د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

سلامونه سلامونه سلامونه

عبيدالله تسل
21.03.2007

سلامونه سلامونه سلامونه زما ګرانو خوږو او زړه ته را تېرو همزولو ډېر خوشحاله سوم چي زموږ مشرانو يوه داسي ښايسته پاڼه را ته جوړه کړې ده خو ستاسو څخه مي هم هيله دا ده چي په خپلو ښايستو کيسو سندرو د ماشومانو په مطلبونو.........
سره يې نوره هم ښايسته کړي په خپله ټوله مينه ستاسي کشر ورور تسل


صافی
22.03.2007

دکندهار ه تسل آغا! سلام او هرکله راشۍ او الله مو راوله :
محترمه ! دتخلص اوخبروخو راته بالغ ښکارۍ ،داد ځان په ماشومتوب وهلو کې مو څه حکمت دﺉ؟ دلیکنې پاتی مطلب مو هم ګونګ دﺉ، په هدف مو پوه نشوم.
په درناوي


کټوازی
22.03.2007

سلامونه او نېکې هيلې
ساپی ( نه تو به صافی :oops: ) صاحب پۀ تېره بياعبيدالله جان تسل ،
ښۀ راغلاست ،هر قدم مو پر لېمو!
که رښتيا هم کشر = ماشوم ،ژنکی ، کړاڅی او يا هلک [color=blue:e270c27732]( هلک پۀ کامن مانا راوړم )) [/color:e270c27732]يې نو بيا خو دې خدای غېږ پۀ غېږ راوله، خوکه له مخصوص سټايل او لب و لهجې څخه مو د ساپي صاحب پټه اندېښنه د يوې ګړۍ لپاره هم پر واقعيت اوړي نو بيا دې خدای بل ځای وزله وکه, دلته يي ولاکه خوند و اخلې که هر څو لکه پشۍ ( پيشو ) تسپې پر غاړه کړې هم . :oops: :oops:
پۀ ماؤس يې ليکم ، تر بيا پورې، اجازه غواړم
ستاسې صميم


صافی
24.03.2007

ډیره ګرانه وروره صمیم کټوازی صاحب!
دټولو نه دمخه: السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته،
اوبیامو لوی خدای تل خوشحاله لره.
وروره! دازما مستعار نوم پسې مو ولې راخیستې ده؟ ګوره هغه د ملا نصرالدین ټوکه مو هم راته ونه کړه!!!
اوس به زه یوه ټوکه درته ولیکم .وایی یو هزاره بل هزاره ته ویل:[ بیرار همی جنت کی یه جای هزارا یه، اوغو هم سرزوره او هم جنت موره،و لیک همی تاجیکک یش کیه؟]
نو اوس تاسو را ته ووایی ، صافي خود ( صفا )نه اخیستل شوی دا (ساپی) لا څه شی دﺉ؟


