نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طاهر شباب څوک دی؟
Pesarlay
13.11.2006
ګرانو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې٠
داسې ويل كېږي چې طاهر شباب ، د ملې کنګره (د ستميانو راسيستې او فاشيستي ګوند) د اروپاې چارو مسول دی٠ ايا دا خبره سمه ده؟ داسې ګنګوسى هم و چې د طاهر شباب مشر ورور، د مسعود په دوره که يو لوړپوري جنرال و٠
پسرلۍ
طاهر شباب څوک دی؟
shawali khairkhail
14.11.2006
pesarlay صاحب سلامونه!!
pesarlay وروره, نوری موضوګانې نه وی ,چه تا طاهر راواچوه.
خدای وکا چه خپه نه شی.
Pesarlay
15.11.2006
[quote:e278fd5af9]pesarlay صاحب سلامونه!!
pesarlay وروره, نوری موضوګانې نه وی ,چه تا طاهر راواچوه.
خدای وکا چه خپه نه شی.[/quote:e278fd5af9]
وعليکم سلام!
نه ورور جانه ولی خپه شوم؟ څرنګه چې يو شمير دوستانوخبر دي، څو اونۍ مخکې، طاهر شباب په ډ نمارک کې د پیوستون ټولنه مېلمه وو.
خلاصه چې د ښاغلي دوکتور فاروق زماني لخوا ډير ښه بدرقه شو. د مراسم په تر څ كې ځيني ملګرو ډير نارامه ښکاريدل. او داسی ګنګوسى هم و چې طاهر شباب، ځانته افغانستانی وايی نه افغان. په دی خاطر می پوښتنه وکړل چې ايا دا خبره سمه ده که څنګه؟
پسرلۍ
momtaz
20.11.2006
پسرلیه وروره السلام علیکم
وروره لاندې پاڼې ته ورشه او طاهر شباب وګوره او واوره او بیا قضاوت وکړه !
http://youtube.com/watch?v=AehFFb7Miyk&mode=user&search=
والسلام
Pesarlay
21.11.2006
وعليکم سلام ښاغلۍ momtaz صاحب!
ورور جانه، څنګه چې تاسو هم زما په مطلب ښه پوه نه شو؟ دا خو ټولو ته
معلوم دي چې هغه ډير ښه پښتو سندري وايي٠خو پوښتنه مي دا نه وو چې اياهغه ښه پښتوسندرغاړې دی او کنه؟
خو بيا هم ډيره مننه٠
momtaz
23.11.2006
پسرلیه وروره السلام علیکم
که طاهر شباب یا کوم بل څوک په پښتو سندرې وایي، طبعاْ هغه پښتو سندرغاړئ دئ. که مقصد مو دا وي چې یواځې یو پښتون د پښتو سندرغاړئ کیدای شي، زه هغه نه منم او دا هم نه پوهېږم چې طاهر شباب پښتون دئ که نه . ما دومره لوستلي چې هغه په ننګرهار کې زېږېدلئ او ابتدائیه ښوونځئ یې هم همغلته بشپړ کړئ او بیا کابل ته راغلئ او د موسیقی له لېسې څخه وتلئ او په رادیو افغانستان کې یې په فارسی او پښتو سندرې ویلې . فکر نکوم چې هغه سیاسی سړئ وي . يو ورور یې صدیق شباب نومېږي، چې هغه هم د موسیقی په څانګه کې کار کوي. [quote:a829a0d495] داسې ګنګوسى هم و چې د طاهر شباب مشر ورور، د مسعود په دوره که يو لوړپوري جنرال و٠ [/quote:a829a0d495]
داګنګوسی ما تر اوسه نه وه اوریدلې . که سمه هم وي او هغه څه کړي دي د هغه مسئولیت به د هغه پخپله غاړه وي .
والسلام
Pesarlay
23.11.2006
[quote:d20c18c792]پسرلیه وروره السلام علیکم
که طاهر شباب یا کوم بل څوک په پښتو سندرې وایي، طبعاْ هغه پښتو سندرغاړئ دئ. که مقصد مو دا وي چې یواځې یو پښتون د پښتو سندرغاړئ کیدای شي،[/quote:d20c18c792].
