نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسو څه نظر لرئ او څه وړانديز کوئ؟
08.11.2006
درنو ليکونکو السلام عليکم و رحت الله و برکاته !
که تاسو ته د حکومت د تشکيل دجوړولو دنده درکړل شي ، څه ډول حکومت به جوړکړئ چې په هيواد کې سوله او پرمختګ ټينګ شي ؟
دساري په توګه به د تش بحث له پاره زما طرحه داوي چې د ملي اتلاف يا ملي توافق د حکومت په چوکاټ کې د کرزي پرځای جمهوري رياست ملا عمرته او د عدليې وزارت هم طلبانو ته وسپارم ، د بهرنيو چارووزارت حکمتيار صيب ته، داخله وزارت ددموکراتيکوځواکونو په راس کې د جمعيت يو استازي ته اوددفاع وزارت د ملي ځاکونو په راس کې کرزي صيب ته سپارم . ايساف او امريکايانوته لس کاله نور هم وخت ورکوم چې د دودستۍ او ضرورت له مخې ددغه هيواد پرمختګ تضمين او بيا خپلو هيوادونو ته ستانه شي . نو په دې توګه به يوملي اسلامي اودموکرات رژيم که خدای کول ټينګ شي .
يادونه : دا ويش نه وروستی او نه مطلق دی ، نور سمون هم منلی شي .
[color=white:5fbd108838]تاسو څه نظر لرئ او تاسو به څه ډول يوه طرحه وړاندې کړئ ؟[/color:5fbd108838]
pattang
08.11.2006
ځواکمن صيب!
زه پدې نيمه شپه کې درته حېران پاته شوم ، خبرې مې په خوله کې وچې شوې
دادې څه ليکلي دي??????????????????????????????????????????
صافی
08.11.2006
ځواکمن صاحب! سلامونه
بیخې سمه طرحه ده ! زما دزړه خبرې مو کړی، بسم الله ده شروع پرې وکړۍ .
خو ځواکمن ! دې پیشو ته به داشرګانئ څوک په غاړه کې ورواچوي ؟
رښتینی
09.11.2006
سلام او نيكى هيلى
ځواكن صيب ولا د كار موضوع دى رامنځته كړه
نور خو دى لوى څښتن دى زوريدلى ولس ته يو دخير لورى ورپه نصيب كړى
حالات هم لكه چى يوڅه ښوريدونكى دى او دسيمى ټوليزه وضعه مخ په تغير ښكاريږى دى حالاتو نور ټول هيواد وال ترپوزى رسولى دى زه به يوه نادره درته وكړم نادره ځكه چى موضوع نګه سياسى ده او زه دخليفه ګانو لورى ته ورګرځم خو خير تاسو او مونږ خو يواځى داد خبرو په ميز سره پيژنو نور خو ماشاء الله ټول له ختيځ او لويديځ نه سره را يوځاى شوى يو
زما نادره زما يو خوب دى چى دا پرون مى وليد او هغه په ډير مناسب وخت كى هم ويانى له پيښمنى وروسته چى ويده شوم دا خوب مى وليد
خوب داسى وچى دحج مناسك پاى ته رسيدلى وى او دټولو هيوادونو خلك خپلو كورونو ته ستنيږى زه هڅه وكړم چى افغانان بيامومم چى ګورم د حرم شريف په يوه دروازه كى بيشميره افغانان په ډير منظم شكل ولاړوى او يوډول ليكلى بينرونه يي په لاسونو كى نيولى وى تعجب كوم چى افغانان په كتارونو كى بيخى په منظم شكل ولاړوى زه كله يوى ډلى ته ورشم او كله بلى ته او زارى ورته كوم چى ګورى دا نظم خراب نه كړى څو خلك راپورى وه نه خاندى چى كله را ويښ شوم په دى خوب باندى ډير خوشاله وم او اوس هم هغه د خوشالى احساس راسره ده نو ځكه مى له تاسو سره شريك كړ كه نه داځاى خو ولا كه بيخى ددى خبرو وى كيدى شى ځينى ملګرى راپورى وخاندى خو خير زه چى كومه تنده او تلوسه لرم په هغه دردمن وروڼه ښه پوهيږى
او ستا دموضوع په اړه به نظر بل وخت ته پريږدو
او بل محترم پتنګ صيب حيرانيږه مه په اسمان كى ډيرځله داسى
پريكړى كيږى چى د عقل خاوندان ورته ګوته په غاښ پاتى شى
په مينه او درنشت
ghafar
09.11.2006
عزتمن ورور ځواکمن صاحب سلامونه اونیکې هیلې !
