نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خره هم دومره شوتله نه خور ي لکه دا وکيلان دملت غوښې
pattang
14.11.2006
وکيلانو تر ٢ خروارو ډير بادام او پسته خوړلي
چاپي بڼه
د ولسي جرګې يو شمير وکيلان د اعتراض په توګه د جرګې له نننۍ ناستې څخه ووتل او د جرګې په اداري چارواکو يې نيوکې وکړې او وايي چې د د کورنيو دندودکاري اصولو درناى نه کوي . په ناسته کې هغه مهال د وکيلانوتر مينځ کړکيچ را پيدا شوچې د ټاکل شوې اجندا برخلاف د ادارى پلاوى له لوري دبحث له پاره د وکيلانو د امتيازاتو او حقوقو خبر ه رامخ ته شوه . له دې سره سم د خبري رسنيو استازى او خبر يالان له ناستې څخه وشړل شول . د ولسي جرګې غړيو هر يو رنجبر ، شکريه بارکزي ، مير محمد جوينده او يو شمير نور و وکيلانو په دې تګ لاره نيوکې وکړې او له ناستې ووتل .وروسته په پټه ناسته کې څرګنده شوه ، چې وکيلانو تر اوسه دوه خرواره او لس منه بادام او پسته خوړلي او دولسي جرګې دوهمې مرستيالې فوزيې کوفي د نړۍ گوټ ګوټ ته د بريښنا ليکونو په استولو سره په ورکشاپونو کې د وکيلانو د تريننګ کولو د لګښت په نامه بسپنه ټوله کړې او يوازې د سيل په نامه ديوې موسسې له لوري ١٢ ميليون ډالر په تربيوي او تعليمې برخو کې له ولسي جرګې سره مرسته کړې ده . په ناسته کې د تيلود لگښت په څيرد يو شمير نورو بې ځايه لګښتونو يادون هم شوى دي .
(بېنواخبري څانګه
Mohammad Hassan
20.11.2006
هغه پتنګ ته مې سلام دی
چې د وطن په مينه ځان ستۍ کوينه
له دې رژيم نه ګيله مکړه
چې سر تر پايه ځنې خيژی بد بويونه
دا وکيلان نه دی شيران دی
دوی د ولس په غوښو وکړل ورمېږونه!
چې په جهاد کې يې ځان موړ کړ
په اوسنی چور کې به خېټې پړسوينه
قوماندانان ؤ، وکيلان شول
د دوی د بخت ستوری هميش ځلا کوينه!!
آشنا چې رخه پرې ونکړی
چې خدای ورکړی، بنده څه کولئ شينه؟