د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په اولو وختو کې خو دا فوروم داسې مست وو لکه د اندړو اتڼ

pattang
14.01.2007

ګرانو لوستونکو!
کله چې دا فوروم جوړ شه نو ډېر تود وو او ډېرو ځوانانو ليکنې کولي خو چې لږڅه
وخت تير شه نو د ټولو ډول وشکيده اوځينو په خوشې پلمو دغه ميدان پرېښود.
دا ولې ايا دادې پښتنو يواځې ارثي خواص دي ?
زه يو تاجک په بل فوروم کې پېژنم چې له 1996 تر اوسه پورې يې 9500 ليکنې
کړي دي او اوس هم لګياده خپلې ليکني کوي نودا زمونږ پښتانه څه بلا وهلي دي ?
راڅۍ ميدان مه پرېږدۍ دښمن ته !


رښتینی
02.03.2007

ښاغلي پتنګ ليکي :

[code:1:2fedbe0330]ګرانو لوستونکو!
کله چې دا فوروم جوړ شه نو ډېر تود وو او ډېرو ځوانانو ليکنې کولي خو چې لږڅه
وخت تير شه نو د ټولو ډول وشکيده اوځينو په خوشې پلمو دغه ميدان پرېښود.
دا ولې ايا دادې پښتنو يواځې ارثي خواص دي ?
زه يو تاجک په بل فوروم کې پېژنم چې له 1996 تر اوسه پورې يې 9500 ليکنې
کړي دي او اوس هم لګياده خپلې ليکني کوي نودا زمونږ پښتانه څه بلا وهلي دي ?
راڅۍ ميدان مه پرېږدۍ دښمن ته ![/code:1:2fedbe0330]

داد بيا بيا رغاوني له زمولوونکو خبرونه مو خلاص کړئ راځئ نوي
او شکلي بحثونه پيل کړئ څه شوو هغه ښکلي ښکلي ليکوالان ؟؟؟؟


larghonay1
03.03.2007

پتنګ صيب سلامونه !
وروره اتڼ به بيا ګرموو خو چې دا واورې لږې اوبه شي!
باور وكړه كابل كې ډېره يخني ده د خلكو زمونږ له سړو ځامې همداسې كړپېږي او ته اتڼ غواړې.
دا دى له خېره پسرلى شو ورځې هم اوږدېږي او هوا به هم سمه شي نو اتڼونه به كوو.


sabawoon azadkhial
03.03.2007

زه خو په دې باور يم چې دټول افغان د منطقي بحثونو دفورم څخه د لیکوالانو په مخ اړونه او مایوسۍ کې پخپله ښاغلي پتنګ لوی رول لوبولی دی. ښاغلي پتنګ دهر منطقی بحث په منځ کې وردانګي ، بې ربطه او دموضوع څخه دباندې مسایل مطرح کوي، په کنځاوو شروع کوي د (( بې ناموسه، بې ناموسان)) او داسې نورې په منطق نه ولاړې او ناوړه کلمي کاروي چې په نتیجه نور بيا عکس العمل ښکاره کوی او موضوع له خپل علمي او منطقی بحث څخه اوړي او مسیر يی بدلیږي. بدي داده چې ښاغلي پتنګ په هر فورم کې وردانګي او دهرې مطرح شوې موضوع مسیر بدلوي . او دادی اوس ښاغلي پتنګ پخپله هم تعجب کوي چې دالیکوالان ولي لیکل نه کوي. زه دا نه وایم چې ښاغلي پتنګ یوازينی لامل دی، خو داویلی شم چې رول لوبوي او که په شعوري توګه داکارکوي ښه په نره موفق دی .
ښاغلي پتنګ نورو ته دا متل استعمالوي چې : نه کار هلته څه کار. نو ښاغلي پتنګ راشه دا په ځان هم تطبیق کړه او په کومو موضوعاتو کې چې دلیکلو وس درسره نشته، پریږده چې خلک لیکل وکړي ، منطق ووايی ، تاسې يی ولولی اوګټه ترې پورته کړی. په ناوړه کلمو اوکنځلو هیڅ شی لاس ته نه شی راوړی. امید چې خفه شوی نه يی.


