د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
هیله
مازدیګر
04.04.2007
هره شیبه په سره انګار تيريږم
چه ديادونو په مزار تيريږم
په زړه کی خپلی کنډوالې ګرزووم
که په هر کلی که په ښار تیریږم
دتهمتونو می امیل په غاړه
دمقتل لور ته ښه سنګار تیریږم
مست يم ويسا يم د جنون په میو
دمی خانی تر مخ خمار تيريږم
ستا د ليدو په هيله درشم تر تا
خو له محفل نه دی کنار تيريږم
٠٤/٠٤/٢٠٠٧کراچی
صافی
04.04.2007
مازدیګر صاحب! سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم:
ډیر ښایسته شعر مورانقل کړی ،ډیره مننه. وروره دا دچا شعر دﺉ؟
مازدیګر
08.04.2007
صافی صیب سلامونه
صیبه ددی شعر مات ګوډ حال ددی ښکارندوی ده
چه دا شعر زما خپل ده
خو دا چه تاسی خوښ کړی او نظر مو ورباندی لیکلی
له تاسی نه یو جهان مننه