د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لېونيو سپو ناوړه چلند به پښتانۀ د مقاومت له ليکو سره ملګري کړي !

کټوازی
19.11.2006

ګرانو کتونکو او لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
لومړی خوبايد ووايم چې پۀ هيواد کې د ملي اردو پۀ نامۀ د شمالي فاشيستي ټلوالې دملېشو د پياوړتيا بهير کورټ دملي پوځ بڼه او ځانګړتياوې نه لري بلکې داد شمالي ټلوالې د ملېشو د پياوړتيا او غښتلتيايو ضد ملي او ضد افغاني بهير دی چې پۀ ډېرې چټکۍ سره يي بنسټونه پياوړي کېږي اود هيوادپر دفاعي او نظامي ارګانونو د يوې فاشيستي او شاونيستي ډلې واک ټينګوي او پښتانۀ د تل لپاره د هيواد له کليدي پوسټونو ،واک او اختيار څخه ليرې کوي !
د پام وړ يې لا دا چې له طالب اوالقاعده سره يي د دروغجنې جګړې تر نامۀ لاندې د خپلو بې پلاره مېلمنو؟ پۀ ملګرتيا يي د پښتنوسيمې د تودو جګړو ډګر ګرځولې ،د تلاښيو او عملياتو پۀ نوم يې ملي ناموس بې پته او ملي غيرت يې داغداروي !
د ملي؟ اردو ؟ د لېونيو سپو له پښتنو سره د ناروا چلند بېلګې د هيواد پۀ ټولو پښتني ولاياتو کې له هيچا هم پټې نۀ دي چې د شمالي ټلوالې پرافغان دښمنۍ دلالت کوي ، د تلاښيو پرمهال يې له پښتنو مېرمنو سره مبتذل سلوک د هر افغان (پښتون ) هډونه ټکوي او وينه يي پۀ ځوښ راولي ، خو پۀ تاسف او سختې خواشينۍ سره يي وايم چې يوازې د هغه افغان چې ناموس يې بې پته کېږي نه زما او ستا !!!!!
او زموږ هډونه کېدای شي بيا هغه وخت وټکېږي چې پر ورته سرنوشت پخپله اخته شو !
او که داسې نۀ وي ! نو له تېرو څلورو پنځو کلو راهيسې چې د باندينيو او کورنيو دښمنانانو له خوا د عملياتو پرمهال د پښتنو مېرمنو تلاشي اخيستل کېږي ، سپکاوی يې کېږي ، ټولنيز او کلتوري حيثيت يې ترپښو لاندې کېږي ايا دومره څوک پۀ موږ کې پيدا شو چې د خپلې پښتنې خور ،مور ترور او لور پر سر ټيکری ونيسي ؟
ايا هغه وکيلان او پۀ تېره بيا زموږ پښتون ولسمشر چې د خپلوسياسي سيالانو پۀ منځ کې مو سرلوړی کړ ، او پښتنو مېرمنو د دۀ د برياليتوب لپاره پۀ لومړي ځل له خپلو مېړونو سره [color=white:beab7f5531] د پښتون پرسياسي سنګر خپل بنګړي [/color:beab7f5531] مات کړل ، ايا د خپلې پښتنې خور ، مور پر سر تورې ورځې يي يو دروغجن غوندې احتجاج قدرې هم وکړ ؟
يه ! هيڅکله يي هم و نه کړ اوکوي به يي څرنګه ؟ چې پۀ رګونو کې يي د افغاني او پښتني وينې پرځای انګرېزي شراب پۀ چپو دي !!!!!!!!
برعکس د هيواد د ملي پوځ د [color=blue:beab7f5531]سر لښکر [/color:beab7f5531] پۀ توګه د شمالي ټلوالې له طالب او القاعده سره د جګړې تر نارې لاندې پښتون دښمنۍ پر پراخه ټنډه رهبري کوي !

