د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ګــــــــــــــــرانـــي ته يو غــــــــــزل

Syed Shah SaqeeM
30.11.2006

[color=cyan:5c7bfca68b]ډېره مې مه راځه تر خيا له مسا فر يم ګــــــــــــــــــــرا نې
په وينو رنګ ،د جنګ د کلي مازديګر يم ګـــــرانې
چې يې بلاوې هره شپه وېروي تا ندې پېغــــــــــــــــــلې
زه بدقسمته دهغه کلي ګودر يم ګـــــــــــــــــــــــــــــــــــرانې
يوبت مې خوښ دی او له نوروڅخه کرکه کـــــــــــــــوم
پو هېږم نه چې ابراهيم يم که آذر يم ګــــــــــــــــــــــــــرانې
بېله خبره ده چې روح راته سپا رلی بولـــــــــــــــــــــــــــــې
زه دې دسرو نا زکو شونډو قلندر يم ګــــــــــــــــــــــرانې
لکه لسمه د محــــــــــــــــــــــــرم دلته مې خلک لما نځي
پوهېږم تا ته به لومړۍ ورځ د اختر يم ګـــــــــــــــــــرانې
که دي سقيم شونډان په برخه کې را ورسېـــــــــــــــــږي
بيا په کيسه کې د جنت نه د کو ثر يم ګـــــــــــــــــــــرا نې [/color:5c7bfca68b]

[color=indigo:5c7bfca68b]په تانده مينه ستاسو سيدشاه سقيم[/color:5c7bfca68b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more