نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیا د نافذو قانونونو نه منل او نه رعایت جرم ندئ ؟؟؟
ghafar
16.11.2006
د بحث ګډون کوونکو ګرانو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې !
مونږ د پنځو کلونو راهیسې په ګران هېواد افغانستان کې د یو لړ انکشافاتو شاهدان یو . د نورو ترڅنګ د نوي اساسی قانون جوړول تر ټولو مهمه پېښه وه، چې د هغه په چوکاټ کې د جمهوري ریاست، ملی شورا، ولایتی شوراګانو ټاکنې تر سره شوې او د ګوندونو جوړولو، د ډله ایزو رسنیو قانونونو تر څنګ د ټولنیز ژوند د تنظیمولو لپاره ګڼ شمېر نور قانونونه هم جوړ او نافذ شول.
که څه هم د نوي اساسی قانون جوړولو، د جمهوري ریاست، ملی شورا او ولایتی شوراګانو ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنو او نیمګړتیاو خبرونه هم خپاره شول، خو دا چې دغه رایې اخیستنې د یوه ټاکل شوي انتخاباتو کمیسیون، ملګروملتونو استازو او نورو نړیوالو څارونکو تر څارنې لاندې تر سره شوې او هغو په ټولئیزه توګه د دغو رایې اخیستنې سموالئ هم تائید کړ، نوپه دې توګ د نړیوالو په ټاکل شوو معیارونو دغه قانونونه او ټاکل شوي اشخاص مشروعیت لری.
دا هم څرګنده ده، چې د دولت اورګانو او اشخاصو چلند باندې نیوکې او د هغو د لیرې کولو د مبارزې څرنګوالئ هم په یاد شوو قانونونو کې تنظیم شوي دي .
نو پوښتنې دا دي چې:
۱ - که دغه ټاکنې او قانونونه د چا په خوښه نه وي آیا د هغو، نه رعایت، هغو هېوادوالو اکثریت ته بې احترامی نه ده، چې دغه قانون یا شخص ته یې مثبتې رایې ورکړي دي؟
۲ – که څوک پرته د کومې معتبرې محکمې د حکم، یواځې د خبری رسنیو په استناد ولسمشر او د ملی شورا غړو ته، چې د ولس له خوا ټاکل شوي دي، بې ناموسان، غله او وطن پلورونکي خطاب کوي، که د لیکلو د ادب، اخلاق او کورنۍ تربیې څخه یې تېر شوو، آیا دغه چلند د قانون څخه سر غړونه او جرم ندئ؟؟؟
په درناوي
momtaz
17.11.2006
محترم غفاره السلام علیکم
[quote:a7afbc93bc]۱ - که دغه ټاکنې او قانونونه د چا په خوښه نه وي آیا د هغو، نه رعایت، هغو هېوادوالو اکثریت ته بې احترامی نه ده، چې دغه قانون یا شخص ته یې مثبتې رایې ورکړي دي؟
۲ – که څوک پرته د کومې معتبرې محکمې د حکم، یواځې د خبری رسنیو په استناد ولسمشر او د ملی شورا غړو ته، چې د ولس له خوا ټاکل شوي دي، بې ناموسان، غله او وطن پلورونکي خطاب کوي، که د لیکلو د ادب، اخلاق او کورنۍ تربیې څخه یې تېر شوو، آیا دغه چلند د قانون څخه سر غړونه او جرم ندئ؟؟؟ [/quote:a7afbc93bc]
جرم هغه وخت ګڼل کیدای شی،چې د قانون سرغړوونکئ افغان وي او په افغانستان کې ژوند وکړي !
والسلام
larghonay1
18.11.2006
غفار صيب تر خولې دې جار شم !
څومره خوږې خبرې دې كړي او څومره قانوني لار دې رانيولې ده!
ستاسو خبره سل په سلو كې منم چې هيڅوك حق نه لري چاته بد ووايي او يا د يو هيواد د اساسي قانون څخه سرغړونه وكړي !
