د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاڅېدلي او ګيله مند پښتانه

pattang
22.11.2006

د افغانستان دلوی څارنوال صاحب سره زړه خواله
پاڅېدلي او ګيله مند پښتانه
چاپي بڼه

باز محمد - بلجيم
ښاغلی څارنوال صاحب ! کله چې کرزی صاحب د امريکې د لښکرو سره راغی اودولت ئی اشغال کړ ، داسې، احساسېده چي ګویا اداري فساد،نړېوال تروریزم مورینه یوازې طالیبان دي او ددوی په له منځه وړلو سره به په سېمه کښې د اداري فساد ،رشوت ترورېزم ، اواخوانېزم پدېدې ختمې شي،مونږ پدې فکر کې وو، چي ښاغلی کرزی صاحب او د هغه سره راغلي ملګري به د تېرو دریو،ځلورو لسېزو د مرکزي حاکېمت د مختلفو دورو ټولو دولتي منسوبېنو،مشرانو،کادرونو،کارمندانو،دوسلوال پوځ افسرانو،استادانو،کارپوهانو،روشنفکرانو،منورېنو، پخوانیو سېاسی ګوندونو او ټولو فعالېنو او متعلېقېنوته چي په هېواد او ېا بهر کې ژوند کوي، وړاندېز وکړ ي،چې هېواد د ژغورنې اوبيا رغونې په پراخ دموکراتيک بهيرکې له زړه له کومي فعاله ونډه واخلي خو داسې ونه شوه٠ کرز ي د بن د کنفرانس نه رانيولې تردې مهاله پورې حکومتي واګي يوازې په قومي ژبني،مذهبي او تنظمي وسلوالو ډلود يوځای شوو ماجراجويانو د دلاسه کولو د پاره د غوړې مړۍ تقسيم وه او د کار د اهليت نورمونه پکې تر پښولاندې شول ، او همداسې بايد شوي وای ، او دا کومه نوې خبره هم نه وه ،ددې هيواد په تاريخ کي دولتي قدرت يو د بل څخه يا په خپل زور يا د بل په زور نيول شوی دی او دحکومت واګې په لاس کې اخيستي دي همدا سبب دی چې پدې هيواد کې سوله مشکله ده چي راشي اوهم مشکله ده چي اداري فساد له مینځه ولاړ شي او يایې څوک مخه ونيسي، ځکه دلته هرڅوک په زور سياسي قدرت ته رسيږي، زوروالان نو بيا هیڅ چاته دا حق نه ورکوې ،چې ميدان ته راشي ښاغلی ځارنوال صاحب ، همدا سبب دی چه نه قانون شته نه امن شته نه تله د انصاف شته اونه دچا پدې هيواد زړه سوځي ،او په رڼوسترګو ورته ګوري چي هيواد یې ورانيږي کلي کور او بانډې يې د خاورو سره خاورې کيږي عامه دارائي او ملي پانګه ېې چوريږي د پو ښتني څوک نشته او نه څوک پيدا کيږي چي دا مجرمين د قانون منګولو ته وسپاري که تاسو ته خدای دا توان او قدرت درکړي لږ تر لږه يو څو مجرمين د قانون منګولو ته وروسپاری چي سزا وويني زه پدې باور لرم دهيواد ټول وګړی به تاسو ته د سترګو په ليمو کي ځای در کړې او درناوی به مو کوې خوز ماسره دا پوښتنه ده، او پدې هم نه پوهيږم چي د چا په وزرو الوزۍ او په کوم جرائت تاسو دې ناشوني کار ته اوږه ورکړې ده ،که د تلويزيون ، راديو او نورو خبری سرچينو ومنو داسې څرګنديږي ،چې شا ته مو د افغانستان اسلامې جمهورېت ،جمهور ريس حميد کرزی ولاړ دی، که دا ريښتيا وي او باورپرې وکړو نوويلای شو چي تاسې خپله خپل ځا ن تيرباسې، يو متل دی،چې وايي ( طالب زوړشوخو ملا نشو)تاسې څوک د قانون منګولو ته راکشوۍ، په داسې حال کې چې دښاغلي کرزي صاحب په دولت او ولسي جرګه کې ټول ټوپکسالاران ( جنګسالاران ) ،پاټکيان ( غله ) تروريستان ، ترهګر اودنشه يي توکو ،هيروينو او مخدره موادو سوداګران چي د نړيوال مافيا سره ملګری دي جوړ شوی دی ، که په ياد مو وي څو ورځې وړاندې خپله تاسو د ملي تلويزيون په مشر نجيب روشن د ٤٠٠٠٠٠ امريکايی ډالرو غلا، او هم مو په صديق چکري نيوکې کړې وې پايله به ئې درمعلومه شوې وي، چي څومره په خپلوهيلو کې بريالي ياست،او له بله پلوه زه سوچ کوم او سر مې هم پرې نه خلاصيږي، چې تاسو به کوم يو قانون ته ورپورې وهی ،هغه چا چې هېواد راته په کنډوالو بدل کړې قتل عام يې کړې د هېواد ملي شتمني ېې تالا کړې مونږ او تاسې ټول ددې شاهدان يو چي د کابل د موزيم تاريخي او قيمتي اثار چا يوړل او چيرې دي مونږ اګاهي لرو چي دولتي خزانې د سروزرو خښتې چا د ځانه سره وړيدي مونږ لدې هم خبر يو چې د بالاحصار موزيم چا چور کړ او اثار ئې چيرته وليږدول شوه، بلاخره د افغانستان دهوائې قواوو چورلکې چيرې ولاړې دي لنډه دا چې اوس د انصاف تله د همدې خلکو په لاس ده هغوی د سزا ورکولو حق لري٠

ښاغلی ځارنوال صاحب !