وعليکم سلام ګرانه وروره momtaz جانه٠
ورور جانه! زه په دی برخه کې بيخي تاسو سره هم نظر يم.
[quote:d20c18c792]دومره لوستلي چې هغه په ننګرهار کې زېږېدلئ او ابتدائیه ښوونځئ یې هم همغلته بشپړ کړئ او بیا کابل ته راغلئ او د موسیقی له لېسې څخه وتلئ او په رادیو افغانستان کې یې په فارسی او پښتو سندرې ویلې . فکر نکوم چې هغه سیاسی سړئ وي . يو ورور یې صدیق شباب نومېږي، چې هغه هم د موسیقی په څانګه کې کار کوي[/quote:d20c18c792]
هو! هغه په ننګرهار کې زېږېدلی دی، خو په خته کې پنجشیر دی٠ د هغه مشر ورور چې جنرال ظاهر نوميده ، د داکتر نجيب الله په دولت کې د سازا ګوند ( ملې کنګره) یو سترجنرال و چې بيا ورسته مسعود سره يو ځاي شو ٠
خو دا ماته روښانه نه و ه چې هغه دومره متعصب دی٠
بيا هم ستاسو نه ډيره مننه کوم چې په موضوع کې برخه واخيستل٠
وسلام
پسرلۍ
momtaz
24.11.2006
ګرانه وروره پسرلیه السلام علیکم
ستاسم د معلوماتو څخه ډېره مننه، ما د طاهر شباب په هکله دومره معلومات نه درلودل.
تاسې لیکئ:[quote:fb32668523]دا ماته روښانه نه و ه چې هغه دومره متعصب دی٠ [/quote:fb32668523]تاسو به د خپله تجربه کړې وي، چې داسې وایئ. په ریښتیا چې تعصب یوه روانی ساری ناروغۍ ده . خدای دې څوک په ځانګړیتوګه زمونږ هېوادوال له دغې ناروغۍ څخه وساتي ! کله کله داسې هم پېښېږي، چې متعصب خلک د خپلو حقوقو د غوښتنې تر عنوان لاندې خلک تبعیض او تفرقې ( مذهبی، قومی، لسانی) اچولو ته تحریکوی . [color=white:fb32668523]زه نه پوهېږم چې تاسې خبر یاست که نه ،چې د افغانستان د جزا د قانون د دوهم فصل، ۲۳۳ مادې ، لومړۍ او دوهمې فقرې له مخې دا یو جرم دئ [/color:fb32668523]
والسلام
larghonay1
25.11.2006
پسرلى وروره طاهر شباب خو مونږ د يوه سندرغاړي په توګه پېژنو.
ډېر پاړسيوان سندرغاړي پښتو سندرې وايي خو هغه د چا خبره په پښو بښو پكې وخېژي او داسې پښتو ووايي چې په شرمو يې وشرموي.
طاهر شباب په رښتيا چې يو ښه سندرغاړى دى او ښكلې پښتو فولكلوري سندرې وايي اود ډېرو پښتنو خوښ دى.
دا چې ورور يې څه كړي او څوك و ؟
زمونږ يې پرې څه ؟
جرم فردي دى!
پاتې شوه د ده د تعصب خبره كه متعصب وي نو پاړسي شعرونه خو لږ نه دي ، ولې پښتو وايي؟
له دې معلومېږي چې له پښتو سره تعصب نه لري نو ځكه خو پښتو سندرې د زړه له كومي وايي.
او كه درته ووايم خداى دې هر متعصب او ستمي پاړسيوان همداسې كړې لكه طاهر شباب چې له مونږ سره پښتو ووايي نور نو مونږ ترې څه غواړو؟
زمونږ سره خو چې د متعصبينو يا ستميانو نه ده جوړه ، هغه خو همدغه د پښتو ژبې پر سر ده نور خو هر څوك خپل كار كوي.