او پښتنو سيمو ته يي دا لېوني سپي رالېږلي چې څۀ يي زړۀ غواړي هغه کوي ، پر يوې نوې بېلګې يي د قاطع او پرېکنده خبرو اترو لپاره ستاسې نظر غواړم :

هغه ورځ مو له يو کليوال سره وليدل او د هيواد او پۀ ځانګړي ډول د خپلې سيمي د امنيت پۀ هکله ورسره ږغېدم چې پۀ خبرو ،خبرو کې يي راته وويل ::
د ملي ؟ اردو ؟ پر عسکرو د څو پرله پسې بريدونو وروسته پۀ عسکرو څو ډکې ډاټسنې راغلې او د کلي مشران يې ونيول او ولايت ته يي يووړل ، داچې هورې يي له مشرانو سره څرنګه چلند کړی وو ؟
نه شم ويلای ، خو چې بېرته يي مشران راپرېښوول ورته ويلي يي وو [color=white:beab7f5531]: چې که بيا د ملي؟ اردو؟ پرعسکرو بريد وشو ! بيانو له موږ سره بله لار نسته ، پرته له دې چې تاسې له يوې مخې ووژنو، او ښځې مو له ځانه سره بوځو !!! [/color:beab7f5531]
ستاسې د نظر پۀ هيله


زمريال
20.11.2006

ښاغلی کټوازی صيب ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
ستاسې ليکنې څو انګېرنې او اخيستنې راکړې چې ستاسود ليکنې ترڅنګ يې له ګرانو لوستونکو سره خبرو اترو ته وړاندې کووم .

[color=white:b0365e264a]لومړی :[/color:b0365e264a] د ملي اردو پۀ نوم د شمالي ټلوالې د ملېشو پياوړتيا او پر همدې نوم يې د هيوادپر دفاعي او نظامي ارګانونو واک ټينګېدل

[color=white:b0365e264a]دويم : [/color:b0365e264a] د نړيوالې ټلوالې پۀ راس کې د طالب او القاعده / ډاراچونې تر ديومالايي نوم ( پۀ دې مانا چې د ډاراچونې او ترورز اصلي او بين المللي تعريف نه دی شوی ) لاندې پښتانۀ ځپل او پۀ دې توګه يي بچيان له علم پوهې او تمدني ژوندانۀ څخه ليرې ساتل .

[color=white:b0365e264a]درېيم :[/color:b0365e264a]له پښتنو سره د قومي او ژبني تعصب پالنې د ناوړه او ملي ضد انګېزې او اغېزې پر اثر افغان دښمنۍ ته د تالاشيو او عملياتو پۀ نوم دوام او استحکام ورکول .
[color=white:b0365e264a]څلورم : [/color:b0365e264a] او پۀ پای کې له يوې زبردستې موقعې څخه ګټه اخيستل : [color=blue:b0365e264a]او هغه د پښتنو سيمې نړيوالو ته د ډاراچونې پۀ نوم د مفاداتو د روانې جګړې پۀ ترڅ کې د ترورزم او اډارچونې د اصلي مرکزونو او ځايونو پۀ توګه ورپېژندل [/color:b0365e264a] .
پۀ درناوي يو ورور مو


Re: له پښتنو سره د لېونيو سپو ناوړه چلند به پښتانۀ د مقاومت له ليکو سره ملګري کړي !

