د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دښوونځيو د جوړولو او ورانولو په اړه د دولت او طالبانو د چلند فرق څومره دی؟

Mohammad Hassan
24.01.2007

د بينوا ويبپاڼې په يوه خبر کښې مې ولوستل چې .
[quote:84e88dd8ef]

اتمر :۱۸۳ ښوونځي طالب جنګياليو سوځولي

د پوهنې وزيرحنيف نن كابل كې يوې خبري ناستې ته وويل ،چې دولت به هيڅكله طالب جنګياليو ته اجازه ورنكړي، چې په جنوبي سيمو كې ښوونځي جوړي كړي . اتمر زياته كړه طالب جنګيالي غواړي د ښوونځيو د جوړيدو په پلمه او نامه د ترهګرى مركزونه جوړي كړي . نوموړي وويل په هغو سيمو كې چې طالبانو ښوونځي جوړول غواړي په همغو سيمو كې يې ۴ سوه ښوونځي تړلي دي . اتمر څرګنده كړه چې طالبانو ۶۱ ښوونكي او زده كونكي وژلي دي.له دې وړاندې يو طالب وياند ويلي وو،چې په ۶ ولايتونو كې به د يو ميليون ډالرو په لگښت ښوونځي جوړ كړي . اتمر طالبان د ښوونې او روزنې دښمنان وبلل او زياته يې كړه ، چې كره شواهد لري چې طالبان ښوونځي سوځو ي . طالب جنګيالي دا تورونه نه مني .دا نانندرى په داسې مهال كې راپورته كيږي چې ۶ ميلون زده كونكي چې څه ناڅه يو نيم ميليون يې نجوني دي ،ښوونځيو ته ځي . له دې سره سم لا هم ۲ ميليون ماشو مان له زده كړو څخه بې برخې دي .[/quote:84e88dd8ef]

ما ته داخبر په زړه پورې ځرګند شو، ځکه چې که دولت داسې فکر کوی چې [color=green:84e88dd8ef][/color:84e88dd8ef] طالب جنګيالي غواړي د ښوونځيو د جوړيدو په پلمه او نامه د ترهګرى مركزونه جوړي كړي . [color=#444444:84e88dd8ef][/color:84e88dd8ef] نو آيا طالبان به دا فکر نه کوی چې دولت د ښوونځيو د جوړېدو په پلمه او نامه د امريکا او انګليس د جاسوسۍ او د کفر او عيسويت دتبليغ مرکزونه جوړوی؟
له وضعې څخه داسې ښکاری چې طالب جنګيالی هم په پوره ډيره ساحه تسلط لری او غواړی چې په هغو ځايونوکښې چې دوی ځواک لری، د خپله لوری ښوونځی جوړ او خپل تعليمی نصاب پرمخ بوزی. نو اوس که دولت د طالبانو د امارت او طالبان بيا د اسلامی دولت له خوا جوړشوی ښوونځی له منځه وړی، د دوی دواړو ترمنځ به فرق ځومره وی او د افغانی کوچنيانو او پيغلو او زلميانو له پاره به کومه راتلونکی په انتظار کښې وی؟



24.01.2007

افغان حکومت دنده او دا ځواک لری چې وسلوال کسان ښونځیو ته پرې نږدي اوتر برید لاندې یې ونیسي ، خوکه طالب ملایان بی وسلې تدریس ته ځي دولت باید پر ښونځیو یواځې څارنه ولری او برید پرې ونکړي . د همزیستی مسالمت امیز په دغسې یوحالت کې به طالبان دینی او دولت ساینسی درسونه ورکوي او هره خوا به د خپلومضمونونو د معلمینو معاشونه اود درسي کتابونولګښتونه پخپله پرېکوي .
داکار د مخه یوې موافقې ته اړه لري ،ځکه دولت او طالب داړو ته ډیره ګټه لری:
طالبان به د خپلې ابرو له تویولو پرته په غیرمستقیم ډول دولت ته «سلیم» او دولت ته به د بیا رغولو یوه برخه د ښونځیو په جوړولو سره وړیا په لاس ورشي .

