نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د واک او دين جدايې غواړي
ع کريم حليمي
01.01.2007
درند او محترم دستگېر خروټی صاحب او درنو لوستونکو
سلام و رحمه الله !
خروټي صاحب ټولنه مکلفه کړې ده ، دښځو او نارينو ترمنځ برابرې غواړي !
اوپه ټولنه کښي د واک او دين جدايې هم غواړي
زه مساوات پېږنم او زه ځان او انساني ټولنه مکلفه ګنم ،چه په اجتماعی ژوند
کښي دمساوات فريضه ومني ، نه چه مساوات د نر او ښځي تر منځ فرض دي
بلکي د ټولني د ټولو افرادو په منځ کښي مساوات فرض دي
دا برابری څه شي دی ؟ نه پوهېږم چه خروټی صاحب څرنګه برابری غواړي
او خروټی صاحب د واک او دين جدايي هم غواړي !
ددې مطلب خو داسي سو يعني دين (اخلاق ) دي نور نه وي په قضايي قوه
کښي ،او صاحب د واک دی بې اخلاقه وي يا په بل عبارت دئ يوه بې اخلاقه
ټولنه غواړي !!!!! له واکداره څخه چه دين (اخلاق ) جداسي ايا دابه څنګه
سړی وي ،حيوان به وي دا به څه شي وي ؟؟؟؟
زه فکر کوم چه خروټی صاحب پوهيږي چه څه ليکي او فکر نه کوم چه خروټی
صاحب به داخبر طوطي واره کوي ٠
خروټي صاحب ته يو تکلف ورکوم که څه رڼا پر واچوي چه موږ لوستونکي
پوه سوو چه محترم خروټی اصلا څه وايي ٠
منلی
05.01.2007
ټولو وروڼو ته سلامونه
[quote:d961816291]خروټی صاحب د واک او دين جدايي هم غواړي ![/quote:d961816291]
ددین واک :
افسوس ده چی نن ددی په قدر مسلمانان اوغیرمسلمانان نه پوهیږی
مسلمان دی ته دسیاسی مقصد په سترګه ګوری اودوی ته کوم احساس نشته چی دین څه شی ده اواهمیت یی څه ده
غیرمسلمانان یوڅه دتعصب په بنا اوڅه داسلام دنه پوهیدلو په بنا دا حقیقت نه پیژی .
په دنیا کښی چی کوم لوی فساد روان ده چی کوم ظلم اوتوغیان کیږی په انسانی اخلاقو کښی چی کوم ټیټوالی راغلی دانسانی تمدن معاشیت اوسیاست په رګ رګ کښی زهر شیندل شوی دځمکی ټول وسایل اوانسانی علومو دریافت ټول قوتونه چی په کوم ډول دانسان دهوسایی په ځای دهغه دتباهی لپاره استعمالیږی ددی ټول پړه که په کوم شی ده هغه په دی ده چی شاید په دنیا کښي نیک اوشریف خلکو کمی نه وی مګر ددنیا معملات دهغوی په لاس کښی نه دی بلکی دخدای نه مخ ګرځونکووماده پرست او بداخلاقو په لاس کښی دی
لکه څنګه چی موټو همیشه هغه صرف ته ځی کوم صرف ته یی چی ډریور غواړی اونورخلک چی په موټر کښی ناست دی که خوښه یی وی اوکه خوښه یی نه وی په همغه طرف سفر کولو باندی مجبور دی همداسی دانسانی تمدن موټر په همغه خوا سفر کوی په کومه خوا چی هغه خلک ځی د چا په لاس کښی چی دتمدن واکی وی
زه چی لږ وزیات معلومات په دین کښی لرم ددین تقاضا همداده چی واکی دصالحو خلکو په لاس کښی وی
که څوک په دی دین (اسلام ) ایمان لری مهربانی دی وکړی په قرآن اوحدیث نبوی باندی دی مونږ ته ثابته کړی چی واک له دین نه جدا کیدی شی ؟
sabawoon azadkhial
05.01.2007
ددین او سیاسي واکمنۍ بیلوالی ددې مانا نه ورکوي چې ګوندې یوازې بې دینه کسان دواک په ګدۍ کیني. دینداری اوسیاست سره دوه بیل شیان دي او باید هیڅ کله سره ګډ نه شي. چیرته چې سره ګډ شي هلته غوبل جوړیږي او بدمرغۍ راوړي . ښه بیلګې یي په افغانستان، پاکستان او ایران کي دي. اسلامی جمهوریتونه دي خو اخلاق؟؟؟؟ . دټولنې اخلاق په ښو قوانینو پورې اړه لري او دااخلاق نسبي دي او دزمان په تیریدوسره بدلون مومي، وده کوي او بدلیږي. انفرادي اخلاق دښې تربيې نتیجه ده. په ښو اخلاقو کې کیدی شي ددیني احکامو څخه ګټه پورته شي، خو شرط نه دی. لکه چې کوشان صیب اشاره کړې ډیر بې دینه زموږ دډیرو دیني ټیکه دارانو څخه په اخلاقو کې ښه دي. څوک چې ددین واکمني غواړي هغه ملایان دي او یا دملایانو سره وابسته کسان دي چې له غریبو جوماتونو څخه ستړي شوي اودواکمنۍ په خیالونو کې دشتمنیوپه راغونډولو پسې لیونیان دي، ولو که دمیلیونونو دژوند په بیه هم تمام شي. زه نپوهیږم دحلیمي صیب یو هوښیارسړي بیاهم ددیرشو کلونو له تراژیدۍ څخه سمه نتیجه نه ده اخیستې او یا دددې حالاتو څخه په تحلیل کې پاتې راغلی دی . کله چې ددیرش کلنۍ تراژیدۍ خبره راشي نو زموږ ډیر ښاغلي سمدستي په کمونستانو حملي شروع کړي او ښه بهانه په لاس کې لري. خو که فرض يی کړو خبره یی سمه ده، خواوس څنګه؟؟ دکمونستانو څخه وروسته خو دښاغلو جهادسالارانو کلونه کلونه واکمني ده اواخلاق؟؟؟؟؟؟؟
خبره د اخلاقو وه. چاچې په بهرکې ژوند کړی وي او دنړۍ ډیرو خلکوسره یی سروکار وي نو ښه پوهیږي چې اخلاق څوک لري؟ ډیردینداره خلک ښه خلک دي خو ډیر بې دینه او یا دنورو دینونو خاوندان هم خورا ښه خلک دي.
دین اوسیاست باید سره جدا وي ، ځکه سیاست اوپالیسي دنورو نړیوالو سره په اړه اوشرایطوپه اساس جوړیږي، وده کوي ، بدلیږي او کله کله انعطاف هم کوي خو په مذهب کې انعطاف نشته او نه هم وده کولای شي او نه هم بدلیدی شي. له همدې امله ددواړو جداوالی یوبل ته ګټه رسوي اونظم برقراریږي. اسلام هم په ځای پاتي کیږي اهمیت يی زیات اومدرن قوانین هم په خپل قوت عمل کوي. دجهادسالارانو دقدرت څخه پخوا هم داسي وو اوراتلونکې هم ورته اړتیا لري.
(هرسړې پیدا دی خپل خپل کارلره کنه)
ع کريم حليمي
05.01.2007
دروند کوښان صاحب او محترم زخمي صاحب سلامونه اوښې هيلي !
[quote:200f3a992e]دا چې ښاغلي حليمي د دين او واک بيلوالی داسې تعبير کړی چې په هغو ټولنو کې چې د دين واک نوي ، بد اخلاقې ټولنې دي ،[/quote:200f3a992e]
نه وروره ! دانه زماخبره ده او نه داسي ليکنه کوم ! پورته ليکنه ستاسو خپله
خبره ده .
امريکا په دا خپل ټوله زور او قوت نشي ويلی چه دين او واک دي جدا سي !!!
زه هم ځان ته داحق نه ورکوم چه دين او واک دي جداسي
هو ! مسجد او حکومت دي همېشه سره جدا وي
دين او واک چه سره جدا سي ، انسان وحشي کيږي
هره جمله چه څوک ليکي کوښښ دي وکي چه د اصلو سره په ټکر کي نسي
ديمکراسي هم په خطر کي کوي او دين هم له خطره سره مخامخ کيږي
او دين داره خلک هم وارخطا کوۍ ٠
بايد او ضرور ده چه داسي نظر ولرو چه ټولنه په ونه تخيږي ، او بد احساس
درته پيدا نه کړي
خروټی صاحب نن په دې خاطر د خپل وطن څخه ورک دي چه داسي فرمانونه
د ارګ څخه راوتل چه ټولنه ئې ډيره تخوله لکه داسي
[quote:200f3a992e]۴ ـــ دښځو او نارينو ترمنځ برابرې.[/quote:200f3a992e]
داجمله غلطه ده
دا تر نن ورځ په غرب کي څوک نه وايي چه نر او ښځه دي برابر سي !!!
هو ! په ټولنه کښي مساوات د انسانانو غوښتنه ده
ای کاش چه د افغان سياست والو political caract خبري کولی !!!!!!
ښي او بدي خبري ډيري غښتلي دي ، خبري دي چه د چا کور په خرابيږي
لکه زموږ کور چه خراب دی
نقاد
05.01.2007
دبحث درنو ګډونوالو االسلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
د دین او واک بیلوالی ته سیکولریزم وایی چې دمخه پرې اوږدې خبر ې شوې دي!
غیر سیکولرستی واکمنۍ په لویدیځ کې نشته ، که څه هم دینی تاسیساتو ته اوس هم درناوی کیږی او فعالیت یې ازاد دی . هو ، له کمونستی او فا شاشېستي ګوندونو پرته نور ټول ګوندونه لومړی ځانونه دموکرات او بیا مسیحی، یا سوسیالست او یا هم ملی یا بل څه بولی ، خو دموکراسی یې لومړی معیار وي که په نامه کې یې ددموکرات وییز وجود هم ونه لري .