کټوازی
08.05.2007

دروند ورورښاغلی صافی صيب
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
بښنه غواړم چې ډېرې ورځې ورسته مې انټرنېټ ته وخت پيداکړ او ستاسو غوښتنه او پوښتنه دواړه راته پۀ مخ کې دي!
لومړی داچې دملا نصيرالدين ټوکه موراڅخه غوښتې ،بايد ووايم چې اوس مې هېره ده چې له تاسو سره مې پۀ کوم تړاؤ وعده کړې وه؟
البته في الحال به يوې بلې ته ترجيح ورکړم.
وايي يوه ورځ ملا نصيرالدين د پسونو او غواوو منډۍ ته تللی وو چې ګوري يو ځای يې درې څلور کسان وليدل ويي غوښتل چې نږدې ورشي او داد پلورلو او پېرلو پر معامله لږ څۀ وپوهېږي چې څرنګه کېږي؟
کله چې نږدې ورغی يو سړی چې ژېړه غوا ورسره ده دا نورو کسانو (پېرونکو) ته د غوا صفت کوي چې:
ځوانه سخوندره ده، تردې مخکې نه ده لنګه شوې او اوس د شپږو مياشتو بلاربه هم ده که د خدای رضاوه درېيمه مياشت به درلنګه شي!
خلکو چې د سړي خبرې واورېدې غوايي خوښه شوه او تر لږ کش ګېر وروسته يي د پلورونکي د خوښې پيسې ورکړې
ملا نصيرالدين له موقعې او واقعې ډېر اغېزمن شو او پۀ دې توګه يي پۀ اصطلاح دکاروبار ابتدايي اصول يو څۀ زده کړل اويو ماډل يي له ځانه سره يووړ.
چې کورته راغی نو درې څلور کسان مېلمانۀ يي وليدل چې د دۀ پر لور مرکې ( رشتې ) ته يي راغلي وو ملانصردين چې له سړو سره کېناست او دهغوئ د راتګ مطلب يې ځانته مالوم کړ،نو څرنګه چې ملا صيب وار له مخې د داسې يوې موقعې او واقعې شاهد وو او دخپلې لور پر صفت يې پيل وکړ چې :
نوې رسېدلې پېغله ده، اولاد يې نه دی شوی او اوس د پنځو شپږو مياشتو بلاربه هم ده که د خدای رضاوه درېيمه څلورمه مياشت يې زياتي وخت پوره دی :oops: :lol: سړو چې دملا خبرې واورېدې سپک ولاړشول او له کوره يي ووتل....................!
بې ادبي او ګستاخي معاف، پۀ تېره بيا ښاغلی صافی صيب ټوکه وه شراراتي ذهن ته مې راغله چې خاطر مو دروند نۀ شي!
او هو رښتيا! ستاسو پر ټوکه مې سرخلاص نه شو ځکه چې فارسي خو زموږ نه ده زده که يي راته پښتو کړئ منندوی به مو يم
اوبله داچې دا ستاسو له نامۀ سره مې خدایزده چې ولې راخستې؟ :oops: زۀ يي هم پرچل نه پوهېږم او نه د [color=blue:d4b5a22d31]ساپي[/color:d4b5a22d31] مطلب راته مالومېږي خوڅۀ چې راته مالومه ده [color=white:d4b5a22d31]ساپی[/color:d4b5a22d31] د صافي مفغن يا پښتو شوې کلمه ده چې دپښتو د ډېرو ليکوالو پۀ ګډون زۀ هم لومړيتوب ورکوم !
پۀدې هيله چې ستاسو غوښتنې او پوښتنې ته مې جواب ويلی وي
پۀ همدې هيله
ستاسو ورک صميم


رښتینی
09.05.2007

[code:1:1c40b0616c]ستاسو ورک صميم[/code:1:1c40b0616c]

................؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


کټوازی
11.05.2007

د مېخانې پۀ څنګ کې مه ځه شېخه
عهد که پوخ وي او که خام ماتېږي

حامد کاکا! ستړی مه سې !
يره خو بيادې ترټاکلي ځای پښه واړوله ( ستاسو به هېر وي خو زما پۀ زړۀ دي چې راته ويلي مو وو هيڅکله به هم هغه وړ ځای ته درپېښ نه شم )
لکه چې زموږ خواته مو ميلان پيداشوی ! ګوره اوس هم لاوخت سته، موږ خو هسې هم ښويېدلي يو( د دومره لويي ګستاخۍ خو خيال هم نه شم کولای چې ګواکې تاسې به هم راسره وښويېږئ ، خوداچې وايي د خوار به پۀ حلوا کې غاښ وتلی وي ، پر موږ او تاسې به دلته يوازې پۀ تش راتګ اودس اوښتی وي :oops: :oops: :lol:
بياهم ، چې خاطرمو راڅخه دروند نۀ شي!
ستاسو صميم


رښتینی
11.05.2007

چي مۍ حرام شول او پر موږ باندي جهاد لازم شو
ما درقيب پر ککرۍ باندي پياله ماته کړه
_________________________________

صميم صيب بښنه غواړم

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more