Ajab
21.11.2006

[quote:de83108c13="صميم کټوازی"]ګرانو کتونکو او لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
لومړی خوبايد ووايم چې پۀ هيواد کې د ملي اردو پۀ نامۀ د شمالي فاشيستي ټلوالې دملېشو د پياوړتيا بهير کورټ دملي پوځ بڼه او ځانګړتياوې نه لري بلکې داد شمالي ټلوالې د ملېشو د پياوړتيا او غښتلتيايو ضد ملي او ضد افغاني بهير دی چې پۀ ډېرې چټکۍ سره يي بنسټونه پياوړي کېږي اود هيوادپر دفاعي او نظامي ارګانونو د يوې فاشيستي او شاونيستي ډلې واک ټينګوي او پښتانۀ د تل لپاره د هيواد له کليدي پوسټونو ،واک او اختيار څخه ليرې کوي !
د پام وړ يې لا دا چې له طالب اوالقاعده سره يي د دروغجنې جګړې تر نامۀ لاندې د خپلو بې پلاره مېلمنو؟ پۀ ملګرتيا يي د پښتنوسيمې د تودو جګړو ډګر ګرځولې ،د تلاښيو او عملياتو پۀ نوم يې ملي ناموس بې پته او ملي غيرت يې داغداروي !
د ملي؟ اردو ؟ د لېونيو سپو له پښتنو سره د ناروا چلند بېلګې د هيواد پۀ ټولو پښتني ولاياتو کې له هيچا هم پټې نۀ دي چې د شمالي ټلوالې پرافغان دښمنۍ دلالت کوي ، د تلاښيو پرمهال يې له پښتنو مېرمنو سره مبتذل سلوک د هر افغان (پښتون ) هډونه ټکوي او وينه يي پۀ ځوښ راولي ، خو پۀ تاسف او سختې خواشينۍ سره يي وايم چې يوازې د هغه افغان چې ناموس يې بې پته کېږي نه زما او ستا !!!!!
او زموږ هډونه کېدای شي بيا هغه وخت وټکېږي چې پر ورته سرنوشت پخپله اخته شو !
او که داسې نۀ وي ! نو له تېرو څلورو پنځو کلو راهيسې چې د باندينيو او کورنيو دښمنانانو له خوا د عملياتو پرمهال د پښتنو مېرمنو تلاشي اخيستل کېږي ، سپکاوی يې کېږي ، ټولنيز او کلتوري حيثيت يې ترپښو لاندې کېږي ايا دومره څوک پۀ موږ کې پيدا شو چې د خپلې پښتنې خور ،مور ترور او لور پر سر ټيکری ونيسي ؟
ايا هغه وکيلان او پۀ تېره بيا زموږ پښتون ولسمشر چې د خپلوسياسي سيالانو پۀ منځ کې مو سرلوړی کړ ، او پښتنو مېرمنو د دۀ د برياليتوب لپاره پۀ لومړي ځل له خپلو مېړونو سره [color=white:de83108c13] د پښتون پرسياسي سنګر خپل بنګړي [/color:de83108c13] مات کړل ، ايا د خپلې پښتنې خور ، مور پر سر تورې ورځې يي يو دروغجن غوندې احتجاج قدرې هم وکړ ؟
يه ! هيڅکله يي هم و نه کړ اوکوي به يي څرنګه ؟ چې پۀ رګونو کې يي د افغاني او پښتني وينې پرځای انګرېزي شراب پۀ چپو دي !!!!!!!!
برعکس د هيواد د ملي پوځ د [color=blue:de83108c13]سر لښکر [/color:de83108c13] پۀ توګه د شمالي ټلوالې له طالب او القاعده سره د جګړې تر نارې لاندې پښتون دښمنۍ پر پراخه ټنډه رهبري کوي !

او پښتنو سيمو ته يي دا لېوني سپي رالېږلي چې څۀ يي زړۀ غواړي هغه کوي ، پر يوې نوې بېلګې يي د قاطع او پرېکنده خبرو اترو لپاره ستاسې نظر غواړم :