Miwand Patang
04.03.2007

ښاغلي پتنګ صیب او نورو ټولو لیکوالانو ته سلامونه او ښې چارې
یاره څومره ښه موضوع مو مطرح کړه او څومره ښو حقیقتونو ته پکې ګوته نیول سوې ده. زه په لومړي سر کې له ښاغلي پتنګ صیب نه مننه کوم چې دغه موضوع یې مطرح کړه او بیا له کوشان صیب او نورو درنو لیکوالانو څخه هم د زړه له کومي مننه کوم چې ځینو هغو حقیقتونو ته یې ګوته و نیوه چې د ټول افغان د بریښنا پاڼې د بحث په فورمونو کې د هیواد د یو شمیر لیکوالانو د رنج، آزار او خفګان سبب کیږي. نو په دې توګه ښاغلي پتنګ صیب ته دې په درنښت وویل سي چې د خپل بحث او لیکنې محتوی ته مثبت بدلون ورکړي. همدارنګه د هغو تګلارو په هکله په خپل بحث کې له سره غور وکړي چې سپک الفاظ پکې کارول کیږي او یا هم د یوې علمې موضوع جلو په بله خوا بیايي.
زما په نظر د بحثونو د لړۍ د غوره سمون لپاره په کار دي چې ګران لیکوالان څو ټکي د خپلې لیکنې او نظر په لړ کې په پام کې و نیسي:
لومړی: د بحث الفاظ که چیرې بلیغ، فصیح او د غوره مفاهیمو لرونکي وي نو دغه لړۍ به ډیره توده او د بحث فورمونو ته به مو د یو زیات شمیر لیکوالانو توجه را اړولې وي.
دویم: د بحثونو موخه باید سپیڅلې وي او د هرې خبرې په لړ کې د عیني واقعیتونو سره یو ځای د هیواد سترې ملي ګټې په پام کې نیول سوې وي.
دریم: بحثونه په بشپړه توګه له ښکنځلو او سپکو خبرو خالي وي اعتبار یوازې علمي بنسټونو ته ورکړل سي.
څلورم: ضروري ده چې مخاطب لوری که څه هم چې د لیکوال د نظر مخالف وي په داسې الفاظو و ستایل سي چې موخه په منځ وولي او د ټولنیز ادب په لوري زموږ د کلتور یون ته حرکت ورکړي.
پنځم: د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي او په دې لاره کې یې د نړۍ د نورو اسلامي ولسونو په څیر زیاته قرباني ورکړې ده او اوس هم په خبرو کې ماشاالله له ټولو مخکې دي خو په عملي ژوند کې د ستونزو د زیاتیدو او زموږ د ناکامۍ یوازینی علت د اسلام له ښکلو ا و سپیڅلو اساساتو څخه لرې والی دی چې له رنګارنګ تکلیفونو او ناکامیو سره مخ یو. نو محترم لیکوالان دې په هره لویه او وړه خبره او بې ربطه ځای کې د اسلام مبارک دين او د هغه سپیڅلي احکام د خپلې شخصي او یا ډله ایزې رایې د تایید لپاره نه استعمالوي. بلکي غوره خبره به دا وي چې په ډیر درنښت د مخالف نظر لوري ته له عیني واقعیتونو سره سم ځواب ورکړ سي او د بیځایه او بیړنیو فتواګانو څخه ځانونه و ژغورو.
شپږم: که چیرې یو لیکوال معقوله خبره کوي او د مخالف لوري د ډاډ وړ ګرزي نو ضرور ده چې د هغه قدر وسي. ځکه چې د یوې غوره ټولنې جوړول د یوه یا دوو او یا څو کسانو کار ندی بلکي په دې لاره کې ټول انسانان ونډه لري او داسې هم نه ده چې د یوه سړي دې ټولې خبرې سمې او د بل دې ټولې خبرې غلطې وي.

