د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

سقيم غزل

Syed Shah SaqeeM
29.11.2006

پرې را دلېونتوب چې شي څپه سوکه سوکه
په مينه را نيږدې کړه لږ سينه سوکه سوکه
دشپې چې مي په ناز د خيال په وره کې را ښکاره شې
بس وايم چې راځي د قدر شپه سوکه سوکه
سجدې يې لګولې قدمونو ته نظر مې
خبر نه يم چې کوم لوري ته تله سوکه سوکه
باور وکړه چې هغه وخت مې بيا هيلې ژوندۍشي
چې ټينګه په غاښو کړې شونډه سره سوکه سوکه
ټکان مي زړه ته ورکړي زلزله مي په خيال راشي
چې وه يې دويصال کړم اراده سوکه سوکه
هغه وخت به بيا ژاړې د"سقيم"يوه ديدن ته
چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه


هـ . غیرت
11.10.2009

سلامونه او نیکي هیلي ګران سقیم صیب او ټولو لوستونکوته !
درنو که هرڅوک د سوکه سوکه په مانا پوهیږي نو ماته یی هم
ووایۍ ځکه چي ما ټول شعر ولوست خوندور وو خو بیا هم هغه
د یوسف او زلیخا کیسه وه چي کیسه تر پایه ورسیده خو زه خبر
نه شوم چي زلیخا نر وو که ښځه!
په درنښت


باتور
11.10.2009

غيرت خان ت د سلامونو تر څنګ ،

[color=white:a67c687a93]سوکه سوکه[/color:a67c687a93] د ژر ژر عکس يعنې کرار کرار، ورو ورو، آهسته آهسته .

په درنښت


هـ . غیرت
11.10.2009

باتور جانه وروره ډیر زیات سلامونه درته وایم
او وروسته له سلامونو ستا د راکړي مالوماتو څخه ډیر منندوی یم
مننه بیا هم
ژوندی اوسي!


باتور
11.10.2009

غيرت خانه دا ستا دوبيتي مي خوښه سوه :)

[color=white:18fbdfc394]لمن می ډکه د کاڼو خو څوک نه پری ولـم
په عادتونو کی دا یو عادت دغره لرمــــــه[/color:18fbdfc394]

روغ، سرلوړی او هوسا اوسې !

په درنښت


pattang
11.10.2009

[color=white:cef2fc8306]ته چې سنګين لکه لوی غر بې حرکته پروت يې
د هر ظالم دکاروان لارې ته په کرکه پروت يې[/color:cef2fc8306]


هـ . غیرت
12.10.2009

سلامونه بیاهم
مننه باتورجانه وروره دا بیت
(لمن مي ډکه ده د کاڼو خو څوک نه پري ولم
په عادتونو کي دا یو عادت د غره لرمـــــه)
د درویش دراني صیب شعر دی چي زما هم
ډیرخوښ شوی وو نو ځکه مي دلته ولیکلو.
[color=blue:ed086a69c3][/color:ed086a69c3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more