او که نه ، نو : هر دولت داپوزیسیون وسلوال مرکزونه تربرید لاندې نیسي او د طالبانو دا وړۍ به هم شړۍ نشي. والسلام !
ــــــــ
اړ : له بینوا څخه د راخیستل شوي عبارت په دې جمله کې ددرې لاندینیو اصطلاحاتو څخه کومه اصطلاح بیځایه او ناسمه کارول شوې ؟ او ولې ناسمه ده ؟ :
۱ ـ « په داسې مهال کې..»
۲ـ «څـــــــه نــــــــا څه ..»
۳ـ «له دې سره سم »

[color=white:e2c72969c2]دا نانندرۍ په داسې مهال كې راپورته كيږي چې ۶ ميلونه زده كونكي چې څه ناڅه يو نيم ميليون يې نجوني دي ،ښوونځيو ته ځي . له دې سره سم لا هم ۲ ميليونه ماشو مان له زده كړو څخه بې برخې دي .[/color:e2c72969c2]


صافی
25.01.2007

درنو دوستانو ښاغلو محمد حسن صاحب،ځواکمن صاحب،اوکوشان صاحب!
دسلام او نیکوهیلو نه روسته:
دښاغلې محمد حسن د را نقل شوي خبربرسیره مې دټول افغان دخبرونو په برخه کې دا لاندې موضوع هم ولوسته :
دا دواړه خبرونه یو ځل بیا دا تریخ واقعیت په ډا ګه کوی ،چې: هیواد دبهرنیو مخالف اقطابو دکشمکش او تصا دم ډګر دی .اوپه لړ کې یې داسې بریښی چې دا بې مشره او تیت او پرک ملت دې خدای نخواسته یو ځل بیا دتیروخونړیو صحنو نندارچې وي. خدای دې نه کړي ، ولې ددې بې وځله ادارې او ددوي دملا تړو منافقه پالیسې
دصلحې اوهوسا راتلو ګواهی نه ورکوي.
په درناوي

((افغانان ( لشکر محمد رسول الله ) ته جذبيږي
نن ورځ د ماذيګر په پنځنيمو بجو د ايران څخه يوه افغان د ازادۍ راډيو ته تليفون وکړ ، چې په ايران کې د زور او فشار له لارې هڅې پيل شوي چی مجبور افغانان ( لشکر تنظيم محمد رسول الله ) ته جذب کړي ، دغه تنظيم چې مرکز يې پخوا په هرات کې و، اوس ايران ته ليږديدلی دی . وايي هر تن ته د مياشتې 5 زره تومنه تنخوا ورکول کيږي ، لومړی يې مغزي شستشو صورت مومي او بيا په پام کې لري چې په راتلونکې کې د طالبانو په څير ورنه په افغانستان کې ګټه واخلي . دغه ايران ميشته افغان چې دا خبرې کولې په خپله خبره پوره باوري او ډاډه و او زياته کړه چې نه شي کولی د تليفون له لارې ټول مسايل په بربنډه توګه ووايي ، خو که څوک غواړي زه ورته دقيق معلومات ورکولی شم . او مثال يې راوړ چې دده يو ډير نږدې ملګرې يې همدغه تنظيم ته د فشار له لارې جذب شوی دی .څارونکی وايي کيدای شي چې ايرانيان هم په راتلونکې کې د امريکايانو په ضد له همدې وړيا وسلې نه کار واخلي .که دايران ميشته افغان دا ادعا دقيقه وي نو کيدای شي افغانان د يو بل ناورين سره هم مخامخ شي ، مړه کيږي به افغانان او ګټه به بهرنيان کوي.))


يو بام او دوې هواوې!!

Mohammad Hassan
31.01.2007

کوشان صيب او نورو ملګرو ته تر سلام او احترام وروسته!
کوشان صيب تاسې يوې ښې موضوع ته اشاره کړې ده چې طالبانو ډير ښوونځی سوځولی او اوس ګويا په کومو سترګو غواړی چې بيرته ښوونځی جوړ کړی؟