نور نو خدای پوهيږې اوبيا تاسو ،زمونږ مشورې به هغه وخت ستاسو په درد دوا شوي وای چي ستاسو ملي ستراتيژي ، چي د اداري فساد په وړاندې مبارزه او جهاد دی ، څومره ددې هيواد د ولس په ګټه ده معلومات او اګاهي نه لرو ،خو دا چي اوس زمونږ هيواد خارجي قوواو نيولی دی ، سياسي قدرت نلرو ،نو خپل برخه ليک پخپله هم نشو ټاکلی ،ځکه نظامي قوت نلرو نشوکولای خپله خاوره پخپله وساتو همدا دی چي دظلم کاڼي او ډبرې را باندې اوري، پيسې نشته ، نشو کولای خپل وږي او بربنډ ماړه اوپټ کړو مونږ خو لا څه کوې زمونږ دچارو چارواکي او سياستوال هم پدې نه پوهيږي،چې د دې افغان ولس غميزه به څه وخت پای ته رسي او له بلې خوا تاسو ويلي که کرزی او پارلاما ن ستاسو ملاتړ ونکړ استعفا به وکړ ۍ، له يوې خوا په خپله ملي ستراتيژي کار کوۍ او له بلې خوا دکرزي او دهغه د پارلامان ملاتړ غواړۍ،نو اوس سړی نه پوهيږي چي تاسې څه غواړی :

د کرزي ملاتړ او که د خپل ملي ستراتيژې په هکله مشوری٠ خودومره درته ويلای شم که په رښتيا تاسو دکرزي د حکومت او پارلامان په مرسته او همکارې د اداري فساد په وړاندې مبارزه او جهاد بري ته رسول غواړی دا کار ناشونی دی ، د غلو څخه غله مدت غواړی، تر هغو چي د کرزي صاحب حکومت د سټی نه وی ړنګ شوی دا ارمان به بلي دنيا ته د ځانه سره يوسۍپرته له دې که بله کومه دحل لاره چاره تاسو وينې خو ښه او که نه غلي کينی او د ډوډۍنه خوړلو اعتصاب هم مه کوی، ښه ښايسته ځان مړوۍ،مونږ ته خو دا يوه خيټه را پاتې ده نور څه خو نلرو٠ بل مې دا ويل که کولای شی کرار پر کور کښینۍ، دا تا ويلي ما ويلي کومه ګټه نلري ېوه مړۍ ډوډۍ به خدای درسوي دخپلو بچيانو سره ېې په خو ښې خوره٠

[color=brown:e08da93c56]د هاتيانو سره ټانټې مه چيچی،او نه په يوه ګل پسرلی کيږي او نه دا وړۍ په دې ډول شړۍکيږي ٠[/color:e08da93c56]

(دبېنوا ويبپاڼي اداره)


نقاد
24.11.2006

[quote:4b9f660750]کله چې کرزی صاحب د امريکې د لښکرو سره راغی اودولت ئی اشغال کړ ، داسې، احساسېده چي ګویا اداري [color=white:4b9f660750]فساد، [/color:4b9f660750]نړېوال تروریزم مورینه [color=red:4b9f660750]یوازې طالیبان دي او ددوی په له منځه وړلو سره به په سېمه کښې د اداري فساد ،رشوت ترورېزم ، اواخوانېزم پدېدې ختمې شي،[/color:4b9f660750] مونږ پدې فکر کې وو، چي ښاغلی کرزی صاحب او د هغه سره راغلي ملګري به د تېرو دریو،ځلورو لسېزو د مرکزي حاکېمت د مختلفو دورو ټولو دولتي منسوبېنو،مشرانو،کادرونو،کارمندانو، دوسلوال پوځ افسرانو،استادانو،کارپوهانو،روشنفکرانو،منورېنو، پخوانیو سېاسی ګوندونو او ټولو فعالېنو او متعلېقېنوته چي په هېواد او ېا بهر کې ژوند کوي، وړاندېز وکړ ي،چې هېواد د ژغورنې اوبيا رغونې په پراخ دموکراتيک بهيرکې د زړه له کومي فعاله ونډه واخلي خو داسې ونه شوه .[/quote:4b9f660750]

١ـ عجيبه د ه چې رشوت اواداري فساد هم طالبانوته منسوبول کيږي (!)،کوم فسادونه چې طالبانو له منځه وړي وو ، او کله چې هغوی ﻻړل په ﻻ سخت شدت سره بيرته منځته راغلل .

