وطن پال او نور ګټور شعرونه
ذاهد
      Safi A.khaliq
      22.11.2006
    
ذاهد
ذاهده  ړنګه  دې  شه  دغه  خونه
چې کنج کې ناست يې او بهر نه وينې
ته په خيالي درياب د  پيو او عسلو کې غوټې وهې
نور لمبوې  پخپلو وينو کې  وعدې ورکوې
ته په  خيالي پالنګ  کې پروت   يې   خپلو حورو سره
نور دښکلاو په  ليدلو  ړندوې ولې ؟
ځان ته په  سل  روايتونو  د انتهورو  ميخانې جوړوې
نور يې  په  څکلو د الهاد   په  دام  تړې  ولې  ؟
پخپله  ناست يې  فتوا ګانې  کوې
نورو ته  هسې   دمرګونو هديرې  جوړوې
تا د الله  کلام  دګوتو په خوځښت  زده  کړی
پرې  نه پوهيږې او د ځان نه  افسانې جوړوې
که   ته  په ږيرو او په څڼو  ښه  اسلام  جوړوې
نو ته بيا ولې دا هندوان ټول  کافران  جوړوې ؟
ذاهده  بس  کړه نور کاذب  ذکرونه
سر را بهر کړه نوراني  ښکلی جهان وګوره
د الهي دنعمتونو لوی شکران  وکړ
ويانا  ۱۱/۱۲/۲۰۰۶
انجنير  عبالخالق  ساپی