كه مونږ ته رباني، ضياء مسعود، قانوني، كرزى، كريم خليلي، محقق، هيوادمل او نور ستميان د دې هيواد د اتباعو په توګه سم حقوق راكړي نو بيا خو هغوى هم د دې خاورې دي او مونږ هم نور ورسره هيڅ ستونزه نه لرو.
خو كه د كرزي او هيوادمل صيب غوندې پښتانه ستميان چارواكي او د فرهاد دريا غوندې بې پښتون ستمي سندرغاړى وي له دوى څخه سل ځله طاهر شباب غوره دى.
پنجشير درې ته خو د يوې فرهنګي درې حيثيت فرهاد دريا وركړ چې ټولې پنجشيرۍ سندرې وايي او پښتو سندرو باندې ملنډې وهي.
Pesarlay
26.11.2006
دوستانو يو ځل بيا سلامونه او نېکې هیلې٠
[quote:31027c10e2]تاسو به د خپله تجربه کړې وي، چې داسې وایئ. په ریښتیا چې تعصب یوه روانی ساری ناروغۍ ده . خدای دې څوک په ځانګړیتوګه زمونږ هېوادوال له دغې ناروغۍ څخه وساتي ! کله کله داسې هم پېښېږي، چې متعصب خلک د خپلو حقوقو د غوښتنې تر عنوان لاندې خلک تبعیض او تفرقې ( مذهبی، قومی، لسانی) اچولو ته تحریکوی . oزه نه پوهېږم چې تاسې خبر یاست که نه ،چې د افغانستان د جزا د قانون د دوهم فصل، ۲۳۳ مادې ، لومړۍ او دوهمې فقرې له مخې دا یو جرم دئ [/quote:31027c10e2]
ورور جانه! دا پورتنې معلومات د بي بي سي فارسی او پښتو څانګه څخه مي
واخستل٠
او دا دی د صدیق شباب يو ښايسته سندري چې مسعود خان ته ويلي دی ٠
http://www.khawaran.com/Sound/8-Gaziyar%20va%20Shobab.mp3
[quote:31027c10e2]تاسو به د خپله تجربه کړې وي، چې داسې وایئ. په ریښتیا چې تعصب یوه روانی ساری ناروغۍ ده . خدای دې څوک په ځانګړیتوګه زمونږ هېوادوال له دغې ناروغۍ څخه وساتي ! کله کله داسې هم پېښېږي، چې متعصب خلک د خپلو حقوقو د غوښتنې تر عنوان لاندې خلک تبعیض او تفرقې ( مذهبی، قومی، لسانی) اچولو ته تحریکوی . زه نه پوهېږم چې تاسې خبر یاست که نه ،چې د افغانستان د جزا د قانون د دوهم فصل، ۲۳۳ مادې ، لومړۍ او دوهمې فقرې له مخې دا یو جرم دئ
والسلام[/quote:31027c10e2]
هو، ريښتيا چې تعصب يو ډيره خطرناکه ناروغي ده،زه د يوځوان افغان په
په صفت، هر نوع مذهبی، قومی اولسانی تبعيض په کلکه غندم٠
larghonay1
[quote:31027c10e2]
پاتې شوه د ده د تعصب خبره كه متعصب وي نو پاړسي شعرونه خو لږ نه دي ، ولې پښتو وايي؟ [/quote:31027c10e2]
ګرانه larghonay1 وروره سلام!
موسيقی لکه تجارت غوندي دی ٠ طاهر شباب هم پښتانه مشتريانو ته ارتيا لري٠
[quote:31027c10e2]
او كه درته ووايم خداى دې هر متعصب او ستمي پاړسيوان همداسې كړې لكه طاهر شباب چې له مونږ سره پښتو ووايي نور نو مونږ ترې څه غواړو؟[/quote:31027c10e2]
ورور جانه! ښاغلي پژاندپور د ملي کانګره لومړی مرستيال. دی، هغه هم ډير ښه پښتو خبري کوي خو په حقيقت کې د پښتنواو د پښتو ژبې دښمن دی٠
و سلام!