په دې کلتوري اتڼ کې:
واړوی لاسونه را واړوی

مینه او مننه
ستاسو میوند پتنګ


pattang
04.03.2007

لرغونيه سلام !
په پسرلي دي خوښاله کيږم ، هوا دوده ترنګ پکې ښه وي خو وروره خدای دې له مردارو مچانو ساته او خصوصاله هغو مچانوڅخه چې درئيس جمهور دکښېناستو او دفتر له ځا يه راځي ٠


pattang
04.03.2007

ازاد خيال سباونه سلا م عليکم :
ورور ه ته دبام په سر ولاړ يې د غره سر له تاڅخه ډېر لرې دی ، خو يو شی زه درته وايم
دروغ وېيل دپښتانه خواص ندي :
له منطقي بحث څخه د مطلب څه دی او کوم منطق ? ته يو منطقي پرځای د هېواد په
حالاتو برابر د پښتنو په ګټه بحث شروع کړه زه وعده در کوم چې زه به څه نوايم .
خو ګوره ازادخيالي به دې د پښتني کلتورپه ضد نوي چې بيا زه مداخله کوم ٠
راځه شروع وکړه ?
مرګ دوي دکرزي په ګوډاګي رژيم : داخو درسته خبره ده څکه چې دکرزي رژيم انتي
پښتني او انتي اسلامي رژيم دی ٠
ټول هغه خلک چې پکار نه پو هيږي ، لاسپوڅي وي ، رشوت خوري او دپښتنو
حقوق خر څوي بيناموسه خلک دي په دوی د نالت وي٠
روکيه ! پلمې مه غواړه را شه کار وکړه ................??

ميوند پتنګه سلا مونه !
اڼډيواله ورک يې بيا را پيدا شي، ښه شی خپل قيمت نه ورکوي نو که ستا ليکني
علمي او منطقي وي نو قسم په خدای دی نورپښتانه به يې په زړو کې وساتي٠
له وړانديزونه دې ډيره مننه خوزه پدې عقيده يم چې کومې خبرې چې تاسو ليکلي
دي هغه ډيرې زړې دهر چا په جب کې شته ستا دمنطقي
او علمي عنوان او مو ضع په هيله ?
او د بېناموسو لا سپوڅيو پښتنو په تبايې .


صافی
05.03.2007

ښاغلی او محترم ورور میوند پتنګ ! اسلام علیکم ....:
دروندوروره !دډیرمدې روسته په خیر راغلۍ او ستړيمشۍ!
ستاسودرغنده او په زړه پوری وړاندیزه ډیره مننه. دوړاندیز دټولو ټکو( ما عدا، د پنځم ټکې ددووروستیو جملو ) سره دبشپړ توافق دڅرګندولوترځنګه ، ستاسو توجه دپنځم ټکی دوه اخیرو جملوته را اړوم ،چې څناڅه دپنځم ټکی دابهام سبب ګرځی.

تاسو لیکلی:
پنځم: د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي او په دې لاره کې یې د نړۍ د نورو اسلامي ولسونو په څیر زیاته قرباني ورکړې ده او اوس هم په خبرو کې ماشاالله له ټولو مخکې دي خو په عملي ژوند کې د ستونزو د زیاتیدو او زموږ د ناکامۍ یوازینی علت د اسلام له ښکلو ا و سپیڅلو اساساتو څخه لرې والی دی چې له رنګارنګ تکلیفونو او ناکامیو سره مخ یو.

زه وایم: ډیر معقول، په اندمو برکت. نو څه باید وشی چې دا رنګارنګ تکلیفونه او ناکامۍ رفع شی؟ دپورتنۍ جملې په اقتضا واضحه خبره ده چې باید داسلام ښکلو او سپیڅلو اساسا تو ته رجوع وشی.

مګر تاسو برعکس داسی وایۍ:
نو محترم لیکوالان دې په هره لویه او وړه خبره او بې ربطه ځای کې د اسلام مبارک دين او د هغه سپیڅلي احکام د خپلې شخصي او یا ډله ایزې رایې د تایید لپاره نه استعمالوي.

زه وایم: ستا سو دومه جمله ستاسود لمړۍ جملې سره نه یواځی داچې منطقی ربط نلری بلکې هغه نفیه کوی .

په دریمه جمله کې تاسو داسې لیکلی:
بلکي غوره خبره به دا وي چې په ډیر درنښت د مخالف نظر لوري ته له عیني واقعیتونو سره سم ځواب ورکړ سي او د بیځایه او بیړنیو فتواګانو څخه ځانونه و ژغورو.