خو هاى كاش چې دغه ستاسو خبره څوك ښاغلي كرزي صيب ته ورسوي چې د افغانستان په اساسي قانون كې مسعود ته ملي قهرمان نه دي ويلي شوي نو تاسو جناب ولسمشر ولې د هغه د مړينې په كليزو كې د ملي قهرمان په نامه پيغام استوئ؟
كرزى صيب تاسو ولې په هره وينا كې لومړى پر مسعود درود استوئ او ملي قهرمان يې بولئ چې د ډېرو هيوادوالو پر زخونو مالګې دوړوئ ؟
كاش چې چا كرزي صيب ته ويلي واى چې مزاري خود ځينو هغو هيوادوالو پر سرونو مېخونه ټكوهلي د چا وارثانو چې دغه اساسي قانون ته رايه وركړې او پاس كړى يې دى نو تاسو ولې د يو جنګي جنايتكار په نوم لللللللويه جاده ونوموله او ولې د هغه په نامه دملي شهيد پيغامونه استوئ ايا د له قانون څخه سرغړونه نه ده؟
كاش چې چا كرزى صيب په دې هم خبر كړى واى چې د افغانستان قانون خو پرېږده ، بلكې نړيوال قوانين هم په خپل سره د چا د كور پلټلو اجازه نه وركوي نو د كرزي صيب ملګري ولې د پښتنو د ناموس خيال نه ساتي او په توره شپه په خپل سره د هغوى دروازه په راكټ لانچر ولي او كور يې پلټي؟
ايا دا له قانون څخه سرغړونه نه ده؟
د نيشه يي توكيو وړل راوړل قانوني منع دي نو د ملي تلويزيون رييس (روشان) چې د كابل په هوايي ډګر كې له څلورو كيلو هيروينو سره ونيول شو نو ولې دكرزي په امر خوشې شو دا له قانون څخه سرغړونه نه ده؟
تر اوسه پورې په شمال كې پښتانه بېځايه شوي كورنۍ موجودې دي ايا دا په قانوني توګه له خپلو كورونو شړل شوي دي؟
د باميانو عامو ورشوګانو او خپلو جايدادونو ته بېچاره كوچيان نه پرېږدي ايا دا يو قانوني كار دى؟
غفار صيب هغه ستر غفار مو دې مل شي كه د افغانستان پر بېچاره قانون په پښو پښو ختل جرم وي نو لومړى زمونږ او ستاسو ټاكل شوى ، ډيموكراټ ولسمشر له اوسپنيزو بوټانو سره پرې هره ورځ څو څو وارې خېژي
د هيواد مل خو هيڅ پوښتنه مه كوه!
ghafar
19.11.2006
عزتمنه وروره larghonay1 صاحب سلامونه اونیکې هیلې !
په دې بحث کې ستاسوله ګډون څخه ډېره مننه . زما په نظر ستاسو نیوکې تر ډېره ځایه د هېواد سیاسی او امنیتی حالت پورې اړه لري ! خو مخکې لدې چې بحث ته دوام ورکړوو زه وړاندیز کوم، چې مونږ به په عمومی چوکاټ کې بحث وکړوو. زه باور لرم چې زمونږ د ولس اوږدمهالې ګټې یواځې د یوه ولسواک نظام په چوکاټ کې تضمینیدای شي. د اساسی قانون جوړل او د هغه په چوکاټ کې د جمهوري ریاست، ملی شورا، ولایتی شوراګانو ټاکنې د اولسواکۍ په لار کې لومړني مهم ګامونه دي چې پورته شوي دي . که د افغانستان ولس اکثریت د ښاغلي کرزي پر ځای هر یو بل کاندید ته رایه ورکړې وای ما به هغه هم تائیداوه . طبعاْ دا په دا معنی نده چې د دولت پر چلند نیوکې ونشي !!! اوس نو را بشو ستاسو څرګندونو ته:
[quote:62c25d6b37]خو هاى كاش چې دغه ستاسو خبره څوك ښاغلي كرزي صيب ته ورسوي چې د افغانستان په اساسي قانون كې مسعود ته ملي قهرمان نه دي ويلي شوي نو تاسو جناب ولسمشر ولې د هغه د مړينې په كليزو كې د ملي قهرمان په نامه پيغام استوئ؟
كرزى صيب تاسو ولې په هره وينا كې لومړى پر مسعود درود استوئ او ملي قهرمان يې بولئ چې د ډېرو هيوادوالو پر زخونو مالګې دوړوئ ؟
كاش چې چا كرزي صيب ته ويلي واى چې مزاري خود ځينو هغو هيوادوالو پر سرونو مېخونه ټكوهلي د چا وارثانو چې دغه اساسي قانون ته رايه وركړې او پاس كړى يې دى نو تاسو ولې د يو جنګي جنايتكار په نوم لللللللويه جاده ونوموله او ولې د هغه په نامه دملي شهيد پيغامونه استوئ ايا د له قانون څخه سرغړونه نه ده؟ [/quote:62c25d6b37]
زه په دې باور یم چې ستاسې پورتنۍ نیوکې په هېواد کې موجودو سیاسی او امنیتی ستونزو پورې اړه لری. د ټولو نیوکو او نا باوریو تر څنګ باید هېر نکړوو چې ښاغلئ کرزئ د هېواد ټولو وګړو جمهوررئیس دئ او د خپلو مسئولو ارګانونو سره د هغو د امنیت او سوکالی مسئولیت په غاړه لري. که ښاغلئ کرزئ د جمهور رئیس په توګه د ځینو هېوادوالو د خوښۍ لپاره د مسعود د مړینې په کالیزه کې ګډون کوي یا کوم پیغام لېږي او یا د مزاری په نامه یو واټ نوموي، زما په نظر د دې معنی نلری، چې دا د اساسی قانون څخه سر غړونه ده، بلکې موجود شرایط دا ایجابوی، چې د نورو بی امنیتو د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره په اوس وخت کې باید همدا په اصطلاح د سیاسی مصلحت لاره غوره شي.
