نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا څنګه وړانديز او څنګه ادارۀ ده؟
Mohammad Hassan
26.11.2006
دا لاندې خبر مې و لوست خو پۀ دې اړۀ ډير پوه نه شوم اصله موضوع څه او د کوموشرايطو زيږنده د ه ؟
ايا دا وړانديز عملي امکان لری ؟ اوکه عملي شي ډېره ګټه به يې چاته ورسۍږۍ؟
زه په دې اړه ستاسې دنور مفصل معلومات او نظرونو په هيله يم!
١٦-٦-٨٥
بسم الله الرحمن الرحيم
دموسۍ کلا دقومي مشرانو اوهغي محلي دولتي ادارې څخه چې دولس په خوښه به جوړيږ ی دهلمند دولايت دمقام غوښتنې
١- دولس په خوښه جوړه شوي دولتې اداره به دقومي مشرانو په ملاتړ دافغانستان داسلامې جمهوريت دملي بيرغ ترسيورې لاندې دخپلو خلکو خدمتګاره اداره وی ٠
٢- نوموړې اداره به دخلکو اوقومې مشرانو په مرسته او ملاتړ دهر ډول بې قانونى اوخپل سرى دمخنيوي هڅه اوهاندکوی اوپخپلو اجرآتو کې به دافغانستان داساسي قانون اونورو نافذ و قوانينو رعايت کوی اودعملې کولو لپاره به يې کوښښ کوی ٠
٣- دخلکو په خوښه جوړه شوې اداره به دولسوالي په ټول قلمرو کې دامنيت ، عامه نظم اوثبات ټينګښت خپل اساسي لومړيتوب ګڼي اودقومي مشرانو اوولس په مرسته به دعامه نظم ، امنيت اوثبات په وړاندې دهرتلاش دشنډولو کوښښ کوی٠
٤- نوموړې اداره به دقومي مشرانو په مرسته دولس په ژوند کې دښه او مثبت بدلون دراوستلو په هيله دبيا جوړونې اونوې جوړونې دپروژو اوپلانونو دتطبيق لپاره دشرايطو په برابرولو کې فعاله ونډه اخلی ٠
٥- نوې اداره به دخلکو څخه ددولتي قوانينو اومقرراتو سره سم دبرق ، ترانسپورت ، دوکانونو اونورو ټکس اومحصول پيسې راټولوي اودولايت دمقام اوولايتې ادارې په موافقه به يې دګټور لګښت په هکله جوړونکې وړانديزونه کوی ٠
٦- نوې اداره به دزده کړې لپاره دخلکو دبچيانو پرمخ دولسوالي دټولو ښوونځيو دروازې پرانيستې ساتی ٠
٧- نوې اداره به دقومې مشرانو او ولس دغوښتنو اوپوښتنو داوريدلو ، دبيا جوړونې اوپراختيايی کارونو دليدنې اودسيمه ايزې حکومتې ادارې دفعاليتونو دارزونې لپاره دولايت اومرکز څخه ددولتي هياتونو اودولتې کارکونکو او دموسسو دمنسوبانو دتګ او راتګ دشرايطو په برابرولو کې فعاله برخه اخلی ٠
٨- دموسۍ کلا دولسوالى په ساحه کې دنوزاد ددوراهى څخه بيا ترموسۍ کلا او همدارنګه نورې عمومې لارې به دملکۍ اودولتۍ ترافيکو پرمخ پرانيستۍ وی اونوې محلې اداره به دقومۍ مشرانو اوولس په مرسته دلارو دخونديتوب په هکله هيڅ نوع هڅې نه سپموی.
٩- نوي دولتي اداره اوقومي مشران به ضمانت کوی چې پر ملي اونړيوالو ځواکونو به دخپلو ځايونو دبدلون په وخت کې هيڅ ټک نه کيژی او دهغوي نقل اوانتقال داخلالولو هڅه به نه ترسره کيژی اوددولتۍ ودانيو او بيت المال ساتنه به کوی ٠
١٠ - نوې دولتې اداره به دقومې مشرانو او ولس په مرسته هڅه اوکوښښ کوی
کوی ترڅو دموسې کلا ولسوالۍ هيڅ برخه اوځاي دهلمند په نورو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو کې دبې ثباتى او پې امنى راوستلو په مرکز او اډه وانه وړی ٠
١١ – نوې محلې دولتۍ اداره به ددينې جيد علماۍ کرامو او قومۍ مشرانو په مستقيمه همکارى دولس ترمنځ داسلامۍ اخوت ، اتحاد اواتفاق دپاره بې دريغه هڅه او هاند کوی ، دخلکو ترمنځ به ددښمنيو اوبدبينيو پرځاۍ صلح او پخلاينه راولی ٠
١٢-نوي دولتي اداره په دولسوالي په مرکز کي د دولتي تشکيلاتو څخه دبهر کسانو لخوا دوسلو پر ساتلو او گر ځولو د بنديز ضمه واره وي.
