د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوس نو بايد په حصرت صيب مخ تور كړي او...

larghonay1
23.11.2006

اوس نو بايد په حصرت صيب مخ تور كړي او په ......
څه موده وړاندې د افغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د فساد سره جهاد په نامه په ټول هيواد كې كمپاين پيل كړ چې په دې لړ كې د يو شمېر نورو په فساد ككړو كسانو سربېره د هرات ولايت ښاروال هم د درې نيم مليارده افغانيو د غلو په ليست كې راغلو.
لوى څارنوال د هرات ښاروال د نيولو او پوښتلو غوښتنه وكړه او د مشرانو جرګې مشر سپينږيري اغا حضرت مجددي صيب لوى ښاروال سپين چرګ وباله او دا ګواښ يې وكړو چې كه چېرته د هرات ښاروال چې په خټه مجددي او د حضرت مجددي له خپلوانو څخه دى له دندې ګوښه شي او يا بندي شي نو حضرت صيب به د مشرانو له جرګې څخه استعفى وكړي.
خو كله چې د هرات ښاروال پوه شو چې رسنيو خبره رسوا كړه او نوره هم خرابېږي نو د لوى څارنوال په اصطلاح د هرات ښاروال دوه خپلې او دوه پردۍ كړې او تر ايرانه وتښتېدو.
كه څه هم لوى څارنوال خوښ معلوميدو او دا يې خپل برى باله خو داسې نه ده.
لوى څارنوال د افغان حكومت له لارې له ايرانه وغواړي چې خپل غل په لاس وركړي او كه داسې يې ونه كړل نو هر يو به په مليارډونو دولتي شتمنۍ له هيواده تښتوي او نورو هيوادونو ته به ځي.
پاتې شوه د شيخ مجددي خبره.
حضرت صيب شيخ مجددي ته اوس په كار دي چې هغه پيسې چې ده د خپل رياست جمهورۍ په وخت كې په خپل لاسليك له بانك څخه ايستلي او د اساسي قانون په لويه جرګه كې ده ته هغه ليك هم وركړل شو چې له ده څخه د شفافيت او حساب وركونې غوښتنه پكې شوې وه نو اوس دې هغه پيسې چې خپله يې غلاكړي او هغه چې د هرات ښاروال غلاكړي ټولې د افغان بېچاره ملت په ملي پانګه كې بېرته واچوي.
او كه داسې نه كوي نو حكومت دې په حضرت صيب مخ تور كړي، او په ........دې يې سپور كړي اوپه كابل ښار كې دې يې وګرځوي.
كه يوه هم نه كېږي نو د حضرت صيب له پاره همدا ښه موقع ده چې د نر غوندې استعفى وكړي.
ځكه په سپينه نوراني ږيره غلا يا د غلو ملګرتيا ډېره سپكه خبره ده.


Ajab
25.11.2006

[size=18:ad6817d66f]تسبې که شنه قبا ده، که خلوت که اوږده ږيره
همدغـــــــــــه دي جلبله! د سرونو ســــــوداګـر[/size:ad6817d66f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more