نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د يوه افغان دزړه خبره!
نيلی
16.12.2006
د سايټ درنو چلونکو!
تاسو خو د محمود بریالی د خاورو سپارلو خبر خپور کړ !
دهر انسان مړينه و دوستانو او خپلوانو ته يوه تراژدي ده . خو په ملي کچه د ځينو مرګ د سکوت، بنبست او طلسم ماتېدل دي . محمود بريالی زموږ دهيواد په کيڼ اړخي نهضت کې هغه لانجمنه او دکړکېچ منبع وه چې د نوي یمی لسیزي د تراژيدي يو مبتکر او مرګونی سازمانده وو . هغه د انساني پرنسيپونو پر خلاف د ډاکټر نجيب الله پر خلاف چې تر همدا وخته یې نیژدې ملګری وو د توکمي او ژبني ضديت پر اساس تؤطئه وکړه او دشمال د لږکيو ائتلاف یې جوړ او د افغان ولس پرضد دکودتا لومړنی سازمانده وګرځيد . همدغه عامل وو چې زموږحساسه ټولنه یې د ملي وحدت ضد کړو په ګرداو کې را ښکېل او لويه انساني فاجعه یې را وزېږوله . نن د محمود بريالي ټوله طرفداران د افغانستاني او خراساني نا افغانه ملي ضد عناصر او کړیو په چوکاټ کې را غونډ سوي او یوه ملي ضد کړۍ یې جوړه کړېده .
دغه حرکت ددوی په اصطلاح نهضت چې دفتني او شر اندازۍ نهضت دی هغه به هيڅکله دافغان ولس او دهغوی د مخکښانو لخوا و نه منل سي . محمود بريالی په هماغه وخت کې د کابل د ښاریانو د راکټ پرانۍد پنځوسو زرو افغانانو دشهادت بالفعله مسؤل دی . هغه د ملی ضدتؤطئی د سازمانده په حيث يو ملي ضد عنصر پېژندل کيږي او ملت ته يو لوی خائن دی . هغه یو کودتاچي او ملي ضد عنصر دی چې ملت به یې هيڅکله و نه بخشي . د هغه د مرګ نه باد چې دغه طفلانه کمپيوټري بازي را شروع سوي دي هغه به ددې ملي ضد عنصر ملي ضد جرمونه کم نکړای شي . دا ولس دومره هم ويده ندی چې د هر نامرده پر افسانو خپلي ملي څهرې هيري او دښمنان یې و بخښي .
خو ښایې د افغان ولس همدردي د هغه د کورنۍ سره د انساني عواطفو پر اساس مل وي ولي دغه همدردي دبريالي جرمونه او دهغه ملي خيانتونه نه کموي او برأت نه ورکوي .
په درناوي
افغان