني دي وي .
ده راته وويل تا قران لوستلي دي ؟
ما ورته وويل هوکي ما څو ځله ښه په غور سره لوستلي دي
ده راته وويل چي ايا په عربي ژبه کي دي لو ستلي اوکه ژباړه دي لوستلي ده ؟
ما ورته وويل چي نه په عربي ژبه کي مي نه دي لوستلي
بلکي يواځي ژباړه مي لوستلي دي
داراته وويل چي داسي سمه نه ده په دي صورت کي خو به ته د ژباړن تقليد کوي
او ژباړن خو پوهه نه لري ځکه هغه له حقيقته ناخبره وي او له تيروتنو او تحريف نه هم نه وي خوندي
او په ډير ټينګار سره يي راته وويل چي ته بايد خامخا عربي ژبه زده کړي او بيا په دي خپله قراني ژبه کي
قران مطالعه کړه چي بيا به دي دا کږه رايه خامخا بدله شي
موريس بوکاي وايي چي دملک فيص ځواب مي ډير خوښ شو او ورته ومي وي چي له تا نه مخکي
ما له خورا زياتو خلکو نه داپوښتنه کړي وه خو هيچا هم داسي په زړه پوري ځواب نه و را کړي او زه
وعده کوم چي زه به تر هغه پوري په قران او او محمد کي هيڅ بيځايه خبر ونه کړم څومي په عربي ژبه
کي قران ښه په غور سره نه وي لوستلي او کومي پايلي ته نه وم رسيدلي
نو په همدي ورځ په پيرس کي ديوه ستر پو هنتون دعربي ژبي څانګي ته ورغلم او دعربي ژبي له استاد
سره مي خبر وکړه چي هره ورځ به زما کورته راځي او يوساعت به دعربي ژبي درس را کوي او زه به خپله
اجوره درکوم ان چي د هفتي په ورځ به هم را ځي په دي ډول مي پوره دووه کاله عربي ژبه وويله او استاد
مي په دي موده کي پوره اووه سوه او ديرش درسونه را کړل
او له دي وروسته مي په ژوره توګه قرانکريم مطالع کړ او دي پايلي ته ورسيدم چي قران يواځني
هغه کتاب دي چي د عصري علومو ماهر دي ته اړ کوي څو دا ايمان او ګروهه ولري چي قران دخداي
ريښتوني کتاب دي نه يو حرف په کي زيات شوي او نه کم ده
او تورات او څلور انجيلونه له دروغو ډک دي معاصر علوم د هغو تصديق نه شي کولي
په احترام
ashna
02.06.2007
[size=24:5eae364ce6]ځینې شخصیتونه داسې وي چې په قام او هېواد کې ځانگړی ځای لري او د هېواد په پرمختگ کې یې هغه د چا خبره اهم کردار ادا کړی وي چې د دغسې يو هېواد په هکله څه ویل او یا لیکل بې له دغه شخصیتونو د یادولو نه زما په اند یو څه ستونزمن وي د بېلگې په توگه د فرانسې په بیا ودانولو او پرمختگ کې د سړی ذهن ته جنرال دیگال راځي او د چیني قام یو څو مشران لکه , کامرانیکو ماوزي تنگ,چو این لائي او د سعودي عرب ملک فیصل داسې شخصیتونه دي چې د دغه هېوادونو په یادولو سره د سړي ذهن ته راځي .
[color=blue:5eae364ce6]قرآن مجید د دنیا لرغونی او بهترین قانون دی د هر هغه چا لپاره چې څوک یې په سهي مانا پوهه شی اونافذ يې کړي[/color:5eae364ce6] : دا د ملک فیصل هغه خبره ده چې په 1944 کې د پارس یوې ورځپاڼې LE FIGARO سره په یوه مرکه کې کړې وه
ملک فیصل په 1324 هجري کې زږیدلی دی د لوړۍ نړۍ والې جگړې نه وروسته چې په پارس کې د امن په نوم کومه غونډه یا کانفرانس جوړ شوی و نو د سعودي باچا ملک عبدلعزیز د دغې غونډې لپاره خپل زوي شهزاده فیصل واستولو ځوان فیصل لا تر دې دمه موټر , تلیفون , ټېپ یا داسې نور کوم څه نه و ولیدلي خو په لویدیځي نړۍ کې د درې میاشتو تیرولو نه وروسته د دغه هیوادونو سائنسي او ټولنیز پرمختگ پرې ډېر اغیز وکړو او د دغه هیوادونو په بهرنۍ او کورنۍ تگلاره یې ځان ښه پوهه کړو چې د همدغې پوهې لکبله وروسته ملک عبدلعزیز شهزاده فیصل د بهرنو چارو وزیر وټاکۀ.