پاتې شوه د اخلاقو اړینتیا، چې په هره ټولنه کې شته او له اخلاقو پرته یو قانون هم کار نه ورکوي . د دینی روزنې او تبلیغاتو آزادي په سیکولرو ټولنو کې هم د همدې اړتیا او اړینتیا له امله خوندی کیږی . په تیره بیا اسلامی اخلاق ډیر لوړ او تر ټولو ادیانو بشپړ اخلاق دي . نو د سیاسی اخلاقو ( دموکراسۍ ) سره بشپړ دیني اخلاق ( اسلام) تر ټولو زیات او ښه اړخ لګوي ،په دې شرط چې په سیاست کې ددموکراسۍ او په ټولنیز ژوند او حقوقی سیستم کې د اسلامی اخلاقو اوشریعت ټاکونکی رول تضمین اوسي . د لاس نه پرېکولو او د ښځو له خوا د طلاق ورکولو حق باید په داسې توګه خوندي شي چې د اسلامی شریعت له روحیې سر سمون ولري ( ریفورم ) !
دقتل د سزا له پاره داعدام حق نافذ ساتل آن د امریکا په څېر پرمخ تللې ټولنې کې هم اړین ثابت شوی دی .
ودونه باید د هر چا له پاره په خپله خوښه شي، مور او پلار باید صرف د مشورې حق ولري ، نه ټاکونګی او بس ! د موراوپلار د مخالفت په صور کې باید اسلامی ولسواک دولت هرې پیغلې او ځلمی ته چې اړتیا ولري د اوسط واده مصارف ورکړي .
[color=white:105d6917c1]زما پو ښتنه : ایا په یوه ولسواک اسلامی دولت کې امکان لري چې تر نکاح مخکې د پیغلو اوځلمو تر منځ د متقابل مینتوب د ښودلو لپاره پر مخ ښکلول آزاد شي، خو شونډې ښکلول دنورو حرامو جنسی اړیکو په څیر د نکاح تر تړلو پورې په خپل شکل په قطعی ډول منع پاتې شي ؟
تاسو په دې اړه څه نظر لرئ ؟[/color:105d6917c1]
دښځو او نارينو ترمنځ برابری
Mohammad Hassan
05.01.2007
د بحث ټولوګډون کوونکو ته سلامونه!
په دې بحث کښې محترم حليمی د ښځو او نارينه ؤ ترمنځ د مساواتو په اړه ډير ښه ليکلی چې
[quote:fd0fb488dd]
زه مساوات پېږنم او زه ځان او انساني ټولنه مکلفه ګنم چه په اجتماعی ژوند
کښي مساوات يو فرض دی نه چه مساوات د نر او ښځي تر منځ فرض دي
بلکي د ټولني د ټولو افرادو په منځ کښي مساوات فرض دي [/quote:fd0fb488dd]
د پورتنۍ ليکنې څخه ښکاری چې ليکونکئ د ټولنې [color=red:fd0fb488dd][/color:fd0fb488dd]د ټولو افرادو[color=#444444:fd0fb488dd][/color:fd0fb488dd] ترمنځ ، يعنې د نرو، ښځو، ځوانانو، زړو، مسلمانو، کافرو، شعيه، سنی، ملا او آمی ترمنځ مساوات فرض بولی. داچې بيا وروسته له خروټی څخه سوال کوی چې نوموړی څرنګه مساوات غواړی، د هغې ځواب خو واضح خبره ده چې يوازې خروټئ صيب ويلای شی او بس.
زه پخپلهخو له حليمی صيب سره بيخی يو نظر لرم چې ښځې هم بايد په ټولنه کښې د نارينه سره يوډول حقوق او وجايب ولری او ښځې نارينه بايد د قانون په وړاندې مساوی حقوق ولری.
ځينې کسان داسې هم پيدا کيږی چې په ټولنه کښې ورته د ښځو او نارينه ؤ د مساواتو خبره وکړې، نو سمدلاسه درته وايی چې ښځې او نارينه خو د جسمی لحاظه یو له بله سره فرق لری، نو هيڅ وخت د هغوی مساوات شونی نه دی.
دوی ته بايد دا خبره توضيح او تفهيم شی چې کله چې په ټولنه کښې د ښځو او نارينه ؤ او يا د ټولنې د ټولو وګړو ترمنځ د مساوات خبره کيږی مطلب ئې د قانون په وړاندې د هغوی مساوات دی. د يوه هېواد قانون چې کوم حقوق نارينه ؤ ته ورکوی، بايد ښځو ته يې هم ورکړی، قانون بايد هغه حقوق چې مسلمانانو ته ورکوی، هندوانو او نورو کافرانو ته يې هم ورکړی، قانون چې کوم حقوق د يوې ژبې ويونکو ته ورکوی، بايد د نورو ژبو ويونکو ته يې هم ورکړی او داسې نور...