زما په نظر تاسو یوه په زړه پورې موضوع بحث ته ایښې ده . په افغانستان کې زما د ماموریت ژوند تجربه دا ده، کله چې یو څوګ د چارو مستقیم مسئول نه وي د مسئولانو په کړنې یو ډول قضاوت کوي او کله چې د دغو چارو مسئولیت په غاړه واخلي بیا بل ډول قضاوت کوي . دا ځکه چېرې چې دی ویني چې د عمل په ډګر کې دمارګیر مار په څېر د هغه ګرد چاپېر په اصطلاح ډېرې دائرې کښل کېږي چې له دائرو څخه د هغه وتل نا ممکن کوي . ما دا تجربه د کارمندانو په مقرریو، ترفیع، تقاعد، تحصیلی بورسونو ته د مستحقو کسانو معرفی کولو او نورو اداری چارو کې کړې ده. هر کله چې د دولت په کار کې نیمګړتیاوې تر سترګو شي، ځینې خلک، چې د چارو مسئولیت نلري او هیڅ ډول جوړجاړی وړاندیزونه هم نلری، پر دولت د بې کفایتی تورونو په لګولو او د دولت د لیرې کولو غږونه پورته کوي او د شعار په توګه وائي چې باید با کفایته او وطن پرسته خلک راشي او د دولت مسئولیت په غاړه واخلي !! که ورڅخه پوښتنه وشی چې د هغه با کفایته او وطن پرسته کسان څوک او چېري دي، بیا نو د قناعت وړ کوم ځواب نه درکوي. زمونږ اصلی ستونزه په دې کې ده، چې مونږ په ټولئیزه توګه دجوړجاړی کلتور نلرو او دمخالفت او دښمنۍ تر منځ توپیر قایل نه یو. که څوک زمونږ نظر نه تائیدوي هرو مرو زمونږ دښمن دئ. نتیجه یې داده چې مونږ یو قانون چې زمونږ په زړه نه وي نه یې منو. مونږ که کوم حکومت زمونږ په خوښه نه وي په هغه کې اصلاحات نه غواړوو بلکې د هغه دلیرې کولو په هڅه کې یو. نتیجه یې دا ده چې یو دا حکومت نه غواړي او بل یو بل حکومت نه غواړي اوهمدا یې علت دئ چې په دې نسبی لږ وخت کې دومره حکومتونه راغلل او لاړل !! پاک الله دې زمونږ ملت ته لار ښونه وکړي !
که څه هم عملی بڼه نلري، خو زما وړاندیز دا دئ، چې هغه کسان د دولت چارې په لاس واخلي، چې تر اوسه واکمن نه وو، تر څو وګوري چې مسئولیت څه شی دئ . ملا عمر او ملا ربانی خو خپل وارونه تېر کړل.
په درناوي
12.11.2006
خوږو درنو او خواخوږو ورونو ته سلامونه !
[color=blue:7a136ddc59]
دا ولس ټوټه ټوټه دی، هر سړی په بله لار دی
....................................................خو وطن او ملت يو دی يو مو دين يو مور او پلار دی .
خو درېګونې ابعاد غواړي ، څو يو جسم مجسم کړو
.......................................................چې ژوندون پرې منظم کړو دا بعدونه يې معيار دی :
د ملت ګټې لومړۍ دي، اولسواکه مو کړنتوګه
.......................................................او ملي اولسواک ژوند ته اسلامي جوهر په کار دی
[/color:7a136ddc59]
[color=white:7a136ddc59]ملايانو او ديني عالمانو ته اړتيا شته، څو اسلام د ملي ګټو او دموکراسۍ وروستي حدود وڅاري . ملي څارنه او پاملرنه اړينه ده ، څود وطن دوښمنان د افغان ملت پر ضد ( لکه شورويان) له دموکراسۍ ا و (لکه پاکستان له ) اسلام څخه کومه ناوړه ګټه پورته نکړای شي . اولسواکي لا اړينه ده ، څو پرمختګ ته ﻻر پرانيزي او اولس په داخل کې پرې ټولنيز عدالت او د ولس حقونه خوندي کاندي .
نو لومړی بايد پر دې درې معيارونو د ملي ،اولسواکو او اسلامي ډلو مشران له ملا عمره نيولې تر حکمتيار ، کرزي صيب اونورو پورې سره سلا شي او د تضمين له پاره پرې بيا په يوه ګډه ملي لويه جرګه کې کوټلې پريکړې تصويب شي !
څوک او د نړۍ کوم قدرت دی چې زمونږ د ملې تړې مخې ته بيا خنډ شي ؟
[/color:7a136ddc59]
نو کوشانه وروره که په دغه ﻻر کې هره ډله د بلې له نيمګړتياو څخه تيره شي ، نه يواځې يوه لوړه [color=yellow:7a136ddc59]اخلاقي[/color:7a136ddc59] دنده به يې سرته رسولې وي، بلکې يو ملي رسالت او ستر سياسي مسوليت به يې هم پر ځای کړی وي . والسلام
pattang
12.11.2006
ستا نظر دی ماته ښکلی
..............................................له هر چا او هره کاره ډېر ښاغلی
دا دولت د ظالمانو جنګيالو دی
.....................................................دکرزي صيب په لاس دی ورغلی
نه يې بيخ نه يې بنياد شته
.......................................................خوشې تس له مکارانو دی ډک شوی
چې هر څوک يې مداحي کړي
...................................................... دافغان اولس دښمن دی دا ښاغلی
چې هر څو يې نقاشي کړي
...................................................ددولت بنسټ مرداردی بيناشوی
نه غيرت پښتنولي او اسلاميت شته
....................................................... په دالرو کې دی ډوب دغه ناولی
دجرګوخبره لار دحل کېدو دی
..................................................... دانعمت دی له نيکونو پا ته شوی