په کال 1962 کې هغه وخت چې شاه سعود بن عبدلعزیز باچا و هېواد د سخت مالي ستونزو او ننگونو سره مخ شو او ان دا چې د مامورینو او ښونکو د تخواگانو لپاره هم پېسې نه وې نو شاه امر وکړو امیر فیصل ته چې د ستونزو له منځه وړولو لپاره دې خپلې هڅې گړندۍ کړي چې مخکې لدې نړۍ وال بانک د خزانې په هلکه خپل خبر خپور کړی و چې پکې راغلي و په خزانه کې یوازې ٣٣٠ ریاله دي او بلې خواته یې د پور لپاره هم عریضه رد شوه پدې گومان چې سعودي دولت په مالي توگه دومره کمزوری دی چې بېرته د پور اخيستو تمه ترې نه کیږي خو امیرفیصل ته یی دا اطلاع هم ورکړه که چیرته فیصل په خپل نوم پور اخلي نو بانک به دا کار وکړي ځکه چې بانک د دولت نه زیات په فیصل اعتماد کوي
فیصل په خپل نوم باندی ٢٦ ملیونه سعودي ریاله پور په خپل نوم واخست او په عیني وخت کې يې د مامورینو تنخواگانې ورکړې د هیواد مالي بحران چی ځینو مصلحت خوښونکو ولید نو د پور لپاره یې فیصل ته وړاندیز وکړو چی وروسته فیصل دغه وړاندیز رد کړو او ورته یې وویل چی نه مننه زه پور ته هیڅ اړتیا نلرم په هیواد کې چې د علماو جرگې او ولس د فیصل دا ستر کار ولید نو په بیا بیا یې دا غوښتنه کوله چې فیصل دې د هېواد ټول واک په خپل لاس کې واخلي او په کال ١٩٦٤ کې امیر فیصل ملک فیصل شو ....... نور بیا
میوند اشنا[/size:5eae364ce6]
M Tahir
28.06.2007
ښاغلی زرملوال صاحب او راته ګران اشنا
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
ښاغلی زرملوال صاحب د فرانسې د وتلي جراح ډاکټر موريس بوکای په اړه مو په زړۀ پورې ليکنه کړې ،ځکه مې وغوښتل چې دا پۀ زړۀ پورې خبرې يې هم پرې ورزياتې کړم!
ډاکټرموريس بوکای وايي چې زۀ د جراحي متخصص يم ،خو مګر ماته مالومه نه وه چې انسان درد په کوم ځای کې محسوسوس؟ يعني نه پوهيدم او نه هم نور څوک پوهيږي چې کله انسان د درد احساس کوي ، د دې درد او خوږ اصلي ځای د انسان په بدن کې کوم ځای دی؟
خو کله چې مې د قران کريم د ا ايت وکوت چې:
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَاراً كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُوداً غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزاً حَكِيماً
ژباړه:
Lo! Those who disbelieve Our revelations , We shall expose them to the Fire . As often as their skins are consumed We shall exchange them for fresh skins that they may taste the torment . Lo! Allah is ever Mighty , Wise
نو وپوهيدم چې د درد اصلي ځای همدا پوستوکی دی چې د انسان بدن يې پوښلی!
ځکه خو الله تبارک وتعالی وايي څوک چې له موږ څخه سرغړاوی کوي په اور يعني دوزخ کې به يي واچوو چې کله يې پوستوکی له منځه ولاړ،بيرته به په بل پوستوکي وپوښل شي!
په مينه ستاسو طائر
ashna
03.07.2007
ښې چارې او نېکې هيلې !