څرنګه چې همدا اوس د نر اوښځې د مساوات موضوع زموږ تر بحث لاندې ده، نو ويلای شو چې لکه څنګه چې نارينه د ښوونځی د تلو او دليک او لوست د زده کړې حق لری، ښځې يې هم بايد ولری. لکه څنګه چې نارينه له کوره د باندې د کارکولو حق لری، نو ښځې هم بايد داحق ولری. د معين کار د انجام په نتيجه کښې بايد د نر او ښځې د کار اجوره او معاش مساوی وی. که نارينه په ليليه کښې د اوسيدلو حق او امکان لری، ښځې هم بايد په عين شرايطو سره په ليليو کښې واوسيدای شی. که نارينه د خپل سر او صورت په جوړولو او د خپلو جامو په اغوستلو کښې آزادی لری، نو ښځې هم با يد د خپل سينګار او لباس په انتخاب کښې آزادی ولری. که قانون نارينه ته د ژوند د ملګرې او ميرمنې انتخاب او له هغو نه په بلتون کښې آزادی او اختيار ورکوی، همدا حق بايد ښځې هم ولری. که نارينه د بدو په مقابل کښې دښمن ته نه ورکول کيږی، نو ښځې هم بايد په بدو کښې ور نه کړای شی. که يو کونډ نارينه د کومې بلې ښځې سره په زور واده ته نه مجبوريږی، نو کونډه ښځه هم بايد په زور لېوره او ليورزی ته او يا بل چاته په زور واده نه شی. لکه څنګه چې د نارينه غيرت دا نه منی چې د سپی او يابل حيوان او ا پيسو په مقابل کښې خرڅ شی، نو ښځې هم بايد له داسې سپکاوی او تحقير څخه وساتل شی. او داسې نور
ښځه او نر دواړه انسانان دی. څومره چې ښځه نر ته اړتيا لری، نر هم ښځې ته اړتيالری. هيڅ يو جنس له بله فضيلت او بهتری نه لری او نارينه دا بايد داحق ونه لری چې پر ښو باندې د خپلو اوامرو او نهيو په واسطه خپله اراده او خوښه په هرځای او هرڅه کښې تحميل کړی. [/quote]
05.01.2007
د خالد افغان له لیکنې څخه یې را اخلو :
په ځنى حالاتو او مسئلو كې چې غرب او نورو اسلامي هيوادو كې ښځو ته كوم حقوق وركول شوي هغه خو لا پريږده، اسلامي حقوق يي هم خوندي ندي ساتل شوي،او داسى سلوك ورسره كيږي چې د اسلام سره يي تر لرى لرى پورى تړاو نه ليدل كيږي. د ” سوره” رواج يي غوره بيلګه ده، چې د يو قاتل سړي په بدل كې د يوي ښځى يا نجلۍ “تحفه” د مقتول كورنۍ ته وركول كيږي. كه څه هم په ظاهره توګه د واده په نامه هغه كور ته ليږدول كيږي خو په حقيقت كې يوه معصومه نجلۍ د ذلت او سپكاوى په ژوند تيرولو مجبوريږي. په اسلام كې مونږ هيڅكله دا نه شو موندلاي چې د يو فرد د
غلطۍ سزا دى بل ته وركړل شي.
د تعليم د ضروري نه ګڼلو، ميراث نه وركولو، په كورنۍ مشورو كې برخه نه وركولو،د هلك او نجلۍ تر منځ توپير او فرق كولو او تر ټولو ستر مشكل د طلاق او د متعددو ودونو د مسئلو د حل لپاره دداسى بحث او څيړنو ضرورت دى چې يوه ګټوره نتيجه ترى لاس ته راشي او بايد په افغاني ټولنه كې ددى لپاره مناسب اقدامات وشي چې په دي كې اسلامي او عصري علماء او د فكر و نظر
خاوندان ستر رول لوبولاي شي.
تر ټولو د مخه بايد د انجونو د تعليم لانجه چې د طالبانو د امارت په وخت كې
ترى ستره مسئله جوړه شوه، حل شي. د واضحو احاديثو شتون بايد افغانان
مجبور كړي واي چې واضح او په اسلامي اصولو ولاړ كلك اقدامونه يې كړي
واي، پيغمبر صلى الله عليه وسلم د حديث مفهوم دى چې د علم لاس ته راوړل په هر نر او ښځه مسلمان باندې فرض دي، نه پوهيږم چې په پرده كې د انجونو تعليم حاصلول په كوم دليل جائز نه دي؟ د يو هلك په شان د يوي انجلۍ د تعليم لاس ته راوړل د يو فرد تعليم لاس ته راوړل نه وي بلكه په راتلونكي وخت كې د يوي كورنۍ اباديدل او خوشحالي لاس ته راوړل وي.
