د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بولئ يوناما وګټله!

larghonay1
23.11.2006

بولئ يوناما وګټله!
اوس دا خبره بېخي بربنډه شوې چې د چارو اداره (( اداره امور)) په لوړ پوړو دولتي څوكيو بولۍ كوي.
نه پوهېږم چې تاسو به بولۍ پېژنۍ او كنه خو كله چې كوم سوداګر كوم مال منډوي ته يوسي هلته بيا پر هغې يوه بيه كېږي او اخيستونكي يې يو د بل پر ضد دغه بيه لوړوي.
كه يو ووايي زه يې په سل اخلم بل يې بيا وايي زه يې په يوسل او پنځوس اخلم همداسې يې بيه لوړوي تر څو چې يو يې بيه دومره لوړه كړي چې نور وتښتوي نو بيا يې واخلي.
نن سبا په كابل كې د ولايت د والي كيدو بيه يونيم لك ډالر ده خو كه كله كله دغه بولۍ تر دې او لوړه شي او كله بيا يوناما، امريكا او نور پرې سترګې وربرګې كړي او مفتو كې دغه څوكۍ وګټي.
تاسو سوچ وكړئ چې كوم والي لومړى خپلې وركړل شوې پيسې پوره نه كړي نو هغه څه وكړي.
او تر څو چې خپلې وركړل شوې پيسې پوره كوي نو سترګې يې ښې سرې شوې وي بيا نو بل كار هډو خوند نه وركوي.
دپكتياوالي حكيم تڼيوال شهيد له مړينې راپه دې خوا څومياشتې وشوې چې د پكتيا ولايت د والي په څوكۍ بولۍ روانه وه.
تر شلو زيات نوماندي وو خو هيچا هم يونيم لكوډالرو ته زړه نه ښه كاوه.
اخر پرې يوناما سترګې وربرګې كړې او دغه نوړۍ يې د فاروق وردګ، مقبېل او كرزي صيب له خولې واخيسته او خپل كارمند رحت الله رحمت يې مفتو كې د پكتيا د والي په تو ګه وګوماره.
دا خو يو ښه كار وشو خو كاشكې يوناما په ټولو چارو كې همداسې رغنده ګام پورته كړي كنه نو د دې فساد مخه والله كه د چا پلار هم ونيسي.
چې مشر غل شي كشر غل وي
دا فيصله د غلو تر منځ به څوك كوينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more