تېر پسې :
اوسنی پېر د هر نظره ډېر پرمختګی او د اسانتیاو نه ښه پور مامور دی خو په حقیقت کې د وحشتونو نه ډک دی د نړۍ هر هېواد کې په یو نا یو ډول بې حیایي مخ په ډېرېدو ده او که ایمان او امن او حیا پدې دنیا کې شته نو هغه یوازې د سعودي عرب سیمه ده د دغې سیمې امن او سپېڅلتیا چې امریکا او لویدیځوال ویني نو د پښو نه یې ځمکه تښتي خپله د امریکا دا حال دی که یو امریکایی ګهیځ د کوره ووځي نو بېرته پدې نه پوهېږي چې کورته به پخېر راستون شي که نه ؟ او یا به د داسې خلکو په لاس ورشي چې وروسته به یې کورنۍ ته راخلاصول په زرهاو ډلرو تمام شي داسې هم ویل کېږي چې په ښونځو کې هم ښونکي او زدکونکي ۲۴ ساعته پدې ډار کې وي چې یوه پېښه کېدونکې ده خو لنډه دا چې د ټول لویدیځ اخلاقي او ټولنیز انځور څه داسې دی چې ویل کېږي کله په برتانیه کې د نجونو یا د ښځو په هکله داسې فېصله وشوه چې ایا د دې هیواد مېندې او خوېندې باید څه قیسم جامې واغوندي چې دا کار د یوې ټولپوښتنې د لارې وشو خو چې کله یې نتیجه راغله نو د خویندو نه یې زیات ورونو دا رای ورکړې وه چې ګوندې زمونږ دا شین سترګې خوېندې دې داسې جامې واغوندي چې د بدن ننداره یې یو څه په اسانه کېږي چې خوېندې یې هم پدې کار کې د ورونو نه کمې ونه ختلې او د ورونو د لا خوشحالېدو لپاره یې یوازې خپل ستَر پټ کړو او نور یې ځان ورته لکه د کېلې سپین کړو چې دغه کار بیا وروسته ډېر ژور اغېز په هغه ختیځ والو هم وکړو کوم چې په برتانیه او د لویدیځ په نورو هېوادو کې پراتۀ دي او اوس نوي پلټنې دا ښایي چې دغه کار ته لویدیځ کې مېشت ختیځوالو هم هر کلی وېلی دی چې زمونږ په شمول یو شمېر نور اسلامي هېوادونه پکې راځي او همدغه کار کورنۍ تس نس کړي دي او آن دا چې تر طلاق تر پولې یې رسولي دي . نو که چېرې کوم انسان دغه ټول شیان چې ما یې لنډه یادونه وکړه مخې ته کېږدي او د ایمان ، امن ، او حیا په لټه کې په هېوادونو وګرځي نو بې له سعودي به بل هېواد پېدا نکړي د نړۍ د هر هېواد په ښونځو یا پوهنتونونو کې فساد او جګړې کېږي خو د سعودي په ښونځي کې خو څه کړې چې هغه ماشومان چې په لارو کوڅو کې لوبې کوي د هغوی د خولې نه به هم کله داسې بې ځای خبره وانه ورې او نه به یې په خپل منځ کې کله په جنګ ووینئ او په زړۀ پورې خو دا د چې تر اوسه چې په کوم هېواد کې د مذهب په نوم که وینه نده توې شوې هغه یوازې سعودي عرب دی نوموړی هېواد د اسلامي قوانین له برکته نن په نړۍ کې یو لوړ مقام لري که څه هم په پاکستان کې چې کله په لومړي ځل د انګرېزانو لخوا اسلامي قانون نافذ شو په همغه وخت کې یې په لاهور کې د فحشۍ ځای چې اوس په هیره منډۍ باندې شهرت لري دروازې یې د مسلمانانو لپاره پرانیستلې چې د بلې خوا مونږ افغانانو ته هم اوس پیرنګیان لګیادي د اسلامي قانون د نوم لاندې ډول ډول قانونونه لګیا دي جوړوي چې دم ګړۍ سره په اټالیا کې راټول شوي دي نو ایا داسې یو قانون چې د غېر مسلمو لخوا د یو مسلمان هېواد لپاره جوړ شي اسلامي دی ؟ چې مونږ ازلي غولیدلي او ناپوهان د دغه قانون ټول کړۀوړۀ بیا په اسلام ورتپو .. .... نور بیا