تر هغه ځایه چې د جنګی جنایتکار اصطلاح پورې اړه لري باید عرض شي، چې تر اوسه د کومې معتبرې ملی یا نړیوالې محکمې له خوا پر نوموړو کسانو باندې د جنګی جنایتکارانو حکم ندئ صادر شوئ ! او په دې باندې هم باید اعتراف وکړوو ، چې په مونږ افغانانو کې هر څوک د خپل قوم ، ډلې او ټبر کې قهرمانان او په مخالفینو کې یواځې جنګی جنایتکاران لري!!!
[quote:62c25d6b37]تر اوسه پورې په شمال كې پښتانه بېځايه شوي كورنۍ موجودې دي ايا دا په قانوني توګه له خپلو كورونو شړل شوي دي؟
د باميانو عامو ورشوګانو او خپلو جايدادونو ته بېچاره كوچيان نه پرېږدي ايا دا يو قانوني كار دى؟ [/quote:62c25d6b37]
زه هم ستاسوله خوا یادې شوې ستونزې تائیدوم، خو د هغه علت د قانون څخه په سرغړونې کې نه بلکې د هغه لامل د دولت په کمزورۍ کې وینم چې په دغو سیمو کې یې امنیت ندئ ټینګ کړئ . د بېلګې په توګه مونږ په دې وروستیو وختونو کې د دې پېښې شاهدان وو، چې د افغانستان لوی څارنوال د هغه په ادعا موثقو اسنادو په استناد د هرات او د مزار شریف د ښارونو د ښاروالو د نیولو حکم صادر کړئ دئ، سره لدې چې د جمهور رئیس او د ولسې جرګې ملا تړ هم ورسره دئ خو په هر دلیل چې وي د اجرائیه قوه د دې توان نلری، چې دوی ونیسي !! د تلویزیونی تصویرورنو په استناد زما یادېږي چې جمهور رئیس یو ځل په یوې سترې غونډې کې د ښاغلي جنرال دوستم څخه وغوښتل چې د هغه تر کنترول لاندې سیمې کې دې باید داسې شرایط برابر کړي، چې د شمال څخه په زور کډه شوي کډوال بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، خو څرنګه چې وینو په دې هکله دومره پرمختک ندئ شوئ . د نورو ستونزو تر څنګ همدا هم یو علت دئ چې ځینې هېوادوال په جګ آواز غواړي چې ولسمشر دې باید استعفا وکړي، بې لدې چې دې پوښتنې ته ځواب ورکړي: که ولسمشر استعفا وکړي آیا په موجود حالت کې به ښه والئ راشی او څنګه ؟
زما په نظر یواځینۍ لار همدا ده چې د دولت پر چلند او نیګړتیاو د نیوکو او انتقادونو تر څنګ باید چې مونږ د موجود اساسی قانون په چوکاټ کې باید یو موټي شو تر څو د دغه موجود نه قناعت وړ پړاو څخه په بري سره تېر شوو !! کومه بله لار چې د خلکو سوکالی تضمین کړي نه تر سترګو کېږي !
په درناوي
19.11.2006
درنو ورونو او قدرمنو خويندو سلام پر تاسې!
د محترم غفار صيب ٢ پوښتنې :
[quote:774660b7bd]
۱ - که دغه ټاکنې او قانونونه د چا په خوښه نه وي آیا د هغو، نه رعایت، هغو هېوادوالو اکثریت ته بې احترامی نه ده، چې دغه قانون یا شخص ته یې مثبتې رایې ورکړي دي؟[/quote:774660b7bd]
له قانون نه سرغړونه دهغه اکثريت له بي احترامۍ څخه هم زياتی دی چې اړونده قانون پرې تصويب شوی او يا د يوۀ مقام څوکۍ پرې اشغال شوي وي ، ځکه قانون دهرافغان قانون، وکيل د رايو دټولو مسحقو وکيل دی او ولسمشرهم د ټولو افغانانو يو ډول ولسمشر دی خو :
هر ډول بي احترامي چې قانوني مجازات لري ، نو په قانوني توګه ،او که (يواځې) اخلاقي بي ادبي وي (يواځې) په اخلاقي توګه د غندنې وړ دي . نو محترمه وروره غفار صيب که ستاسو هدف له قانون څخه سرغړونه وي ، بايد ځواب يې د مجازاتو په قانون کې ولټوئ . خو که مطلب مو له بې احترامۍ څخه د کوم مقام په وړاندې تشه بي نزاکتي وي چې قانوني سزا نه لري ، هره ورځ په زرګونو کسان پخپله په آن د کابل په زړه کې ورته شان څرګندونې کوي او مقامات پرې غوږ هم نه ښوروي ، نو يوه مروجه بي نزاکتي يا مکروهات يې ګڼلی شو، خو له قانون څخه حرامه سرغړونه نۀ د ه .
