د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه دخپل هويت په باب په وړاندې شوي تصويركي بدلون غواړي

ghafar
04.12.2006

[color=blue:7db5a54979]پښتانه دخپل هويت په باب په وړاندې شوي تصويركي بدلون غواړي [/color:7db5a54979]
دغه ټكئ پاكستاني مشهور ليكوال احمدرشيد بي بي سي ته څرګنده کړې
زياته كړې یې ده دامريكا پرمتحده ايالاتو باندي د 2001 ميلادي كال
دسپتمبردمياشتي ديوولسمي نېټې له بريد وروسته پښتانه ځان په نړۍ كي تحقير شوئ قوم احساسوي .
پښتانه له دي امله چي له طالبانو سره اړوند بلل کېږي اود تروريزم اوځان مرگوبريدونو عاملين بلل کېږي زيات غمجن اوخپه شوي دي اودخپل هويت داعاده كولو غوښتنه كوي .
زياتره هغه بنديان چي دگوانتانامو اويا دامريكائيانو ترڅارني لاندي دبگرام په جيلونو كي شپي سبا كوي پښتانه دي .دغه راز زياتره بنديان چي په جيلونو كي پراته دي پښتانه دي .
احمدرشيد ويلي دي هغه ټول اتيا تنه چي داكتوبر په مياشت كي دباجوړ په قبايلي سيمه كي په يوي مدرسي باندي دپاكستاني هوايي پوځونو په
بريدونو كي ووژل شول ، هم پښتانه وو.
احمدرشيد دلويديځو مرستندويو هيوادونو له خوا دپرمختيايي فعاليتونو دبهير اود پيسو دلګښت په اړوند وايي چي دافغانستان دجنوب په پښتونوميشتو سيمو كي دبيارغاوني بهير سست دی .
دی وايي چي دپاكستان پښتون ميشته سيمه هم ددغه هيواد له محرومو سيمو څخه شميرل کېږي . داپه داسي حال كي دی چې دغه سيمي بډاې طبيعي منابع لري او دپاكستان په سلو كي پنځوس بريښنا برابروي .
احمدرشيدزياتوي : چي له اسامه بن لادن سره دطالبانو اړيكي اوله 1996 ميلادي كال وروسته له القاعده څخه دهغوي ملاتړ ددي سبب شوچي نړيوال طالبان اوتروريزم يو وبولي .
احمدرشيد وايي : اوس دلومړي ځل لپاره دپاكستان له سرحدي سيمو څخه دقومونو مشران اودپښتنو په سلگونو تنه سياسي مشران راټول شوي اودسولي دجرگي په جوړيدوسره په افغانستان اوپاكستان كي دطالبانو دتاوتريخوالي دپاي ته رسولو غوښتنه يي وكړه .
احمدرشيد دغه غونډه دپښتنو دتيرو دودونو اعاده بولي وايي :
چي په دي غونډه كي قومي مشرانو له طالبانواوافراطي ډلو څخه د اّي اس اّي د پټ ملاتړ دبندولو غوښتنه وكړه .
قبايلي مشران ، ديني عالمان اوځوان سياستمداران د نوامبر په مياشت كي په پيښوركي په يوستر سالون كي ټول تريوه چت لاندي راټول شولاودپښتنو قبايلو د دودونو او ارزښتنو داعادي غوښتنه يې وكړه .
په بلوچستان كي دپښتونخوا ديوه منځ لاري گوند مشرمحمودخان اڅكزی وايي : ( نړيوال پوښتنه كوي چي تاسو د چا پښتانه ياست ؟ ) .
اڅكزي زياتوي نړۍ مونږ پښتنو ته تروريستان وايي ،خو زمونږ په رگونو كي د زغم فرهنگ روان دی . زمونږ ميندو مونږ ته د زغم لوست راكړي دي
مونږ له هيچا سره له دي امله چي اوږده پزه لري اوياپه بهرني ژبه خبري كوي ، دښمني نلرو . له نړۍ څخه زمونږ غوښتنه داده چي زمونږ ارزښتونو فرهنگ اود خلكو دوياړنو درناوي وكړي .
