نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پکه دا دې لا بله سپکه ! دلګانو خو تښتې ته ځانونه برابر کړې دي
pattang
04.12.2006
د وکيلانو صاحبانو نااشنا غوښتنې
کله چې دوه کاله پخواافغانانوبخپلورايوسره دهیواد جمهورریس وټاکه او افغانستان دلومړی ځل لپاره د یو منتخب ولسمشر خاوند شو، نو له دی وروسته به چې کومه نا خواله ددولت په چاروکی ترسترګو کیده، نوټولو به ویل چې خیر دی ددولت دریم رکن یعنی تقنینه قوه چې پارلمان یی بولی تر اوسه ندی بشپړشوی، او چې کله هغه هم پوره شی نو هر څه به ګل ګلزارشی اما بدبختانه ددی ښاغلو په راتګ سره نه یوازی دا چې د هیواد کومه ستونزه نده حل شوې بلکه دهیوادوالو هیلی او امیدونه یی په نا هیلی بدل کړل ،داځکه چې دوی له هماغه اولی ورځی څخه دهیواد په غم کی نه بلکه دخپلو جیبونوپه ډکولو اودخپل ځان دهوساینی په فکر کی وو،که څه هم دوی پخپلو انتخاباتی مبارزوکی ملت ته داسې ددرواغو باغونه شنه کړل چې سړی به ویل چې که دارښتیا هم عملی شی نو افغانستان به په یو څو کلونو کی ترجاپان هم مخکی شی . خوتیریوکال وښودله چې داهرڅه یوازی اویوازی دملت په سترګوکې خاورې اچول وو او بس .
[color=brown:2c75b634ce]څو ورځې مخکې زمونږمحترمووکیل صاحبانو له دولت څخه په یوه بله ناروا غوښتنه سره یوځل بیا خپله اصلی څیره ټول ملت ته وښودله . دوی دخپلوامتیازونودزباتوالی او دخپلو کورنیو دغړیو لپاره دسیاسی پاسپورت غوښتنه وکړه ، له دی څخه په ورایه څرګندیږی چې دوی په حکومت باندی باورتلری اومخکی له مخکی غواړی له دی وطن څخه پښی سپکی کړی نو ځکه یی په داسې ناروا غوښتنو لاس پوری کړ.[/color:2c75b634ce]
څوورځې مخکی می دیوه ورور مضمون ولوست چې لیکلی یی وو (دوه خرواره بادامو هم دپارلمان وکیلان هوښیارنکړل) زه دې ورور ته وایم چې دې وکیل صاحبانو په تیرو دریو لسیزوکی ښه په مړه خیټه سره بادام خوړلی دی ، ځکه که سړی داوسنی پارلمان ترکیب اوجوړښت ته وګوری نو دوه ډوله کسان بکی له ورایه څرګندیږی ، یوهغه کسان دی چې دټوپک په زور یی دا دری لسیزی ملت دپولی ټک ته کیناوه ،او دهمدی ټوپک په زوریی پارلمان ته هم لاره پیداکړیده ، اودوهمه ډله هغه کسان دی چې دډالرو په زور راغلی ، نه اوس دملت او وطن په قصه کی دی او نه هم پخوا د ملت له غمه مړه وو،(او دخلکوواقعی استازی پکی بیخی په نشت حساب دی) نوځکه زه وایم چې دوی داکارونه دبی عقلی په وجه نه تر سره کوی بلکه دوی ښه هوښیاردی او آګاهانه او قصدا داسې کوی .
دحیرانتیا خبره خو لاداده چې کله دوی یووزیریاکوم بل لوړپوړی چارواکی رااحضارکړی او له هغو څخه پوښتنی کوی ، لکه څه موده مخکی می ولیدل چې د ښاری پراختیا وزیر انجنیر محمدیوسف پښتون او د کابل ښاروال ښاغلی داکتر غلام سخی نورزاد یی کینولی وو او دوی تری دکابل ښار دماسترپلان په هکله پوښتنی کولی ، زه پده حیران شوم چې داښاغلی نو دماستر پلان په معنی څه پوهیږی چې یو داکتر او بل انجنیر یی راحاضرکړیدی او پوښتنی تری کوی . همدا رازڅه موده مخکی می ولیدل چې دمشرانوجرګی اړوند یو کمسیون پخپله یوه ناسته کی د(ده سبز)
دپروژی په هکله دخلکو شکایتونه ترڅیړنی لانده ونیول او بیا یی دهغو لپاره دکمسیون له منځه یوبل کمسیون جوړکړاو هغه ته یی دنده وسپارله ترڅو دا موضوع وڅیړی او بیا نوموړی کمسیون ته راپورورکړی ، که سړی ددغو ښاغلیو دیوی ورځی معاش او نور مصارف محاسبه کړی نو تر څلورلکه ډالرو زیاتیږی ،له دی څخه سړی ته دامایوسی پیداشی چې ددی ملت څه بده ورځ په نصیب ده چې په یوه ورځ کی یی څه دپاسه څلورلکه ډالر یوازی دیو کمسیون دننه د بل کمسیون په جوړولو لګیږی .داخولاڅه کوی چې دوی ورځی مخکی(۲۸/۱۱/۲۰۰۶) می ولیدل چې د مشرانو جرګی دمالیی وزیر داکتر انوارالحق احدی رااحضارکړی وو او له هغه څّّّخه یی غوښتل چې زمونږمعاشونه باید زیات شی او ځنډ پکی رانه شی ، ددی خبرپه اوریدوسره هاغه دچا خبره راپه یادشوه چې وایی (پکه دادی لابله سپکه) ،اوورسره می هغه بیچاره ښوونکی سترګوته ودرید چې دمیاشتی په دوه زره افغانیو کارکوی او دهیوادبچیان روزی او هغه هم دوی دری میاشتی وروسته ورکول کیږی ،خوهیڅکله یی دځان لپاره د باډیګارد، سیاسی پاسپورت ، موټر....غوښتنه ونکړه .
په پای کی له خپلومحترمو وکیلانوڅخه په ډیردرنښت هیله کوم چې دخدای په خاطر داوطن په کروزینګ موټر،باډی ګارد ،پاسپورت اودی ته ورته نارواوو سره نه آبادیږی ، داملک واقعی خدمتګارانوته ضرورت لری ترڅو ددی ملت دیرش کلن زخمونه ټکورکړی ، ځکه دا ملت په تیرو دریو لسیزوکی په مختلفو نومونوسره کړول شوی ، اوس یی تاسی دپارلمان او وکیل په نوم نوری لوبی مه پری کوۍ ،او ددی ملت په حال رحم وکړی ، که نه نو داسې ورځ به راشی چې ددی ملت له قهر او کرکی سره به مخامخ شی او بیا به هم خدای ته ا و ملت ته شرمنده وی .
والسلام