د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جنګی مجرم

منلی
08.11.2006

سلامونه اونیکی هیلی

جنګی مجرم اصطلاح یوه عجیبه اصطلاح ده لکه څنګه چی دیورپ اوامریکی مکارانه اخلاقو په موجوده زمانه کښی ایجادکړی .
ددوی اصلیت داده چی یوقوم دبل قوم سره جنګ صرف دقومی ګټی لپاره کوی
او
دفتح حاصلولو نه وروسته دمفتوح قوم جنګی اوسیاسی لیډرانونه انتقام اخستل غواړی اوهغه ته
داخلاقو رنګ ور کوی

همداسی دصدام اوامریکی جنګ د
کوم پاکو اخلاقو لپاره نه وو لیکن اوس چی امریکاه
کامیابه شوی ده غواړی چی
خپله غوسه اوانتقامی جذبه چی دامریکایی لیډرانو
په زړه کښي صرف ددی لپار ه پیداشوی وه چی صدام ولی ددوی غلامی نه کوله
داخلاقی رنګ په ورکولو سری واخلی
بوش ډیر په بی شرمی سره
وایی چی زه
خونه خوزما مخالف یوډاکواوبدمعاش ووهغه ددنیا امن لپاره خطروو ( لکه چی دا ددنیا امن خراب کړی نه وی ) هغه په کوردانواوشیعه ګانو
باندی ظلم کړی (لکه ظلم اوارتکاب له دنه هیڅ کله شوی نه وی )
هغه عهد اوپیمانه مات کړی (لکه دوی چی همیشه په خپل عهد اوپیمانه باندی کلک ولاړ وی)
ددی لپار ه دعراق غټ غټ لیډران مجرمان دی اوهغوی
ته بایدداخلاقی مجرم په حیثیت سزا ورکولی شی

اصلی خبره داده چی په عراق کښی دکومو خلکو قومی جذبه جیګه شوی
اوددی قابیلت لری چی دخپل قوم تیل اونوری شتمنی ګانی
وساتی په هغوی یی دترورست نوم ایښي اوغواړی چی داسی خلک ختم کړی
تر څو چی ددوی داقتدار او دتسلط علی الرض مخی ته څوک خڼډ نشی
مګر خپلی کټی اوشیطانی جذبی ته داخلاقو اوعدل رنګ ورکوی
حیرانوکی خبره داده چی اوسنی تهذیب په دنیا کښی دلوی اوستر و قومونو په لیډرانوکښی کوم رنګه بی حیایی پیداکړی اودهغوی علما اوفلاسفه اخلاقو اخلاقی حس یی څومره کنده کړی چی
داسی روښانه مکاری خبری په فخر سره اعلانه وی اوهیڅوک په دوی کښي شرم نه محسوسه وی اونه څوک ددوی مکاری ته کوته نیسی
کوم عقلمند اوتمیز لرونکی سړی
چی دعدل په معنی یوه زره پوهیږی داسی تصور کولی شی چی اوسنی عراقی حکومت (دامریکا لاس پوڅی )دعدالت په چوکی ناست صدام سره انصاف وکړی ؟
اوهمداسی افغانی طالبانوسره................................


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more