Safi A.khaliq
12.11.2006
که ماته د حکومت جوړيدو صلاحيت را کړ شی نو په داسی هيواد که لکه افغانستان چه ځوان نسل ئی دا ديرش کاله غير دکلاشينکوف ےغلا ےانسان وژنه ےمخدره موادو قاچاق او بشری ضد اعمالو څخه بل څه نه پيژنی دلس کالو لپاره يو نيمه ديکتاتور حکومت جوړوم ٠ لمړی به دپاکستانی غوجلی اوه خره چيرته چه نجيب په دار شو هلته وزړوم ے بيا به هغه دحزب وطن رهبران مړه او ژوندی محاکمه او دامو درياب ته په تور کڅوړو کی واچوم ےچه چا غير دافغان دنوم نه ځان بل خطاب وکړ سر پريکړم چه په دا ډول ونشی دا ولس دموکراسی څخه سوه استفاده کوی او لويه انارشی جوړوی ٠ دنيمه ديکتاتوری مفهوم دا چه دهيواد دعامه ګټو ضد فعاليتونه او دهغه عاملين بايد په قهر سره وټکول شی
دملی ټولنی لپاره شرايط برابر شی دا شرايط په دموکراسی نه جوړيږی دلته اوس
ددموکراسی شرايطو زمونږ ملی هويت له خطر سره مخ کړی چه اوس افغانستان
په نوم او د افغان په نوم ملنډۍ شروع شوی ٠ دی دملکو الطوافی ختمولو ته عبدالرحمان ثانی پکار دی او بس لس کاله روسته بيانسبتا دموکراسی پکار ده
دواجان
13.11.2006
صافی صيب ته سلامونه او ښی چاری ،
بيا،
وروره دغه ثانی عبدالرحمن (ستاسو په زعم نيمه دکتاتور ) به پرکومو عقيدتی پرنسيپونو او واضحه ئی ووايو کومو ايډيالوژئ او سياسي-فکری شعارونو
دې جګړه ځپلې ټولنې ته ځان ورپيژني؟
په کوم ډول ځواک به ئې تکيه وي؟
که وائې چې طبعاپر پوځي ځواک، نو دغه پوځی ځواک به په افغانستان کې او له بهره څوک حمايه، تمويل، تجهيز او سمبالوی؟
د لسو کالو په ترڅ کې به دی (او که تاسی پخپله) ټولنې کې کوم ستر او ژورتحولات عملی کول وغواړئ ؟
پس له لسو کالو چې بياستاسو په زعم دموکراسی شی، نو بيا به له تاسو سره (عبدالرحمن ثانی سره) څه چلند کيږی؟
که مهربانی ؤکړئ او دغه پوښتنو ته هم ځواب ووائې ډيره به ښه شی٠
په درناوۍ ، دواجان
کټوازی
14.11.2006
ګرانو وروڼو او پۀ تېره بيا ښاغلیځواکمن صاحب ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
خدای شته پۀ زړۀ پورې موضوع مو مطرح کړې چې د هرچا لپاره د دلچسپۍ سامان لرلای شي .
خو باور مې نه راځي چې څوک دې خرۀ هم راباندې وپيايي ([color=white:ceb623f679] ټوکه به هم ورسره وي ) [/color:ceb623f679] خو که بيا هم تاسو د دومره لوړ ملي مسؤليت خيالي جهان راکوئ مننه مو کوم او ښايي پرېکړې مې هم خيالي او هوايي وي ،[color=blue:ceb623f679]( ځکه چې تل د سياست اوحکومت پۀ ځانګړي ډول د هيواد د روانې سياسي وضعې له دسترخوان څخه بېخي پر تجريد او انزوا محکوم يم )[/color:ceb623f679] اما کوښښ به وکړم چې د روانې ملي اوبين المللي سياسي منظرنامې پۀ ائينه کې تر يوه ځايه دا غړکه وموښم _وشاربم !
پۀ مقدماتي ډول د د لاندې لاملونو پربنسټ چې :چې پۀ هيواد کې مو له اميره ترفقيره ،له مزدوره تر رئيس جمهوره ټول بې لارې او هيڅ سياسي ، ملي اخلاقي ديموکرات ارزښتونه او پيوندونه نه پېژني، د ښۀ او بد ترمنځ کوم توپير نۀ شي کولای !
نو مخکې له دې چې دوئ ته د ديموکراسۍ او ولسواکۍ پۀ فضا کې د خپل ملي او سياسي زعامت د ټاکلو حق ورکړم ، د دوئ د اخلاقي ،ذهني او فکري تنوير ،تعمير او تطهير لپاره به خپل ټول امکانات پر کارواچوم او هڅه به وکړم چې د هيواد دټولو وګړيو (د نارينه او هم ښځينه ) اذهان او افکار د لوړې اسلامي اخلاقي ،ايماني روزنې پربنسټ پۀ داسې ډول روښانه کړم چې د ټولنې او خلکو پر وړاندې خپل ملي وجايب او مسؤليت پخپله درک او وپېژني ترڅو دا احساس او فکر چې [color=white:ceb623f679]( پۀ چا پسې ولاړ شم ؟ ) [/color:ceb623f679] پۀ ټوله مانا محوه اوورک شي !
او بيا د ټولنې يو حساس او ويښ قشر زما له نظام څخه خپله مرورتيا پۀ داسې ډول پر ډاګه نۀ کړي چې :
[color=blue:ceb623f679]دوه جاهلان د يو عالم نه پر کنډه درنېږي ،
ستا جمهوريت راله د وخت دغه مضمون راکوي [/color:ceb623f679]
او د اچې د خپلې ائيډيالوژۍ لپاره دهيواد پۀ موجودو شرايطو کې حالات څومره او څرنګه مساعد بولم !؟
بايد څرګنده يي کړم چې د دې کار لپاره بايد ټول تش پۀ نوم سياسي سازمانونه او ګوندونه له پښو واچوم اود يو [color=blue:ceb623f679]کودتايي [/color:ceb623f679]نه ! بلکې [color=white:ceb623f679]انقلابي[/color:ceb623f679] اقدام پۀ کولو سره د هيواد ټولې چارې پۀ خپل لاس کې واخلم .............. !
دمګړۍ راباندې ناوخته دی ، ګومان مې نه کېږي چې دا وړۍ دې درشړۍ کړم ، :oops: :oops: خو بيا هم تاسې خپلې پوښتنې کولای شئ او پخپله به هم ستاسو پۀ حضور کې خپل ټول پلانونه او پروګرامونه يو پۀ بل پسې کېږدم !
