وطن پال او نور ګټور شعرونه
څلوريزه
        
        
      هيواد شېرزاد
      19.08.2003
    
::::::::::::::::::::::::::::::::::::: څلوريزه :::::::::::::::::::::::::
 
................. عشقه پښتو يې زما کله مني
............................... د ښکلو زنې ته په ما مه نيسه
................. پښتنې پېغلې خپه کيږي پدې
.................................. زړګيه ﻻره ورته بيامه نيسه
-----------------------------------------
که تاسې ته ددغو بيتونو شاعر معلوم وي، هيله من يم چې دلته يې نوم وليکئ٠
سلامونه!
      ويښ ځلمی
      19.08.2003
    
ګرانه هېواده تل ښېرازه اوسې!
که چېرته تېروتلئ نه اوسم نو زما په خيال چې دغه څلوريځه د ارواح ښاد سېلاب صافي صېب ده.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::: څلوريزه :::::::::::::::::::::::::
................. عشقه پښتو يې زما کله مني 
............................... د ښکلو زنې ته په ما مه نيسه 
................. پښتنې پېغلې خپه کيږي پدې 
.................................. زړګيه ﻻره ورته بيامه نيسه 
----------------------------------------- 
او کچېرته تېر وتلی وم نو بيا مې وبښۍ
اوس زه درته يوه څلوريځه ليکم خدائ دې وکړي چې خوښ مو شي.
______________________________________
.................................څلوريځه....................................
خدايه ستا لويه خدائي کې 
..........................................هېڅ دې رانه کړه ځواني کې
خو احتياج مې ربه نه کړې
......................................................د نامردو بډائي کې
_____________________________________________________________
.......................................................يو شعر....................................................................
لاس مې نه رسي د هيلو وګرېوان ته________د جګ ښاخ مېوه مې تور مردار کارغی خوري
سلامونه
        
        
      هيواد شېرزاد
      21.08.2003
    
ګرانه ويښ ځلميه ! سلامونه مې ومنئ . زه به د څلويزي په هکله پوښتنه وکړم.
څلوريځه
      ويښ ځلمی
      21.08.2003
    
_________________څلوريځه__________________
نن دې د سبا په تمه ورځ کړله سبا
..........................................بيا به سبا وايې چې سبا به شي سبا
تا په دې سبا سبا ټول عمر کړ سبا
.........................................کله به پښتونه په تا راشي ستا سبا؟
_________________________________________
ډاکټر محمد فريد بزګر
        
        
      Adil watanmal
      03.08.2004
    
.............................................ياران ماران...................................................
ياران دي مهمل شوي او ماران ترې نه جوړ شوي
------------------------------------------- سباته درته مار وي كه دې نن وي شيرين يار
حالات د پېښور داسې زارجن دي چې دا چرګه
------------------------------------------- كه هر ډول هګۍ ترې لاندې كښېږدي، باسي مار
عادل وطنمل
څلوريزه
      Muhammad Hafeez
      25.01.2006
    
لکه هندو چه مسلمان شي کلمه ووائي 
د نازه ډک چه مي جانان شي کلمه ووائي 
زمونږ د کلي امام ټوله شپه سري شونډي څټي 
سهار وخت چه د اذان شي کلمه ووائي 
په درنښت
څلوريزه
      خيرن
      25.01.2006
    
سلا مونه او مينه!
دا څلوريزه دکوم شاعر ده او د ټل فا تح څوک و؟
ګرځم را ګرڅم په ښکلې ټل کي
لکه شيفته زړه په تور وربل کي
سر را اوچت که د ټل فا تحه 
اورونه بل دي ستا په کابل کي
په درنښت 
خيرن
      amarkhil
      07.08.2006
    
سلامونه مې ومنئ
كه دي په سمه كه په غره ښكلي دي
ټوله نړۍ كې پښتانه ښكلي دي 
خير دى له بل چانه پوښتنه وكړه 
زما برېتونه ستا باڼه ښكلي دي
      غورځنګ
      07.08.2006
    
دا لاندې څلوریځه چې په دی پاڼه کښم ، راته په هر وار وئل یې الهام راکوي او زړه ته مې ډیره نژدی ده.  ستاسي به هم ډیره خوښه شي.  البته که د شیخ سعدی د دی خبرې سره مؤافق اوسئ:
بنی آدم اعضای یک دیګرند
که در آفرینش ز یک جوهرند
چو عضوی بدرد آورد روزګار
دیګر عصو ها را نماند برقرار
...........................
[color=blue:70b61df83d]ځوانه ځان لپاره ژوند څه ژوندون ندی
ګوره پام که دا سبا دی پرون ندی
چې د خلکو په دردو کې ویلې نشي
هغه تیګه د صحرا ده لړمون ندی[/color:70b61df83d]
[size=9:70b61df83d](شاعر یې نه پیژنم، خو زړه ته ډیره غوره ده)[/size:70b61df83d]