[color=blue:bcf45ce370]هغه معتبر وو زمانه کې چې وبه مسلمان
او تۀ شوی خوار چې هېر دې کړو قرآن [/color:bcf45ce370]
علامه اقبال (رح)
ashna
15.08.2007
مملکِت السعودیة : یا اوسنی سعودي عرب چې بنیاد یې ملک عبدلعزیز ابن سعود ایښی دی او د تېرې پېړۍ په کال ۱۹۳۲ کې د د نیا په سر یو هېواد پېژندل شوی دی چې د السعود ځېلۍ د همغه وخت نه د دغې سیمې نه راروانې دي که څه هم په اتلسمې ۱۸ پېړۍ کې شېخ محمد بن عبدالوهاب د نجد نه د امیر محمد ابن سعود کوم چې د سعودي کورنۍ د حفاظت لپاره او د یو مصلحت د تبلیغ لپاره ډګر ته هم رادنګلي وو خو تقریبًا دوه ۲ پېړۍ د سعودي قبیله د تخت او تاج سره لاس او ګرېوان وه آن تر ۱۹۰۱ پورې چې کله ملک عبدالعزیز ابن سعود یوازې د څلوېښت سرتېرو سره د کویت نه د فتحې په نېت راووت او په یو څو ساتو کې ریاض فتح کړو او د۳۰ کالو په موده کې یې بیا ورپسې حجاز ، عسیر او الاحساء سیمې هم فتح کړې د سعودي عرب په لویدیځ کې احمر او په ختیځ کې یې خلیج (عرب) شمال لویدیځ کې ارودن دی او شمال ختیځ کې یې عراق او کویت دی یمن او حضرموت یې په سویل کې دي او مملکت عربیه په څلورو ایالتو ویشل کېږي .
۱ لومړی نجد په کوم کې چې پلازمېنه ریاض پروت دی
کله چې شاه د نجد د فتح کولو اراده وکړه نو دغه دنده یې ځوان فېصل ته ورکړه چې ډېر په بریالیتوب یې سرته ورسوله ریاض د مملکت العربیه پلازمېنه او لوی ښار دی د دغه ښار په ودانولو او عصریته کې هم د فېصل لوی لاس دی مخکې د فېصل نه ددغه ښار لارې کوڅې کچه او کندې کپرې وې خو فېصل دغه ښار داسې جوړ کړو چې د دنیا ډېر ښاېسته ښارونه یې شاته پرېښودل
۲دوهم حجآز په کوم کې چې جده ، مکه معظمه ، مدینه منوره او د طایف ښارونه راځي
د لمانځۀ او د اخلاقي کارونه لپاره یوه ځانګړې محکمه ده چې هغې ته (مطوع) ویلکېږي داسې هم ویل کېږي چې د فېصل نه مخکې به په حرم شریف کې څلور مصلې پرتې وې او څلور ایمامانو به لمونځ ورکولو خو ملک فېصل پدغې کې هم اصلاحات وکړل او د اهل سنت والجماعت هغه غېر ضرروري اختلافات یې د تل لپاره دفن کړل مګر د دې خبر پوره آزادي شته چې هر مسلمان ورور او خور د خپلې فقې مطابق لمونځ وکړي خو شرط یې دا دی چې په یو امام پسې به مونځ کوي شافعیان په لوړ اواز امین واي او حنفیان په خپله فقه عمل کوي او ځینې ښاغلي او اغلي لاسونه د قیرات په وخت همداسې ځوړند نیسي خو هېڅ کوم یو چاته غلط نشي وېلی هېڅ کوم یو د چا په ضد د کفر فتوی نشي ورکولی هېڅ کوم یو د امام په تقریري وینا باندې نیوکه نشي کولی
ملک فېصل هغه وخت شل کلنه زلمی وه چې شاه د حجاز والي وټاکۀ او شاه بشپړ واک فېصل ته ورکړو چې مورخین وايي همدغه د فېصل د ازمېښ پېر وو چې پکې خورا وځلېد که څه هم د بهرنو چارو وزارت په څوکۍ څوک دومره ډېر ندي پاتې شوي لکه فېصل
۳درېم عسیر په کوم کې چې ابها او جزان دي
۴څلورم الاحساء په کوم کې چې ظهران دمام او د الخبر ښارونه دي
طائف او ابها طبعي او یخ ځایونه دي چې دماغي یا ذهني مرضیانو یو په زړۀ پورې روغتون هم لري
مملکت العربیه په منځني ختیځ کې دټولو نه زیات تېل لرونکی هېواد دی