د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ماشومانو لپاره ښايستې کيسې

عبيدالله تسل
21.03.2007

نازولو ماشومانو سلام !
دورځو نه يوه ورځ د ځنګل بادشاه زمرى تر يوې ونې لاندې چې ښه سوړ سيورى يې درلود په خواږه خوب ويده و ناڅاپه او ناببره يوه مږه په منډه راغله ،د زمري په شا اوملا باندې راتېره شوه ،مزرى يې په تېرېدلو سره له خوبه راويښ كړ ،زمري ته ډېر قهر ورغى ، پنجه اوخپاله يې پسې واچوله ،په خپاله كې يې مږه راونيوله. ورته وې ويل :اى خوارې مږې اوس دا راته وايه چې دغه بد كار دې ولې وكړ ،دا دومره هوا او كبر دې له چا زده كړى ،دا دومره مغروره په څه يې چې څوك نه وينې ؟
نه ښه او نه بد له خوبه دې راويښ كړم نوره ځمكه اولار نه وه چې په هغې باندې تللې واى؟ دمزري ل خبرو وروسته مږې خواركۍ په نيولې غاړه او زياتې عاجزۍ او خوارۍ سره ورته وويل : اى د ځنګل ستره بادشاه!
ما ډېره لويه ګناه وكړه ما وبخښه ، زما پام نه و سهوه مې وكړه اوغلطه شوم،خداى مهربانه دى زه به دې كومه ورځ ددې په بدل كې ډېر عزت او قدر وكړم ،كه مې روغه پرېږدې دغه نيكي او احسان به دې هيڅكله هېر نه كړم او كه خداى كول دغه لويه نيكي به دې در وګرځوم .
مزري چې د مږې دا خبرې واورېدې ،تر يو درنګ چوپتيا وروسته يې ورته وخندل او هغې خوارې مږې ته چې دده په كلكو پنجو كې بنديوانه وه ،وويل : ځه ! ولاړه شه ما پرېښودې ،ګوره چې بيا چاته بې ځايه تكليف او ضرر ور ونه رسوي ،مږې چې د زمري له كلكو پنجو څخه ازادي بياموندله ، په مينه يې ورته وويل :
ستا دغه نيكي دهېرولو نه ده ،زه به دې تل خدمت كوم او په خوشالۍ سره ځنې په ټوپونو ټوپونو لاړه.د رب كارونه و څو ورځې وروسته د ځنكل بادشاه ديوه ښكاري په بند كې رابند شو ،ځان يې له دغه جال څخه چې چارچاپېر ترې راتاو شوى و د خپل لوى زور او پنجو په مرسته ترې خلاصولى نشو ،مږه چې دلې شا او خوا ګرځېده راګرځېده زمرى يې چې په جال كې ايسار او بندي وليد په منډه منډه او ټوپونو ټوپونو ورغله په خپلو تېرو او تېزو غاښونو يې دجال كلكې غوټې او پيړ پړى غوڅ او ټوك ټوك كړ او دښكاري له راتګ نه دمخه يې چې دزمرى دڅرمنې لپاره په ټوپك وولي د ښكاري له بند اوجال نه ازاد كړ ،زمري ورته وويل : شا باس كه ته ماله مرګ نه بچ كړې زه تا د ښكاري د ټوپك له مرګ نه خلاص كړم ،مږې ورته وويل : اى بادشاه داخو ستا نيكۍ اجر و ما خو څه كار نه دى كړى.دواړه په مينه د ځنګل په لو ولاړ .

نو تاسي هم بايد له هر چا سره نيکي وکړي چي نيکي در ورسيږي
[color=orange:4bcfcff8af][/color:4bcfcff8af][color=red:4bcfcff8af][/color:4bcfcff8af]که ما ته خپل نظرونه راکړي نو زه به ستاسو څخه ډېر خوشحاله سم مننه


کټوازی
22.03.2007

تسل صيب !
پر مټو مو برکت سه!
هيله من يو چې د ماشومانو د ذهني او اخلاقي روزنې پۀ موخه نور هم ګټور مطالب و ليکئ
ځکه چې زموږ د ماشومانو لپاره چې د ټولنې راتلونکی ورپورې تړلی هيڅ هم نۀ دي شوي !
بيا هم هيله من يو چې دا کلمات :
[color=white:69bf6dd88d]سلام زما ګرانو ، خوږو او زړۀ ته را تېرو ګلاليو ماشومانو ستاسې دوست او ملګری تسل يم[/color:69bf6dd88d]
مو رنګ راوړي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more