د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دلستوڼي مار په پښتني جامه کې

pattang
22.11.2006

صميم کټوازی ليکلي:
ګرانو کتونکو او لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
لومړی خوبايد ووايم چې پۀ هيواد کې د ملي اردو پۀ نامۀ د شمالي فاشيستي ټلوالې دملېشو د پياوړتيا بهير کورټ دملي پوځ بڼه او ځانګړتياوې نه لري بلکې داد شمالي ټلوالې د ملېشو د پياوړتيا او غښتلتيايو ضد ملي او ضد افغاني بهير دی چې پۀ ډېرې چټکۍ سره يي بنسټونه پياوړي کېږي اود هيوادپر دفاعي او نظامي ارګانونو د يوې فاشيستي او شاونيستي ډلې واک ټينګوي او پښتانۀ د تل لپاره د هيواد له کليدي پوسټونو ،واک او اختيار څخه ليرې کوي !
د پام وړ يې لا دا چې له طالب اوالقاعده سره يي د دروغجنې جګړې تر نامۀ لاندې د خپلو بې پلاره مېلمنو؟ پۀ ملګرتيا يي د پښتنوسيمې د تودو جګړو ډګر ګرځولې ،د تلاښيو او عملياتو پۀ نوم يې ملي ناموس بې پته او ملي غيرت يې داغداروي !
د ملي؟ اردو ؟ د لېونيو سپو له پښتنو سره د ناروا چلند بېلګې د هيواد پۀ ټولو پښتني ولاياتو کې له هيچا هم پټې نۀ دي چې د شمالي ټلوالې پرافغان دښمنۍ دلالت کوي ، د تلاښيو پرمهال يې له پښتنو مېرمنو سره مبتذل سلوک د هر افغان (پښتون ) هډونه ټکوي او وينه يي پۀ ځوښ راولي ، خو پۀ تاسف او سختې خواشينۍ سره يي وايم چې يوازې د هغه افغان چې ناموس يې بې پته کېږي نه زما او ستا !!!!!
او زموږ هډونه کېدای شي بيا هغه وخت وټکېږي چې پر ورته سرنوشت پخپله اخته شو !
او که داسې نۀ وي ! نو له تېرو څلورو پنځو کلو راهيسې چې د باندينيو او کورنيو دښمنانانو له خوا د عملياتو پرمهال د پښتنو مېرمنو تلاشي اخيستل کېږي ، سپکاوی يې کېږي ، ټولنيز او کلتوري حيثيت يې ترپښو لاندې کېږي ايا دومره څوک پۀ موږ کې پيدا شو چې د خپلې پښتنې خور ،مور ترور او لور پر سر ټيکری ونيسي ؟
ايا هغه وکيلان او پۀ تېره بيا زموږ پښتون ولسمشر چې د خپلوسياسي سيالانو پۀ منځ کې مو سرلوړی کړ ، او پښتنو مېرمنو د دۀ د برياليتوب لپاره پۀ لومړي ځل له خپلو مېړونو سره د پښتون پرسياسي سنګر خپل بنګړي مات کړل ، ايا د خپلې پښتنې خور ، مور پر سر تورې ورځې يي يو دروغجن غوندې احتجاج قدرې هم وکړ ؟
يه ! هيڅکله يي هم و نه کړ اوکوي به يي څرنګه ؟ چې پۀ رګونو کې يي د افغاني او پښتني وينې پرځای انګرېزي شراب پۀ چپو دي !!!!!!!!
برعکس د هيواد د ملي پوځ د سر لښکر پۀ توګه د شمالي ټلوالې له طالب او القاعده سره د جګړې تر نارې لاندې پښتون دښمنۍ پر پراخه ټنډه رهبري کوي !

او پښتنو سيمو ته يي دا لېوني سپي رالېږلي چې څۀ يي زړۀ غواړي هغه کوي ، پر يوې نوې بېلګې يي د قاطع او پرېکنده خبرو اترو لپاره ستاسې نظر غواړم :

هغه ورځ مو له يو کليوال سره وليدل او د هيواد او پۀ ځانګړي ډول د خپلې سيمي د امنيت پۀ هکله ورسره ږغېدم چې پۀ خبرو ،خبرو کې يي راته وويل ::
د ملي ؟ اردو ؟ پر عسکرو د څو پرله پسې بريدونو وروسته پۀ عسکرو څو ډکې ډاټسنې راغلې او د کلي مشران يې ونيول او ولايت ته يي يووړل ، داچې هورې يي له مشرانو سره څرنګه چلند کړی وو ؟
نه شم ويلای ، خو چې بېرته يي مشران راپرېښوول ورته ويلي يي وو : چې که بيا د ملي؟ اردو؟ پرعسکرو بريد وشو ! بيانو له موږ سره بله لار نسته ، پرته له دې چې تاسې له يوې مخې ووژنو، او ښځې مو له ځانه سره بوځو !!!
ستاسې د نظر پۀ هيله