زه وایم ډیراعلی، خو دا عینی واقعیت یې څه شی دﺉ؟ که ستاسو لمړۍ جملې ته بیرته ولاړشو چې: د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي او په دې لاره کې یې د نړۍ د نورو اسلامي ولسونو په څیر زیاته قرباني ورکړې ده .
ایا دا به په خپل ذات کې یو عینی واقعیت نه وي؟ که وي نو ایا د دې واقعیت په اصولو ملنډې وهونکی بیا هم ځانونه ددې اصولو په چوکاټ کې داخل ګڼی؟
په درناوي


monir
05.03.2007

د بحث ګرانو ګډون کوونکو سلامونه
sabawoon azadkhial او Miwand Patang ورونو کور مو ودان ، زما په نظر د یوه سالم بحث د کړنلارې په هکله هغه څه چې ضروری دي تاسو دواړو لیکلي دي، خو د ښاغلي پتنګ ورور غبرګون اود هغه نویو لیکنو څخه داسې څرګندېږي، چې هغه باندې کومه اغېزه نلري. دا محترم ورور په لفظی جنګ عادت کړﺉ د ﺉ او بل ډول نشی لیکلی. دا ماته د هغه فارسی شعر یوه مصرع را په یاد کړه چې وایي: [color=blue:e969d32d3a]مطلب ګل از دکانیکه تفنګ میفروشد[/color:e969d32d3a].

[color=white:e969d32d3a]په اولو وختو کې خو دا فوروم داسې مست وو لکه د اندړو اتڼ[/color:e969d32d3a]
ګرانه وروره پتنګ صاحب، راځه چې یوه ټوکه درسره وکړم: که ریښتیا تاسو ته ووایم د تاسو له خوا د پورتني عنوان ټاکل دښاغلي حکمتیار د لنډې مودې د صدارت یوه کیسه را پیاد کړه:
د تنظیمي جنګونو وروسته کله چې ښاغلی حکمتیار له ډول او سرني سره کابل ته راغی، څو ورځې وروسته تر سختو امنیتي تدبیرونو لاندې د آسمایي غره سر ته لاړه. کله چې نوموړي د غره لپاسه د کابل وران ویجاړ ښار یې ولید نو ویې ویل: [color=blue:e969d32d3a]دا ښار یې کوم ...؟ وران ویجاړ کړ؟[/color:e969d32d3a]

په درنښت


pattang
05.03.2007

خيشکيه وروره زه به ډير خوشاله شوی ومه که دحکمتيار په ځای دي د افغانستان او پښتنو د واقعي دښمن نوم اخيستی وی او دپاړسو په ځای دې په پښتو کې کوم
مسال راوړی وی٠
زه ګمان نکوم چې حکمتيار دې داسمايي غره سر ته ختلي وي ، که وي نو هغه به يواځې دمسعودوف پنجشېري پرګنه وي ٠ په قصه کې دي زه رياليزم نه وينم٠