٢ـ دموکراتيک ګوندونو وجود نه ﻻره ، که نه ،کوم يو يې دموکراتيک بلل کيدای شي(؟) ،او قدرت ته له رسيدلو ډلوڅخه کوم ګوند ديکتاتور ، ظالم او د پرديو لاسپوڅی او په دې توګه خاين ګوند نه و ؟

٣ـ ددغسې ګوندونو د مشرتابه له غندلو پرته دهغی منسو بين څنګه بيا په سياسي واکمنۍ کې پرېښودل شي (؟) او څنګه به دوی بيا ملت ته خيانت او بهرنيو بادارانو ته خدمت ونکړي ؟ د خوتراوسه هيڅډول کرکه له خپلو بهرنيو بادارانو او کورنۍمشرتابه او باطلې تګلاې څخه هم نه ده ښودلې ٠
٤ ـ د نوموړو ګوندونومشرانو يو هم دلويديځ دموکرات رژيمونه نه و ليدلي اونه يې د دموکراتيکو ګوندونو تاريخ لوستلی و، بلکې د کولمبو په څير يې چې پر امريکايې د شرق الهندد جزيرو ګمان کړی و، دوی هم پرکمونيستي ديکتاتوري رژيمونو د دموکراسۍ ګومان کړی و .
خو سره ددې ټولو خبرو د بيګناه صفونو او افرادو جذبول له هرې ډلې او هر ګوند څخه چې وي، چې د خپل ګوند مشرتابه ، دهغوی جنايات او خاينانه تګ ﻻرې وغندي د ملي پخلاينې په بهير کې جذبيدﻻی او په قدرت کې برخه اخيستلای شي ، بي له دې چې اوبه خړې کړي او کب نيونه پيل کړي ! دغه ﻻربايد د طالبانو او اخوانيانو پر مخ هم خلاصه وي ! دې ته وايي ملي دموکراسي چې متأسفانه دکرزي حکومت هم په کې تر اوسه پاتې راغلی دی . والسلام .


pattang
18.12.2006

[color=brown:0329ec8a1c]ای وروره !
له چا ځخه ګيله کوې ? ګيله دې هم پکار ندی او ورتګ دې هم لازم نوو.
کرزی هم داسې د CIA اجنټ دی لکه کارمل چې د KGB وو٠ [/color:0329ec8a1c]

وپه کندهار کي د ښاغلي کرزي ناببره څرګندېده او . . .. .

چاپي بڼه

په كندهار كي د ښاغلي كرزي ناببره څرګندېده او تر شديدو
امنيتي تدابيرو لاندي د هغه ليدني كتني