١٣- نوې دولتې ادارې ته ښايی چې خپل کور اوکلي ته دبيځايه شوو دراستنولو اوهغوې ته دبيړنيو مرستو درسولو په ستره اسلامې او انساني چاره کې دفعال ګډون لپاره پوره چمتووالي ولری ٠
١٤ - دقومي مشرانو لخوا پيشنهاد شوي محلي دولتي اداره به دهلمند دوالي ترمنظورى وروسته په کار پيل وکړی ٠
١٥ - دپورتنيو غوښتنو اوهيلو ځينې ټکي دخبرو ، مذاکرو اومشورو په بهير کې تکميليدلاي شی ٠
ومن اله التوفيق
پورتنۍ ١٥ فقرۀ مواد چې ددولت لخوا دموسې کلا دولسوالى سپين ږيرو ته ورکړل شوۍ دی دموسۍ کلا دولسوالى سپين ږيرو لخوا تاييد دی ٠
لاسليک کونکې :
حاجې شاه آغا
حاجې عبدالحليم خان
حاجې محمد لالۍ
حاجې عبدالباقۍ خان
حاجې ميراجان
حاجې عبدالقيوم آخندزاده صاحب
حاجې محمد يار
حاجي عزيزالله اکا
حاجې عبدالقيوم آکا
حاجې هستۍ خان
حاجې حبيب خان
حاجې محمد
حاجې حضرت آکا
حاجې عبدالقيوم کاريزخشک
منبع: www.28-asasd.com
26.11.2006
دولت غواړي د ولسي مشرانو په مرسته په ولس کې د طالبانو داغيز مخه ونيسي او او امنيت ټينګ کړي .د امنيت ګټې هم ولس ته او هم دولت ته رسيږي او له ورانکارانو پرته بل هيڅ چاته زيان نه لري . يوه بله ګټه هم لري چې که دا مثال په ټولو پښتنې سيمو کې تعميم شي ، نو طالبان به دوسله وال اپوزيسيون څخه سياسي اپوزيسيون ته پراوښتلومجبور شي او په دې توګه به د سوله اييزې مبارزې ﻻر خپله کړي او يا به له ملا عمر او القاعدې پرته د دولت سره پخلا او
په حکوت کې برخه واخلي . که ولس اوولسي مشران په رښتيا له حکومت سره ودريږي،کيدی شي دغه بری ددواړو خواو په برخه شي او دهيواد دورانولو بهير
په په ټپه ودريږي. [color=white:d3ece34d98]نو دولت او ولس دواړو ته به يې ډيره ګټه ورسيږي . والسلام .[/color:d3ece34d98]
pattang
26.11.2006
محمد حسن صيب ا وځواکمن صيب سلامونه !
دا ټوله ار تجا عي دار بازي ده او داکا ر هلته کيده چې افغانستان يو ملت وی٠
اوس وروره د ګروپونو د علاقو ،د وړ او ګټو يوخوشې مردار شی ددولت په نوم
دی .
کوم شی يې دولت ته پاتې دي ? يو بابا تړلی دی بل بابا پنجيان چاپي کوي٠
هر ګروپ خپله غلا کوي خو تاجک ، ازبک ٠٠٠ يې خپلو خلقوته هم کوي د پښتنو
ګروپ داسې يو مردار مذدور ګروپ دی چې خپل جيبونه ډکه وي او تاريخې
مسئوليت هم لکه د ببرک کارمل اود شاه شعاع دډلوپه څېر په خپلو اوږو
اخستی دی٠
هغه نور ګروپونه خپل کار کوي رنګ د پښتون بد دی ٠
ددغه ګروپونوتحميلي دولت نه يواځې عملا انتي پښتون بلکې اساس يې هم
دپښتنوپه ضد ايښدل شوی دی (دپښتنو قتل عام، ملي سرود، ژبه ، چوکۍ ، ٠٠٠٠).
وروڼو امنيت خو دطالبانو له لاسه ندی خراب هغوی خو اوس د اشغالګرو سره
جبه يې جنګونه کوي ٠ يواڅې په درې اخرو مياشتوکې يې دډېر موډرنو وسله والو
اشغالګرو څخه ٩٤ عسکر وژلي دي ٠
امينت خو خپله د ددولتي ګروپو نود طرفدارانو ، ډلو او چوکۍ لرونکو له خوا
خراب دی چې هر رقم غلا ،بي ناموسي ،قتل ، بيکاري ،ناپوهي، دروغ ،هرزه ګيري
او ډک رشوت خوړل ددې بيناموسانو ازلي وڼډه ګرزيدلې دي .
