نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که دطالب جنگيالي کابل ته داخل شي دوی به جگړه ورسره ونه کړي!!!
ع کريم حليمي
08.11.2006
تر سلامونو او احتراماتو ورسته
استاد او ياران ئې بد بد خوبونه ويني ، اوپاکستان بيا ښه ښه هم خوبونه ويني
استاد او ياران ئې ډاريږي ، اوپاکستان بياسره غوړيږي
خبري دوې دي يابه چپه کيږي او يابه راسته کيږي ، دريم حالت نه پکښي ليدل
کيږي ٠
که امريکا ناکامه سوه ،نواسلامي رهبرۍ ته دوه ملکه تيار ولاړ دي
چه يابه ايران وي اويا پاکستان !!
په عراق کښي د امريکا ناکامي ، د ايران او پاکستان کاميابي ده
ايران به عراق ته داخل سي ، او پاکستان به برته افغانستان ته ٠
استاد رباني هواته ګوري چه باد پر کومه خوا دی ، نو اوس لا ښه وخت دی
چه هم ئې پر توره خانه کښېږدي او پر سوره خانه !!
نو ورته ناست دی ګوري چه کومه خانه به ئې وګټي !
larghonay1
08.11.2006
ښاغلى مولوي صاحب حليمي السلام عليكم!
هغه د پښتو يو متل دى وايي : (( له موزيګي نه كونډه ښه يم)).
كه له امريكې خلاصېږو او سمدستي په ايران او پاكستان اوړو نو خداى دې داسې نه كړي!
كه خلاصوي مو له ټولو مو دې خلاص كړي او كنه نو څه يې ايران، څه يې امريكا او څه يې پاكستان!
زما په نظر پاكستان هغه عرض دى چې جوهر يې امريكا ده.
پاكستان نه د اسلام په نامه پل اخلي او نه د كفر خو يوازې د امريكې ، بش او انګليس له پاره كار كوي.
پاتې شوه ايران؟
له بده مرغه ايران له اسلام څخه ايرانيت، شيعه توب او پاړسۍ ته ډېر درناوى لري او دومره په اسلام نه وياړي لكه په ايران چې وياړي .
پاتې شوه رباني يا ستاسو په اصطلاح استاذ.
استاذ خو داسې نرم دى لكه اوبه !
اوبه چې په هر لوښي كې واچوې د همغه شكل اختياروي نو دې ته هيڅ تشويش نه دى په كار چې د استاذ به څه حال شي!
غم به زمونږ او ستاسو د ازلي بدبختانو كوو چې له هيچا سره هم نه جوړېږو.
له جوړيدو څخه مې موخه غلامي نه ده ، بلكې د هيچا سره د جوړجاړي او روغې جوړې ژبه هم نه لرو!
بيابه څه كوو؟
momtaz
08.11.2006
دوستانو اسلام علیکم !
محترم حلیمی صاحب د استاد ربانی پر څرګندونې باندې په نور و فورومونو کې هم بحث روان دئ . د مثال په توګه زه به دیوه هېوادوال په زړه پورې نظر، چې په فارسی یې څرګند کړئ دئ دلته را نقل کړم :
" هموطن عزیز ع ر سلام بر شما !
شما درست میفرمائید . بین این طالبان ویرانگر و استادان شان چندان فرق نیست . ما بخاطر داریم که در ماه اسد سال 58 ادارۀ دارالافتای رئیس جمهور ربانی فرمان ذیل را صادر نمود :
" به تمام ادارات دولتی هدایت داده میشود که زنان را از ادارات دولتی اخراج نموده و مکاتب دختران، این مراکز فحشا را ببندند".
که در نتیجۀ آن بصورت فوری عساکر شورای نظار که قبلاً حین ورود شان به ساختمان رادیوتلویزیون افغانستان مجسمه های موسیقی دانان کشور ما استاد قاسم و استاد غلام حسین را از بین برده بودند، نطاقان، هنرمندان و سایر کارمندان اناث را اخراج نمودند ! این که حالا استاد ربانی با آمدن طالبها کدام مخالفت ندارد مرا به یاد مصرع شعر مولانا جلال الدین محمد بلخی می آورد که میگوید :
هر کسی کو دور ماند از اصل خویش
باز جوید روزگار وصل خویش
با تقدیم حرمت
خسرو"
Ajab
08.11.2006
محترم حليمي صاحب
پاکستان او ايران لکه د تل په څېر لګيا دي په افغانستان کې "جهاد" کوي. دا جهاد لکه د پنجابي او ايراني خصلت په مطابقت سره د افغانانو په وژلو، ښوونځيو په ورانولو او روغتونو په سوځولو راڅرخي. دا پنجابي او ايران جهاديان دومره چالاک او حراميان دي چې يا خو کوښښ کوي زيات افغانان پخپله ووژني او يا يې په خپل مخالف ځواک ووژني او دغسې يې خپله لوبه روانه کړې ده. خو که تاسې چيرې د ملا ضعيف کتاب لوستلاى وي نو پوه شوي به ياست چې امريکايان او انګريزان په ظلم او تيري کې له پنجابيانو او ايرانيانو څخه ډېر ښه دي. که د پاکستان او ايران لاس ته پرېوځو نو هغوى مو هم اخر په امريکا او انګريز خرڅوي. ايران او پاکستان خپل جهاد د دې لپاره ندى پېل کړى چې امريکا يې په افغانستان کې خوښه نده بلکې د دې لپاره يې کوي چې امريکا ولې خپله خبره نېغ په نېغه له افغانانو سره کوي؟ ولې د پاکستان او ايران د استخباراتي او شيطاني شبکو له لارې افغانان نه شکنجه کوي؟
زمونږ ځينې هغه په دماغي ناروغيو او له حقايقو ناخبره ملګري چې په همدې فورم کې د جهاد خبرې کوي انشاء الله وبه ويني چې کله د پنجابيانو او ايرانيانو په لاس ورشي نو امريکايانو او المانيانو ته به داسې دوعاګانې وکړي لکه د ګلبدين او رباني په زړو کورنيو جګړو کې چې افغانانو روسانو ته په لپو لپو دوعاګانې پېل کړې. او د طالبانو په واکمنۍ کې بيا خلکو رباني او ګلبدين او ان تر دې چې هلاکو ته هم دوعاګانې پېل کړې.