عبدالمالك ”همت“/کندهار

كله چي د مكې كفارو د مدينې منورې مسلمانانو ته احوال ولېږى چي موږ تاسي پر كراره نه پرېږدو او مدينې منورې ته درځو او له منځه مو وړو او پر دې سربېره د قريشو د نورو ناوړو موخو او ارادو پته هم ورته ولګېده نو اصحابو كرامو د حضرت محمد مصطفى (ص) ژوند په خطره كي وليد او پر هغه باندي يې د شپې پيرې ودرولې. خو كله چي دا آيت نازل سو چي :(والله يعصمک من الناس) [المائده:۶۷] : يعني: الله (ج) د خلكو (يعني كفارو له شره) ستا ساتونكى دى نو بيا رسول (ص) دغه پيرې ليري كړې.
د رسول (ص) د سيرت او د تاريخ ټول كتابونه وايي چي هغه مبارك ته هر څوك په آزاده پښه ورتلاى سواى او د بشپړي آزادۍ په فضا كي يې خبري ورسره كولاى سواى. ان چي د هغه دښمنانو او مخالفينو به مخامخ او په زغرده د ده د نبوت د نه منلو په هكله دلايل ورسره ويل او هغه به په سړه سينه او ورين تندي اورېدل او د خداى په كلام، منطق او دلايلو به يې قناعت وركاوه.
دغه راز راشده خلفا (رض) هم له خپلو خلكو پټ نه ګرځېدل. هر څوك په آزاده پښه او بېله كوم مشكله ورتلاى سواى او خپله خبره يې ورته كولاى سواى. د دوى په حكومت كي د هر چا د رايي درناوى كېدى. خلكو په حكومتي چارو كي برخه اخيستل او د ولايتونو واليان او نور چارواكي به د خلكو په خوښه ټاكل كېدل. د والي يا قوماندان د ټاكلو پرمهال به د هغه پانګه حسابېدل او ثبتېدل. كه به د كار په دوران كي د چا شته زيات سوه حساب كتاب به ورسره كېدى. كه به چا حساب سم ورنه كړاى سو نو جزا به وركول كېدل. د اسلام د حكومت واكمنو به وخت په وخت د خلكو له ستونزو او مشكلاتو څخه ځانونه خبرول او د چارواكو په اړه به يې د خلكو شكايتونه هم پخپله اورېدل او هم يې د شكايتونو د اورېدلو لپاره ځانګړي دفترونه جوړ كړي وه. تاريخونه څرګندوي چي حضرت عمر (رض) به ځينو كسانو ته دنده سپارلې وه چي د واليانو په اړه د خلكو شكايتونه واوري، پلټنه يې وكړي او په اړه يې لازم اقدامات وكړي.
په همدې نژدې زموږ په زمانه كي زما په ياد دي چي همدغه اوسنى محمد ظاهر شاه د روزګان ولايت ترين كوټ ته راغلى وو. له هوايي ډګر څخه د والي تر استوګنځي پوري ډېر اوږد واټ له خلكو ډك وو. كله چي هغه له چورلكي راكښته سو خلكو ناري كړې: خداى دي راوله زموږ بابا! خداى دي راوله زموږ پاچا! او بيا د خلكو په ګڼه ګوڼه كي د خلكو پر اوږو او د خلكو د احساساتو د څرګندولو په بدرګه د والي كورته ورسول سو.
بيا مي په ياد دي چي زه د لوګر په ولايت كي د امنيه قوماندانۍ سر تېرى وم ما په خپلو سترګو د افغانستان پخواني جمهور رئيس خداى بخښلى محمد داود څو واره ليدلى چي له كابل څخه به د كابل ـ خوست پر عام سړك يوازي په خپل موټركي پر جلو ناست وو، د لوګر د ولايت تر ارشو به تېر سو او څه مهال وروسته به بېرته پر عام سړك د كابل پر لور روان وو.
خو نن مهال وينو چي كه د خلكو وس ورسېږي او لاس يې بر سي زموږ مشران پر توره ترخه نه پرېږدي او تر ځان تېرېږي خو چي دوى په لاس ورسي؟!
نن مهال په كابل كي زموږ د چارواكو له كوره تر دفتره د تلو راتلو له امله عام وګړي تر پزي راغلي دي، په تېره كه ولسمشر بيا چيري وزي خو نو د ښار زياتره واټونه او لاري د خلكو او ټرافيكو پر مخ بند وي. له دې امله خلك د يوعالم مشكلاتو سره مخامخ وي او شكايتونه يې په راډيو ګانو او ټلويزيونونو كي خپرېږي، خو هيڅو ك يې نه اوري.
په دې وروستيو كي خبره تر دې رار سېدلې ده چي زموږ ولسمشر خپل ټاټوبي ته لا په پټه او په ناڅاپي توګه راغلى وو او وايي چي له هوايي ډګر څخه په چورلكه كي سپور سو او د ښار په منځ كي په سټډيوم كي راكوز سو؟! دغه سټډيوم چي د حاجيانو د راغونډېدلو، حج ته د تللو او د هغو په سفر پوري د اړوندو چارو د ترسره كېدلو ځاى (حاجي كېمپ) ټاكل سوى وو، د هغو پر مخ د چارواكو لخوا درې ورځي بند سو او حاجيان د سرګردانۍ او لى بليه ګرځېدو سره مخامخ سول. د جناب كرزي صاحب د راتلو له امله په ښار كي داسي شديد امنيتي تدابير نيول سوي وه چي خلك د ډېرو تلاښيو او پوښتنو ګروېږنو له لاسه له كوره پر راوتلو پښېمانه سوي وه. سرتېرو ندرتاً د يوه_يوه سړي سره ښه وضع كول خو نور ډېر خلك به يې پر مازي خبره وهل، ټكول او له لارو به يې راګرځول. ان په دې جريان كي يو تن د معلم عبدالرحمان په نامه چي ډېر سپين ږېرى او د څه د پاسه سلو كالو سړى او د ښار له مخورو څخه وو د امريكايانو لخوا په ډزو شهيد كړل سو.
زياترو ښوونځيو ته ډېر لږ شمېر ښوونكي او شاګردان ورغلي وه. بيا يې د ولسمشر ملاقات ته هم هغه كسان هيڅ نه وه ور پرې ايښي چي حقايق يې ويل.
د بېلګې په توګه ما ته د كندهار د ولايتي شورا منشي ښاغلي افغانمل په تليفون كي وويل چي كرزى صاحب راغلى دى. راسه څه خبري چي لازمي بولې ورته ويلاى يې سې. خو د ولايت مقام ته په رسېدلو سره پوه سوم چي څو ټاكلي كسان د هغه هركلي ته ور ولي. ما د ولايت دوهم مسئول چارواكي ته وويل چي خير دى. زه تشريفاتو ته نه يم راغلي، كله چي ولسمشر ته سپين ږيري ورځي ماته هم د ورتلو اجازه راكړئ. هغه راسره ومنل خو ښايي ده زما غوندي كسانو د وربللو واك نه درلود او زه چا د ولسمشر ليدوته ورونه بللم. دغه راز ما د ولايت مرستيال ته وويل چي تاسي بايد ولسمشر ته د دې ځاى فرهنګيان، پوهان، ليكوالان او د نظر خاوندان هم بللي واى. هغه راته وويل چي ښه دى زه به د فرهنګ او ځوانانو رئيس ته په دې هكله ووايم. خو لكه چي څرګنده سوه د كرزي صاحب سره په ملاقات كي له فرهنګيانو، پوهانو، ديني جيدو عالمانو، د پوهنتون د استادانو او محصلينو او د ښوونځيو له ښوونكو څخه هيڅوك ونه ليدل سول. له دې امله وو چي په دې غونډه كي څو په ګوتو شمار خلكو كه څه هم نسبتاً ښې خبري وكړې، خو په هيواد كي د اساسي مشكل په هكله چي هغه د بهرنيانو پوځي مداخله او له دې امله راولاړي سوي جدي ستونزي دي، د هيواد خپلواكي او ملي حاكميت له منځه تللى، د وطن په ګوټ_ګوټ كي د امريكا، اروپا او ناټو پوځي ځواكونو انډوخر جوړكړى او هره خوا د مرګ ژوبلي اورونه بل سوي دي، هيڅ تماس ونه نيول سو.
بله جالبه يې لا دا چي په ولايت كي دوو تنو څو ليكلي پاڼي وښوولې چي دا به د كندهار د سپين ږيرو په نمايندګي كرزي صاحب ته ويل كيږي. ما ورته وويل چي په دې ليكنه كي مو له هيواده د بهرنيانو
د وتلو په هكله څه ويلي دي كه څنګه؟ په ناستو كسانو كي د ولايتي شورا مرستيال د څو تنو نورو په مخ كي راته وويل چي :”دا خو سياسي خبري دي او موږ د سياسي خبرو حق نه لرو“.
رشتيا_رشتيا چي زه د دې خبرو په اورېدو اريان سوم او پوښتنه مي ځي وكړه چي آيا كله چي ته خلكو د خپل وكيل په توګه ټاكلې تاته يې ويلي وه چي سياسي خبري به نه كوې؟ او يوازي به ساده او غير سياسي خبري كوې؟ په هر صورت ما هيله لرل چي مابه د نورو سره زموږ ښاغلي ولسمشر ته پر ټاكلي وخت ور و بولي خو متاسفانه داسي ونه سول. ما جناب ولسمشر ته د ويلو لپاره لاندي ليكنه برابره كړې وه:

بسم الله الرحمن الرحيم
و به نستعين

اګـر بينـي كه نابينا و چـاه اسـت
اګر خاموش بنشينــي خطا است

د افغا نستان د ولسمشر، راغلو مېلمنو او د دې غونډي درنو برخه والو په اجازه السلام عليكم ورحمة الله و بركاته وبعد:
محترم كرزى صاحب!
كومو كسانو چي په دې غونډه كي تاسي ته څه وويل زه د هغو درناوى كوم او نظر ته يې احترام لرم خو لكه چي ښكاري هغو د افغانسان د اوسنۍ ستونزي سره چي د ټولو ناخوالو او نا امنيو علة العلل باله سي تماس ونه نيو.
محترمه زه تاسي ته هغه څه ووايم چي بنسټيزي او د ولس خبري او غوښتني دي. زه تاسوته ډاډ دركوم چي زه د هيچا سره كوم شخصي مطلب نه لرم، نه د كومي ډلي استازيتوب كوم او نه خداى مه كړه د خپل وطن د لوړو ګټو په نسبت څه بد نيت لرم. په خبرو كي مي نه كوم سياسي چل سته او نه د چا سره دښمني. خو كه پوه سم چي زما په سر د هيواد څه درد دوا كېږي تر سر ترېريږم:

تن مي دي نه وي خو وطن دي مي وي
وطن مي تن دى، دغه تن مي دي وي
بې تنه سر کله په سر باله سي
تېر يم تر سر مګر وطن مي دي وي
افغانستان چي نه وي ځان څه کوم
چي افغان نه وي دا جهان څه کوم
حب د وطن زما د ايمان نښه ده
بې له همدې نخښي ايمان څه کوم