د ميراث نه وركول د پخوانو جاهلانو عادت ؤ چې د كور مشر او يا جنګياليو ته به يي ټول ميراث وركاوه خو د اسلام د نيكمرغه دين په راتلو هغه ټول وحشي رواجونه له منځه ولاړل او الله تعالى د ايت په اخر كې وويل چې ميراث د الله له خوا فرض شوى او د هغه حق دى نو ځكه څوك نه شي كولاي چې بل د ميراث نه محروم كړي، خو اوس هم په افغاني ټولنه كې د ښځو د ميراث وركولو مثالونه
ډير لږ دي.
د طلاق مسئله هم بايد وڅيړل شي، چې څوك كله خپلى ماندينى ته طلاق وركولاي شي، پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې په جائزو او روا شيانو كې تر ټولو چې الله يي بد ګڼي طلاق دى او بل ځاي كې فرمايي چې كله په ځمكه طلاق واقع شي نو عرش ولرزيږي. نو يو مسلمان چې تر څو كولاي شي بايد ترى ځان وساتي كه نه نو د الله د قهر او غضب موجب به وګرځي. ددى سره سره يو حق چې اسلام د سړي د طلاق په بدل كې ښځى ته وركړى خو په افغانۍ ټولنه كې ډير بد او د ښځى نه اخيستل شوى د( خلع ) حق دى، چې د دى په واسطه يوه ښځه كولاي شي په محكمه كې د خپل خاوند نه چې ژوند يي ورسره ګران وي ، د مال په وركولو جدا كيدل غواړي. محكمه بايد د پوره كوښښ نه وروسته چې نتيجه يي نه وي وركړي ښځى ته ازادي وركړي.
د متعددو ودونو حق كه څه هم اسلام وركړى دى خو د ددى لپاره د لازمو شرطونو شتون ضروري دى چې تر ټولو مهم يي د سړي مالي او اقتصادي حيثيث او بدني صحت دى، نو هر څوك چې دوه يا ډير ودونه كول غواړي بايد د ټولو د حقوقو د پوره كولو وس ولري، په بل حالت كې به د قيامت په ورځ په داسى حال كې چې يو څنګ به يي كوږ وي راپاڅي او د الله پاك مخى ته به ځي. لږ تر لږه په هر موسم كې يو جوړه كالي، دوا، كور، او نور هغه وسائل چې د ژوند په ښه توګه تيرولو لپاره ضروري وي برابر كړي تر دي پورى كه كومه ښځه بيل كور يا د خاوند د كورنۍ نه بيل اوسيدل غواړي د اسلامي قانون تر مخى څوك حق نه لري چې منع يي كړي او يا يي مخه ونيسي. د كونډى د دوهم واده رواج چې بايد د خپل خاوند په خپلوانو كي د چا سره واده وكړي او په دى مجبورول ،غير اسلامي دي او بايد مخه يي ونيول شي كه څه هم د افغاني رواج له مخى به يي څوك منلو
ته تيار نه وي.
اوس هغه واقعيت ته چې نړۍ ورته د ښځى د حقوقو په نامه بل رنګ وركوي او د اسلامي نړۍ ناپوهه سړي او ښځى ورته په ښه سترګه او احترام ګوري، ستاسو پام راړوم. په اوسني وخت كي چې د ښځو د حقوقو په نامه كوم كارونه روان دي واقعا چې د تشويش وړ دي، په تلويزون، راديو، اخبارونو او مجلو كې د ښځو او انجونو هغه عكسونه ښودل كيږي د اسلامي امت په ځوانانو نيغ او بد اثر لري او د حقوقو په نامه د دغه ښځو حقوق تر پښو لاندى كيږي.
په نړۍ كې چې مونږ هر څه وينو، الله تعالى ټول جوړه جوړه پيدا كړي، د مثال په توګه شپه او ورځ، او بيا يي هر يو ته جلا خاصيتونه وركړي، شپه يي توره او ارامه او ورځ يي رڼا او ګرځنده كړى خو كه څوك وغواړي چې شپه ګرځنده او ورځ ارامه كړي د دواړو د جلا كولو حكمت به ختم شي او ګټه به يي كمه شي. همدا شان يي نر او ښځه جوړه پيدا كړي او د دواړو حقوق او دندې يې ټاكلي دي. هر څوك چې غواړي چې ښځې دې د كور نه بهر وظيفه ترسره كړي او پيسى دې وګټي ، ښځو ته ازادي او حقوق نه وركوي بلكه په ښځه غاړې ته يو اضافي بوج وراچوي او په داسى كار باندى يې مجبوروي چې ورباندى لازم نه دى .
كه د دغه حقوق غوښتونكو نه پوښتنه وشي چې كه ښځه او سړي برابر دي نو ولې بيا ښځو ته په سور اوړي كې په بټيو كى د خښتو وهلو كار نه ورسپاري، او په بټيو كى د هغوي په مزدورۍ دومره ولى وارخطا كيږي؟ او سړي ولې د ښځو سره د هغوي په “خاصو ”كارونو كې برخه نه اخلي؟ بل ځواب به ورسره نه وي مګر كه ووايي چې په اسانو كارونو كې د هغوي برابرى غواړو خو په ګرانو كې نه، نو ټولو ته به د دوي دوه مخي ښكاره شي.
