د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

زه يې مور يم??!

khalid afghan
06.04.2007

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه كړه
زه په دې افتادګې كې لوي ګړنګ يم>

زه وطن يم زه يې مور يم هره ورځ مې خرڅوي
زما نا اهله بچيان ګوره لا مې نوره شرموي

چا كړم خرڅه په روسانو د چوكيو په بدل كې
چا كړم خرڅه په غربيانو د روپيو په بدل كې

بې حيا كړم دو بې پتو هره ورځ مې ودوي
زما نا اهله بچيان ګورۍ لا مې نوره شرموي

ما په غيږه كې را لوي كړه نن يې خرڅ زما ټكرۍ كړ
ښه يې په وينو ولړلم ښه يې حق زما پر ځاي كړ

ناست يوبل ته په مورچل كې په برېتو ګوتې وهي
زما نا اهله بچيان ګورۍ لا مې نوره شرموي

زه خو كور د احمدشاه يم زه ناموس د ميرويس خان يم
د غازي امان الله يم هم زانګو د دريا خان يم

نالايقو ته شوم پاتې په خپل لاس مې سوزوي
زما نا اهله بچيان ګورۍ لا مې نوره شرموي

په ما اوري بارانونه د بمو په اور سوزېږم
خپل ځامن مې كباړيان شول هر بازار كې نيلامېږم

څه ماتم را باندې جوړ دې ما په وينو لمبوي
زما نا اهله بچيان ګورۍ لا مې نوره شرموي

زه هر چا سودا سودا كړم جيب يې ډك كړو زه يې تالا كړم
خداي دې دوي داسې تالا كړي لكه زه چې چورتالا كړم

زه هر چا سودا سودا كړم جيب يې ډك كړو زه يې تالا كړم
خداي دې دوي تباه تباه كړي لكه زه يې چې تباه كړم

زه وطن د مسلمان يم كافران مې ژړوي
زما نا اهله بچيان ګورۍ لا مې نوره شرموي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more