د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

كرزى هوښيار دى كه ضيا مسعود؟

larghonay1
23.11.2006

كرزى هوښيار دى كه ضيا مسعود؟
كرزي په پنځو كلونو كې هيڅ داسې كوم ښه كار ونه كړو چې ملت ترې خوشاله شي او دى پرې حساب وكړي.
د ده ترڅنګ د شمالي ټلوالې هر يو غړى دومره پياوړى دى چې كه ملي كارونه نه كوي نو سيمه ايز كارونه يې دومره په بيړه او توندۍ روان دي چې هره ورځ يوه لاسته راوړنه لري.
د كرزي په څه كم پنځكلنه دوره كې هر وخت چې دى چېرته د كوم هيواد په سفر ځي نو يا يې فهيم ځاى ناستى وي او يا كوم بل ټلوال خو اوس چې ټاكنې شوي او لومړى مرستيال لري نو ضيامسعود يې قانوني ځاى ناستى دى.
فهيم، ضيا مسعود او نور ټلوال يوه او ګډه ستراتيژي لري چې خپلو خلكو ته كار كول او د پښتنو مخالفت دى.
فهيم به هم د لوړپوړو (بلندمنزلو) ټولې هغه عريضې او نورې سيمه ايزې مسئلې تر هغې ساتلې وې چې كله به كرزى چېرې لاړو نو ده به دخپلو خلكو په نفع هغه ټولې لاسليك او فيصله كړې.
اوس ضيا مسعود هم همداسې كار وكړ.
په كابل كې پنجشيريانو ټول عامه ځايونه، پاركونه، دولتي غونډۍ، شنې سيمې او نور عام المنعفه يا ټولګټي ځايونه نيولي او امر يې په همداسې فرصتونو كې اخيستى چې كرزى نه وي او فهيم يا بل يې وركړي.
د كابل ښاروال كه څه هم په خپلو كارونو كې دومره بريالى نه و خو كه د كرزي حكومت په خپله دوره حساب كوي نو همدغه د ښاروال د يو څو څلورلارو او يو څو سړكونو جوړول دي.
خو ستونزه په دې كې وه چې كابل ښاروال د همدغو يو څو سړكونو پراخولو او قانوني پولې ته رسولو له پاره د ټلوالې د لنډغرو هغه بارګينونه او كارټينري مراكټونه وران كړل چې په خپل سره يې د سرك په منځ كې جوړ كړي وو.
همدا راز يې ځينو خپل سرو كورجوړوونكو ته هم ګواښونه كول چې په خپل سر يې په عام المنفعه ځايونوكې كورونه جوړ كړي وو.
د هغو بلند منزلو جوړوونكو ته يې هم غاښ چيچنه كړې وه چې په خپل سر يې يا په زور او يا د ټلوالې په امر په پرديو ملكيتونو كې پيل كړي وو.
د دې سره سره ټلواله ستراتيژي لري چې په دولت كې بايد حتى الوسع كوښښ وكړي چې د دوى پرسونل ځاى پر ځاى شي .
نو ځكه خو د كرزي هند ته د دوه ورځني سفر څخه ضيامسعود ګټه واخيسته او خپل كار يې وكړ.
ښاروال يې له دندې ګوښه كړ او ويل كېږي چې نوى ښاروال د ټلوالې د مخكښ سياستپوه قانوني باجه دى.
مونږ هيڅكله هم له كرزي صيب څخه دا تمه نه لرو چې ديو قوم، ډلې او يا سيمې له پاره دې داسې خيانتونه وكړي خو لږ تر لږه دا حق لرو چې ووايو بايد كرزى صيب د داسې خيانتونو مخه ونيسي.
كه كرزي صيب په دې پنځكلنه دوره كې لږ ترلږه د داسې خيانتونو مخه نيولې واى نو دا به يې لوى كار كړى واى.


pattang
25.11.2006

لرغونيه !
خبرې به سپېنې کوو،کرزی دامريکې دګټو زوړ استازی دی او شمالي ټلوال يې
نوي ، دپښتنوپه ضد ملګري دي.٠ نړۍ او امريکايان پردې پوهېږي چې په افغانستان کې حکومت بېله پښتنوځخه امکان نلري نو لدې کبله يې خپل زوړ
ګوډاګی رامخته کړچې هم ستميان پرې خوشاله وي او هم پښتانه پرې غلت کړي.
کرزی انتي پښتون سياست کوي او بل څه کولی هم نشي څکه شمالي ټلوال له
امريکايانو سره قرارداونه لري او کرزی يواځې په خپلوروابطو کې تړلی او
مذدور ي کوي٠
وروره ! خدای د پښتانه يو کړي او طالب دې خدای ملا کړي ، اشغالګر او
ګوډاګيان ( کرزی ، هيوادغل ، زنچواو نور ٠٠٠ ) دې خدای ژر ورک کړي ٠
وروره !
هغوی خپلو خلقو ته خدمت کوي او زمونږ ګډاګيان پښتنو ته خيانت کوي ٠
خو ستا د سوال مستقيم ځواب :
دواړه دپښتو دښمنان دي خو دا يوستمی يې خپلو خلقو او خپلې ژبې ته کار ونه
هم کوي٠
تف لعنت په شا ه شجاع ، کارغل ، وطن غل او کرزي غل باندې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more