دا د ښه سوال دی خو دا ډول سوال د ولې يواځې د طالبانو خواته متوجه کړی دی؟
آيا دا اوسنی د افغانی مجاهدينو رهبران او د هغو انډيوال افغانی سترکافران چې
اوس د امريکا او انګريز په زور په ګډه په بيوزلو او ناچارو افغا نانو د اسلامی جمهوريت او دموکراسۍ تر نامه لاندې استبدادی او غير اسلامی حکومت چلوې، لکه چې له پخوا نه د مکتبونو او ښوونځيو طرفداران ؤ؟
تاسې په دې باور نه ياست چې د مجاهدينو د رهبرانو ګناه په دې اړه له طالبانو څخه کمه نه ده، بلکې همداسې د طالبانو څخه زيات، مجاهدينو هم دومره ښوونځي سوزولي ، او دومره ښوونکي يې د زده کوونکو په مخ کې حلال کړي چې اوس يې وجدان ناراحته دی، که اصلا يې وجدان د احساسه بيخی خالی نه وی.
تا سې لکه چې کوچنی له افغانستانه خارج ته راوستل شوی ياست او ښايی چې پخپلو سترګو به مو نه وی ليدلی چې دې تش په نامه دمجاهدينو رهبرانو او په اصل ماهيت کښې حرفوی وطنفروشانو او دين فروشانو څنګه د هيواد په ملی شتمنيو او په دې لړ کښې په ښوونځيو اورونه بلول، شاګردان يې مسمومول، تنکی ځوانان يې ښوونځيو ته په تللو او د ساينسی مضامينو په لوستلو د کفر په نامه نيول او په ډاګونو ، ډګرونو، ډيرانونو او کوڅو کښې ئې په ډزو ويشتل او يا يې د خپلو او خپلوانو په مخ کښې حلالول.
دا اوسنی طالبان چې د همدغو لويو ملايانو او مولويانو، اميرانو او رهبرانو شاګردان ؤ او دي، هم د همدوی په پلو ، پلونه کښيښودل. نو که اوس طالبان نشی کولای چې خپل ګناهونه جبيره او مکتبونه جوړکړی، دا مجاهدين بيا څنګه دا ځواک او استحقاق تر لاسه کولای شې؟
زه نه پوهيږم چې د تاسې له نظره د مجاهدينو د تش په نامه رهبرانو او د اوسنی اسلامی جمهوريت په نامه د حکومتی واکدارانو او د طالبانو د اسلامی امارت د مدعی ليډرانو ترمنځ فرق څه او څومره دی؟
په درنښت
ستاسې ليک ته په انتظار - محمد حسن


Mohammad Hassan
05.02.2007

ښاغلی ځواکمن او د بحث نورو ګډون کوونکو او لوستونکو ته سلامونه!
ځواکمن صيب ليکلی دی چې:
[quote:4b794f4ba8]افغان حکومت دنده او دا ځواک لری چې وسلوال کسان ښونځیو ته پرې نږدي اوتر برید لاندې یې ونیسي [/quote:4b794f4ba8]
دا چې يو رښتينی او توانمند حکومت دا دنده لری چې وسله وال کسان ښوونځيو ته پري نږدی، د تيوريکی او عامه پلوه سمه ده، خو آيا دا زموږ انجويی دولت
۱- همدا دنده لری؟
۲- ددې دندې داجرا توان لری؟
۳- او دا چې (تر بريد لاندې يې ونيسي) يعنې چې وئې ولی او مړه يې کړی، ړنګ يې کړی او خراب يې کړی او که څنګه؟

بيا مو ليکلی:
[quote:4b794f4ba8]خوکه طالب ملایان بی وسلې تدریس ته ځي دولت باید پر ښونځیو یواځې څارنه ولری او برید پرې ونکړي . د همزیستی مسالمت امیز په دغسې یوحالت کې به طالبان دینی او دولت ساینسی درسونه ورکوي او هره خوا به د خپلومضمونونو د معلمینو معاشونه اود درسي کتابونولګښتونه پخپله پرېکوي[/quote:4b794f4ba8]
دا يو ښه خوب دی، خو:
۱- آيا طالبانو ويلی چې دوی به له وسلې سره درس ته ځی او که دايوازې د هغو د دښمنانو له خوا تش تصور او تبليغ دی؟
۲- هغه څوک چې له دا اوسنی د کابل د کوڅو او د پردو په زور او پيسو له جوړ شوی دولت سره خبرو اترو ته نه حاضريږی، نو پر خپلو جوړو شوو ښوونځيو به د دولت کنترول او څارنې ته حاضر شی؟
۳= دو لت که ددې توان نه لری چې د طالبانو نظامی ځواک مات او ټولنيزه تکيه ګاه ئې له منځه يوسې، نو دا حق ولې ولری چې د طالبانو او يا د بل چا له خوا جوړ شوی مکتبونه او د سواد او تعليم د زده کړې مرکزونه تر بريد لاندې ونيسی؟
۴- که فرض کړو چې ستاسې له خوا وړاندې شوې همزيستی سره دواړه لوری موافقه وکړی، نو د مجاهدينو دا اوسنئ دولت له کومه ځايه د ساينسی مضامينو د تدريس د انحصار حق لری او طالبان له دې حقه محروموی؟
همدا شان نو دا طالبان چې په اصل کښې د همدې په دولت کښې د ځواکمنو مجاهدينو دينی او جهادی شاګردان او طالبان دی، له کومه ځايه او په څه دليل د دينی علومو د تدريس د انحصار استحقاق ترلاسه کولا ی او نور ترې محرومولای شی؟ آيا دا مجاهدين دينی عالمان نه درته ښکاری؟ او آيا طالبان به د ساينسی مضامينو د تدريس له پاره استادان ونه مومی؟
۵= دا خو نو بيخی راته ناممکنه خبره ښکاره شوه، چې پورتنی تدريسی ډول د په ښوونځيو کښې جاری شی او بيا د هر لوری د خپلو معلمينو معا ش او نور مصارف پخپله ورکړی!!!!!