هغه ورځ مو له يو کليوال سره وليدل او د هيواد او پۀ ځانګړي ډول د خپلې سيمي د امنيت پۀ هکله ورسره ږغېدم چې پۀ خبرو ،خبرو کې يي راته وويل ::
د ملي ؟ اردو ؟ پر عسکرو د څو پرله پسې بريدونو وروسته پۀ عسکرو څو ډکې ډاټسنې راغلې او د کلي مشران يې ونيول او ولايت ته يي يووړل ، داچې هورې يي له مشرانو سره څرنګه چلند کړی وو ؟
نه شم ويلای ، خو چې بېرته يي مشران راپرېښوول ورته ويلي يي وو [color=white:de83108c13]: چې که بيا د ملي؟ اردو؟ پرعسکرو بريد وشو ! بيانو له موږ سره بله لار نسته ، پرته له دې چې تاسې له يوې مخې ووژنو، او ښځې مو له ځانه سره بوځو !!! [/color:de83108c13]
ستاسې د نظر پۀ هيله[/quote:de83108c13]
ورورجانه! ماته خو ستا دا ټولې خبرې هسې د يو ناروغ حساسيت ښکارندوي رامعلومېږي. خو بيا هم کومې پوښتنې چې تا راولاړې کړې دي نو لنډيز يې دا دى چې ملي اردو د شمالي ټلوالې پښتون دښمنه ده او په افغانستان کې د بهرنو مېلمنو لخوا د افغاني شځو بې ناموسي کېږي.
نو وروره زه خو په همدا کابل کې موجود يم او هر څه راته معلوم دي په ملي اردو کې ډېرى پښتانه عسکر شته او هغوى د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په ډېرو لږو وسايلو کار کوي. دا سمه ده چې د ملي اردو زيات شمېر عسکر پښتو ژبي ندي او په وزارتونو او نورو ځايونو کې هم پشتانه کم دي خو د هغې لامل بايد ولټول شي چې څه دى. زه درته يو څو يادوم"
١_ پشتانه زياتره بې سواده او بې تعليمه دي او پخپله نه غواړي چې په دولتي ادارو او نظامي جوړښتونو کې کار وکړي.
٢_ پشتانه د خپل جاهل حساسيت له امله نشي کولاى چې په ځينو خبرو غور او سوچ وکړي او له همکارۍ او هماهنګۍ څخه کار واخلي دوى په هره خبره ټوپک ته لاس کوي او يا ځان وژني يا بل.
٣_ پشتانه د سياسي لارې له خپلولو څخه زياته د جنګي لارې خپلول غواړي
٤_ همدا اوس د طالبانو په نامه چې کوم خلک د افغانستان د دولت پر ضد جنګېږي او يا هم لدې وړاندې د افغانستان د پخواني دولت او اردو پر ضد کوم خلک جنګېدلي وه زياتره يې پشتانه وه چې د پاکستان پر وېنا يې دا کار کاوه نو ځکه نړۍ داسې يو سوچ لري چې پشتانه بې له جنګه او بې له "ټوپک زما قانون دى" هيڅ نه پېژني.
او داسې نورې ستونځې هم شته د پشتنو مخه او لاره هيچا نه ده نيولې پشتانه په خپله د ځان دشمنان دي.
دوهمه خبره دا چې په افغانستان کې مېشت بهرني "مېلمانه" د پښتنو شځو بې ناموسي کوي. دا هسې پروپاګنډ دى هيڅ بې هيڅ هيڅوک د چا بې ناموسي نه کوي د پشتنو شځو کومه بې ناموسي چې عربانو او مجاهدينو کړې ده په تاريخ کې يې مثال نه ليدل کېږي خو د هغوى په اړه څوک څه ځکه نه وايي چې هغوى دا هر څه د پاکستان په رسمي اجازت سره کول. او بله دا چې د افغاني شځو څومره بې ناموسي چې په پاکستان او پنجاب کې د هجرت او جهاد پر مهال شوې ده اوس هم دا دى کېږي دومره بې ناموسي په نړۍ کې د بل کوم قام نه ده شوې نو ايا ته په دغه اړه هم کله دومره حساسيت ښودلى؟
بيا هم هر څوک چې غلط کار کوي که هغه بهرنى دى او که داخلى موږ يې غندنه کوو او وايو چې جزا دې ورکړل شي خو په دليل او ثبوت.


زمريال
23.11.2006

ښاغلی Ajab صيب ،
پر قلم مو برکت شه !
د دې لپاره چې لږ تر لږه خو مو د پښتنو پربدحالۍ يو څۀ وليکل دا بېله خبره ده چې ژر مو فيصله کړې چې ګواکې پښتانۀ ټول وحشيان او جاهلان دي او دښاغلي کټوازي خبرې مو د هغوئ د ناروغ حساسيت ښکارندويي بللې ....!
خو پۀ هرصورت :
تاسې پۀ خپله ليکنه کې پۀ شعوري ډول د غيرپښتنو له دې پروپېګنډې څخه چې : [color=white:419123b0d0]افغان مانند سګ است و سګ برائ جنګ کردن است [/color:419123b0d0] دفاع کړې او پښتانۀ مو وحشيان ،جاهلان او رواني ناروغان بللي !

نه پوهېږم، دا غيرپښتانۀ چې تاسو د پوهو او نهايي متمدنو خلکو پۀ توګه معرفي کړي پۀ سلوکې يي څو وګړي ليک لوست هم پۀ سم ډول کولای شي ؟
د نړۍ له کومو پوهنتونو ، حربي ښوونځيو او معتبروعلمي انستي ټيوټونو فارغ او کاري ظرفيتونه يي د پښتنو پۀ مقابل کې څو برابره زيات دي ؟ څومره سياسي اګاهي لري، خپلې خاورې او خلکو ته څومره رښتيني او وفادار دي؟
چې د هيواد استقلال خپلواکۍ جفرافيوي او ځمکني تماميت اوسالميت ته د وفاداۍ او رښتينولۍ له مخې د هيوادد سياسي ،کلتوري او جغرافيوي پولو او ناموس د ساتنې لپاره [color=blue:419123b0d0]ملي پوځ[/color:419123b0d0] ځنې جوړېږي ؟