دعوامي ملي گوند دتيرولسوكلونو په ترڅ كي دپاكستان دحكومت له خوا ددموكرات والي په خاطر چي بنسټ پالنه پياوړې كوي غاړې ته ايستل شوئ و دغه گوند اونورو دموكراتانو اوس دبيا شهرت په خاطر په دي بريالي شوي چي په پښتنو كي د طالبانو واقعيي څيري ترسيم كړي .
دعوامي نشنل گوندمشر اسنفديارولي خان وايي ( طالبان دپښتنو د ټولني له خوا نه دي جوړ شوي بلكي دپاكستان د اردو له خوا جوړشوي .)
اسفنديارپه دوام كي وايي : پښتانه دسولي لپاره متحد دي خود جگړې اور زمونږ خپله خاوره سوځوي اوبايد د دغه اور دوژلو لپاره لازم وسايل ترلاسه كړو . مونږ د جګړې سالارانو ، بنسټ پالو او جګړه مارو بلواګرو ترمنځ بند پاتي يو .
احمد رشيد ليكي : چي په دي جرگه كي د جمعيت العلماي اسلام دگوند مشرمولانا فضل الرحمن په شان د طالبانو ملاتړ كوونكي چي دبلوچستان اوصوبه اداره يي هم په غاړه ده اوپه ښكاره توگه دطالبانو ملاتړ كوي هم وينا وكړه .
په دي جرگه كي مولانا فضل الرحمن په خپلو خبرو كي ادعا وکړه چي طالبان دبهرنيو تيري كوونكو پرخلاف مقاومت كوي خود مولانا فضل الرحمن دغه ادعاگاني دلومړي ځل لپاره په لوړو غږونو سره د برخه والو له خوا له مخالفت سره مخامخ شوې چي ويل يې طالباندسولي اودپښتنو د ارزښتنو په وړاندي ستر گواښ دي .
احمدرشيد زياتوي : دپاكستان داستخباراتو دستگاه ( اّي اس اّي ) د سپتمبر د يوولسمي نېټې له پېښې مخكي چي پاكستان په ښكاره ډول دطالبانو ملاتړ كاوه دافغانستان تاريخ يوځل بيا وليكه .
طالبان په عمومي ډول بيسواده و خود مقالو ، كتابونو اوهغو سيمينارونو چي موخه يي دپښتنو دهويت ديوې برخې په توگه دطالبانو دافراطيت ښكاره كول و ددغي ډلي تبليغاتي فعاليتونه د اّي اس اّي ديوي ځانګړې برخي په غاړه و.
احمد رشيد وايي : د ښاغلي كرزي ، عبدالحق ، پخواني پاچا محمدظاهر په شان دافغانستان پښتانه له دغه حركت سره مخالف و خو دهغوي غږونه د پاكستان په مطبوعاتوكي نه خپريدل .
هغه پاكستاني پښتانه چي له دغه حركت سره مخالف و هم د اّي اس اّي له خوا دخائينينو اوپاكستاني ضد افرادو په توگه پيژندل كيدل .
دموكرات پښتانه ادعا كوي چي دجمهوررئيس مشرف وروستي څرگندونې په ډاګه كوي چي دی هلې ځلي كوي پښتانه بد نامه كړي .
ښاغلي اڅكزئ وايي : مشرف مونږ دويني څښونكو وحشيانو اوسرغړونكو په توگه معرفي كوي .
په پاي كي احمدرشيدزياتوي : چي دپښتنو دهويت په اړوند خبرې بيا پيل شوي دي اودراتلوونكي كال په پسرلي كي دافغانستان اوپاكستاندپښتنو ترمنځ د جرگو په جوړولو سره دغه خبري لاپسي ژورېږي .


اشفاق
05.12.2006

القاعده او طالبانو د اى ايس اى په لمسون او مرسته اسلام خو لا پخوا شرمولى و اوس يې پښتنو ته هم کومه حيا پرېنښوده. خو پښتانه کشکې چې په دې پوهېدلى!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more