پۀ همدې هيله ............ يو ورور مو
منلی
14.11.2006
ټولو ورونو ته
[quote:dfe119b1d2]ځکه زه د اعدام رواداري په هيچا باندې نلرم . [/quote:dfe119b1d2]
کوشانه داسی ښکاری چی ته له مظلوم نه ظالم سره ډیره همدردی لری
همدغه وجه ده چی دکوموخلکو ژونددظالم دفعل ښکارشوی وی هغوی سره همدردی ورځ په ورځی کمیږی اومجرم ته په سزاورکولو کښی دداسی خلکوزړه یوڅه زیات خوږیږی چی
وجه یی ورځ په ورځ دجرمونو اظافه کیدل دی
Safi A.khaliq
14.11.2006
ګرانو خويندو او ورونو سلام
دواجان صاحب اوستوری صاحب غواړم چه ستاسو دپوښتنو په اړوند لاندی ځوابونه وړاندی کړم ٠
١ - د افغانی نيشنليزم پر ايديالوژی به ځان ټولنی ته ورپيژنی البته ديوی سالمی،اجرائېه،مقننه او دفاعی قواو په درلودو سره ٠ هدف دعبدالرحمان ثانی څخه دا نه چه ټول کردار کاپی شوی وی صرف د مرکزی حکومت دجوړېدو قوی اراده د هغه دکړو څخه بايد واخستل شی ٠
ګرانو ورونو- پوځی بغاوت د حکومت په مقابل کی يواځی پر پوځی ځواب ورکول ورکول کيږی ددی لپاره د بابادم تر دی دمه بل ځواب ما ندی ليدلی او
نه تاريخ ثبت کړی ٠
دافغان نيشنليزم ځواک افغان ولس دی ٠ پوځی ځواک به ئی افغان سرتيری او افسران وی تجهيز او تمويل به ئی دنړی د لويو تسلحاتی مارکيټونو څخه د ننی
سوداګريزی دوه اړخيزو موخو پر بنسټ او په واضح ډول د اومو موادو د خرڅون له طريقه چه دا زيرمی په کافی اندازه وجود لری سرته رسول کيږی ٠
پدی لسو کلونو کی به دهيواد د اقتصادی،اجتماعی او سياسی بدلونونو دوه پوړيزو پلانونو مطابق د هيواد دبيا ودانولو کار سرته ورسيږی ٠
دا چه ورسته د لسو کالونو پر ما څه کيږی بيا به هماغه وخت خبری وکړو٠
زمونږ افغانانو خو لويه بدبختی او ناکامی پدی کی ده چه يواځی دشخصيتونو پر
منفی ټکو هغه محکومو او پر مثبتو خاور دوړو او بل دا چه مخکی له مرګه پښی غوځوو ٠
کوشان صاحب - هدف می دا ندی چه چا وويل چه زه ازبک يم سر ئی پريکړم
يا ئی په خپله مورنی ژبه خبری وکړی سر پريکړم زماهدف واضح دی هر هغه
چا چه ديوی سياسی کړنلاری لمخی پدی نازکو تاريخی شيبو کی دافغان او افغانستان د نوم څخه انکار وکړ او هيواد کی د نوو کورکيو دجوړيدو
هڅی پيل کړی هغه په شعوری ډول د هيواد ملی يوالی ته زيان رسوی دهغو سره
همداسی کړنه پکار ده پدا شرايطو کی چه نن افغانستان قرار لری او خلک ٩٥په سلو کی سواد نه لری د هغو به د دموکراسی څخه کوم برداشت وی يقينا
انارشی ٠
هغه چه پردو روزلی وی او حراميان وی هغه نور بله روزنه نه اخلی ٠ يو ماشوم چه پدی پوه شی چه زه ددی مور او پلار زوی نيم چه سل ورته ووائی
چه ته ما روزلی ئی وائی هو تا روزلی يم خو زما مور او پلار نه ئی هغه ته برګټی
وائی ٠
په درنښت
اا
رښتینی
14.11.2006
سلام اونيكى هيلى
ګومان كوم ځواكمن صيب به داسى فكر نه كوى چى دا ياد شوى
كسان نو بيخى وړ او تردوى مناسب خلك نور نشته خداى دوكړى
چى زما ګومان سم وى
اصلا دا خلك په موضوع كى دخيل دى او دوى دمغرضو لوريو له خوا
مسلط شوى دى نو جنجال دوى را ولاړ كړى نوكه دوى له خپلو موخو يو
څه راښكته شى او دهيواد د لوړو ګټو په موخه هر يود ځواكمن صيب فرضى
ائتلاف ته غاړه كيږدى نو بيابه يوڅه ترى جوړشى
هسى خو نورى هيلى او ارزوګانى دى او هغه نو تقريبا په دى وخت او حالاتو كى داسى دى لكه زه چى ووايم سد جمال الدين افغان ولس مشر او محمود طرزى صدر اعظم واي بيا به نو هيواد هم ترقى كړى وه او هم به يي اسلامى صبغه خپله كړى وه
دا مى ځكه له نا ممكناتو وبلله چى په دا ديرشو كلونو كى له دباندى سره له تړل شويو خلكو پرته نورڅوك كله زمونږ په سياسى او نظامى ډګرونو كى را منځته شوى دى بلكى په هغو زړو لا نور ورزيات شوى دى اوله خپلو تړل شويو لوريو سره ښه اخلاص هم لرى او هغوى هم ددوى په څنګونو كى كارنده او فعال شتون لرى نو په داسى حالت كى له دوى پرته نورڅوك نشى كولى زمونږ استازيتوب وكړى شتون يي نه شى منفى كيدى خو په صحنه كى يي دشتون چانس نشته او نه يي دا شته بړيڅى پريږدى
په مينه
Mohammad Hassan
14.11.2006
تاسې ټولو د بحث مشترکينو ته سلامونه!
زه نه پوهېږم چې خبره څنګه را شروع کړم؟
او ل به د ښاغلی ځواکمن صيب يوه ليکنه له بلې موضوع څخه دلته را اقتباس کړم:
[quote:546e6c9802]
زماپر اند د هرې کورنۍ يوغړی خلقی ،يا پرچمی ، بل يې مجاهد يا طالب اود ريم يې اولسواک يا ملتپال او څلورم به يې کومه بله بلا وي .