Miwand Patang
06.03.2007

ګرانو لیکوالو هر یوه صافي صیب، سباوون صیب، خیشکی صیب، پتنګ صیب، لرغونی صیب او د دې فورم ټولو ګډونوالو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندې کوم.
دا چې له یو څه مودې وروسته مو دې فورم ته مو زما د راتګ ښه راغلاست ویلی مننه لوی خدای دې ټولو ته اجر درکړي. دا چې زما لیکنه مو ولوستله که چا ته ښه ښکاره سوې وي او یا بده زه ترې مننه کوم ځکه چې هر انسان بیل بیل نظر لري او د بیلو بیلو فکرونو نړۍ لوی خدای ورته سپړلې ده نو هرو مرو به دنظر اختلاف وي. خو یوه خبره چې بیا هم ښاغلی پتنګ صیب خرابوي هغه دا ده چې نوموړی په یوه سرسریزه خبره د یوه لیکوال ټوله لیکنه یا خو په کلي توګه ردوي، یا وايي دا پخوانی موضوع ده او ټول ښه پرې پوهیږي چې د نوموړي غبرګون د هغه خبرې خلاف دی چې ګواکي راځی دا فورم داسې تود کړو لکه د اندړو اتڼ. نو ښاغلی پتنګ د اندړو دغه اتڼ خو د ستا د نظریاتو د ډول په وسیله د سستۍ په لوري ځي او بل دا چې د لیکوالو د مسلسلې غوښتنې سره سره ښاغلي پتنګ له ښکنځلو لاس وا نه خیست او بیا یې هم د بی ناموسانو او داسې نورې کلیمې استعمال کړې چې د بحث په فورمونو کې یادونه سمه نه بریښي. خدای دې وکړي چې ښاغلی پتنګ صیب زما په دې خبرو خپه نه سي.
ښاغلي سباوون صیب چې زما د لیکنې په اړه کوم نظریات وړاندې کړي دي مننه ترې کوم زه بیا هم وایم چې په هره لویه اوړه خبره کې باید د بې ربطه او بیړنیو فتواګانو څخه ډه ډه وسي او د اسلام سپیڅلو ارشاداتو ته هله مراجعه وسي چې په بحث کې یې اړتیا ولیدل سي. په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ یو شمیر لیکوالان چې د نورو په اړه له تاریخي، کلتوري او د اړتیا وړ معلوماتو څخه عاجز سي نو سمدلاسه په بې ربطه توګه دځینو اسلامي آیتونو او حدیثونو یادونې ته مخه کوي او ډیر ژر مقابل طرف په درندو درندو فتواګانو وولي.
ښاغلي خیشکي صاحب ته باید ووایم چې ستا له نیکو مشورو ډیره مننه خو که د ښاغلي ګلبدین حکمتیار صاحب بحث په خپل ځای کې وسي ښه به وي. په دې اړه به زه یوازې دومره درته ووایم چې کله کله د افغانستان د مومنو خلکو غلیمانو او جګړه مارانو ته سړی دومره په قهر سي چې بې اختیاره ځینې الفاظ د سړي د اوښکو بدرګه وکړي. باید وویل سی چې د دې ملت فرد فرد د حکمتیار، مسعود، دوستم، رباني، خلقیانو، پرچمیانو، خلیلي، مزاري، ملاعمر ، القاعدې، او داسې نورو له لاسه د ویر په ټغر ناست دي. زموږ هیواد یې د نړیوال تروریزم، د پاکستان د آی اس آی او لویدیځې نړۍ د بې شمیره وحشي پوځونو تر منځ د جګړې په ډګر بدل کړی دی او هره ورځ مو په لسګونو هیوادوال په مظلومانه توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي. نو له همدې کبله کله کله خو قلم د د دې هیواد په ناورین باندې د اوښکو د څڅولو په ترڅ کې د هیواد په ناروا جګړه کې ښکیلو غلیمانو ته ځینې داسې کلیمې په لیکه او د لوستونکي مخې ته ږدي چې استعمال یې د سړي نه خوښیږي.

د اندړو په اتڼ کې:
واړی لاسونه را واړوی

مننه
میوند پتنګ


Re: په اولو وختو کې خو دا فوروم داسې مست وو لکه د اندړو اتڼ

salam
14.03.2007

[quote="pattang"]ګرانو لوستونکو!
کله چې دا فوروم جوړ شه نو ډېر تود وو او ډېرو ځوانانو ليکنې کولي خو چې لږڅه
وخت تير شه نو د ټولو ډول وشکيده اوځينو په خوشې پلمو دغه ميدان پرېښود.
دا ولې ايا دادې پښتنو يواځې ارثي خواص دي ?
زه يو تاجک په بل فوروم کې پېژنم چې له 1996 تر اوسه پورې يې 9500 ليکنې
کړي دي او اوس هم لګياده خپلې ليکني کوي نودا زمونږ پښتانه څه بلا وهلي دي ?
پتنګ صیب پښتو صرف دټول افغان پۀ فورم کښې پۀ لیکلو نۀ تمامېږې دنړۍ سره مقابله کول پکاردی اوmuqabila نن پۀ هوش کېږی پۀ جوش نa؟
مننه


Re: په اولو وختو کې خو دا فوروم داسې مست وو لکه د اندړو اتڼ

pattang
23.04.2007

سلا م خانه سلام !
وروره په هدف د پوه نشوم خو دومره درته وايم چې په پښتنو کې
ولاکه به يا جو ش وي او يا به هوش ته يې وينې چې کډې يې ان تر تور
دکنه تېرې شوي٠
دومره غبي دي چې دا 25 کاله کېږي چې دوی خپل هوش نشي پيدا کولی٠
د کرزيخېلو د پاڼسۍ په هيله