خير دى حقيقت كه څه هم ترخه دي زه به يې ووايم، تاسي يې واورئ. غوړي خبري څه په كار نه دي، او دا هم ويل سوي دي چي : دوست به دي وژړوي، دښمن به دي وخندوي.
حقيقت خو دادى او د ټولو خبرو خلاصه دا ده چي دا كومي خبري چي ته كوې او د تر سره كېدو هيله يې لرې دا د كفارو د پوځي ځواكونو د جنګ جګړو او په هر لوري د بمباريو او وژنو او نيونو سره نه كېږي. دا يو انكار نه منونكى، مسلم او تاريخ ثابت كړى حقيقت دى چي د افغانستان خلك پردي نه مني، او كه دا پردي وي دا وړۍ به هيڅكله شړۍ نه كړئ. تاسو د افغانستان خلكو ته د ډېرو كارونو د كولو وعدې وركړي دي خو ډېري لږي مو تر سره كړي دي. د دې سبب دادى چي د پردو د مداخلو او هلته دلته د اخ وډب له امله د داسي وعدو تر سره كول هيڅ امكان نه لري. د وطن چاري په پردو او د پردو د جنګي فعاليتونو سره يو ځاى نه، بلكي په خپلواكي كي، په بشپړ سر تر سري امنيت، ملي وحدت او پخلاينه كي او پر ځان او پر خپلو خلكو په اتكا سره تر سره كېږي. تاته ښايي د خپل ولس خبري او هيلي ښه درك كړې. عام ولس هيڅ بهرنى او په بهرنو د ځانو وژل، نيول، حيثيت بربادول، وهل ټكول او د خپلو كورونو او جايدادونو ورانول نه غواړي. خلك وايي: دغه څه لږ كارونه چي سوي دي دا په دې بې امنيتيو او جنګ جګړو او د بېګناه او جنګياليو افغانانو په دونه مرګ ژوبله او وينو تويولو نه ارزي. وړ خو داوه چي په دې پنځو كالو كي د افغانستان د خلكو تېر اوږده رنځونه او دردونه درمل سوي واى، خو لكه چي تاسي پوهېږئ د هغو پر ټپونو لا نور ټپونه ورځ په ورځ زياتېږي.
بله خبره داده چي تاسي زياتره د پاكستان حكومت د افغانستان په چارو كي په مداخلو تورنوئ. خو خلك وايي چي رشتيا هم د پاكستان حكومت د افغانانو سره دښمني كوي. اما دا هم وايي چي ګيلګى د موږي په زور غورځي. څنګه چي د پاكستان غټ چارواكي د امريكا ګوډاګيان دي، د دوى مداخلې هم له آره د امريكا په لمسه ، نغوته او امر دي، او د دوى مداخلې هم اصلاً د امريكا مداخلې بولي. دا خبري د پاكستان د حكومت سره د امريكا او انګرېزانو له پرله پسې نظامي او غير نظامي غوښنو مرستو او په زياترو مواردو كي د پاكستان له ملاتړ څخه ښه معلومېږي. ستاسي د حكومت ځيني چارواكي لا دا هم وايي چي موږ د پاكستان غوندي دښمن لپاره د امريكا او نورو پوځونه دلته را وستي دي. نو آيا دا د پاكستان حكومت په هرڅه كي د امريكا متحد نه دى او په ډېرو مواردو كي پاكستان د امريكا د يوه اخلاص من نوكر دنده نه ده اجرا كړې. نو دا عقل مني چي امريكا به د خپل پخواني سياسي انډيوال، متحد او نوكو پر ضد درېږي او ستاسي پلوي به كوي؟
هو! موږ وينو چي له بهرنيو پوځونو څخه لار وركه ده او د دې پر ځاى چي دا خراب امنيت مخ پر سمېدو روان كړي، دوى پخپله د بېګناهانو په پرله پسې كشتار او پر خپل سر نيونو او تلاښيو سره وضع نوره هم مخ پر تشنج روانه كړې ده. تاسي نه دي اورېدلي چي پر بهرنيو پوځونو چي د كندهار د ښار په دننه كي ځان مرګى بريد وسي، هغوى يې انتقام د بازار له بېګناه وګړو څخه اخلي؟ تاسي په خبري رسنيو كي داسي تصويرونه نه دي ليدلي چي امريكايانو زموږ ښځي درولي وي او په ځانو كي يې ګوري تلاښي كوي يې؟ نو په دغسي شرايطو كي د خلكو د خدمت او د وطن د بيا رغوني خبري خيال است ومحال است وجنون.
محترم ولسمشره !
تاسي درې مياشتي دمخه د كندهار ولايت په مقر كي خلكو ته د امنيت په هكله ونه ويل چي فقط دا درې مياشتي راته وګورئ اوس خپلي يخي شلومبې د بادرنګو سره په زېرخانو كي خورئ؟ اوس خو دادى تر درو مياشتو تېرېدو وروسته امنيتي وضعيت تر بدو لا بتر سوى دى. نو د يوه ولسمشره سره دا خبري څه معنا لري؟ اوس چي بيا د خپلو انډيوالانو سره راغلى يې او د (پاليسۍ او عمل) تر عنوان لاندي خبري كوې او داسي نوري ډول_ډول وعدې را كوې موږ نه پوهېږو چي ستا مقصد څه دى؟ آيا ته بيا موږ ته