د هرې کورنۍ ټول غړي او په مجموع کې ټول افغان اولس ټوټه ټوټه او سره دوښمن پاتې شي که د خلق، پرچم ، طالب اومجاهد له نومونو څخه ځانونه خلاص نکړي !او ددوی د تنظيمونو ، ګوندونو او غورځنګ د رهبريو پرضد هره ډله پخپله مبارزه ونکړي ! دوی بايد نوې ملي اودموکراتيکې ډلې جوړې کړي چې د پخوانيو ډلو د مشرتابه او سازمانونو رنجه او بشکه هم په کې نه وي او پر ضد يې ملي او دموکراتيکه مبارزه پيل کړي ، نو هله به دوی کوانده اوسيزه اويوه روښانه سياسي راتليزه ولري ! پخواني ګونديان بايد خپل افغانيت ، خپلې ملي دموکراسۍ او خپل اسلاميت ته راستانۀ شي اود ګوند تيروختونه وغندي ، تيوتنې يې وشني او د ملت په وړاندې يې محکوم کړي او مشرتابه يې چې د ګوند ځوانان او صفوف يې د شوروي له پاره تير ايستلي ، په جبهو کې قرباني کړي او د ملي جايتونو سره مخامخ کړي، اوس ترې غچ واخلي او د شوروي د ګوډاګيو او ملتدوښمنو مشرانو په توګه يې رسوا رسوا کړي . ياهمغه هيله له مجاهينو څخه نه رئ چې د تنظيمونود شرانو خيانتونه او دپاکستان غلامي او د آ ی .اس .آی ګوډاګيتوب يې وغندي او رسوا يې رسوا يې کړي ؟ که دا هيله لرئ نو بيا د کی . جي . بي ايجنټان او غلامان ولې تبرئه شي او دغندنې پر ځای يې ﻻ دفاع وشي ؟ ونديان متوجه نه دي چې په دې دريځ سره تير شويو جناياتو او خيانتونو ته دوام وکوي اوپه عين وخت کې خپلې پې پر تبګي پرې کوي .
هو دغه د ريځ خپلول اسانه کار نه دی ، نو ځکه که څوک پوهان او اکاديميسنان هم وي ، نشي کولی د خپل غويي کودتا ته فاجعه ، خپلې شش جدي ته ملي خيانت، د ثور خلې اتمې ته غميزه او د خپلو طالبانو ورځې ته انډوخر او قبل الميلاد ته د هيواد غورځول ووايي . او تر څو چې دا کار ونشي ، دا زورېدلی ولس اوا ټوټه ټوټه شوی ملت به بيرته څنګه او ولې کوشير کيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ آيا نتقام د حل ﻻره ده که پر ځان تنقيد ؟؟؟ بي امانه تنقيد ، پر ټول ٣٠ کلن تاريخ تنقيد تر جزياتو پورې !!!
هو دغه وروستۍ ﻻر بايد زمونږ د ټولو افغانانو ﻻره اوهدف وګرځي اوپر دغه ﻻر د ټولو بری غواړم ![/quote:546e6c9802]
ما چې دا ليکنه ولوسته داسې فکر راته پيدا شو چې ځواکمن صيب به په ټولو وختو، ځايو او فرصتوکې د همدې اعلان شوی مرام او طرحې له پاره کارکوی، او نور خلک به هم ورته تشويق او هڅوی. خو اوس يې چې ګورم دلته په دې بحث کې ئې يوه بله داسې طرحه خوښه کړی او بحث ته وړاندې کړی ، چې افغانستان به دده له پاس نظريې سره بيرته غميزې، انډوخر او قبل الميلاد ته بوزی.
د ځواکمن صيب په ليکنه کې دا سوال هم راته پيدا شو که طالبان اود حکمتيار اسلامی حزب دموکرات نه وی، نو څنګه به بيا جمعيت ته د
[quote:546e6c9802]دموکراتيکوځواکونو په راس کې[/quote:546e6c9802]
قرار ورکړای شو؟ او که دا سې نه وی نو دا ډول يادون د نورو غوږونو ته دارسوی چې ګواکی جمعيتان دموکراتان دی.
دوهمه ستره اشتباه زما په نظر داده چې ځواکمن صيب، ملی ځواکونه له پردی پالونکی او لاس پوڅو ځواکونو څخه نه شی بيلولای، نو ځکه د کرزی ځواکونه ملی بولی.
خو ددې خبرو نه که تير شو چې چا څه او څرنګه ليکلی، نوزه پخپله حيران شم چې دا موضوع که د کومې احصائيوی او يا د نظر د معلومولو د مؤسسې او يا انستيتوت په درد وخوری، خو ښه به وی او د ځواکمن صيب دا کار به لږ تر لږه د هغو له پاره ګټه ورسوی. او که داهم ونه شی، نو موږ او تاسې هسې خوشې په يوه موضوع وخت ضايع کوو چې نه په موږ پورې اړه لری او نه به دا ويش او صلاحيت موږ ته راکړل شی. که بيا راکړل شو نو هغه ساعت او هغه مصلحت!
اوس خو زموږ د حکومت او دولت د جوړولو طرحې د نورو خارجی مؤسسو او شبکو له خوانه کيږی او موږ او زموږ ولس خو ورپکې پوښتل کيږی هم نه. خدای دوکړی چې دا غيرمستقيمې پوښتنې او زموږ مجلسونه د هغوی غوږو ته ور ورسيږی.
که زه پخپله دا واک او ځواک ومومم چې د افغانستان د دولت او حکومت له پاره طرحه جوړه او عملی کړم، نو زما طرحه به تر يوه حده د ځواکمن صيب هغې په بل بحث کې ليکلې طرحې سره تشابه ولری.
