د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

زما نه خو ستا ډېره خوښه ده :

ashna
16.05.2007

[size=24:a15c3ab7f8] [color=blue:a15c3ab7f8] زما نه خو ستا ډېره خوښه ده :[/color:a15c3ab7f8]
ګران رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه ورځ د اصحابه کرام (رض) سره ناست وو او په ګډه يې سره خورمه خوړله نو حضرت عمر فاروق (رض) چې به خورمه وخوړله نو هډوکی به يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخې ته کېښود نو کله چې هډوکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخې ته يو څه زيات شول نو حضرت عمر فاروق (رض) وويل چې وګورئ کنه رسول الله صلی الله عليه وسلم مخې ته د خورمې هډوکي خو به وينئ لکه چې خورمه يې ډېره خوښه ده څومره ډېرې يې وخوړلې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې خپلې مخې ته د هډوکو انبار وليد او حضرت عمر فاروق (رض) مخې ته يې وکتل چې يو هډوکی هم نه وو نو لږ څه مسکی شو او ويويل ، زما نه خو ستا ډېره خوښه ده چې سره د هډوکو دې وخوړلې٠

[color=blue:a15c3ab7f8]دا ټته پته به څوک کوي په شاعرۍ کې ، [/color:a15c3ab7f8]
شهيد سېلاب ساپي صېب نه يوه ورځ چا پوښنته وکړه چې ساپی صېب څه فکر کوئ چې ستاسو نه ورسته به څوک داسې ښه وي پدې شعر او شاعرۍ کې ساپي صېب ورته وويل چې هلکه دا پوښتنه رانه سمه وکړه چې ځواب يې درکړم ( تپوس کونکي ووېل ولې صېب ما څه ورانه وکړه) نو ورانه نوره څنګه وي ساپي صېب وويل او زياته يې کړه خو داسې پوښتنه رانه وکړه چې ستا نه وروسته به پدې شعر او شاعرۍ کې دا ټته پته څوک کوي٠

[color=blue:a15c3ab7f8]غوږ يې د غوڅولو دی [/color:a15c3ab7f8]
د ډېر وخت خبره ده چې دلويديځ په يوۀ هېواد کې مې يو دوه ښاغلي مېلمانۀ وو نو داسې د مازيګر وخت وو چې ما ورته وويل راځئ چې لږ مو داسې بهر وباسم چې دا موټرې لارۍ درباندې ووينم نو دوی هم راسره ومنله دکوره چې رابهر شولو او يو څو ګامه لرې لاړو نو يو څه د هټۍ حجت مو احساس کړو نو زه هم سم د لاسه د هټۍ په لور داسې خارامان خارامان ورغلم او د حجت وړ شيان مې راواخستل او بېرته د ښاغلو په لور راستون شوم او د دغه لويديځ هېواد پېسو ته مې داسې حېران حېران کتل چې د دغه هېواد د يوۀ ملي شخص انځور پرې و نو يوۀ راباندې غږ کړو چې دا پېسې دې ډېرې خوښې دي ما ورته وويل چې يره د کوم بسلمان به خوښېږي او يا نه؟ خو چې زموږ پدې افغانۍ باندې هم د احمدشاه بابا (رح) انځور وای نو څومره خوند به يې کولو خو ظاهر شاه بابا پرې خپل چاپ کړو او هغه هم اوس څوک نه مني دې يوۀ راته وويل چې اشنا باباګانو کې توپير مه کوه احمد شاه بابا وي او که ظاهر شاه بابا خو يو دې پرې وي خو دا داؤد خان پکې د کومه شو دوېم وويل ملګرو تربور چې د تربور نه کم وي غوږ يې د غوڅولو دی[/size:a15c3ab7f8]

ميوند اشنا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more