[quote:774660b7bd]
٢ – که څوک پرته د کومې معتبرې محکمې د حکم، یواځې د خبری رسنیو په استناد ولسمشر او د ملی شورا غړو ته، چې د ولس له خوا ټاکل شوي دي، بې ناموسان، غله او وطن پلورونکي خطاب کوي، که د لیکلو د ادب، اخلاق او کورنۍ تربیې څخه یې تېر شوو، آیا دغه چلند د قانون څخه سر غړونه او جرم ندئ؟؟؟ [/quote:774660b7bd]
که جرم وي نو سزابه هم ولري او برعکس که سزا نه لري نو نه جرم دی او نه له قانون څخه سرغړونه ! صرف د قانون درناوی او احترام به نه وي ، خو ماتول يې هم نه دي !
ولسمشر (کرزی) هم قانونأ خپل اولس ته مسول دی او بهرنيوځواکونو ته قانوني مسوليت نه لري ، نو تکيه هم بايد پر خپل اولس وکړي، او ټول ولس مساوي وبلي او د بهرنيانو په عينکو کې ورته ونه ګوري ، خو مونږ شاهدان يو چې پر پښتنو يې پښې ايښي او د بهرنيانو په امر دپښتنو په وړاندې په هيواد کې دفاشستي اوستمي کړيو سياست پلی کوي ، نو آيا دهغو رايو سپکاوی چی دئ پرې ټاکل شوی دی څوک کوي؟ دئ يې پخپله نه کوي ؟ يالږترلږه په دې سپکاوي پخپله خپل سپکاوی هم نه ثابتوي چې تر ببرک غوﻻټي او شاه شجاع يې ښايي دبادارانو په وړاندې صلاحيت ( او په دې توګه يې دخلکوپه وړاندې شخصيت ) يوه زره هم زيات نه وي ؟
په دې ډول ثابتيږي چې له قانون څخه سرغړونه يې بهرني بادار ځواکونه کوي ، دئ
منتخب اولس مشر نه ، بلکې خپل ټاکلی چوپړی بولي او دی هم د خپل اولس د رايواو ملاتړ نه ، بلکې دهغوی احسانمن دی اوبس . په درنښت .
pattang
19.11.2006
ځواکمن صيب کور دې ودان زما په جوښ او قهر دې لږ څه سړې اوبه را تويې کړې ٠
دغفار صيب تقريرونه زما په غوږ وهل دي خو ځوا ب يې تريوه وخته پورې پورپرېږدم .
momtaz
20.11.2006
د بحث ګډون کوونکو محترمو ورونو السلام علیکم
محترم ځواکمن صیب لیکي :[quote:2c56e31f2e]. نو محترمه وروره غفار صيب که ستاسو هدف له قانون څخه سرغړونه وي ، بايد ځواب يې د مجازاتو په قانون کې ولټوئ .[/quote:2c56e31f2e]
ډېره پر ځای او معقوله خبره ده ! د نافذ جزا قانون د دوهم فصل ( د کورني امنیت پر ضد جرمونه) په ۲۴۲ مې مادې لومړۍ فقرې کې داسې راغلي:
[color=white:2c56e31f2e]که یو شخص د یوې علنی وسیلې له لارې جمهور رئیس ته اهانت کوی په متوسط حبس محکومېږي[/color:2c56e31f2e]
متوسط حبس هغه ته وایي چې د حبس موده یې د یوه کال نه کم او له پنځو کلونو څخه زیات نه وي ( لومړئ فصل : اصلی جزاوې ، ۱۶۱ مه ماده)
والسلام
ghafar
20.11.2006
عزتمنه پتنګ صاحب سلامونه اونېکې هیلې ![quote:b70f743979]ځواکمن صيب کور دې ودان زما په جوښ او قهر دې لږ څه سړې اوبه را تويې کړې ٠
دغفار صيب تقريرونه زما په غوږ وهل دي خو ځوا ب يې تريوه وخته پورې پورپرېږدم .[/quote:b70f743979]
محترمه دا چې تاسې هم د نورو په وړاندې د یادو شو القابو څخه کار اخلۍ، ټولو ته څرګنده ده، خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د دغه بحث د عنوان ټاکل ستاسو په غوږونو وهل ندي بلکې دا یو حقوقی او اخلاقی عمومی بحٍث دئ . تاسې ګورۍ چې عزتمن ځواکمن صاحب هم لیکي: [quote:b70f743979]، هره ورځ په زرګونو کسان پخپله په آن د کابل په زړه کې ورته شان څرګندونې کوي او مقامات پرې غوږ هم نه ښوروي ، نو يوه مروجه بي نزاکتي يا مکروهات يې ګڼلی شو[/quote:b70f743979]
زه پدې باور یم، چې مونږ دواړه یو بل ته د ویلو کوم مهم شئ نلروو، چې نورو دوستانو ته په زړه پورې وي. زمونږ دواړو دریځونه څرګند دي. مخکې لدې چې د خپل قهر خبرې پیل کړۍ، زه ستاسو څخه په ډېر درناوی هیله او وړاندیز کوم ، چې مونږ دواړه سر له اوسه د یو بل په بحث کې ګډون نه کوو او په دې توګه یو بل سره بحث نه کوو !! سمه ده؟؟؟
په درناوي
20.11.2006
ممتاز صيب ته سلام
مننه چې يوښه ثبوت مو دا له هر څه منکرو له پاره وړاندې کړ :
[quote:f82067d9f8]د نافذ جزا قانون د دوهم فصل ( د کورني امنیت پر ضد جرمونه) په ۲۴۲ مې مادې لومړي بند کې داسې راغلي: که یو شخص د یوې علنی وسیلې له لارې جمهور رئیس ته اهانت کوی په متوسط حبس محکومېږي .متوسط حبس هغه ته وایي چې د حبس موده یې د یوه کال نه کم او له پنځو کلونو څخه زیات نه وي ( لومړئ فصل : اصلی جزاوې ، ۱۶۱ مه ماده) [/quote:f82067d9f8]
مالومه ده چې دغه ډول اهانتونه په خارج (امريکا او اروپا) کې هم مجازات لري .