په دې شکل چې زه به د ساړه جنګ په دوران کې په افغانستان کې د جوړو شوو او بيا د افغانستان په داخلی جګړو کې د ښکيل شوو حزبونو او تنظيمونو لمړۍ درجه رهبرانو ته د دولت او حکومت په جوړښت کې هيڅ ځای ورنکړم. که له هغوی څخه چا مزاحمت کوو، محاکمه او بنديخانه به ورته انتظار لری. د وژلو طرفدار يې ځکه نه يم چې له يوې خوا زه اصولا د اعدام له سزا سره جوړ نه يم او له بلې خوا غواړم چې دوی هم د ملک د آرامۍ او نسبی سمسورتيا وروسته د څو کالو بند څخه ووينې. که وطن رښتيا ورباندې ګران وی نو به خوند ترې واخلې او ممکن چې مفيد هم واقع شی، که د وطن سره دشمنی لری او حسود وی، نو په هيواد کې د آرامۍ او ترقۍ څخه به نور هم رنځ وړی او د حسا دت په اور به کړيږی.
د هغو حزبو او سازمانو څخه چې په سياست کې له زور او وسلې څخه کار نه اخلی، د هغو له دوهمه او ان دريمې درجې کادرونو او مستقلو شخصيتونو څخه به د هغوی په مشوره د حکومت او دولت د جوړولو کار پر مخ بيايم او نور ټول اقدامات به په دموکراتيکه فضا کې له هغوی سره په سلا او مشوره کې فيصله او عملی کوم.
14.11.2006
درنو لوستونکو او ښاغلی محمد حسن صيب ته سلامونه !
[quote:ef4299822d]ما چې دا ليکنه ولوسته داسې فکر راته پيدا شو چې ځواکمن صيب به په ټولو وختو، ځايو او فرصتوکې د همدې اعلان شوی مرام او طرحې له پاره کارکوی، او نور خلک به هم ورته تشويق او هڅوی. خو اوس يې چې ګورم دلته په دې بحث کې ئې يوه بله داسې طرحه خوښه کړی او بحث ته وړاندې کړی ، چې افغانستان به دده له پاس نظريې سره بيرته غميزې، انډوخر او قبل الميلاد ته بوزی. [/quote:ef4299822d]
ښه نيوکه ده مننه ، او که دا پوښتنه وي نو کور مو ودان .
لوموړی : بايد روښانه وي چې ددې بحث په لمن کې هرسړی بايد خپله يوه الترناتيف طرحه وړاندې کړي ، متاسفانه تاسو خپل نظر نه دی وړاندې کړی .
دوهم : هر ه طرحه د بشپړولو له پاره وړاندې کيږي ، خو له بشپړونکو نيوکو نه مخکې هغه ټکي چې ښې او د منلووړ يې بولي بايد هغه تاييد کړي، چې ګواکې غه برخې رغنده او د يوې بشپړې طرحې اړينې برخې يې بولم ، څو له پامه ونه غورځول شي . متاسفانه تاسو دا لوريينه هم زړه نه ده منلې .
٣ ـ که اقتباس شوې برخې ته چې زماپه بله ليکنه کې وه ، راشو، نو هغه هغه د موجوده ډلو د ځان د اصلاح کولو له پاره يوه اينه ﻻر ښودل شوې او د ځان د تنقيدولو پوسطه د ځان له اصلاح کولو له ﻻرې ملي وحدت ته ﻻره خلاصول يې هدف دی چې يو ډير اوږود مهاله اصلاحاتي پروګرام او پرينسيپي تګ ﻻره يې يې بللی شو ، خو دغه اوسنۍ طرحه کورټ بل شی او د يوه پراخ بنسټه حکومت دجوړولو له پاره يوه اټکلي عاجله او د بحث وړ يوه تقريبي طرحه ده، چې ښيي د نورو طرحو د وړاندې کولو له پاره هڅونه رې مطلب وي او ډير ﻻنجمن ټکي په لمن کې ولري چې دوه و ته يې تاسو هم ګوه نيولې ده ، دغسې طرحې بشپړول د بحث دنده ده او پر همدې هدف وړاندې شوې هم ده !
٤ـ کله چې يو حکومت ته اتلافي وويل شو، نو ښکاره ده چې اړونده غړې ډلو يې سره وحدت نه وي کړی، خو بيا هم سره په يوه حکومت او يوه اوعين وزا کېسره ګډ کار ته چمتو وي او ګډکار سره کوي ، که څه هم يو به اخوانی او بل خلقی وی، يو به
جمعيتی او بل دموکرات وي او يو به ملتپال او بل به طالب وي . ددوی ګوندونه او سياسي ډلې خپل اسقلاليت اوخپلې خپلې ﻻرې ساتي ، خوبيا هم د حکومت پريوه پروګرام او يوه تګ ﻻره سره توافق ته رسيدلې وي .
د پراخبنسټه حکومتي اتلاف د منځته راوړلوهدف د سولې رامنځته کول ښودل شوی،او [color=white:ef4299822d]سوله [/color:ef4299822d]د خاصمو او مخالفو ګوندونو ډلواو ټپلو تر منځ رامنځته کيږي، نه د متحدينو يا د يوې ﻻرې د دوه بلابيلو ملګرو ډلو تر منځ . دلته د سولې ټکې تکراروم چې د پراخبنسټه اتلاف يواځينۍ بيړنۍ او تر ټولو مهمه ، حاده او جدّي دنده ده ، نه هر اتلاف ! هوهغه ډلې چې په يوه وزا تکې سره د اتلاف په شکل هم ګډ کار نشي کولی، په بيلو وزاتون کېبه سره بيل پاتې شي
او يابه په اتلاف کې د ګډون له امتياز څخه بي برخې پاتې شي !