الله تعالى ښځه ددي لپاره نه ده پيدا كړي چې نمونه ترى جوړه شي او دفترونو كې د سكرتر په حيث د خلكو انتظار لنډ كړي او يا د يو ساعت د زړه خوښۍ باعث وګرځي او بيا د يو بيكاره او بې ګټې جنس په توګه وغورځول شي، بلكه په ښكاره الفاظو يي ورته ارشاد كړې چې په خپلو كورونو كې واوسي ، او د خپل سينګار ښودنه خپلو خاوندانو پورى محدوده كړي. د هغوي د نه شتون په صورت كې د كور او بچو ساتنه وكړي او ماحول د هغوي د خوښۍ سره سم وساتي.
سړي بايد د كور نه بيرون ټول كارونه په غاړه واخلي او د كور مصارف برابر كړي او ښځى دكور دننه كارونه او كه بچي يي وي د هغوي په ښه توګه روزنې ته پاملرنه وكړي او هغه پيسې چې سړي يې د بيرون څخه كور ته راوړي په ښه او مناسبه توګه خرڅ كړي، په دې حالت كې د ښځې د كار كولو ضرورت نه ليدل كيږي.
د يو ايت ترجمه په يو پيغام كې زما د نظره تېره شوه، ځكه نو ما تفسير ابن كثير، تفسير قرطبي او تفسير ايسر التفاسير ورپسى وكتل او ما ته جوته شوه چې دغه ايت د ښځو د حقوقو سره چې د بحث موضوع ده تړاو نه لري، بلكه كله چې حضرت ام سلمه رضي الله عنها، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې ولى مونږ ته په ميراث كې كمه برخه راكړل شوى ده او د جهاد حق نه دى راكړل شوى، او بلى خوا ته سړو ويل چې بايد مونږ ته د اخرت په نيكيو كې هم غوره والې راكړل شي څنګه چې ميراث كې راكړل شوى دى، نو الله تعالى د نساء (ښځې) سورت ۳۲ ايت نازل كړ او ويې فرمايل چې د ښځى خپل ځاي دى او د سړي خپل، نو د يو بل د امتيازونو او ځانګړتياو ارمان مه كوۍ، ځكه الله د تاسو څخه زيات پوهه دى.
زما په نظر كه چيرته دواړه خپلى دندى سرته ورسوي نو د يو بل په كار كې د مداخلت ضرورت به پيښ نه شي، او د (سړو او ښځو حقوق برابر دي او كه نه؟) سوال به بې معنىٰ شي، ځكه دواړه به جلا جلا دندې سر ته رسوي نو د پرتلې او مقايسې هيڅ ګنجائش به پاتې نه شي.
خوكه چيرې سړي وظيفه ونه لري نو ښځه ، لور، مور يا خور يې په اسلامي چوكاټ كې دننه كولاي شي او حق لري چې د بچو او خپلو مصارفو د پوره كولو لپاره د كور نه بيرون وظيفه ترسره كړي او كور او بچو ته د ژوند اسانتياوې برابرى كړي. د امام مالك، شافعي او احمد بن حنبل د مذهب له مخى په دغه وخت كې چى كله خاوند ډير تنګ لاسى وي نو ښځه د خاوند نه د جلا كيدو يا طلاق حق هم لري. دا پوښتنه چى ايا ښځه د كار حق لري او كه نه؟ بايد داسى ځواب شي چې هره مسلمانه ښځه بايد اسلامي اقدار په نظر كې ونيسي نو هر ډول كار ورته جائز دى. د اسلامي اصولو تر مخه د ښځى كار هغه وخت نا جائز دى كله چې هغه د ټولنې فساد او بې حيائۍ ته لار هواروي نو هر كله چې دغه علت (بې حيائي) ورك شي نو حكم (حرمت) هم بايد ورك شي، خو كه دغه علت (بې حيائي) په هر كار كې پيدا شي كه څه هم لمونځ وي، نو هغه به حرام وي.
دا زمونږ د ټولنى سترى ستونزى دي چې د انجونو د تعليم، د تفريح او سير، او د “ډاكترى” ضرورت نه وي خو كه د ښځى يي بچي نه وي او يا لوڼه وي نو د ضروري معاينو پرته به د اتيا روپو مزدور هم بله ښځه كوي، د نكاح په وخت به د نجلۍ نه هم پوښتنه ضروري نه وي. دا ټول او همدا شان نور رواجونه د اسلامي حقوقو نه چې ښځى ته يي وركړي ښكاره سرغړونه ده.
sabawoon azadkhial
06.01.2007
حلیمي صیب دخدای په لحاظ! تاسي لیکلي:
[quote:1baf411eea]دين او واک چه سره جدا سي ، انسان وحشي کيږي[/quote:1baf411eea]
دالیکنه مو له کومه ځایه رااخیستې؟ که تکلیف نه وي یومثال راوړی چې دنمونې په توګه په کوم هیواد کې دین او واک سره جدا دي او خلک يی وحشیان شوي دي؟؟؟؟ زه ویریږم چې برعکس نه وي! تاسې لکه نوي چې دې سیارې ته راغلي یاست. حلیمي صیب ښه به وي که لږ نور هم ژور لاړ شی او څرګند مثالونه وړاندې کړی.