څرګنده ه ، خارجي تبعه چې په افغانستان کې ژوند کوي ، که په دغسې اهانت مرتکب شي،دقانوني مجازاتو ﻻندې راځي، که ديپلوماتان وي، د دپيلوماتيکي
سزااو عواقبو سره مخ کيږي .
نو ستاسو دا دوهمه جمله څرګندونوته اړمنه بريښي چې :
[quote:f82067d9f8]جرم هغه وخت ګڼل کیدای شی،چې د قانون سرغړوونکئ افغان وي او په افغانستان کې ژوند وکړي ! [/quote:f82067d9f8]
خبره په دوهمه برخه ( او په افغانستان کې ژوند وکړي ! ) کې ده :
جرم د سزا وړ تيا ته وايي، چې محکومول يې د قضا کار دی، نه د سزاد پلي کولو عمل ته ، چې د اجرائيه قوې کار دی . څوک چې خپل افغاني تابعت لري که په خارج کې هم ژوند کوي، د نوموړي اهانت په صورت کې پر جنايت تورن او د ثبوت په صورت کې مجرم ګڼل کيږي ، خو سزا يواځې هغه وخت ورکول کيدای شي چې مجردې افغانستان ته داخل شي! که د پتنګ صيب غوندې ناپړيتې په سزايي اهانت کې راځي، نه يواځې د کرزي له دورې وروسته هم ، بلکې آن د هغه تر مرګه وروسته هم مرتکب شوي شخص ته په افغانستان کې اړونده سزا ورکول کيدای شي . خودغه سزا نۀ، بلکې هغه اخلاقي نيمګړ تيا يوسخت وجداني فشار رامنځته کوي ، چې ولې دخارج له خپل سرۍ څخه د داسې ناوړې ګټې د اخيستلو په جرم مرتکب شي چې دخپل هيواد دموکراتيک قانون دده سزا ته ليواله پاتې وي ؟؟؟
داچې پتنګ صيب دې ګواکې په ورته سرغړونه مرتکب شوی وي ، نه زما د ليکنې سکالو ده ، اونه هم دغفار صيب د ليکنې موضوع بريښي .
په درنښت .
ع کريم حليمي
21.11.2006
درنو او مکرمو ملګرو سلامونه او ښې هلي
[quote:67a8f81585]علنی وسیلې له لارې جمهور رئیس ته اهانت کوی [/quote:67a8f81585]
له دغه قانون په اساس ګران پتنګ صاحب مجرم نه شو ثابت !!!!!
ولي ؟ علني اهانت هغه ته ويل کيږي چه رئيس جمهور بيانيه ورکوي او يو څوک
ئې خبري ور قطع کوي ، نو د رئيس اهانت کيږي ٠
که يو څوک ادعا وکړي چه د ملت رئيس درواغجن دی ، او درواغ ويل اصلا
ګناه کبيره ده ،
که څارنوالي راولاړه سي او خطاب کوونکی محکمې ته راولي ، چه درئيس
اهانت ئې کړی ، نو رئيس هم بايد محکمې ته حاضر سي ، که رئيس
ومحکمې ته حاضر نه شي نو محکمه کېدل د خطاب کوونکي قانونا امکان نه
لري ٠
نو پتنګ ورور مي هر وخت هرڅه ويلی او ليکلی شي ، او يوازي خپلو اخلاقو
ته مسؤل دی ، قانون ته هيڅ مسؤليت نه لري !!!
که چيري مکرم پتنګ د رئيس خبري قطع کړي نو اهانت پېښيږي او بيا نو
مجرم ورته ويل کيږي
اهانت ډير تعريفونه لري !!!!
مکرم پتنګ صاحب !
زماخو يار يي او هم راته ګران
larghonay1
21.11.2006
ياره غفاره ګله ما فكر كاوه چې د نورو پر ليكنو دې سر نه خلاصېږي خو اوس پوه شوم چې پخپله ليكنه كې هم ستونزې لرې!
ايا دا بحث تاسو په دې نامه نه و پيل كړى(([color=red:67281f9d25]آيا د نافذو قانونونو نه منل او نه رعايت جرم ندئ[/color:67281f9d25] ؟؟؟))؟
ګرانه ته يو ځل د بل چا په مرسته دغه خپله لومړۍ ليكنه ولوله او زما هم لومړۍ هغه ولوله بيا پرې سوچ وكړه چې د قانون نه منل او يا نه رعايت كول څوك كوي.