افسوس چې لا اوس هم سترګې نه غړوو ، هغه ملېشې او وسلوالې ډلې چې ټول عمرد ژبني او سمتي تعصب پالنې د ملي ضد اغېزې پر اثر د افغانانانو پر مالونو ځانونو او ناموسونو لوبې کړې نن د ملي اردو پۀ سپېڅلي نوم د هيواد پر دفاعي او نظامي ارګانونو واک ترلاسه کوي اوغواړي چې له دې لارې خپلې افغان دښمنۍ ته پۀ څو جهتونو کې دوام ورکړي !
نه پوهېږم چې افغاني ليکوالان د کوم مصلحت او جوړجاړي پر بنسټ پۀ هيواد کې پر روانې بې عدالتۍ او افغان دښمنۍ سترګې پټوي او د خبرو اترو پر هرفورم ورسره يوخاص ډول حساسيت لري چې د ټول افغان د بحث فورم يې د بېلګې پۀ توګه يادولای شو چې د سلګونو ګډون والو له ډلې څخه يي يو هم له دې موضوع سره کومه دلچسپي نه لري اوکه يي بيا څوک لري نو هغه ښاغلی اجب دی چې پۀ خبرو اترو کې يي له [color=white:419123b0d0]شېخ رشيد[/color:419123b0d0] سره يوځای درولای شو !
چې ککرۍ يې له سياسي پېغورونو پرته بل څۀ نه مني !


Ajab
23.11.2006

ورورجانه زه وايم خداي دې پشتانه د نړۍ تر ټولو پرمخ تللى قوم کړي او خداي دې وکړي پشتانه هغه څوک شي چې ګرده نړۍ يې د واک لاندې راشي او په ګرده نړۍ حکومت وکړي.
خو دا يواځې دعاګانې دي چې زه او ته يې کولاى شو. حقايق بـس دا دي چې زه په کومه محکمه کې کار کوم دلته درې ځل کارکوونکو ته ضرورت شو او ماته د محکمې مشر وويل چې د خپل کلي نه څوک راوله خو دا خبره هر ځل زما په خجالت تمامه شوه ځکه چې زموږ په کلي کې داسې ځوانان نشته چې خپل کور ته خط وليکي نو کمپيوټر خو يې چرته په پردي کور کې هم نه دى ليدلى. حقيقت دا دى چې زمونږ په کلي کې يواځې يو ځل په مسجد کې ښوونځى جوړ شه نو دوه ورځې وروسته د ښوونځي سره مسجد هم وسوځول شو. حقيقت دا دى چې کله انتخابات کېدل نو زموږ په کلي کې ډېر سړي په دې نه پوهېدل چې انتخابات يې لا څه وي او شځې خو د ووټ ورکولو هيڅ مجال نلري . حقيقت دادى چې څومره جګړې کيږي پشتانه پکې خامخا لاس لري. په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، کنړ، خوست او ننګرهار کې جنګونه روان دي او بلخ، باميان، بدخشان، پنجشير وغېره په امن پراته دي. په تخار کې چې جګړه کېږي نو هم په پشتون کوټ کې کېږي او په هرات کې هم پشتانه قوماندان لګيا دي يو بل وژني. نور خير خيريت دى.
ايا دا حقايق نه دي؟ ايا دا درواغ دي؟ که دا حقايق نه وي او درواغ وي نو خداى دې زما خوله ماته کړي چې زه دا ډول خبرې کوم. خو د ستونځې اصل بايد وپېژندل شي پشتانه بايد خپل ځانونه وپېژني او لومړى بايد خپل ځانونه سم کړي.
ورورجانه دا شېخ رشيد يې لا څوک دى؟


Re: له پښتنو سره د لېونيو سپو ناوړه چلند به پښتانۀ د مقاومت له ليکو سره ملګري کړي !