پسرلۍ
منبع: د خاوران ويب پانه
راپورتاژ تصویری و صوتی از پنجمین سالروز شهادت سپهسالار جهاد و مقاومت در افغانستان احمد شاه مسعود بتاریخ سوم ماه سپتمبر 2006
در شهر هامبورگ جمهوری فدرالی آلمان
[img:31027c10e2]http://img171.imageshack.us/img171/6049/masoddjn8.jpg[/img:31027c10e2]
[img:31027c10e2]http://img171.imageshack.us/img171/4984/masoddtttpr8.jpg[/img:31027c10e2]
[img:31027c10e2]http://img171.imageshack.us/img171/9608/sediqne9.jpg[/img:31027c10e2]
larghonay1
14.12.2006
ټولو دوستانو په ځانګړې توګه پسرلي ته سلامونه وايم.
ګرانه دا چې طاهر شباب چاته سندرې وايي او په كومه ژبه يې وايي دا يې حق دى خو دا چې پښتو سندرې په خوږه او سمه لهجه وايي دا يې ښه توب دى.
دا چې مسعود يو جنايتكار او وطن پلورونكى دى دا هم جوته ده ، خو بيا هم د طاهر شباب هم ژبى دى نو كه سندرې ورته وايي هغه يې مونږ نه ستايو او نه طاهر شباب په دې غندلى شو ځكه زمونږ ډېر خواږه پښتو ژبي سندرغاړي دي چې د طالبانو تحريك ته يې كومي شكولي وو او ملا عمر ته يې ترانې ويلې نو مونږ هيڅكله هم هغه ټول نه شومحكومولاى او نه يې له صحنې ويستلاى شو.
كه څه هم د ملاعمر ګوناه به له مسعوده كمه وي خو بيا هم دواړو كومې ښې پايلې نه دي لرلي او دواړو د پښتنو پښې وهلي دي.
نو مونږ بايد د طاهر شباب پښتو سندرې وستايو خو هغه اعمال چې د ګنګرې يا ستميانو په ملګرتيا كې يې كوي هغه يې بايد بېل وغندو.
او دا چې شباب غواړي پښتانه مشتريان ولري نو دا خو د خوښۍ ځاى دى.
كاشكې پښتو د بازار، د ګټې ، د تجارت او د ښوونځي ژبه شي ، مونږ به شكر اوباسو.
زما په نظر تر شباب دريا ډېر د غندلو وړ دى ځكه چې دقهارعاصي پنجشيري بلبل دى او نورې پنجشيري فولكلوري سندرې چې څومره په شوق وايي هغومره يې هيڅوك نه وايي.
او په پښتو سمې خبرې هم نه شي كولى تش زاړه كمپوزونه غلاكوي. يانې فرهاد دريا يو پښتون ستمى دى.
Pesarlay
23.12.2006
[quote:260ff6d00a="larghonay1"].
نو مونږ بايد د طاهر شباب پښتو سندرې وستايو خو هغه اعمال چې د ګنګرې يا ستميانو په ملګرتيا كې يې كوي هغه يې بايد بېل وغندو.
او دا چې شباب غواړي پښتانه مشتريان ولري نو دا خو د خوښۍ ځاى دى. .
.[/quote:260ff6d00a]
يو ځل بيا سلامونه او نېکې هیلې شاغلۍ لرغونۍ صاحب!
هو! زه تاسو سره په دې برخه کې بيخي هم نظر يم. ما مخكې هم يادونه وكړه، چې هغه يو ډير ښه سندرغاړې دی، خو په ډير تاسف دا هم تاسو ته ويلې شم چې هغه د افغانانو د صداقت نه ډير ګټه اخلی. کله چې د هغه مشتريان زيات شی نو پښتون ستيزی هم به زياتيږی. څنګه چې ټولوته ظاهره ده، لطيف پدرام په خته کې اسماعیليه دی او دا هم تاسوته روښانه ده چې ستميان لکه اسماعليان غوندی يو مالی سصندوق لرې چې هرغړې مجبوراو مکلف دی چې په هر مياشت کې ١٠ ايرو اعانه راكړې.
