نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جخت راسره ناست دى ډېر په زوره قاتل مه وايئ
larghonay1
07.01.2007
چې مربي لري مربع به خوري
ماته خو چې څومره رايادېږي او ليدلي مې دي د افغانستان په حكومتونو كې تر ټولو بې نظمه او مسخره واكمني د رباني صيب وه .
تر ده دمخه د نجيب او نوركمونستي رژيمونه خو مې هسې هم له نږدې نه دي ليدلي خو ويل كېږي چې خپلمنځي نظم يې لاره.
خو د استاد كډه په شاه پاچاهي نو هغه وايي يو ځان شرموي او بل قام.
د ده په وخت كې كه د وژلو، تړلو، لوټلو، وهلو او ورانولو كيسو ته يوازې اشاره بس ده.
ځكه چې ټولو ته يادې دي او يادونه به يې يو ډول بې خونده تكرار وي.
په همداسې وخت كې ملاعمر راپيدا شو.
ملا عمر هم د سمې غوا خوسى نه و خو تر رباني ډېر ښه و.
كه له يوې خوا يې خلك له مدني ژونده بې برخې كړي وو له بلې خوا يې امنيت او ارامي هم راوستې وه.
په هر حال زما دلته د ملاعمر ستايل موخه نه ده خو بيا هم وايم چې تر رباني ډېېېېېېېېېېېر لږ ښه و.
ورپسې كرزى خان راغلو چې غل او مل يې ونه پېژاند، هر يو ته به يې سترګك واهه .
طالبانو بې وسلې كړي قومندانان يې بېرته مسلح كړل. د رباني تر لاسه وتى قدرت يې بېرته وركړ اوهغه د چا خبره وږى يې د سقاو په پګړۍ كې كېښود.
په دې دوره كې په رسمي او غير رسمي ډول چې څومره يې له لاسه كيدل د پښتنو سپكاوى يې وكړ.
حتى هغه له غربه راغلي پښتانه يې هم نه پرېښودل او نيكټايي دار القاعده به يې ورته ويل.
په همدغه وخت كې د افغانستان ملي ټلويزيون داسې ډرامه ګۍ جوړولې چې ټولې پښتني ضد وې او كله كله به يې لا دا متل هم پكې كاراوه چې (( ملخك جستي جستي اخر به دستي)).
ورسره افغان فلم ادارې د ايران او نورې نړۍ په مرسته نور پښتني ضد فلمونه هم جوړ كړل چې يو يې د ايراني مخملباف له خوا جوړ شوى فلم ( اسامه ) و .
دغه فلم اصلاً ايراني مخملباف جوړ كړى خو د برمك په نامه يې مشهور كړ.
په دې فلم كې چې د طالب په نامه څومره د پښتنو سپكاوى شوې نو ورته حيران به شې.
ورسره به د طلوع ټلويزيون ځينې ډرامه ګۍ او فلم ګوټي ښودل چې هغه سپك او وحشي كركټر به يې په كندهارۍ ژبه غږاوه او كندهارۍ جامې به يې ور اغوستې وې.
خو په دغه ټولو كارونو نه كرزي خان غوږ وګراوه او نه رهين خان. هيواد مل خو ورته په چكو لاسونه پولۍ كړل.
اوس ويل كېږي چې د كابل پريس په نامه كوم فلم كې د مزاري له ځينو واقعيتونو پرده پورته شوې چې هم په كرزي اور بل دى، هم د اطلاعاتو او كلتور وزير خوسى خوسى كېږي او هم هېواد مل غوړچكې وهي.
سړى حيران شي چې اخر دا يو بام اودوه هوا ولې؟
زه خو وايم خورم ، كرزى او نور غوړه مالان به دا فلمونه بند كړي ځكه چې د دوى د وېش د يارانو سپكاوى يې بولي خو د هغو د سپكاوي جبيره به څوك وركړي چې رښتيا يې په سر مېخ وهل شوى ، رښتيا يې تيونه پرې شوي، رښتيا بې پته شوې، په رښتيا ورسره ډله ييزه زنا شوې، په كارتينر كې اچول شوي، څاګانې ترې ډكې شوي، او د پښتون په نامه ورسره هره نادوده شوې؟
بيا هم وايم چې وجدان هغه محكمه ده چې قاضي نه غواړي!
pattang
07.01.2007
لرغونيه سلام عليکم!
ښه شوه چې را پيدا شوې څو ورځې ورک وې، زه پوهېږم چې مشکلات به لرې
خوبيخي ميدان پرې نږدې . وروره دارژيم خو 100 % دپښتنو ضددی٠
١٠ % پښتانه دلګان لکه ( دتاجکې زوی چپن ، زنچو ، هيوادغل اونور٠٠٠ ) چې پر
دې نظام کې کار کوي ټول د نظاريانو سپي ،غلامان او په بډو کې ورسره شريک
دي .
پرون شپه ( 06.01.2007 ) مې په TV کې د BBC يو فلم وليد چې ټوله شپه مې
خوب ونکړ او هغه د انګلسانوهغه هوايې او مځکنی بمبارد،دلوی کندهار په يوه
لوی شين کلي کې وو چې دانسانانوغوشي داسې په هواکېدې لکه رپاړې اوله
انګلسانوسره تاجک عسکر او مخبر ه کنداريان هم ول خو دا راپور غلط ورکړل
شوی وو او په سلګونو بيګناه کوچنيان او لويان پکشې مړه شول ٠
داکلی سړي په بل ډول هم کتلی شوی چې ايا طالبان پکښې شت او که نه ?
اوبيايې بيګناه کسان له کلي ځخه وېستی شوی ٠
وروره انګلسان هغه خلک دي چې پښتانه يې ويشلي دي او اوس دکرزي په
رضابيا پښتانه بې ګناه بمبارده وي٠
خو نظارريان په دوی ډېر هو شيار دي څکه چې هغوی ټول تاريخي مسئوليت
( دامريکايانو او نورو راتګ ) ددې بېناموسانو په غاړو کې وراچولی دی
اوقصدايې دپښتنومشران اواستاذي بولي ترڅوچې ټول پښتانه پرې
بې پته اوتاريخ ته مسئول وګرزوي٠
دغه دلګان ما له اوله پېژندل چې مړ سترګي اوغټ څټي وونو ان له اوله مې
الله اکبر ناره پورته کړې ده خومتاسفانه دعملي کار کسان کم دي٠
له مقاومت نه ماسېوا بله لار نشته خدای پاک دې طالب ملا کړي چې دې مونږ
خبرې ومني اومونږ ته دخدای قدرت راکړي چې يوه ملي جبهه جوړه کړو٠