نور داچې جمعيت دموکرات او کرزی ملی دی يا نه، که د سولې پراخ بنسټه اتلاف
پرې جوړېدای اودملي سولې له پاره اغيزمن تمامېدای شي، کولی شي د يوۀ يوۀ وزات په رأس کې په اتلاف کې بر واخلي ! ملي او دموکراتيک ځواکونه پوځي او سياسي ځواک نه لري، خو په يوه وزارت کې يې اکثريت کولی شي ، چې خپل وزير تر اغيز اوکنترل ﻻندې وساتي . يا د کرزي صيب غوندې د ملتپالنې يو مدعي شخصيت د ګز اوميدان ډګر ه را وننګوي !
هيلمن يم د خپلو التناليفو طرحو په وړاندې کولو سره خپل رغنده نظر د رلودنه هم په ډاګه کړئ . په درنښت !
منلی
15.11.2006
سلامونه اونیکی هیلی
[quote:7cea6d94a0]که دغه سړی يو وختې په خپل عمل پوهـ شي چې بد کار يې کړی وو او
پښېمانه هم شي ، څه ګټه به وکړي چې لاس نلري . [/quote:7cea6d94a0]
ښاغلی کوشانه ته خودپښیمانی خبری کوی خودمبارک (ص) تعلیم داسی حیرانونکی اخلاقی احساس لکه زمونږ غوندی دغوښی اوپوستکی انسانانوکښی پیداکړی وو چی ته شایدحیران شی چی انسان دومره اوچت کیدی هم شی !
داسی ډیرروایتونه دی چی مجرم به په خپله حاضر یده چی مانه غلاشوی اوپه خپله به یی غوښتل چی یارسول الله (ص) په ماباندی دالله حکم جاری کړه ترڅوزه پاک شم دهغه اقرار سره سره به بیاهم تحقیق کیده چی ایاداجرم یی له مجبوری نه کړی اوکه بغیر له کومی حقیقی مجبوری نه هغه نه پس به یی حکم ورباندی جاری کړ .
اوو داسمه ده چی په یوهیواد کښي مکمل اسلامی قانون نه وی سود،رشوت ، دزکات نه ورکول ، بی انصافی کیږی هلته دلاس پری کول خوپریږده شاید دقید سزا هم ظلم وی ددی برعکس کوم هیوادکښی چی مکمل اسلامی قانون وی سوداورشوت نه اخستل کیږی سرمایه دارنه زکات اخستل کیږی اوپه مستحقوخلکوویشل کیږی اوهمداسی حکومت وی چی یوعام سړی جیګ شی چی ای عمر (رص) له خبری کولو نه مخکی راته وویه چی له مانه دی کمیس ولی لوی ده بیت المال نه چی کومه ټوټه ماته راکول شوی له هغه نه ستا زیاته ده نوداسی انصاف چی وی بیا دلاس پری کول بلکول فطری تقاضاده اوعینی انصاف ده
Mohammad Hassan
15.11.2006
ښاغلی ځواکمن صيب سلامونه مو ومنئ!
تاسې په خپله وړاندې کړې لومړۍ طرحه کې داسې ليکلی دی:
[quote:3082279dc3]
که تاسو ته د حکومت د تشکيل دجوړولو دنده درکړل شي ، څه ډول حکومت به جوړکړئ چې په هيواد کې سوله او پرمختګ ټينګ شي ؟
دساري په توګه به د تش بحث له پاره زما طرحه داوي چې د ملي اتلاف يا ملي توافق د حکومت په چوکاټ کې د کرزي پرځای جمهوري رياست ملا عمرته او د عدليې وزارت هم طلبانو ته وسپارم ، د بهرنيو چارووزارت حکمتيار صيب ته، داخله وزارت ددموکراتيکوځواکونو په راس کې د جمعيت يو استازي ته اوددفاع وزارت د ملي ځاکونو په راس کې کرزي صيب ته سپارم . ايساف او امريکايانوته لس کاله نور هم وخت ورکوم چې د دودستۍ او ضرورت له مخې ددغه هيواد پرمختګ تضمين او بيا خپلو هيوادونو ته ستانه شي . نو په دې توګه به يوملي اسلامي اودموکرات رژيم که خدای کول ټينګ شي .
يادونه : دا ويش نه وروستی او نه مطلق دی ، نور سمون هم منلی شي .
تاسو څه نظر لرئ او تاسو به څه ډول يوه طرحه وړاندې کړئ ؟[/quote:3082279dc3]
دا ستاسې له خوا په افغانستان کې د سولې د تآمين له پاره وړاندې شوې طرحه ده او بيا مو ليکلی دی چې
[quote:3082279dc3]: هر ه طرحه د بشپړولو له پاره وړاندې کيږي ، خو له بشپړونکو نيوکو نه مخکې هغه ټکي چې ښې او د منلووړ يې بولي بايد هغه تاييد کړي، چې ګواکې غه برخې رغنده او د يوې بشپړې طرحې اړينې برخې يې بولم ، څو له پامه ونه غورځول شي . متاسفانه تاسو دا لوريينه هم زړه نه ده منلې .[/quote:3082279dc3]
نو که رښتيا راباندې وايې ستاسې په پاس وړاندې شوې طرحه کې خوزه داسې شئ نه وينم چې د تائيد وړ وی.
زه په دې باور يم چې تاسې هسې د بحث له پاره وړاندې کړی او که نه تاسې غوندی تحصيليافته، د نړۍ له حال او احواله خبر دموکرات روشنفکر به څنګه د داسې يوې طرحې طرفداری وکړی، چې هيواد ستاسې په اصطلاح انډوخر، غميزې او قرون وسطی ته بوزی. په مؤقته او عاجله توګه هم دا طرحه د افغانی ټولنې په منځ کې موجود انقطاب نه کمولی او نه له منځه وړلای شی. دا ډول طرحه سوله نه شی را وستلای، بلکې جګړی زياتوی. په دې توګه به يوملي اسلامي اودموکرات رژيم په افغانستان کې هيڅکله ټينګ نه شی!