ايا د قانون پر وړاندې مصلحت مجاز لري؟
زه خو وايم هيڅكله نه!
دا كومې ببلو لالې چې تاسو ليكلي چې مزارى يا بل نړيوالې محكمې نه دي محكوم كړي نو ايا ملامحمد عمر مجاهد نړيوالې محكمې محكوم كړى كه د بش اومحكمې محكوم كړى؟
ايا ګلبدين حكمتيار نړيوالې محكمې مجرم ثابت كړى ؟
د هغوى په نامه ولې دلته څلور لارې نه نومول كېږي؟
دا څنګه مصلحت دى چې د مزاري او مسعود له پاره وياړنې ايجابوي او د ګلبدين او ملامحمد عمر له پاره ويرنې؟
ايا ستا ضمير دا مصلحت ايجابوي چې پښتانه دې د شمالي ټلوالې په شخصي جېلونو كې وي، بمبارۍ دې پرې كېږي، له ښوونځي او پوهنځي دې محروم وي او دشمالي ټلواله دې مزې كوي؟
رحمان بابا څه ښه ويلي دي:
تولعنت دې په دا هسې منصفۍ شه
چې د حق ونه باطل وته ګذر كړې!
غفار صيب خداى دې وكړي چې زما درديدلي په ستوغو خبرو خاطر دروند نه كړې ځكه وايي ځمكه هغه سوزي چې اور پرې بلېږي نو زه په ننني افغانستان كې محكوم، مظلوم او بې وزله پښتانه وينم چې په يو او بل نوم سپكېږي، ځورېږي او وژل كېږي ځكه رانه يو څه ستوغې خبرې وليكل شوې كيدى شي تاسو په خپله دنده كې بريالي واست او ښه دفاع كوئ خو هر څه خپل حد لري!
21.11.2006
دروند مکرم استاد حليمي صاحب او درنو ملګرو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د محترم استا حليمي صاحب د پام د قانون صراحت ته راګرځوم چې له علني اهانت يا په علني تګه اهانت څخه نۀ، بلکې[color=white:009d63d2eb] ً د علني وسيلو له ﻻرېً [/color:009d63d2eb]هانت څخه غږيدلی :
[quote:009d63d2eb]که یو شخص د یوې علنی وسیلې له لارې جمهور رئیس ته اهانت کوی په متوسط حبس محکومېږي .[/quote:009d63d2eb]
علني وسيلې له ډله ييزيو مياو لکه خبري رسنۍ او طبوعاتي سايل راديو ، تلويزيون، ورځپاڼې ، مجلې ، تيت پاڼې ډله ييزو څرګندونو او داسې نور دي . په درنښت
21.11.2006
دروند مکرم استاد حليمي صاحب او درنو ملګرو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د محترم استا حليمي صاحب د پام د قانون صراحت ته راګرځوم چې له علني اهانت يا په علني تګه اهانت څخه نۀ، بلکې[color=white:4e79c50d72] ً د علني وسيلو له ﻻرېً [/color:4e79c50d72]هانت څخه غږيدلی :
[quote:4e79c50d72]که یو شخص د یوې علنی وسیلې له لارې جمهور رئیس ته اهانت کوی په متوسط حبس محکومېږي .[/quote:4e79c50d72]
علني وسيلې له ډله ييزيو ميداو لکه خبري رسنۍ او طبوعاتي سايل راديو ، تلويزيون، ورځپاڼې ، مجلې ، تيت پاڼې ډله ييزو څرګندونو او داسې نور دي . په درنښت
momtaz
21.11.2006
محترمو دوستانو السلام علیکم
ستاسو د معلوماتو لپاره:
[color=white:caeec1eb93]د نافذ جزا قانون د دوهم فصل ( د کورني امنیت پر ضد جرمونه) په ۲۴۲ مې مادې لومړۍ فقرې کې داسې راغلي:
که یو شخص د یوې علنی وسیلې له لارې جمهور رئیس ته اهانت کوی په متوسط حبس محکومېږي [/color:caeec1eb93]
او په دویمې فقرۍ کې راغلي:
[color=blue:caeec1eb93]که د لومړۍ فقرې جرم د جمهور رئیس په حضور کې وشي مجرم د اوږدې مودې په حبس محکومېږي[/color:caeec1eb93]
والسلام
ghafar
21.11.2006
عزتمنه وروره larghonay1 سلامونه او نېکې هیلې !
