نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
راځۍ چه ويې شاربو او کوچي په وکړو !!!!
ع کريم حليمي
13.11.2006
درنو او محترمو وړونو او خويندو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
محترم استادځواکمن صاحب !
د اسلام ترنامه لاندي داسي ليکني سته چه تر ګټو ئې خسارې ډيري دي !
لکه د (لولاک لما خلقت الافلاک ) او د علقمه او مور بيانونه
په نبي ص پوري ډير قصې تړل سوي دي ، نه چه د نبي ص په حق کښي ظلم دی
بلکي د امت سره هم لوی ظلم دی ٠
تاسو به لوستي وي او يااورېدلي چه :
يو ځوان وو چه ، کله چه ئې د مرګ وخت راورسېدي ، نوپر کلمه شهادت ئې ژبه
نه اوښته ، روايت کوي چه علقمه يو ډير نېکو کاره او د لمانځه او روژې پابنده
سړي وو ، خو مر ورڅه ازار وه
د علقمه مور وايي چه د ماندينې په مقابل کښي زه ورته بې اهميته وم
او ويل يې چه زه علقمه نه بخښم ٠
وروره ! صوفيانو کوښښ کړي چه ځانونه داسي ښکاره کړي چه دوی
پر رسول داسي مين دي چه بل څوک داسي مين نه دي ، څونه چه ځان مين څرګند
کړي ،نو په هغه اندازه بيا عوام خلګ پر ده مين سي
او ملا صاحب بيا کوښښ کوي چه خلکو د زړنو رانيول وکړي ، څرنګه ؟
تاسو ته معلومه ده ! کوم خلک چه مسجد ته دلمانځه د پاره ولاړ سي
نو د ملا دور ته هم بايد غوږ ونيسي ، نو ملا ته معلومه ده چه د پلار او زوی
تر منځ هم همېشه اختلاف سته چه يوه طبعي حالت دي
نو ملا دلته يو درز ويني او ځان په دې درزکښي ځاي کړي ٠ او هر وخت د پلا دحقوقو
بيان کوي ، نو د پلرونو پر زړه لکه ملحم داسي لګېږي ٠
که پيران د لولاک لما خلقت الافلاک او ملا د علقمه بيانونه و نه کړي نو سياسي
قدرت ئې د لاسه وزي ٠
او که ملا د اولاد د حقوقو بيان شروع کړي نو دخپل سياسي کور خرابئ
په کښي ويني
اوکه پير صاحب د لولاک لما خلقت الافلاک بيان ونه کړي نو دئ هم خپل سياسي
کور خرابئ ويني ٠
د علقمه او لولاک دواړه سوره درواغ دي ، هو ! که څوک سند راته ښکاره کړي
چه د نبي احاديث دي ، نو بيابه ئې ومنم ! چه حق ده پيره
نوټ :- علماء راسخ اوثابت مي مطلب ندي ، يوازي علماء سُوء مي مطلب دي
په احترام