وطن پال او نور ګټور شعرونه
د زمــري يــــو شــعــــر
Syed Shah SaqeeM
03.12.2006
[color=darkblue:115f75c3ab]لار ورکى
سترګې مې نه وې خلا صې کړي چې د مور په نس کې ،
زما غوږونه د چاودنو کڼوونکو غږو وچوول ؛
او ما تر خپلې ژړا وړاندې :
يوه سوزناکه کړيکه،
چې مې د مور په بدن
د توغندي له ټوټې
د ټپ له سوزه جګه شوې وه
هم واورېدله؛
او د شيدو له خوند نه وړاندې
ما د دردونو او د وينو مزه وڅکله،
مور مې ټپې شوه او زه وزيږ يدم .
ټول چا پير يا ل زما لمبه لمبه وو ؛
ماته د ګلو د غنچو پر ځای لمبې ډالۍ شوې
او د باروتو.....
د لوګيو .....
د انسان د کباب شويو غوښو تند بويونه .
زما خوښۍ کې چا توپک ونه ويشت ،
خو د راکټو او بمونو ....
د دهشکو او هوانونو ....
د ماشېندارو او ماينونو،
وحشي او جګ غږونه ؛
له هرې خوا نه راتلل؛
زما خوښۍ کې چا خندا و نه کړه،
د کريکو ....
چيغو....
ساندو ....
او له سوزه ډک ډک د ژړا غږونه ،
له هرې خوا نه راتلل؛
د ټپي مور له سينې،
ما له شيدو سره د وينو ډک غړپونه کول.
د ټپي مور له غېږې،
ما د دردونو، عذابو احساس کړو.
د ټپي مور له شونډو؛
ما د خنداو په ځای،
او خپل ماشوم ته د يوې مور د موسکاوو په ځای؛
د غاښ چيچی ،
او نا لښتو ترخه سيلونه کول.
××××××
اوله ورځ د ژوندون ،
دغسې پيل کړله ما.
سبا ته پوه شومه چې:
پلار مې د جنګ تورې بلا خوړلی
او د خپل ورور په لا سو،
د بل د تور تو پک د خولې نښه شو؛
تره مې هم ګوډ وه او پښه يې نه وه؛
ماما مې تل بهر وو،
د کور په ځای يې هميشه په غرو کې ژوند تيراوه؛
د نيکه سترګه مې ړنده په ګولۍ؛
نېا مې له ډېره غمه ،
ډېره ذهيره او زړه ښکارېده.
او د وحشت سپېره ګردونه مدام،
زما د ورور او خور پر مخ پراته وو.
د ترور ، توړۍ نومونه ،
ماته تر اوسه پورې،
لا کوم مفهوم نه لری؛
ما دوي هيڅ ونه ليدل اونه هم نور کوم خپلوان .
×××××
چې د خاپوړو شومه
او لږ د لوبو شومه
نومې مرمۍ،خول، نارنجک او يا توپک ليدلی،
يا مې تور ټانک، راکټ او يا خالی پوچک ليدلی ،
په مدرسه کېې ماته
لوست د وژلو راکړ ،
شمېرمې بيا هم له توپکونو ، راکټونو او بموسره وو
ياله تپيانو ،شهيدانو ، مردار شويو او له مړو سره وو.
ماته يې دا وښودل:
که دوه کافره مړه کړو
نوبه له لسو ځنې ،
اته ګولۍ ځانته خوندی ولرو .
مکتب ته تللی نه يم،
پوهې بللی نه يم،
هپڅ چا ګڼلی نه يم؛
پرته له خوارې مورکۍ
چې غېږ کې ېې ونېولم
اود خپل ستړي ژوندون،
او خپل د سوی ژوندون،
دتالا شوی او لوټ شوی ژوندون
د ستومانۍ د ورکېدو په هيله
د يو سکوت او سوکالۍ
اود يو ژوند
د انسان ژوند ته
درسيدو په هيله؛
له ملکه وويستلم
××××××
سترګې مې خلا صې شوې د غرب دنيا ته
دغه زرين مرغه ته ؛
او په پردي فرهنګ ورواو ښتمه ؛
زما په سترګو کی لا ،
دا توان نه وو چې زه ،
هر څه روښانه، هر څه ښه ووينم ؛
زما د ذهن په خالي کوڅو کې ،
د غرب د شور اود غوغا غږونه ،
د بې پايانه ښادۍ ،
د بې پردې او بې وسواسه بد مستۍ شورونه ؛
هره خوا وغځېدل.
او زه لار ورکی شومه
اوس سرګردانه ګرځم ،
نه مې وطن چېرته پيدا کړ نه مې مېنه چېرته،
نه مې د پلار سيوری ته کښيناستم په مينه چيرته ،
نه مې د ورور او خور په مړينه شوم غمګينه چيرته.
نه مې څوک خپل ګڼي اوس
نه مې د بل ګڼي اوس ،
خو زه د سوي، تالا شوي هېواد ،
د ځپل شوي هېواد ،
د يو ه هېر شوي او له نړۍ نه نفرين شوي هېواد...
افغانستان اولاد يم
سوځمه ، ژاړمه تل
نو ځکه تل نا ښاد يم[/color:115f75c3ab]