نقاد صیب لیکلي:
[quote:1baf411eea]زما پو ښتنه : ایا په یوه ولسواک اسلامی دولت کې امکان لري چې تر نکاح مخکې د پیغلو اوځلمو تر منځ د متقابل مینتوب د ښودلو لپاره پر مخ ښکلول آزاد شي، خو شونډې ښکلول دنورو حرامو جنسی اړیکو په څیر د نکاح تر تړلو پورې په خپل شکل په قطعی ډول منع پاتې شي ؟
تاسو په دې اړه څه نظر لرئ [/quote:1baf411eea]
زما په نظر خو نقاد صیب اول داڅنګه امکان لري چې دوه مین کسان هلک اونجلۍ تعقیب شي چې په کوم ځای ښکلول کوي. که ددواړو موافقه وي خدای دې وکړي چې د پښو ترنوکانو نیولي ترسرویښتانو پورې ملی مترملی مترسره ښکل کړي زما اوستاپرې څه؟ ایا په اسلام کې کوم میکانیزم شته چې دا عمل کنترول کړی شي؟ په څه ډول؟ په پټو کمرو؟ او که داسې نه وي او کنترول يی شونی هم شي نو بیا یې یو ضرر را په ګوته کولی شی؟ یاصحت یا ټولنې یا اسلام ته؟
بله داچې د منطق په حساب که مخ دښکلول ازاد کړې نو پنځه سانتې لاندې دشونډو ښکولول څه ګناه لري؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او اسلام ته په دې کې څه کار.
(چې نه کار هلته څه کار)
ع کريم حليمي
06.01.2007
درنو او مکرمو د بحث ټولوګډون کوونکو ته سلامونه!
محترم sabawoon azadkhial !
[quote:898b685026]حلیمي صیب دخدای په لحاظ! تاسي لیکلي:
اقتباس:
دين او واک چه سره جدا سي ، انسان وحشي کيږي
دالیکنه مو له کومه ځایه رااخیستې؟ که تکلیف نه وي یومثال راوړی چې دنمونې په توګه په کوم هیواد کې دین او واک سره جدا دي او خلک يی وحشیان شوي دي؟؟؟؟ زه ویریږم چې برعکس نه وي! تاسې لکه نوي چې دې سیارې ته راغلي یاست. حلیمي صیب ښه به وي که لږ نور هم ژور لاړ شی او څرګند مثالونه وړاندې کړی. [/quote:898b685026]
الحمدالله تاسو د ازاد فکر خاوند ياست ، د خدای فضل دی چه تنګ نظري
نه لری
په دې خبره کښي شک نسته چه د نړۍ دانساني ټولنو بنياد او اساس په اخلاقو
ولاړ دی ، همداسي نه ده ؟؟ زه فکر کوم چه تاسو به موافق ياست که خدای کول
ټوله مصلحان وايي چه رښتيا ويل ، انصاف کول ، خيرات او نيکي کول
دا ټوله اخلاقي کودونه دي او ښه کار دی (اخلاق )
که په ټولنه کښي انصاف نه وي خيرات او نيکي نه وي او رشتيا ويل نه وي
ايادغه ټولنه به وحشي نه وي ؟؟؟؟ زه ئې وحشي ګنم او هر مصلح به يي وحشي
وګڼي
داسي ټولنه ماته نه ده رامعلومه چه اخلاق دي نه لري اوماته داسي ټولنه هم
نه ده رامعلومه چه اخلاق دي واک نه لري
هو ! داسي خلک رامعلوم دي چه اخلاق واک نه پر لري هغوی اکثره په
بندي خانواو محبسونو کښي دي ، او بل ځنګل رامعلوم دی چه اوسيدونکي
يي اخلاق نه پېږني او موږ يي حيوانات وحشي بولو
تاسوته داسي ټولنه در معلومه ده ؟؟؟؟ چه هلته اخلاق بي واکه وي
دين 99.99 % ده اخلاق او 0.01 قانون دی
نقاد
06.01.2007
[quote:1fa7f87b3f]دوه مین کسان هلک اونجلۍ... که ددواړو موافقه وي خدای دې وکړي چې د پښو ترنوکانو نیولي ترسرویښتانو پورې ملی مترملی مترسره ښکل کړي زما اوستاپرې څه؟ [/quote:1fa7f87b3f]
ياره سباوونه، ته وا سم د مينانو پۀ زړه کې ناست يې ٠
پوښتنه همدا ده چې له نکاح پرته هم زما او ستا پرې څه؟ د ملا او مسجد پرې څه ؟ د مدرسې اومحکمې پرې څه ، د ولس ، پولیسو او حکومت پرې څه ؟ د اسلام او قانون پرې څه ؟ او د هغوی د مور او پلار یې پرې څه ؟
ایا دوی ټول پر مخ مچولو اجازه ورکوي ؟ ایا دا په یوه اسلامی ټولنه کې امکان لري ؟ او که امکان نه لري بیا هم زما او ستا پرې څه ؟؟؟ ایا د پیغلو او ځوانانو تر منځ له نکاح پرته مینه ، مینه لرل او مینه کول روا دي؟ ؟؟ که روا وي ، په کوم شکل او طریقې سره يې يوبل ته ښودل مشروع او کوم نامشروع دي؟ دا پوښتنې شرعی ځواب غواړي نه پیتاوي ! که نه نو بیا خوبه ، سباوون صیب ، ستاسې ځواب هم سم ، بساند او دمنلو وړ و. په درنښت او سلامونو !