[color=brown:425fe3826b]دلستوڼي مار په پښتني جامه کې ليکي :[/color:425fe3826b]

[color=darkblue:425fe3826b]Ajab
دغړيتوب نېټه: 17 فروري 2006
ليکنې: 103
ځای: کابل، زما د زړه سر
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه نومبر 21, 2006 4:18 pm عنوان : Re: له پښتنو سره د لېونيو سپو ناوړه چلند به پښتانۀ د مقاومت له ليکو سره ملګري کړي ! [/color:425fe3826b]

ورورجانه! ماته خو ستا دا ټولې خبرې هسې د يو ناروغ حساسيت ښکارندوي رامعلومېږي. خو بيا هم کومې پوښتنې چې تا راولاړې کړې دي نو لنډيز يې دا دى چې ملي اردو د شمالي ټلوالې پښتون دښمنه ده او په افغانستان کې د بهرنو مېلمنو لخوا د افغاني شځو بې ناموسي کېږي.
نو وروره زه خو په همدا کابل کې موجود يم او هر څه راته معلوم دي په ملي اردو کې ډېرى پښتانه عسکر شته او هغوى د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په ډېرو لږو وسايلو کار کوي. دا سمه ده چې د ملي اردو زيات شمېر عسکر پښتو ژبي ندي او په وزارتونو او نورو ځايونو کې هم پشتانه کم دي خو د هغې لامل بايد ولټول شي چې څه دى. زه درته يو څو يادوم"[color=brown:425fe3826b]
١_ پشتانه زياتره بې سواده او بې تعليمه دي او پخپله نه غواړي چې په دولتي ادارو او نظامي جوړښتونو کې کار وکړي.
٢_ پشتانه د خپل جاهل حساسيت له امله نشي کولاى چې په ځينو خبرو غور او سوچ وکړي او له همکارۍ او هماهنګۍ څخه کار واخلي دوى په هره خبره ټوپک ته لاس کوي او يا ځان وژني يا بل.
٣_ پشتانه د سياسي لارې له خپلولو څخه زياته د جنګي لارې خپلول غواړي
٤_ همدا اوس د طالبانو په نامه چې کوم خلک د افغانستان د دولت پر ضد جنګېږي او يا هم لدې وړاندې د افغانستان د پخواني دولت او اردو پر ضد کوم خلک جنګېدلي وه زياتره يې پشتانه وه چې د پاکستان پر وېنا يې دا کار کاوه نو ځکه نړۍ داسې يو سوچ لري چې پشتانه بې له جنګه او بې له "ټوپک زما قانون دى" هيڅ نه پېژني.
او داسې نورې ستونځې هم شته د پشتنو مخه او لاره هيچا نه ده نيولې پشتانه په خپله د ځان دشمنان دي. [/color:425fe3826b]
[color=red:425fe3826b]دوهمه خبره دا چې په افغانستان کې مېشت بهرني "مېلمانه" د پښتنو شځو بې [/color:425fe3826b]ناموسي کوي. دا هسې پروپاګنډ دى هيڅ بې هيڅ هيڅوک د چا بې ناموسي نه کوي د پشتنو شځو کومه بې ناموسي چې عربانو او مجاهدينو کړې ده په تاريخ کې يې مثال نه ليدل کېږي خو د هغوى په اړه څوک څه ځکه نه وايي چې هغوى دا هر څه د پاکستان په رسمي اجازت سره کول. او بله دا چې د افغاني شځو څومره بې ناموسي چې په پاکستان او پنجاب کې د هجرت او جهاد پر مهال شوې ده اوس هم دا دى کېږي دومره بې ناموسي په نړۍ کې د بل کوم قام نه ده شوې نو ايا ته په دغه اړه هم کله دومره حساسيت ښودلى؟
بيا هم هر څوک چې غلط کار کوي که هغه بهرنى دى او که داخلى موږ يې غندنه کوو او وايو چې جزا دې ورکړل شي خو په دليل او ثبوت.
_________________
بس نور به څه نه وايم نو!!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more