نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جرګه بايد د افغان او پاكستاني حكومت ترمنځ وشي او كه د پښتنو ترمنځ؟
larghonay1
18.11.2006
نه پوهېږم چې په ټول افغان كې به په دې اړه چا څه بحث كړى وي او كنه ؟
زه په دې ورځو كې ډېر مصروف يم او د بحث ټولې خونې مې نه دي كتلي خو كه دا موضوع تكراري وي بيا به يې ليرې كړو.
د پرويزمشرف او كرزي د امريكې له راستنيدو سره سم د ډيورنډ كرښې هاخوا او دېخوا پښتنو ترمنځ د جرګې خبرې پيل شوې چې اوس يې د پاكستان او افغانستان د حكومتونو دبين الحكومتي جرګې بڼه غوره كړې ده.
پښتانه سياستوال په دې وېريدل چې هسې نه پرويز مشرف دې جرګې ته داسې كسان راواستوي چې دپښتنو پر ضد وي خو كرزى پر مشرف ورمخكې شو او د واورو دا منډ لومړى كرزي مات كړ.
كرزي صيب محقق ورمعرفي كړ چې نه په جرګو پوهېږي، نه پرې عقيده لري او نه ورته درناوى لري.
همدا راز اسحق ګيلاني هم له يوې خوا پښتون نه دى، له بلې خوا كلك كلك تورونه دي چې د پاكستان له اى ايس آى سره تړلى دى او د فاروق لغاري خېښ دى نو دى به كله د افغانستان ملي پولې په پام كې ونيسي.
كه له تورونو تېر شو كيدى شي دروغ وي خو پير صيب نه په جرګه پوهېږي او نه په خبرو كې پياوړى دى ، په داسې حال كې چې دجرګې له پاره خوله ور سړى په كار وي.
په هر حال زما په نظر دغه جرګه بې مفهومه ده .
ځكه چې جنجال او شخړه اصلاً د كرښې هاخوا او دېخوا پښتنو ترمنځ نه، بلكې د اسلام اباد او كابل ترمنځ ده.
دغه جرګه بايد د پاكستاني حكومت او افغان حكومت د لوړ پوړو چارواكو ترمنځ شوې واى نه د پښتنو په نامه.
كه دوى دا جګړه د پښتنو په نامه كوي نو د مشرف خبرې به بېخي سمې وي چې پښتانه القاعده دي.
كه پاكستان ونه غواړي چې افغانستان ته طالبان يا جګړه ماران راواوړي نو هيڅكله به هم راوانه وړي ، ځكه چې په پوله يې اتيا زره پوج او ډېر شمېر مليشه او خاصه داران پراته دي.
خو كه جرګه هم كيدى نو كرزي صيب بايد د پښتنو دغه لرغوني ارزښت ته په دومره سپكه سترګه نه واى كتلي او په دې جرګه كې يې له دومره مضر احيتاطه كار نه واى اخيستى چې د محقق په څېر كسان يې ورته ټاكل.
په دې اړه ستاسو د نظر غوښتونكى
ستاسو لاروى
نقاد
18.11.2006
ښاغلي لرغونوال صيب اودرنو لوستونکو ته سلام او نيکې هيلې !
ډيره مهمه ، جالبه خو يوه پېچلې سياسي مو ضوع مو شاربلو ته رامخته کړې ده خو سړی په کې ګام په ګام د تيندک خوړلو له ګواښ سره مخ کيدای شي . مثلأ :
١ ــــ جرګه ددولتونو تر منځ نه، بلکې د قومونو، اولسونو ،کليو او يوشمير افرادو ترمنځ کيدای شي ، دولتونه په ورته مسایلو کې کنفراسونه لري ، لکه د سمييزامنيت،اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اوکلتوري همکاريوپه برخه اونورو کې . يو دولت د خلکو ، قومونو اوقبايلو سره جرګه کيداي شي خو د بل يو دولت يادهغه د تبعه و قبايلو سره نه !
٢ـــ د دوه بيلو دولتونو قبايل سره نشي جرګه کيدای، مګر داچې د يوه اړخ قبايل آزاد وي او د بلې غاړې د واکمنو قومي ورونو سره دجرګې کولو واک او صلاحيت يې په خپل ﻻس کې وي . آزادقبايل د ديورند له فرضي کرښې اخوا د د پيښورښار او دکارخانو ترمنځ د تير شوي نهر ( کانال) پورې پرته سيمه ده . دا خلک هم د افغانستان اوهم د صوبه سرحد له پښتنو سره قومي جرګې ، جلسې اوجلوسونه کولی شي او برعکس هغوی له دوی سره پرپښتنې قوي بنسټ ! دخان غفارخان اوخدايي خدمتګارانو سره ددوی جرګې هلته او د ډيورند له فرضي کرښې دلويديزې خوا پښتنو سر يې قومي جرګې په تيرتون کې ښه مثالونه دي .
٣ـــ پر دغه ااس دپاکستان حکومت نشي کولی دافغانستان قبايل کومې قبايلي جرګې ته راوبلي ، خو دافغانستان حکومت کولی شي آزاد قبايل ،په تيره بيا په سرحدي مسايلو کې جرګې ته راوغواړي . د پاکستان حکومت د آزادو قبايلو استازی نه، خو افغان حکومت د خپلو قبايلو مستقيم استازی دی. نو افغاني حکومت د ګډې قبايلې جرګې مشري هم کولی شي خو دپاکستان حکومت ددغسې يوه جرګې د راغوښتلو هډو حق نه لر ي، نو مشري به يې څنګه وکړي !
[color=white:7b7f2fde5b]نتيجه : له دې کبله ګډې قبايلي جرګې تل دافغانستان په ګټه دي ، په دې شرط چې ښې اماده شي او پرسياست او جرګو پوه پښتانه په کې برخه واخلي !او که نه ، دلرغونوال انديښنه پرځای ده چې پاکستان دومره ماهر اوافغان حکومت دومره مړتت دی چې د يوې ګډې قبايلي جرګې چانس به هم په خپله ګټه او د افغانستان په زيان راوڅرخوي ![/color:7b7f2fde5b]