بيا مو مهربانی کړې او ليکلی مو دی چې:
[quote:4b794f4ba8]داکار د مخه يوې موافقې ته اړه لری. ځکه دولت او طالب دواړو ته ډيره ګټه لری. طالبان به د خپلې آبرو له تويولو پرته په غير مستقيم ډول دولت ته تسليم او دولت ته به د بيا رغولو يوه برخه د ښوونځيو په جوړولو سره وړيا په لاس ورشی[/quote:4b794f4ba8]
دا به نو داسې معنی ولری چې د مکتبو د جوړولو اوړنګولو موضوع ، دولت ته له تسليمۍ سره وتړل شی، نه د افغانانو د نوی نسل د سواد او تعليم له زده کړې سره. زه خو داسې فکر کوم چې هيڅ طرف / که طالبان وی که دولت/ بايد پر هغو ښوونځيو او نورو عام المنفعه مؤسسو چې د هر چا له خوا جوړې شوی وی، بريد ونه کړی، ړنګې يې نکړی. يواځی د يوه او يا بل لوری د برياليتوب په وخت کښې کولای شی چې تعليمی پروګرامونه بدل او يا د نوموړو عام المنفعه مؤسسو او تعميرو څخه په نوې ډول ګټه واخلې.
د ښوونځيو او نورو عام المنفعه ملی تاسيساتو او جوړښتونو ړنګونه او له منځه وړل خو هماغه پخوانۍ د مجاهدينو ورانکاره لاره ده چې طالبانو هم ور څخه پيروی کوله. دا لاره ډيره مضره ده.
آيا د اوسنی دولت اوسنۍ کړنلاره او توانمندی د هيواد د بيا رغونې ضمانت کولای شی؟

بيا مو ليکلی دی چې:
[quote:4b794f4ba8]او که نه ، نو : هر دولت داپوزیسیون وسلوال مرکزونه تربرید لاندې نیسي او د طالبانو دا وړۍ به هم شړۍ نشي[/quote:4b794f4ba8]
نو د تاسې په فکر د طالبانو له خوا جوړشوی ښوونځی د اوسنی انجو يی دولت په نظر وسله وال مرکزونه دی او که څنګه؟
که د اوسنيو کابل واکدارانو په نظر د طالبانو له خوا ښوونځی او تعليمی مرکزونه د وسله والو مرکزو حيثيت ولری، نو د طالبانو له نظره د دولت او يرغلګرو خارجيانو له خوا جوړ شوی ښوونځی او نور تاسيسات څه ډول تعبير او منظور شی؟
که دولت د طالبانو له خوا د جوړو شوو تعليمی مؤسسو او ښوونځيو د تربريد لاندې راوستلو او ورانولو جواز ځانته ورکړی، نو له طالبانو بيا د د دولتی مکتبو د ورانولو له کبله د شکوې او شکايت حق لری.؟

تاسې داسې سوال کړی چې:
[quote:4b794f4ba8]
اړ : له بینوا څخه د راخیستل شوي عبارت په دې جمله کې ددرې لاندینیو اصطلاحاتو څخه کومه اصطلاح بیځایه او ناسمه کارول شوې ؟ او ولې ناسمه ده ؟ :
۱ ـ په داسې مهال کې
۲ـ څـــــــه نــــــــا څه
۳ـ له دې سره سم
[/quote:4b794f4ba8]
ښه به وی چې دا موضوع مستقيماد بينوا په پاڼه کښې د مضمون له ليکونکی سره مطرح کړی او د اختلاف ټکی مو ورسره حل کړی.

بريالی اوسی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more