وطن پال او نور ګټور شعرونه
وطن پيــــــر محــــمد کـــاروان
      Farhad zaheer
      14.09.2003
    
وطن
دا  وطــــــــــن  ډيوې  ډيوې                 داوطـــــــــن رڼـــــا رڼـــاـ             
شين به مو په شپوکې شې                	سپين مهين سبــا سبـا 
دادغرونو غيــــږ کې پروت               	دا افغانســــــتان وطن
دا دازادۍ چيــــــــــــــغــــــــــه  	             بــــــــــــــلالي اذان وطن
                                         ځي په  تـــرنم  روان
                                        غــوږ ته ددنيا دنيا
دا مو دژوندون کتـــاب	                     مينه مو او مينه مــــــو
باب دشـــــــــــهادت لرو         	ليک دزړه په وينه مو
                                    وايو قربانۍلره
                                    مرحبـــايامرحبا
توردغـــــــــــلامۍټـکی                      	نه لروقاموس کې موږ
تيــــر ترسرومالـــــــــه يو                   لاره دنـــامـوس کې موږ
                           خدايه سپينې تورې مو
                          مه کـــــــــړې بې ځلا ځلا
بيلا بيل قومونه مو                       بيــــــلا بيـــــــل ګلونه دي 
ناوې دوطــــــــــن لره                      واړه امـــــــــــــــــــيلونه دي
                              دا وطن غونچه وطن 
                               ټول ګلونه خواپه خوا
نه چې موږ تش لاســــــــــي يو              خـــــــــــــدايه لرو قــــــــــــــران لرو
زړه کې دوطـــــــــــــــــن مينه                 برخه دايـــــــــــــــــــــــــــــمان لـــــــرو
                              کاڼي مو زرکاڼي دي
                              بوټي موکيمياکيميا
خدايه دي وطن ته مـــــــــو                   سپينه ســـــــــــــــــــــــــــــــوله راولې
کرکي ،تور جنګونه ورک                   مينــــــــــــــــــــــــــــــــــــه سوله راولې
                               عرش ته يې دروبوله  
                                       دا مـــــو ده دعـــــــا دعــــــا                           پيــــــر محــــمد کـــاروان