د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زر افغان ځوانان د ناوړه ضد قرباني شول

larghonay1
13.01.2007

د پښتو متل دى وايي له نيستۍ ژرنده ساتي او د كبره يې مز نه اخلي.
د افغانستان اوسنى حكومت هم همدا ډول عمل كوي.له يوې خوا يې نړۍته د سوال كچكولونه نيولي او له بلې خوا بيا د كبر خولۍ آسمان ته غورځوي.
داپنځه كال په نړۍكې هغه ډېر بې وزلي او خوار مملكت بنګلديش هم د افغانستان د حكومت سره مرستې وكړې د (برګ ) په نامه انجو يې په افغانستان كې جوړه كړه او كار كوي او لويو او شتمنو هيوادونو هم په لمنو لمنو مرستې وكړې خو له بده مرغه چې نه په افغانستان كې پرې كوم بنسټيز كار وشو او نه يې د دې بې وزلي هيواد د خلكو په ژوند كې كوم مثبت بدلون راوست.

دا كوم پيغور نه دى چې مونږ د افغانستان حكومت ته وركړو او يا كوم بد كار دى.
ځكه په ټوله نړۍكې ترجګړې وروسته هيوادونه همداسې دهرچا مرستې ته اړ وي . خو بده خبره دا ده چې كوم دولت لږ تر لږه دا كفايت او ځواك ونه لري چې د خلكو مرستې په سمه توګه ولګوي.
تر دې مهاله چې څومره مرستې شوي اكثره يې بېرته د بهرنيو هيوادونو كارپوهانو، متخصصانو او مامورانو وړي دي او ډېره كمه اندازه يې دلته هاخوا دېخوا شويدي.چې هغه هم ځينو د انجوګانو رييسانواو ځينو دولتي لوړ پوړه چارواكو او قوماندانانو سره ويشلي دي .
په دې مرستو كې د زده كړې برسونه هم وو چې په لومړي سر كې د همدغو شاهزاده خېلو زامن لاړل او ورپسې يې د ټلوالې يا ګوند نږدې غړي ولېږل او يو نيم پكې عادي كس ته هم د پاكستانيانو په اصطلاح چانس ميلاو شو.
اوس پاكستان د زرو برسونو لطف كړى و چې د افغان حكومت له خوا رد شو.
دلته دوه خبرې دي:
يا خو د افغان حكومت د لوړ پوړه چارواكو څوك زوى لور نور نه دي پاتې چې ويې لېږي او يا خو پاكستان ترنورې غربي نړۍ يوڅه وروسته پاتې دى او دوى نه غواړي چې خپل بچيان هلته د زده كړې له پاره واستوي.
كه نه نو پاكستان خو اوس نوې نوې زمونږ په هيواد كې لاسوهنه نه ده پيل كړې نو هغه نورې مرستې چې دا پنځه كاله يې كړي هغه يې ولې اخيستلې؟
هغه زاړه ملي بسونه چې يې رنګ كړي او پرې لكلي يې دي ( ځمونږ رورولى دوام لرى، حكومت پاكستان) هغه خيرات يې ولې اخيستو؟
زه دا به هم ومنو چې هغه وخت يې د پاكستان سره خبره دومره نه وه خرابه خو اوس ډېره خرابه ده نو د دې پر ځاى چې دغه زر برسونه يې ردول له پاكستان څخه به يې د هغو دوه نيم مليونه افغانانو د واپس راتلو له پاره كار كړى واى كنه؟
كه دغه زر برسونه دوى رد كړل نو هلته خو دپاكستان په كوڅو كې په لس چنده او سل چنده افغانان په كرايي كورونو پسې ګرځي نو افغان حكومت په هغوى ولې ننګه نه كوي او بهرنۍ مرستې په دې ولې نه مصرفوي چې د هغوى له پاره دلته ځاى ځايګى جوړ كړي؟
د لوړو تحصيلاتو وزارت لا تېر كال هم چغې ويلې چې تر يو لك كسانوډېرو كانكور ازموينه وركړې وه او دوى ترې شل زره زيات كم ونيول .
زما په نظر دا يو غير دپلوماسي عمل دى.
ځكه له پاكستان سره رقابت او دښمني په خپل ځاى ده او تحصيلي برسونه په خپل ځاى.
كه داسې وي نو په افغانستان كې په ټولو انجوګانو كې او حتى په ځينو دولتي ادارو او وزارتونو كې د مالي حساب يا اكاونټ منيجر پاكستانيان دي نو په دې كې څه تاوان و چې زر كسه ځوانانو هلته زده كړه كړې واى؟
البته دا زما نظر دى كيداى شي سم نه وي او تاسو خپل نظرونه راكړئ!


pattang
14.01.2007

لرغونيه !
په دې دولت يانې دکرزي په کابينه کې کوم سړی دعملي کار سړی دی خو ټول يې
غله او کيفي فکره مخلوق دي ، ستاخبرې حق په جانب دي ٠
دغه مو سسه يې دولت نه شرم لري نه حيا ، يو مليون مهاجر ين دکابل نه باندې په
خېمو کې ژوند کوي او درې مليونه په پاکستان کې نو دا به کوم غيرت قبلوي ??٠
دا وروره شايد چې دهيواد غل صيب تحفه پنجشېريانو او زرياب ته وي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more