په افغانستان کې به هلته امنيت راشي چې پښتون ته حق ورکړل شي او دپښتنو
واقعي استازي په خبرو او پرېکړو کې له خپل سهم سره سم برخه واخلي او دې
بيناموسانو ته چې دپښتون په نامه مصنوعي حکومت کوي خپله جزا ورکړي ٠
له بينوا څخه : انجينرسيد عبدالقادر :
دملت هستي ئې ټوله کړه تقسیم تر خپل منځو
.................................................................لڅ لپړ ئې دا ملت کړي هر افغا ن په دې پوهیږي
جوړي کړي قبا لي دې پرهستـــــــــــــــیو دملت
................................................................ وپوهــــیږ ي واکــدا رانو دا به بيرته با طل کيږ ي
[quote:72323f159b="ځواکمن"]دولت غواړي د ولسي مشرانو په مرسته په ولس کې د طالبانو داغيز مخه ونيسي او او امنيت ټينګ کړي .د امنيت ګټې هم ولس ته او هم دولت ته رسيږي او له ورانکارانو پرته بل هيڅ چاته زيان نه لري . يوه بله ګټه هم لري چې که دا مثال په ټولو پښتنې سيمو کې تعميم شي ، نو طالبان به دوسله وال اپوزيسيون څخه سياسي اپوزيسيون ته پراوښتلومجبور شي او په دې توګه به د سوله اييزې مبارزې ﻻر خپله کړي او يا به له ملا عمر او القاعدې پرته د دولت سره پخلا او
په حکوت کې برخه واخلي . که ولس اوولسي مشران په رښتيا له حکومت سره ودريږي،کيدی شي دغه بری ددواړو خواو په برخه شي او دهيواد دورانولو بهير
په په ټپه ودريږي. [color=white:72323f159b]نو دولت او ولس دواړو ته به يې ډيره ګټه ورسيږي . والسلام .[/color:72323f159b][/quote:72323f159b]
27.11.2006
[quote:dd005e5101]محمد حسن صيب ا وځواکمن صيب سلامونه !
دا ټوله ار تجا عي دار بازي ده او داکا ر هلته کيده چې افغانستان يو ملت وی٠ [/quote:dd005e5101]
ښاغلی پتنګ ته سلام او درناوی !
په يوه جوړ ملت کې به د طالب ګواښ هډو شتون نه درلودای . خو د ملي ټولنې د جوړولو اوسنی بهير دا غواړي، چې د امنيت په رامنځته کولو کې د قومي مشرانو له رول څخه کار واخيستل شي او په ورته سيمو کې دغه توګه تعميم هم شي .
پتنګه وروره د پښتنو سيمې د بربادۍ سره مخ دي او بايد له روانې بربادۍ څخه وژغورل شي . لومړی سوله ، بيا بيارغونه او پرمختګ ، څو افغانستان يو څه په خپلو پښو ودريږي ، نو بيا د بهرنيو ځواکونو ويستل او پوځي اډې د ملت په ګټه د ډيرو پيسو په مقابل کې د لويې جرګې په پريکړه بيا تر ټاکلي وخته پورې ساتل .
نور دروانو ګډوډيو مخه په سوله کې ښه نيول کيږي . که د طالب ورانکاري نه وي ، دپښتون برخه بيا څوک بل قام ته نشي ورکولی او د خپلې ٦٥ ــــ ٧٠ فيصده برخه
به د پښتنو له پاره په هر اړخ کې خوندي کيږي .
که ته وايې چې نه، په سوله کي هم امريکا پښتنو ته خپل حق ورکول نه غواړي، نوبيا به د پښتنو ملي پاڅون حتمي ، پراخه او پياوړی وي او يوه ملي مشرتابه به ولري چي د طالب په نامه به په کې د ناولو ګاونډيانو لاس هم نه وي .
[quote:dd005e5101]اوس وروره د ګروپونو د علاقو ،د وړ او ګټو يوخوشې مردار شی ددولت په نوم دی .[/quote:dd005e5101]
د سولې، ملي دموکراسۍ او اسلامي تقوا په برکت دغه ټوله مرداري ورکيدای شي . پريږده چې ملت د جمهوري رياست له يوۀ انتخاباتو څخه تر بله پورې خپله سياسي تجربه پخه او پورتنۍ مردارۍ يو په بل پسې ورکې کړي . والسلام