د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دزرکانو جګړه

منلی
13.12.2006

وایی چې په پخوا زمانو کې به ټولو ژوندیو موجوداتو خبری کولی .
کومه ورځ دوه زرکان سره نښتی وو اوخلک یی تماشی ته ولاړ وو.
یواوبل یی په خپلو تیرومښوکو باندی دومره سره ژوبل کړی ووچې د دواړو په مخونو
دوینو څاڅکی مالومیدل اومښوکې یی سری وی . په دی وخت کې کوم ځیرک نندارچې له یو زرک نه وپوښتل :
ولی خپل هم نوعه په مښوکه وهی او ورسره جګړه کوی ؟
زرک له ډیر قهر څخه ځمکه څوځله په مښوکه ووهله اوځواب یی ورکړ:
زه ځکه ورسره جګړه کوم چې هغه دبل دلاس آله ګرځیدلی ده . دهمدی لپاره هغه ته
اوبه اودانه ورکوی چې له ماسره یی وجنګوی .
کله یی چې له بل زرک څخه وپوښتل ، نودهغه ځواب هم دلومړي زرک په څیرؤ ، او
له جیره خور زرک سره یی جګړه دځان روا حق باله .
هوښیار اوځیرک سړی ، ددی یو ډول ځوابونو په اوریدلو سره موسکی شو اوغوښتل یی چی دواړو ته قناعت ورکړی ، خوزرکان خپلو مالکانو په پنجرو کې
ننه ایستل اودبلی ورځې جګړی له پاره یی شرطونه سره پری وټړل .

--------------------------- بدلی څیری ------------------------- بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more