خو د تاسف وړ دا دی چې، هغه پيسې چې پښتانه مشتريان طاهرته ورکوي، د پښتو اوپښتونو پر ضد، طاهر بيرته استعمالوی. :lol:
و سلام!
پسرلۍ
momtaz
23.12.2006
ګرانو دوستانو السلام علیکم
پسرلی ورور لیکي :[quote:6402678902]د تاسف وړ دا دی چې، هغه پيسې چې پښتانه مشتريان طاهرته ورکوي، د پښتو اوپښتونو پر ضد، طاهر بيرته استعمالوی.[/quote:6402678902]
ګرانه وروره پسرلیه که یو لږ څه روښانه کړئ، چې دغه پیسې په څه ډول د پښتنو پر ضد استعمالوي؟؟
والسلام
Pesarlay
24.12.2006
[quote:f720f696e7="momtaz"]ګرانو دوستانو السلام علیکم
پسرلی ورور لیکي :[quote:f720f696e7]د تاسف وړ دا دی چې، هغه پيسې چې پښتانه مشتريان طاهرته ورکوي، د پښتو اوپښتونو پر ضد، طاهر بيرته استعمالوی.[/quote:f720f696e7]
ګرانه وروره پسرلیه که یو لږ څه روښانه کړئ، چې دغه پیسې په څه ډول د پښتنو پر ضد استعمالوي؟؟
والسلام[/quote:f720f696e7]
وا عليکم سلام!
مومتاز جانه، دا خو ټولوته روښانه ده چې څنګه؟ د مثال په ټوګه، يوازی دلته په اروپا کې، ١٠ ستمی سازمانو نه وجود لری. څنګه چې تاسوته معلومه ده، دوی يو راديو او تلويژني چاينل هم لری. نو دوی سرا چا مالی او مادی مرسته کوی؟ ما مخكې هم اشاره وکړل چې هغوی يو مالی سصندوق لرې. هرغړې مجبوراو مکلف دی چې په هر مياشت کې ١٠ ايرو اعانه راكړې.
والسلام
larghonay1
08.01.2007
ګران پسرلى صيب سلام!
هيله ده چې خپه نه شې ځكه چې دا غټه خبره نه ده چې زما او ستا تر منځ دې مخالفت پيدا كړي خو بيا هم د لوستونكو له پاره غواړم په دې اړه خپل لنډ نظر څرګند كړم.
وروره نه پوهېږم چې تاسو په كوم هيواد كې يئ خو كه اوسمهال افغانستان له نږدې وڅارۍ نو د خداى په فضل مونږ نور محروميتونه نه لرو .
يو محروميت لرو چې هغه كلتوري محروميت دى.
اوسمهال په كابل كې د پښتنو په سلګونو لوړ پوړې ودانۍ، سوداګريزدفترونه، او نور دي.
په دولت كې هم پښتانه دومره كم نه دي خو كمى په كلتوري ساحه كې دى.
دلته كه هر څوك دي ژبه يې پاړسي ده او دا ځكه چې مونږ تل په پاړسيوانانو پسې خندلي چې غلطه پښتو وايي او هم دوى زمونږ دژبې پوره درناوى نه دى كړى او نه يې مينه ورسره درلودلې ده.
نو هغه د پښتو متل دى وايي ( له كلي ووځه خو له نرخه مه ووځه ).
وروره زه د طاهر شباب مدافع وكيل نه يم خو هرڅوك مجبور دى چې د خپل قوم، ژبې او سياسي ګوند په رضاكار صندوق كې څه وركړي.
دا چې مونږ پښتانه دغه كمال او اتفاق نه لرو نو زمونږ خامي ده، او كه طاهر شباب، ګوند يې او قوم يې دا كلتور لري نو تاسو ووايئ چې طاهر به په كوم دليل له دې نرخه ووځي؟
زه خو وايم پيسې دې هم وركوي اومټ دې هم وركوي خو پښتو دې وايي ځكه چې مونږ په همدغې اړخ كې كمزوري يو، نور نه د ستميانو په مونږ زور رسېږي او نه يې د اسماعليانو.