[quote:3ae00c9ac4]دا كومې ببلو لالې چې تاسو ليكلي چې مزارى يا بل نړيوالې محكمې نه دي محكوم كړي نو ايا ملامحمد عمر مجاهد نړيوالې محكمې محكوم كړى كه د بش اومحكمې محكوم كړى؟
ايا ګلبدين حكمتيار نړيوالې محكمې مجرم ثابت كړى ؟
د هغوى په نامه ولې دلته څلور لارې نه نومول كېږي؟[/quote:3ae00c9ac4]
ګرانه لرغونیه وروره ! که د ما د دغه بحث او نورو لیکنو ته ځیر شۍ ما هیڅکله ندې لیکلي، چې ښاغلي حکمتیار او ملاعمر مجرمان دي . زه دا حق هم نلرم ! دا چې امریکا د خپل نړیوال سیاست په چوکات کې چاته مجرم وایي دا دهغو کار دئ . تر هغه ځایه چې د ډلییزو رسنیو له لارې څرګندېږي د افغانستان دولت هم ښاغلي حکمتیار او ملاعمر مجرمان نه ګڼي، بر عکس هغو ته یې د خبرو اترو بلنه ورکړې ده.
[quote:3ae00c9ac4]ګرانه ته يو ځل د بل چا په مرسته دغه خپله لومړۍ ليكنه ولوله او زما هم لومړۍ هغه ولوله بيا پرې سوچ وكړه چې د قانون نه منل او يا نه رعايت كول څوك كوي. [/quote:3ae00c9ac4]
ګرانه وروره زه ستاسو په غوصه ښه پوهېږم ، چې لیکۍ :[quote:3ae00c9ac4] ځمكه هغه سوزي چې اور پرې بلېږي[/quote:3ae00c9ac4]
ستاسو او زما د نظر تر منځ توپیر په دې کې دئ، څرنګه چې ما دخپل په بل پیغام کې هم لیکلي وو، چې دولت په دغو سیمو کې ډېر کمزورئ دئ. د قانون ، نه رعایت ، هله به وي، چې دولت د عمل توان ولري او دستونزې د حل لپاره کوم اقدام ونکړي.
[quote:3ae00c9ac4]غفار صيب خداى دې وكړي چې زما درديدلي په ستوغو خبرو خاطر دروند نه كړې [/quote:3ae00c9ac4]
نه لرغونیه وروره ستاسو سره په بحث کې زما خاطر نه درندېږي ! زه تاسو او ستاسو نظر ته احترام کوم !
په درناوي
اوبه له پاسه خړې دی!
Mohammad Hassan
21.11.2006
د بحث ګډون کوونکو او د موضوع درنو لوستونکو ته سلامونه!
په طرحه شوې موضوع کې خو زما نظر دادی چې په هغه هېواد کې چې حالات نورمال، ولس مشر د رايو د ګټلو له لارې انتخاب، قانون حاکم او اجرائيه قوه د قوانينو د عملی کولو توان په ځان کې ولری، نو فکر کوم چې د ولس مشر توهين او سپکاوی د علنی وسايلو له لارې جرم ګڼل کېدای شی او د داسې جرم کوونکی هم محکوم او په جزا رسېدای شی. زما په نظر همداسې بايد هم واوسی. هلته بيا د اپوزيسيونی مبارزې د پرمخ وړلو له پاره نورې قانونی لارې موجودې وې او دولت د هغو په ساتلو کښې هم زيار باسی.
خو د افغانستان شرايط داسې نه دی. دلته نه دولت او دولتی لوړ رتبه مامورين د قانون مراعات کوی او نه هم له نوروڅخه د هغه د مراعات کولو چندان تمه لری. د خارجيانو له خوا په افغانانو باندې دا اوسنئ تحميل شوی دولت ډير کمزورئ دی او د هغو د کمزورۍ له کبله هيواد ټوټه، ټوټه او د تجزيې له خطر سره مخامخ دی. دا دولت پخپله د قانون د ترپښو لاندې کولو شرايط رامنځته کړی او د قانون د ساتلو خيال او وس نه لری. همدا فکټور د نورو ترڅنګ د هغو مشروعيت تر سوال لاندې راولی، ځکه چې خپله دنده نه شی اجراکولای.
د قانونی نظم پرځای د دولت د ارګانو په د ننه او بيرون کې ګډوډی او بې قانونی واکمنه ده. تر ټولو د مخه دا پخپله دولت او په سر کې ئې ولس مشر دی، چې د څو جنګسالارانو او قوماندانانو د رضايت او خوښۍ په خاطر وضعه شوی قوانين ترپښو لاندی کوی، د ولس د پراخه کتلو د واضحو او قانونی حقوقو او آزاديو ساتنه نه کوی او نه ئې کولای شی.
اوسنئ دولت او په راس کې ئې جمهور رئيس د پرديو ځواکونو په زور، چالو او توطيو په افغانانو تحميل شوي اوبيا همدې تحميل شوی دولت او جمهور رئيس څو تنه غله، قاچاقبران، د ملي نواميسو سره بې پروا خود غرضه او مرتجع افراطيون، جنګسالاران، د انګليسی استعمار پيژندل شوی ځيره خواران او افغانی امريکائيان د ولس په برخليک حاکم کړی دی. دا او دې ورته ډير نو څيزونه د اوسنی دولت او پخپله د اوسنی ولس مشر مشروعيت له ډيرو سوالو سره مخامخ کړی، نه پخپله د قانون د مراعاتولو توان لری او نه پر نورو باندې د قانون د تطبيقولو اراده او امکان
. دا اوسنئ تش په نامه افغانی دولت دی چې پخپل او د خپلو خارجی بادارانو په حمايت سره يې د يوې محدودې او مخصوصې ډلې له پاره د نورو وطنوالو د حقوقو د ترپښو لاندې کولو، د شتمنيو د چور او چپاول او دملی هستيو د پلورلو او غصبولو شرايط مهيا کړی دی.
