نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددرند ګى انتها ........
رښتینی
06.11.2006
وروڼو سلام
دوه ورځى مخكى اسرائيلودفلسطين په بيت حانون نومى سيمه كى
په يوه كلى بريد وكړ اوڅو تنه يي ووژل چى له پيښى وروسته فلسطينى تورسرو مظاهره را وايستله او په هغه مظاهره كى له ښځمنو او كوچنيو
ماشومانو پرته نور هيڅ نه وو يواځى يي دخپل او غم درد دڅرګندولو له
پاره دښار په لارو اوكوڅو كى دغم او وير تورى كړيكى او ساندى وهلى
ما خو يي ولا كه كاڼى هم په لاس كى ليدلى وى
خو اسرائيلى درندګانو ټانكونه او شوبلى پسى را وايستلى او دا ترټولو مظلوم
مظاهره كوونكى يي دټوپكو او ماشينو په پيرونو تيت او پرك كړل
له دى موضوع سره زمونږ ځينى ملګرى جدى حساسيت لرى خو شايد دا ننداره تاسو هم په تلويزون كى ليدلى وى د ښار په لارو او واټونو كى تورى ښځى ځغاستلى او اسرائيلو ټانكونه پسى ګرځول چى څو يي پكى ووژلى او ځينى يي ټپيانى كړى ماته دا پيښ بيخى عجيبه او يو مخ نادره ښكاره شوه نو ځكه مى له يوه انځور سره ستاسو مخته كيښودله
ګومان كوم زمونږد عربو مخالفوروڼو زړونه به هم پرى وخوږيږى
په درنښت
[img:08c70e51e6]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2006/11/3/1_653029_1_34.jpg[/img:08c70e51e6]