(ځكه چې جنګ كې خو مونږ هسې هم له انسانيته وراړولې ده او شنه زمريان يو) . ( [color=red:95b393a93c]شوخي). [/color:95b393a93c]
دا چې طاهر شباب د پښتو فولكلوري سندرې ښكلې وايي او اخيستونكي پيداكوي، ماركيټ پيدا كوي نو دا لاښۀ ده . ځكه چې نور به هم وهڅېږي او زمونږ ژبه به د بازار،دربار او ماركيټ ژبه شي.
او دا كه طاهر لس ايرو ورهم نه كړي نو ايران به سل ايرو وركړي او رباني به په يوازې ځان په مليونونو وركړي خو مونږ هم انشاء الله په شتمنۍ كې له چا كمزوري نه يو.
خداى دې وكړي چې په ژبني لحاظ هم له نورو سره سم شو.
په همدې هيله
ستاسو لاروى
Miwand Patang
30.04.2007
خوږو وروڼو هر یوه لرغونی لاروی صیب، پسرلی صیب او ممتاز صیب ګیډۍ ګیډۍ سلامونه
هیله ده چې روغ، جوړ او په خپلو ټولو روا چارو کې د پوره بریالیتوب څخه برخمن وی.
پسرلي صیب ډیره جالبه موضوع مطرح کړیده ځکه چې په دې هکله یې ډیرو کلتوري خبرو ته لاره پرانیستي او محترم ورور لرغوني لاروي صاحب بیا په دې اړه زیاتې علمي څرګندونې کړې دي چې زه فکر کوم هرو مرو به د پسرلي د قناعت وړ ګرزیدلي وي
زه له لرغوني صاحب سره بشپړ توافق لرم چې ستمیان له موږ سره کوم اختلاف لري یا یې موږ پښتانه ورسره لرو هغه د ژبني او قومي برترۍ له کبله دی ځکه پښتانه په دې عقیده لري چې افغانستان د هر افغان هیواد دی، د ټولو ساکنو پرګنو کور دی او ټول وګړي حق لري چې د خپل نفوذ او ونډې سره سم د خپل فرهنګ او ژبي د پرمختګ لپاره کار وکړي. خو ستمیان په دې آند دي چې ګواکي پښتانه په دوی ظلم کوي، دلته یوازې باید پاړسو ژبه په هر څه کې مطرح وي او چې وس یې ورسیږي نو دا هیواد خدای مه کړه سره ویشي او فدرالي نظام پکې حاکم کوي. که چیرې دوی هم د خپل نفوذ په انډول د خپلې ژبې او فرهنګ د حاکمولو لپاره هڅه وکړي نو بیا خو یې دا حق دی. زه خپل اصلی مطلب ته راځم هغه دا چې راځی چې په دې خبره اعتراف وکړو چې موږ پښتانه په فرهنګي ډګر، کار او هڅو کې دومره اتفاق نه سره لرو لکه چې ستمیان یې لري چې غوره مثال یې د دوی له خوا خپل ګوند ته په اروپا کې د ۱۰ یورو ورکول، تلویزیوني او نورو خپرونو سمبالول دي نورې هم ډیرې هڅې شته دي چې خواږه وروڼه شاید پرې خبر وي چې ستمیان یې د خپلو هیلو د غوړیدو لپاره په کار راوړي. زه خو وایم چې راځی موږ پښتانه په دې کلتوري ډګر کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړو او کلتوري ډګر ځینې یوسو. د فرهنګي او کلتوري چارو سمون کولای شي چې حتی له یوه جګړه مار، خونکار او ګیدړ څخه تقلبي قهرمان جوړ کړي لکه موږ او تاسو یې چې نن ورځ د خاین احمدشاه مسعود په حق کې وینو. که مو د خپلې ژبې د ودې او د خپل کلتور د غوړیدو لپاره په ګډه سره مسلکي هڅو ته سمون ورکړ بیا یې ته ګوره چې پښتو او پښتانه د خپلو کلتوري آرمانونو کومې پوړۍ ته رسیږي. بشپړ یووالی، پراخې هڅې، مسلکي پرمختګ او د خپلې ژبې د اهمیت په اړه د چارواکو قانع کول د دې بري لومړي څپرکي ګڼل کیدای شي.