د تېر په شان خبري كوې او خطاباسې مو كه څنګه؟ موږ خو چي پوهېږو تر څو چي په وضع كي بنسټيز بدلون رانه سي، د هيواد خپلواكي او ملي حاكميت تامين نه سي، د پردو پوځي ځواكونه له هيواده ونه وزي او سر تر سري، ټوليزه او ملي بين الافغاني پخلاينه او مشاركت رامنځته نه سي خرابي ممكنه ده خو سم سمكى او د ودانۍ او بيارغوني ژمني خوشي بې ځايه او ناشوني خبري باله سي.
تاسي نه پوهېږئ چي زموږ د دې خواري ورځي لامل له آره همدغه پردي او د هغو مداخلې اوغير انساني كړني دي؟ تاسي نه پوهېږئ چي د امريكايانو او نورو اروپايانو په راتلو سره زموږ آرام ژوند دغسي نا آرامه سو؟ او سولي او امن يو ځل بيا د شوروي د يرغل د مهال غوندي زموږ له خواږه هيواده كډه وكړه او زموږ مظلوم او بې ګناه خلك پرله پسې د هيواد په ګوټ_ګوټ كي په دسته جمعي توګه كشتارېږي؟ تاسي نه وينئ چي يو ځل بيا زموږ خلك هيواد پرېښوولو ته اړ سوي او نور ډېر شمېر يې د هيواد په دننه كي خپل كور او كهول پرې اېښى او ډېر ځايونه د بې ځايه سوو كډوالو خېمې تر سترګو كېږي او يا يې په كنډوالو كي اړولي دي؟ تاسي نه پوهېږئ چي زموږ كښت او كرنه ګردسره وجاړه سوې ده؟ د مځكو او باغونو د محصولاتو د كميت او كيفيت سطح مو پرله پسې را ټيټېږي او ماركېټ يې هم ښه نه دى؟ تاسي نه پوهېږئ چي زراعتي لارښووني، د كروندګرو سره مرستي او اصلاح سوي تخمونه درك نه لري او د اوبو لګولو نظام مو پر مخ فلج سوى دى؟ تاسي نه پوهېږئ چي د تجارت او سوداګرۍ چاري مو دسختو ستونزو سره مخ دي. كسب او كار نسته. ډېر خلك مو له بې كارۍ او لوږي په ځانو پوري اريان دي. ډول ډول جنايتونه اوج ته رسېدلي. بې امنيتۍ، غلاوي او د هيوادوالو د بچيانو او عزيزانو تښتول ورځ په ورځ زياتېږي. د دولت واړه مامورين او د هغو ګلالي ماشومان له لوږي كوچه سول. له رشوت اخيستنو، خيانتونو او اجتماعي او اداري فسادونو څخه ولس تر پزي راغلي دي. تاسي نه ده درك كړې چي ولس داسي ناخوښه دى چي په خپلو منځو كي د دولت ټول چارواكي امريكايان بولي؟
نوتاسي اوس دغه وضعه څنګه څېړئ او ارزوئ؟ او څه په كار ده؟
عجبه ده تاسي له يوې خوا مخالفينو ته د پخلايني او خبرو بلنه وركړې ده او له بله پلوه يې په جنګي مجرمينو كي ګڼئ او د محاكمې تدابير يې سنجوئ. تاسي په خپل ګرېوانه كي سر د دننه كړئ په دې پنځو كالو كي ستاسي د ولسمشرۍ په دوره كي څونه ستر_ستر جنايتونه سوي دي؟ د دغو جنايتونو مرتكبين ولي نه محاكمه كېږي؟ آيا داخبري د دې معنا نه لري چي په لوى لاس د شخړو او مخالفتونو رامنځته كولو ته لمن وهل كېږي څو په هيواد كي په لوى لاس داسي وضع رامنځته سي چي خلك د خارجي پوځونو شتون او د هغو ظلمونو ته له مجبوريته غاړه كښېږدي؟
ښاغلى كرزى صاحب: ښه داده چي نوري نوري خبري پرېږدې او د خداى وحق ته غاړه كښېږدې. حق ته له تن ايښوولو پرته يې په نورو لارو يعني تشو خبرو سر نه سره ورځي. خلك له ولسمشر څخه ژړا، جلسې او د زړه بوږنوونكو پېښو د څېړلو لپاره يوازي د پلاوو د ټاكلو، د فرمانونو امضاكول، يا يې پر پېښو غوږونه كاڼه اچول يا ژمني كول او بيا يې نه ترسره كول نه، بلكي عملي كار ، له بخولو څخه ژغورنه او د رشتيانۍ هوسايى مخ ځني ليدل غواړي.
زما وړانديز دادى چي د مخه تر دې چي ستاسي حكومت د ولس د يوه عمومي ملي پاڅون سره مخامخ سي او د وينو ولي وبهېږي او د ورانيو توپان را منځته سي لومړى د كندهار دولتي اداره منحل اعلان كړئ، دولتي واك د موسى كلا غوندي د ولس سپين ږېرو او مخورو ته پرېږدئ او ټول بهرني ځواكونه دي له دې ولايته هر څه ژر ووزي. بله خبره داده چي د امريكا او انګرېزانو اعتبار او پرستېژ ته په افغانسان او نورو ځايونو كي په مداخلو او دغسي وحشيانه عملونو سره لوى تاوان اوښتى دى او اوس په عراق او افغانستان كي د دوى د ماتي نخښي له ورايه راڅرګندي سوي دي. تاسي به اورېدلي وي چي په عراق كي د القاعدې ځواكونو بېل حكومت اعلان كړى او د عراق اته ولايته يې تر پوښښ لاندي دي. دغه د امريكا يانو د اصطلاح سره سم د ترور حكومت نه دى؟ او آيا دا پر افغانستان او عراق باندي د امريكايانو د يرغل، اشتباه او غير انساني كړنو او كشتارونو پايله نه ده؟ كه دوى پر عراق يرغل نه واى كړى نو هلته د دغسي يوه حكومت رامنځته كېدل ممكن وه؟ نو ګوره چي تاسي به څه فكر كوئ. حقيقت خو دادى چي اوس د امريكا خلكو او پوهو عناصرو د پارلماني ټاكنو په بهير كي په رايو وركولو سره خپل واكمنان اړايستلي دي چي د عراق او افغانستنان په باب پر خپلو غلطو پاليسيو تجديد نظر وكړي كه نه برخليك به يې دا وي چي پاى به ګردسره متحده ايالات په متفرقه ايالاتو او اروپايي ټولنه په سره پاشلې ټولنه واوړي.
تاسي باور ولرئ چي پاى بهرنيان له افغانستانه وزي. دلته كوم بهرنى ځواك ټينګ سوى دى؟ نو دوى څوك دي چي دلته به ټينګېږي؟ نو كه زما منئ نوري خبري پرېږدئ په دې لټه كي سئ چي څنګه د دوى تر وتلو وروسته زموږ ولس او هيواد ته ډېر تاوان ونه رسېږي.
ښه داده چي تر ټولو لومړى له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو نظامي ځواكونو د وتلو د وخت اعلان وسي.
بيا د سولي په مذاكراتو كي ټولو مطرح ځواكونو ته د ګډون بلنه وركړه سي. د افغانستان د پولي د دې او هغي خوا د جوړېدونكي جرګې او داسي نورو افغاني، سيمه ييزو او بين المللي غونډو او مفاهمو له لاري
بهرني ځواكونه د خپلو مداخلو د بندولو تضمين وركړي، بيا به نو پر ګاونډيو هم هرومرو پلمې ودريږي او د خپلو مداخلو تضمين به هم وركړي او په ډېره آساني به داسي شرايط را منځته سي چي زموږ خلک آزادو او رشتيانيو ټاكنو له لاري خپل واكمنان، د خپل حكومت طرز او د هيواد د رشتيانۍ آبادۍ لار او ليكه وټاكي.
دا چي ويل كېږي چي كه بهرني نظامي ځواكونه له هيواده ووزي امنيتي حالت به خراب سي.
دا د هغو خلكو خبري او تبليغات دي چي د خپلو ناوړو اعمالو له امله خپله آينده په خطر كي ويني او غواړي چي په لطايف لحيلپردي ځواكونه او د افغانانو وژني او د دغه ويرجن حالت استمرار ځانو ته سپر كړي. اصلاً خو همدغه اوسنى حالت خراب او د زغملو نه دى او لا نور هم مخ پر ډېره ستره خرابي او فاجعه ور درومي. نو د عقل تقاضا داده چي هر څه ژر د دې حالت او د دغسي راتلونكي فاجعې مخه د هغو د لاملونو په ليري كولو سره ونيول سي. نه دا چي دغه حالت د بشپړي ورانۍ ترپولي حاكم پرېښول سي. البته دا خو د لمر غوندي څرګنده ده چي د دې بدمرغيو بنسټيز لاملونه همدغه د پردو مداخلې دي. لنډه دا چي كه دا پردي وي او دغه حالت ته بدلون ورنه كړه سي پايلي به يې پردو او موږ ته د شوروي د مداخلو تر پايلو ډېري خطرناكي تمامي سي. نو كه زما منئ اوس لا وخت سته خپل سياست او كړنلاره تصحيح كړئ او د دې حالت د بدلون په لټه كي سئ. نه دا چي پردو ته زارۍ وكړئ، څو ډېر عسكر راولي او ډېري وسلې دركړي او د جنګ او بدمرغۍ اور تر دې لا نور هم تېز سي. تاسي نه پوهېږئ چي شورويانو دلته تر ستوني پوري په موډرنو وسلو بار يولك دېرش زره عسكر د توپونو، طيارو او نورو جنګي تجهيزاتو سره راوستلي وه، خو د افغان د مېړني ولس د مقاومت او كفر ماتوونكي جهاد په وړاندي يې څه نتيجه وركړه.
په پاى كي ستاسي سره او د خپل ځپلي، زورېدلي او كړېدلي ولس او د دې د اسلام، مسجدونو، زيارتونو، كلمو، اذانونو، لمونځونو او عبادتونو د هيواد سره د خواخوږۍ لپاره يو ځل بيا تكراروم: حق ته تن وركړئ. لمر په دوو ګوتو نه پټيږي. افغان پردي او د هغو ځيره خوري نه مني. مه ځان غولوئ، مه خپل خلك او مه پردي. د غوړه مالانو خبري پرېږدئ. پر لوى څښتن (ج)توكل كړئ. د حضرت حاجي ميرويس خان نيكه (رح) ، اعليحضرت احمدشاه بابا (رح) خداى بخښلي غازي امان الله شاه او د پردو غليمانو سره د هيواد د نورو اتلو غازيانو لار خپله كړئ او له هيواده د پرديو نظامي ځواكونو د وتلو د لارو چارو په لټه كي سئ. كه داسي وكړئ خداى (ج) او ولس مو ملاتړى دى ان شاء الله برى ستاسي دى.

والسلام على من اتبع الهدى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more