نتيجه دا چې اوبه له پاسه خړې دی او د افغانستان د هر وګړی د محاکمې تر مخه لازمه ده چې پخپله دولتی مشر د قانون د نه مراعاتولو، د خلکو د ارادې له نظره غورځولو او د اجنبيانو له پاره د ملی ګټو څخه د تېرېدلو، له عامه او د بيت المال څخه د ځان او خپلوانو د مړولو اوپه ډېرو نورو درنو جرمونو محاکمه او مجازات شی او ورپسې وروسته د هغه د دولت نور لوړرتبه غړی هم په همدې توګه!
او که څنګه؟
21.11.2006
[quote:1ed2c55d12]نتيجه دا چې اوبه له پاسه خړې دی او د افغانستان د هر وګړی د محاکمې تر مخه لازمه ده چې پخپله دولتی مشر د قانون د نه مراعاتولو، د خلکو د ارادې له نظره غورځولو او د اجنبيانو له پاره د ملی ګټو څخه د تېرېدلو، له عامه او د بيت المال څخه د ځان او خپلوانو د مړولو اوپه ډېرو نورو درنو جرمونو محاکمه او مجازات شی او ورپسې وروسته د هغه د دولت نور لوړرتبه غړی هم په همدې توګه!
او که څنګه؟[/quote:1ed2c55d12]
دروند ورور محمد حسن او درنولوستونکوته سلامونه !
دغه کار به په زړه پورې يو کار وي، خو که عملي امکان يې موجود وای . ددولتي قدرت د يوه ارګان په توګه ستره محکمه هم د هغه چا د قدرت ارګان دی چې دولتي قدرت يې په ﻻس کې دی، او دا همغه خلک دی چې په پورتنۍ ليکنې کې تورن ښودل شوي دي، نو داهيله به له دې سره برابره وي چې ګواکې تورن کسان دې ځانونه پخپله دخپل دولتي قدرت له خوا محکمې ته راکاږي ، چې له تصور نه ليرې بريښي ..
تر دې امکان به ريالستي ﻻر دا وي چې د مطبوعاتو او نورو دموکراتيکو ﻻرو څخه ددغسې جناياتو په رسوا کولو کار واخيستل شي او په ملي شوراکې خپل پورته شوي يا پورته کيدونکي آ واز ته [color=white:1ed2c55d12]ځينې[/color:1ed2c55d12] اورېدونکي پيدا کړي !
momtaz
22.11.2006
محترم ځواکمن صاحب او نورو دوستانو السلام علیکم
[quote:b5842d06fb]نو ستاسو دا دوهمه جمله څرګندونوته اړمنه بريښي چې :
اقتباس:
جرم هغه وخت ګڼل کیدای شی،چې د قانون سرغړوونکئ افغان وي او په افغانستان کې ژوند وکړي !
خبره په دوهمه برخه ( او په افغانستان کې ژوند وکړي ! ) کې ده :
جرم د سزا وړ تيا ته وايي، چې محکومول يې د قضا کار دی، نه د سزاد پلي کولو عمل ته ، چې د اجرائيه قوې کار دی . څوک چې خپل افغاني تابعت لري که په خارج کې هم ژوند کوي، د نوموړي اهانت په صورت کې پر جنايت تورن او د ثبوت په صورت کې مجرم ګڼل کيږي ، خو سزا يواځې هغه وخت ورکول کيدای شي چې مجردې افغانستان ته داخل شي![/quote:b5842d06fb]
محترم ځواکمن صاحب ډېره بښنه غواړم،چې ستاسو پورتنۍ لیکنې په هکله لږ نا وخته خپل نظر څرګندوم . باید ووایم چې له ما څخه اشتباه شوې وه ، ستاسو توضیحات سم دي ، ډېره مننه . زه به د لوستونکو د معلوماتو لپاره د قانون دغه ماده نقل کړم:
د نافذ جزا قانون د دوهم فصل لومړۍ برخې ( د قانون تطبیق د مکان او اشخاصو له حیثه)، په ۱۸ مې مادې کې راغلي:
[color=white:b5842d06fb]هر افغان که د افغانستان نه بهر د داسې عمل مرتکب شی، چې د دې قانون د حکمونو په اساس جرم وي کله چې افغانستان ته بېرته را ستون شي د دې قانون د احکامو سره سم مجازات کېږي، پدې شرط چې دا عمل د هغه هېواد په قانون کې هم د مجازات وړ وي، چې په کې دا عمل تر سره شوئ دئ.[/color:b5842d06fb]
والسلام