په پښتني مینه
میوند پتنګ
د شاګرد خبره
زده كړيال
02.05.2007
ياره پسرليه او نورو ښاغلو سلام!
ښاغليه پسرليه انځورونه دې د ستر امان الله خان او لوى احمدشابابا لګولي او خبرې د ډمانو كوې، طاهر شباب به څه او كيسه يې، بيا هم خير، خو څوك چې ځان په امان الله خان او لوى احمدشابابا مين بولي، هغه همدومره د لوړ او عالي فكر خاوند. هغه بيا د ډمانو په سوړو كې ګوتې نه وهي او نه هغوى ته دومره وخت لري.
مننه ګرانه چې خپه نه شي.
ستاسې شاګرد
Pesarlay
03.05.2007
ګران او قدرمن ورور میوند پتنګ صاحب !
د زړه له کومي سلامونه مي ومنه؟ لمړی خو ستاسو له څرګندونو څخه ډيره مننه. دوهم ، شاغلۍ میوند پتنګ صاحب، زه ګومان کوم چې تاسوهم د ستميانو په اره لږ معلومات لرې. څنګه چې ما مخکې هم وی ويل، زه د يو ځوان افغان په
په صفت، هر نوع مذهبی، قومی او لسانی تبعيض په کلکه غندم.
زما دښمنى د هغوي سره په دې خاطره نه دی چې هغوي ولې پښتو ژبې ته په بدو سترګی ګوری او يا نه غواری چې پښتو پرمختګ وکری،
زه په دی کې ډير خپګان يم چې هغوی ولې زمونږ پښتانه قومونو، ملي اتلانو، او ملې اشخاصو ته سپکاوی کوی؟ دا خو خير دی اوس حتی زمونږ ښځينه اشخاصو ته لکه نازو انا زرغونه انا او اتله ملالۍ ته هم توهين او سپکاوی کوی٠
هر څوک چې ځان افغان بولي او په افغانيت وياړېږي، نو بايد پدې هم ووياړي چې ستر احمد شاه بابا زمونږ د ګران هېواد افغانستان بنسټ ايښودونکی او ملي اتل دی.
په درناوي
شاغلۍ شاګرد صاحب تاسو ته هم سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم.
که اجازه راکوی نو زه هم غواړم چی ستاسو نه يو پښتنه وکړم؟ کله چې څوک ستر احمد شا بابا او يا امان الله خان ته سپکاوی وکری، نور تاسو څه کوي؟
مننه،
دلته کليک وکړئ!
http://www.youtube.com/watch?v=0nxuk4T7GO8
Miwand Patang
06.05.2007
محترم ورور پسرلی صیب سلامونه او ښې چارې!
زه فکر کوم چې موږ او تاسو د دې موضوع په هکله ورته نظر سره لرو او زه ستاسو احساس ستایم چې د ستمیانو د منحوس نظر هغه برخې ته مو پاملرنه کړې ده چې تا پخپلو څرګندونو کې یاده کړې ده.
همدارنګه زه باید ووایم چې د هرې موضوع په هکله د معلومات درلودل له اشخاصو سره تفاوت کوي دا چې په دې اړه ستاسو معلومات زیات دی زما د ویاړ سبب دی او لطفا یې په وار وار و لیکی چې زموږ معلومات هم پرې ډیر سي. که چیرې زما پخواني پیغام ته ښه په ژور نظر وګورې نو ما هیڅ داسې کوم شی نه دي پکې لیکلي چې ګواکي موږ قومي برتري غواړو بلکي هر افغان او د دې هیواد د پرګنو ساکن قومونه حق لري چې د خپلې ونډې او نفوذ په انډول د خپلې ژبې او کلتور د غوړیدو لپاره کار وکړي د هیواد ملي اتلانو ته احترام ولري او د نوور قومونو د کلتوري پرمختګ لاره ډب نه کړي.
