وطن پال او نور ګټور شعرونه
مرګ دى نعمت
منلی
19.01.2007
مرګ دى نعمت
طارق احمدزى
دټيټو سترګو ژوند سره به هېڅ ياري ونکړم
په هېڅ قېمت به دباطل طرفداري ونکړم
چې غلامان يې په بدل دجاسوسۍ کې راکړي
توبه ! زه به دغه (ملي قهرماني ) ونکړم
چې يوه خوله او پنځوس ژبې پنځوس فکره لري
لکه کرزى به داپېښې دمداري ونکړم
نه به قبله کړم واشنګټن او نه به بوش ته سجده
لکه داځينې استادان به دا خواري ونکړم
نه به ښکل لاس د(لورابوش )کړم نه به ( رايس ته ټيټ شم
زه به تقليد دګيلاني اوقانوني ونکړم
زما ايمان، زما پښـتون غرور همدغه وايي
زرې زرې که هم شم چاته به زاري ونکړم
چې دوطن دا مرغلره پرې ګټلى شمه
سر ورکوم پرې په دې کاڼي به سختي ونکړم
زما دا وينه ، زما سر دې له مظلوم نه ځار وي
خو دفرعون په مخکې به زه خاکساري ونکړم
چې په تاريخ کې شاه شجاع ، ببرک ،کرزى يادېږم
مرګ به قبول کړم خو به داسې پاچاهي ونکړم
ځم دپنجشېر په دروازه کې ورته داسې ليکم
ستاسو په څېر به هېڅکله غلامي ونکړم
طارقه نور به غليم څه وکړي خو ژوند به واخلي
مرګ دى نعمت په دې نعمت به ناشکري ونکړم