هو يو امکان لری چې تاسې پخپله هوښيارۍ، امکاناتو او هغه پوهه چې د نړۍ له اوضاع څخه يې لری، په هيواد، منطقه او نړۍ کې له روانو حالاتو او انکشافاتو څخه داسې پوه شوی او خبر شوی ياست چې امريکا او يا په افغانستان کې د دولتي حاکميت نورې جوړوونکې مؤسسې د تاسې له خوا د وړاندې شوې طرحې په څير طرحې لری، او تاسې د خپل وطنپال احساس پر بنسټ د راتلونکو جنجالونو او په افغانستان کې د نويو جګړواو د بې ځايه مقاومت د مخنيوی له پاره د افغانانو د ذهنيت د برابرو لوپه منظور د هغې په تبلِيغولو لاس پورې کړئ وی. زه په دې هيله يم چې تاسې پخپله ددې طرحې په صحت باورمند ونه اوسئ. امريکا او دهغو نور انډيوالان خو به غواړی چې په هر ممکن شکل خپل ځان ددې سرېښو له ډنډه وباسی.
تاسې ليکلی دی :
[quote:3082279dc3]لوموړی : بايد روښانه وي چې ددې بحث په لمن کې هرسړی بايد خپله يوه الترناتيف طرحه وړاندې کړي ، متاسفانه تاسو خپل نظر نه دی وړاندې کړی .[/quote:3082279dc3]
ستاسې په دې جمله کې زه د بايد له کلمې سره موافق نه يم. هر څوک اختيار لری چې خپله الترناتيفی طرحه وړاندی کوی او که نه؟
که تاسې زما ليکنه يوځل بيا ولولئ، ما خپل نظر وړاندې کړی او خپله الترناتيف طرحه مې هم په لنډه توګه ليکلې ده. زه فکر نه کوم چې زما له خوا د د يوې پخې طرحې د وړاندی کولو اړتياوی او يا د زموږ او ستاسې څخه پرته نور څوک دا ولولی او ګټه دې ترې نه واخلی. نو وخت به نه ورباندې ضايع کوم او همدومره لنډه به بس وی.
روغ او خوشحاله اوسئ!
17.11.2006
درنو او قدرمنو ورونو ته سلامونه او درناوی !
يوشمير ليکونکو څه نا څه ليکلي او ډير شمير ﻻ هم خپل نظر نه دی څرګند کړی .
نو غواړم دخپل وړانديز ځينې نظري اړخونه لږ روښانه کړم :
١ـ ملي پخلاينه پر مخ نه ده تللې، حال داچې د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او غوښتنه د
ملي پخلاينې حکم کوي ، اوهغه څوک چې ملي پخلاينه ردوي د هيوادتجزيه غواړي . ځکه خو هم داخلي تجزيه غوښتونکي لکه ځينې ستميان او هم بهرني تجزيه غوښتونګي لکه پاکستان هيڅکله د افغانانو ملي روغه جوړه نه غواړي او تر منځ يې جنګ ته لمن وهي ،ايا همداسې نه ه ؟.
خو زمونږ او تاسې غوښتنه تر هرڅه مخکې ملي پخلاينه ده او بس !
٢ ـ ملي او اولسواک ځواکونه که پخپله ﻻ هر څومره ضعيف دی، خو ځواکمن وزارتونه لکه ددفاع اوکورنيو چارو وزارت دوی له هر ګواښ څخه ژغوري او د راتلونکې له پاره يې د ودې ا و پياوړتيا مخه خلاصوي او په کابينه يې هم تر نورو وزن اواغيز هم زياتوي !. د ايساف سره په همکارۍ په وطن کې د ملي اولسواکۍ بهير خوندي او بری يې تضمين کيږي .
٣ـ د جنايتکارانو جنايات پر دې نه بخښل کيږي چې د کابينې غړيتوب ولري ، بلکې بر عکس د پلويانو ټول ځواک به يې د رسمي چارو په تشکيلاتو کې ادغام او منحل کيږي او په دې ډول به د نومې دورې په پای کې هيڅ يو مشر يو وسله وال پلوی ونه لري او ډله به يې له منځه درومي ! د حکومت په پای کې به نوموړی
ګوښه پاتی کيږي او د تيرو جناياتو په تور به محاکمې ته ضرور راکښل کيږي .
له قضايي تعقيب څخه به هيڅوک نه مستثنا کيږي، مګر داچې د کابينې د غړيتوب د مودې ٨٥ ٪ وخت يې نه وي بشپړ شوی .
٤ـ څومره چې امنيت تامين او ملي پوځ او څارندوی پراختيا او ملي اولسواک اواسلامي حکومت ثبات مومي، پر همغه اندازه به د ايسا ف ځواکونه د سرحداتوپر ساتنه توظيف او د سيمې او ګاونډيوهيوادونو د کنترول له پاره د قانوني تړونونو په چوکاټ کې ترلسو کالو پورې په هيوادکې خپل موجوديت ته دوام ورکړي . ملي اولسواکۍ ته تن ايښودل به يواځينی شرط وي د پراخ بنسټه
حکومت ټول غړي به يې پلی کوي يا به پرې پلی کيږي ، ملاعمر او ګلبدين هم دلته مستثنی نه دي .
نو د ښاغلي محمد حسن وړانديز چې د سياسي جنايي ډلو مشرتابه بايد ټول محکموته راکښل شي هم ښايي په پورتني ډول ﻻ ژر پلی شي . والسلام .