زه له تاسو سره بالکل توافق لرم چې د ستمیانو د تخریبي اعمالو یو اړخ دا دی چې دوی زموږ د تاریخي اتلانو لکه ستر احمدشاه بابا او نوور سپکاوی کوي چې وس یې ورسیږي.
زما د نظر د څرګندولو موخه هم دا ده چې موږ پښتانه باید په مسلکی توګه پر مخ ولاړ سو څو د مثبتو پایلو درلودونکی وي او د افغانستان د غلیمانو ناولې توطیی رسوا کړي.
مننه کوم او بریا مو غواړم
میوند پتنګ
Miwand Patang
06.05.2007
ګران پسرلی صیب په دې لیکنه کې مو چې کومه خبره کړې هغه مو بیرته پخپلو څرګندونو کې رد کړې ده بلکي ته پښتون قوم، ژبې او ملي اتلانو ته د هیواد د غلیمانو سپکاوي دې خبرې ته اړویستی یې چې دلته خپل نظر وړاندې کړې او دا د هر افغان ملي دنده ده. په قلم مو برکت
ستاسو په لیکنه کې ځینې اشتباهات تر سترګو کیږي چې یوازې ستاسو د پاملرنې په موخه یې درته لیکم او هغه په لاندې ډول:
ناسم: سم
شاغلۍ: ښاغلی
په اره: په اړه
پرمختګ ولري: پرمختګ وکړي
زه په دې کې ډیر خپګان یم: زه په دې هکله ډیر خفه یم
نه غواري: نه غواړي
پښتانه قومونه: پښتنو قومونو
اتله ملالۍ: اتلې ملالۍ
وراندې کوم: وړاندې کوم
ستاسو نه یو پوښتنه: له تاسو څخه یوه پوښتنه
سپکاوی وکري: سپکاوی وکړي
نور تاسو څه کوی؟: نو ستاسو غبرګون په څه وي؟
دغه جمله بیا په آخر کې سوالیې ته اړتیا نه لري لکه تاسو چې لیکلي دي: د زړه له کومي سلامونه مې و منه؟
[color=white:a352b91808]ګران او قدرمن ورور میوند پتنګ صاحب !
د زړه له کومي سلامونه مي ومنه؟ لمړی خو ستاسو له څرګندونو څخه ډيره مننه. دوهم ، شاغلۍ میوند پتنګ صاحب، زه ګومان کوم چې تاسوهم د ستميانو په اره لږ معلومات لرې. څنګه چې ما مخکې هم وی ويل، زه د يو ځوان افغان په
په صفت، هر نوع مذهبی، قومی او لسانی تبعيض په کلکه غندم.
زما دښمنى د هغوي سره په دې خاطره نه دی چې هغوي ولې پښتو ژبې ته په بدو سترګی ګوری او يا نه غواری چې پښتو پرمختګ وکری،
زه په دی کې ډير خپګان يم چې هغوی ولې زمونږ پښتانه قومونو، ملي اتلانو، او ملې اشخاصو ته سپکاوی کوی؟ دا خو خير دی اوس حتی زمونږ ښځينه اشخاصو ته لکه نازو انا زرغونه انا او اتله ملالۍ ته هم توهين او سپکاوی کوی٠
هر څوک چې ځان افغان بولي او په افغانيت وياړېږي، نو بايد پدې هم ووياړي چې ستر احمد شاه بابا زمونږ د ګران هېواد افغانستان بنسټ ايښودونکی او ملي اتل دی.
په درناوي
شاغلۍ شاګرد صاحب تاسو ته هم سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم.
که اجازه راکوی نو زه هم غواړم چی ستاسو نه يو پښتنه وکړم؟ کله چې څوک ستر احمد شا بابا او يا امان الله خان ته سپکاوی وکری، نور تاسو څه کوي؟
مننه،
دلته کليک وکړئ! [/color:a352b91808]
مننه
میوند پتنګ