وطن پال او نور ګټور شعرونه
دوسان
ashna
27.02.2007
وطن ميوند
[color=blue:55791ac5b0][size=18:55791ac5b0]د ژوند په ونه مو اوس ټپسان ناست دي
خپل دي که پرهدي خو ښه دوسان ناست دي
مردارې غوښې يې خوراک وې اوس پاکې غوښې خوري
څه په ښکاره د امريکا دي ځينو شاته انګرېزان ناست دي
دونې هره څانګه علم ، هنر ، ادب، او که قلم دی
يوه يوه راماتېږي پرې دراندۀ ناپوهان ناست دي
ژبه او کلتور لمنځه لاړو ونه اره شوه افغاني
پاړسي پرې رازرغون شوه ايراني سقاويان ناست دي
دا غټ سرونه تش او غټې خېټې ډکې چې وينئ
د وچې بزرګان دي نور د ښځو شېخان ناست دي[/size:55791ac5b0][/color:55791ac5b0]
ashna
31.05.2007
[color=indigo:d136e5836e][size=24:d136e5836e]يو دوس ندی چې وېښايم
د دوسانو بزغلي شنۀ شويدينه
سپوږمۍ پړق وهه راپروځه
چې ډلې ډلې دوسان درلاندې شينه
دا دوسان دوسان ټول کړئ
تنور پې تود کړئ چې ډوډۍ پې پخونه
د دې دوسانو د لاسه
د زړۀ دپاسه مې پولۍ ولاړېدينه[/size:d136e5836e][/color:d136e5836e]
ashna
17.07.2007
دا چې مهمو ځایو کې ناس دي
دا ټول یوبل ته ټیټ او پاس دي
نا پوهه او بې مسلکه خو دي
ځینې بیا چپ او ځینې راس دي
څه به مخنیوی د بدۍ وکړي دوئ
خپله خاوندان د بد خوي خواص دي
ویل د ښځې مشري نشته په اسلام کې
نن یې ده مشره ورپسې عام اوخاص دي
حلال یې حرام کړي حرام یې حلال کړي
دین او دنیا دواړه د دوی په لاس دي
نور او حیا یې د مخ ځینې الوتې
حلال یې پرېښې د حرامو سره ملاس دي
د پیرنګي سره په یوه لاره روان دي
په ایمان کې د پیرنګي غوندې نجاس دي
د نېکۍ تمه ترې مه کړئ اوس
ورانۍ ته ناست ښه په اخلاص دي
په ږیرو کې د دواړو توپیر نشته
پخواني شېخان هم اوس ډموکراس دي
په شرم دوی کله شرمېږي
دواړه د حیا او پت نه خلاص دي
یو څو د ښځو سره خوشحاله پارلمان کې
یو څو په غرۀ کې تل په ځغاس دي
وطن میوند
ashna
28.10.2007
[color=blue:9ec156939c]د نوي افغانستان د جوړېدو ۲۶۰ جشن په ویاړ[/color:9ec156939c]
[list:9ec156939c]مزې مو وکړې مشرانو
وطن شو ډک له انګرېزانو ((د يوۀ شاعر له شعر څخه ))
تاسې جوړ کړ ی چې بنډار وو
دوئ پدغه ورځ کړی بمبار و
د خولې مې ووتل اهونه
تاسې اتڼ کې غورځول لاسونه
رابللي مو یهوداو مشرکان وو
دا دښمنان د مسلمان وو
[color=white:9ec156939c]چاته یورو چاته ډالرې درکړې
چا ته په بر چا ته په لرې در کړې[/color:9ec156939c]
موږته جامې کفن په ځان دی
وطن مو ټول قبرستان دی[/list:u:9ec156939c]
وطن میوند
نۍ د ١٣٨٦ لمريز کال د لړم ۵