[quote="salam"][quote:2b0cd94c5a="pattang"]ګرانو لوستونکو!
کله چې دا فوروم جوړ شه نو ډېر تود وو او ډېرو ځوانانو ليکنې کولي خو چې لږڅه
وخت تير شه نو د ټولو ډول وشکيده اوځينو په خوشې پلمو دغه ميدان پرېښود.
دا ولې ايا دادې پښتنو يواځې ارثي خواص دي ?
زه يو تاجک په بل فوروم کې پېژنم چې له 1996 تر اوسه پورې يې 9500 ليکنې
کړي دي او اوس هم لګياده خپلې ليکني کوي نودا زمونږ پښتانه څه بلا وهلي دي ?
پتنګ صیب پښتو صرف دټول افغان پۀ فورم کښې پۀ لیکلو نۀ تمامېږې دنړۍ سره مقابله کول پکاردی اوmuqabila نن پۀ هوش کېږی پۀ جوش نa؟
مننه[/quote:2b0cd94c5a]


salam
24.04.2007

پتنګ صیب : زۀ به درته ددرویش دورانی دغه شعر اووائم چی :
دلته لا خلک خوهښوی دوینو رنګ درویشه
يقين مې نشې کۀ زرختم شې دا جنګ درویشه


رښتینی
29.05.2007

داد پتنګ صيب په موضوع بايد مسئول چلوونکي ميخ ټکوهي
څو داويده وروڼه ليږ را ويښ کړي


نيلی
29.05.2007

دا د ا للمومنينو اوالمومناتو خبره دي اوس يوې خواته پرېږده .
اوس اوس دبې ناموسه او جنګ سالاره قاتل دوستم خبره را واخله . دغه دروس مزدور او نا افغانه بې ناموسه په شبرغان کې لوی چپاو جوړ کړی دی او بې ګناه افغانان يې د خپل مافیایی بانډ په ملاتړ ملی ضد هنګامو ته را پورته کړي دي . دغه ملي بې ناموسه دوستم اوس بیاهم د تشدد او رذالت لاره را خپله کړې او شر زېږونه ته يې نینګلي دي . دغه مفسد فی الارضه دوستم لومړی باید محوه او په خپله سزا ورسیږي او بیا د خبرو واک ورکړل شي . دغه سياسي فاحشه نور نشي کولای د ولس په سترګو کې خاوري واچوي .
بې ناموسه دوستم يو ملي بې ناموسه او دولسونو لوی جلاد دی ددغه بې ناموسه سنه نور باید ختمه شي . دغه د افغان ولس ږغ دی !!
والسلام


رښتینی
29.05.2007

نيليه وروره ښاد اوسه بيخي سمه خبر دي کړي ده
اوزه يي ١٠٠% کي تائيدوم

خو ګوره کله چي په کومه ليکنه تيريږي نو د نظر دنيلي واګي دي ليږ تم کوه
داته چي زما د للمومنين او ...... يادونه کړي ده دا زما لاسليک دي خپه نه شي


pattang
29.05.2007

دغه کار هلته کيږي کله چې دغه بې نا موسه دولت ورک شي .
د دوستم له څنګه ګوره چې پښتانه ناست دي، دااوسنی دکرزي مداري دولت
د جنايتکارانو،بې کارو او بي مسلکو يوه ځاله ده ،اول به يې ځاله ړنګوې او بيا
به دا مردار ټپوسان يويومرداره وې٠

درود په مړو ، ژوندي او بر يالي دوي دپښتنو جنګيالي٠

[quote:ce67abd0b4]دا د ا للمومنينو اوالمومناتو خبره دي اوس يوې خواته پرېږده .
اوس اوس دبې ناموسه او جنګ سالاره قاتل دوستم خبره را واخله . دغه دروس مزدور او نا افغانه بې ناموسه په شبرغان کې لوی چپاو جوړ کړی دی او بې ګناه افغانان يې د خپل مافیایی بانډ په ملاتړ ملی ضد هنګامو ته را پورته کړي دي . دغه ملي بې ناموسه دوستم اوس بیاهم د تشدد او رذالت لاره را خپله کړې او شر زېږونه ته يې نینګلي دي . دغه مفسد فی الارضه دوستم لومړی باید محوه او په خپله سزا ورسیږي او بیا د خبرو واک ورکړل شي . دغه سياسي فاحشه نور نشي کولای د ولس په سترګو کې خاوري واچوي .
بې ناموسه دوستم يو ملي بې ناموسه او دولسونو لوی جلاد دی ددغه بې ناموسه سنه نور باید ختمه شي . دغه د افغان ولس ږغ دی !!
والسلام[/quote:ce67abd0b4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more