منلی
08.01.2007
ټولو ورونو ته سلامونه اونیکی هیلی
[quote:b75e61f92c]زه هم غواړم چې دين او واک دې سره جدا شي [/quote:b75e61f92c]
ښاغلی کوشانه
آیا د دین واک خرابی همداده چی خلک بندګان دحق شی اودبل چا دبندګی رسی په غاړه کښي وانه چوی ؟؟
آیا ددین د واک خرابی همداده چی دالله قانون دخلکو دزندګی قانون شی ؟؟
آیا ددین دواک خرابی داده چی د ځمکی نه فساد لری شی اودهغه منګراتو مخه ونیول شی چی په زمکه کښي دالله دغضب اودانسانانو دبربادی سبب وی اوهغه ښه کارونه په ځمکه کښی جاری او ساری کړی چی دالله خوښ اود انسانانو ددنیا او اخرت دخوشحالی سبب ګرځی ؟؟
داټول مقصدونه بغیر له دی نه نه شی پوره کیدی چی داخلکو واکمنی دکفر ددللا لانو په لاس کښی وی اودینی علما ن دهغو ی دلاس لاندی صرف په جوماتونو کښي الله الله کوی
ع کريم حليمي
08.01.2007
محترم داشمند نقاد صاحب او درنو لوستونکو او د بحث ټولوګډون کوونکو ته سلامونه!
[quote:cff56a9a8e]ایا د پیغلو او ځوانانو تر منځ له نکاح پرته مینه ، مینه لرل او مینه کول روا دي؟ ؟؟ [/quote:cff56a9a8e]
هو ! نقاد صاحب تاسو ته ولي دا فکر در پيدا سوی چه مينه روا ده که ناروا
مينه کول روا شئ ده ، هغه مينه چه د اخلاقو په چوکاټ کښي وي طبعا روا ده
او په تېره بيا دهغه چاسره چه په رشتيا سره د واده کولو اراده وي ٠
[quote:cff56a9a8e]که روا وي ، په کوم شکل او طریقې سره يې يوبل ته ښودل مشروع او کوم نامشروع دي؟ دا پوښتنې شرعی ځواب غواړي نه پیتاوي ! [/quote:cff56a9a8e]
وروره !
دين پر دوو اصلو ولاړ دی ، وکړی او مه يي کوی
که په يوه ټولنه کښي شراب يعني شَرَاب مُسْكِر , خَمْرَ له سره نه پيدا کيږي
او زه نعرې کړم چه بنده يو پرهېزګاره سړی دي ! نه د څه شي پرهېزګاره !
شراب له سره ماته نه رارسيږي نو د پرهېزګارۍ دعوه څرنګه زه کولی شم
هغه وخت زه د پرهيزګارۍ دعوه لولی سم چه زه پر شراب خوړلو قادر شم
نو بيا زه حق لرم چه پرهيزګاره يم پر شراب خوړلو مي قدرت سته اما نه
يي خورم ولي چه خدای امر کړي چه شراب مه خورۍ
هو ! د ميني طریقه به داوي چه قلبي به وي او کله چه واده ئې سره وکړ
بيا به مينه فزيکي او قلبي دواړي وي
او د پرهېزګارۍ او اخلاق به يي دواړه پر ځای وي
هو ! مينان به ملي عننات نه هېره وي ، هر قوم خپل اخلاق او کلتور لري
هر مين دي د ملي او ديني اخلاقو نه خارج کيږي ، نو پر مين توب ئې
ثوابونه بنا دي ، او که د اخلاقو خارج سي يعني هرڅه وکړي بيله دخول څخه
نو بيا ګناه صغيره يي کړې بايد ده چه خدای ته توبه وکړي ، په رشتيا سره
استغفر الله ربي واتوب اليه اما که دخول وکړي او مجرد وي نو وهل ئې جزا
ده او که محصن او محصنه (نرخانه داره او ښځه خانداره ) وي بيا نو سنګسار
پر لازم دي