مرورپښتون
04.12.2006

عجیبه وروره!!
داچې ته لیکې چې پښتانه بې سیواده دی اوګویادانوروړوکي ملیتونه پروفیسران دی ،سرترپایه خطاوتی یی ،اویاخوهم دهغوی دتبلیغاتوتراثرلاندی راغلی یی ،داستاحس کمری دی چې داسې سوچ کوی ،که نه خوته راوښایه په افغانستان کې کوم عالمان ،پوهان ،سیاستدانان ،او....چې دی خوټول پښتانه دي ،بلکی په پاکستان کې هم تربل هرقوم پښتانه هوښیاران دی .دپاړسیوانانوعالمان ،پوهان خوماته راوښایه چې ترپښتنوڅه برتری لری ؟؟ فهیم یی تړلی خردی ،ربانی ته ګوره چې مردګاودی ،بل چې ډیرهوښیاروی هغه ته راوښایه !!
راغلوبی ناموسۍ ته !! دلته هم ته ددښمنانوترتاثیرلاندی راغلی یی ،یوڅوک چې بې ناموسه وی ،هغه که په پاکستان کی وی هم بې ناموسه دی اوکه په کابل کې .خوکه بی ناموسه نه وی نوپه هرځای کې چې وی خپل ناموس ساتي .هغه څوک چې په پاکستان کې یی بې ناموسی کوله یایی خپل ناموس خرڅاوه ،هغه هم مالوم دی ،هغوی په ایران کې هم خرڅ کړی دی اوپه یورپ اوامریکا کی هم .اوهغه څوک اودکوم ملیت کسان ؤ،داهم ټولوته پته ده ......
داچې تاسووایاست چې پښتانه جنګ خوښونکی دی ،دارښتیاده ،داهم رښتیاده چې تل یی په خپل تاوان جنګ کړی دی اودنور غم یی خوړلی دی چې باید نه یی وای خوړلی ،اوداچې تاسولیکی چې په افغانستان کې چې په هرځای کې جنک وی نوپښتانه پکی ګډوی هم سمه ده خوداځکه داسی ده چې داوطن دپښتانو دی اودوی دلته ډیری اوکثریت دی ،دوی هغه دځان بولی اوهغه ددوی دی ،بل یی دځان نه بولی ،خپلی ورځی تیروی اومیلی چړچی کوی .
داچې ته وایی چې پښتانه پخپله نه غواړی چې په دولتی اداروکې کاروکړی ،که نه نوچایی مخه نده نیولی ،درسته نده ،که په نورواداروکې نه غواړی نوپه پوځ کې هرو مروغواړی ځکه چې ستاسودبې ځایه استدلال له مخې دوی خودجنګ سره مینه لری اوپوځ جنګ کوی ،په وادونوکې ډولونه نه وهی ... خوداسی څوک شته چې دهغوی مخه نیسی اونه غواړی چې پښتانه په پو ځ کې برتی شی ...نوره نوستاخوښه چې څه وایی .... خوسل په سلوکې په حقه نه یی !!!
په احترام


pattang
04.12.2006

مرور پښتونه خدای پاک دې تاسو نور هم هوښيارکړي ، له چا سره بحث کوې پنجشيريانو او کرزيخيلو ډېر خلک په پيسواخستي دي چې دوه مکروبونه يې دلته
په ټول افغان کې هم شته چې غير له دروغو او پرو پاګندې ځخه بل کار نلري٠
که د کڼړ  دکليو عام وګړې د بدخشان، تخار، پنجشير ، او د هزارګانو له عامو
خلقو سره مقايسه شي نو د کڼړ په خلقوکې به ډېر سواد وويني نظر دا نورو ياد شويو ته او همداسې نور٠ پښتانه د تاجکواونوروغيرې پښتني قومونو بنديان دي خو دبنديخاني امرين او قا ضيان يې پښتانه دلګان دي چې کرزی ، زنچو ، او هېواد غل اونور يې ژوندي مسالونه دي ٠

د پښتنود کلک يو والي په مينه


momtaz
05.12.2006

مرورپښتونه سلامونه !
[quote:fc06beb32b] داچې تاسووایاست چې پښتانه جنګ خوښونکی دی ،دارښتیاده ،داهم رښتیاده چې تل یی په خپل تاوان جنګ کړی دی اودنور غم یی خوړلی دی چې باید نه یی وای خوړلی ،اوداچې تاسولیکی چې په افغانستان کې چې په هرځای کې جنک وی نوپښتانه پکی ګډوی هم سمه ده [/quote:fc06beb32b]
وروره هوښیار خلک دخپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کوي . جنګ د حل لاره نده، که هر څوګ یې کوي !! پوهېږې جنګ د چا کار دئ ؟؟؟
[img][img:fc06beb32b]http://img100.imageshack.us/img100/7783/20060106113527dog01bb5.jpg[/img:fc06beb32b][/img]
والسلام


pattang
06.12.2006

ممتازه ! که خلق هوشيارشي نو بيابه د سپويو نندارې نکوي اوجنګ ته به يې نه خوشاله کېژي او سپويو ته به خپل حقوق ورکوي او ښه به يې ساتي٠
نو کله چې خلک لودګان وي سپې به تل خپل جنګونه کوي او په جنګ به يې اچوي او هر يو چې قوي شي هغه به ګټلې وي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more