وطن پال او نور ګټور شعرونه
د کيوبا د بندي غوښتنه
        
        
      طالب جان
      26.09.2003
    
د کيوبا د بندي غوښتنه                                                                    
ای گرانه وروره ؟؟؟
مسلمانه وروره ؟؟؟
افغانه وروره ؟؟؟
    يو فرياد مي واوره !
ديوه پتمن مجاهد 
باشهامته غازي 
دمسافر ننگيالي 
دکيوبا دمظلوم 
دقفس دبندي 
چي ؟؟؟؟؟ 
که په کور کي لری ؟
کوم يو طوطي يا هم کومه زرکه قيدي 
نو گوره وروره ؟دا درته سوال کومه ؟
په عاجزي سره ؟ 
درته زارۍ کومه ؟
په انکساري سره؟
چي:  آزاد کړه بنديان 
په ازادي مين حيوانان
چي لاړشي :خپل هيواد ته 
خپل ټاټوب ته 
او ولولي !!!!!
له خپلو هيوادوالو سره 
له ټبر کوره سره !!!
له خپل اولاده سره !!!
له پلاراومور ه سره !!!
دغرونوپه لمن کي !!! 
په چمنو کي !! په شنو باغو کي !
دحوضونو په سر !!!
دچينو او کاريزونو په سر!!!!
       د الله تعالی ثناوي 
دخوشحالۍ ترانې 
دآزادۍ ترانی 
اي گرانه وروره 
اي افغانه وروره