وطن پال او نور ګټور شعرونه
د خوږو سترګو بدرګه
      
      07.08.2003
    
[color=blue:4ce836887d][size=24:4ce836887d].......................................د خوږو سترګو بدرګه
مه وه  سلګۍ   وړې وړې زړګيه ځه ورسره 
........................................  چې خوږو سترګو پسې  مرې  زړګيه ځه ورسره
توده سپېړه  د بيلتون به دې  لمبه لمبه کړي
........................................... که تنکی مخ  دې  ترې ساتې زړګيه ځه ورسره
که غلچکي نظر  نيولی يرغمل يې د چا
........................................چې د زړه کور مې پرې سېزې زړګيه  ځه ورسره
بلايې اخله  دخوږو سترګو زما له پاره
............................................... که  دم  په  دم  يې  ښکلوې  زړګيه  ځه  ورسره
د هجر شپه کې (اباسينه )  د سهر  سترګې ته
................................................. د راتلو ﻻرې که څارې  زړګيه ځه ورسره
م  ـ ص  ـ  اباسين    کامه وال
[/size:4ce836887d][/color:4ce836887d]