نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان کې تپل شوی اداره داشغالګرانو دمخالیفینو سره دمذاکرې صلاحیت او واک لري ؟
daud
07.12.2006
درنواو قدرمنو وطنوالو ستړی مه شئ !
څو موده مخکې په کابل کې د تپل شوې ادارې ویاند کریم رحیمی په مطبوعاتی کنفرانس کې د طالبانو ،دافغانستان داسلامی حزب او نورو مخالبفینو سره د مذاکرې او خبرو کولو پیشنهاد وکړ او په ډاګه یی کړه چه اداره یی رسما دافغانستان د اسلامي ګوند دمشر ښاغلی حکمتیار او نورو مخالیفینو څخه غوښتنه لری چه د سولې د پروسی سره ملګری او ددولت سره په دهکله مذاکرات پیل کړي .
اوس پوښتنه داده چه :
یوه اداره چه وجود او بقا یی دپردیو نظامی قوتونو په حضور او وجود پورې تړلې وي او تر دې اندازې پورې خواره ،ذلیله او بی وولسي بنیاده وی چه دخپل مشر حفاظت اوامنیت یی پردي محافظین تر سره کوي ،ددې صلاحیت ، لیاقت ، اهلیت ،قدرت اوواک لری چه په روانه معضله کې د اشغالګرانو د مخالیفینو سره مذاکرې ،خبرې او فیصلې وکړي ؟
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
رښتینی
07.12.2006
سلامونه او نيكى هيلى
محترم داود صيب هركله راشى تاليكلى چى دا اداره :
[code:1:e6013897f8]،ددې صلاحیت ، لیاقت ، اهلیت ،قدرت اوواک لری چه په روانه معضله کې د اشغالګرانو د مخالیفینو سره مذاکرې ،خبرې او فیصلې وکړي ؟[/code:1:e6013897f8]
په دى غوره او دميړانى په صفاتو كى يي كه داد يوه څوومه
برخه لرلى هم خوند به يي كړى و.....................
خو كيدى شى وركړل شوى وى
او كه داسى وى بيا نو دا نورو
ته هم په كار ده چى سرونه ور
سره ټيټ كړى
او كه څنګه؟
08.12.2006
ورونو !
دا مهمه نه ده چې مونږ دې عربی تولیدات وانخلو ، مهمه داده چې زمونږ تو لیدات دې هم عربی بازارونه تسخیر کړی او پترو ډالر دې ترې رابود کړی . دهغوی په وچو شګلنو صحراګانو کې د اوبو د نشتوالی له امله د خرما یو نبات او د اوښ په څېر یو حیوان ژوند کولی شی ، خو مونږ ډول ډول نباتات او حیوانات لرو ، که تولید یې زیات کړو او د ښو اړیکو له برکته تولیدات ور صادر کړو نو څومره ګټه به د افغانانو په برخه شی . دا له حکومت څخه سم نړیوال سیاست ، ابتکار او ښې دیپلوماتیکې اړیکې غواړی او بس !
رښتینی
09.12.2006
ځواكمن صيب داخو دسياست كوڅه ده او ددولت او مخالفينو
تر منځ دخبروپه اړه شاغلى داود صيب يوه موضوع رامنځته
كړى ده
او ګومان كوم ستا موخه به هغه دكوشان د بادامو او خورماو
موضوع وى ؟