نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ډار اچوونکي ( ترهګر )په محراب کې
momtaz
05.11.2006
سهار پخیر افغانستان
05:11:2006
ډاراچوونکي په محراب کې
تیره ورځ دکابل امنیه قوماندانۍ د ډاراچونې په تور لږترلږه پنځه تنه له چاودیدونکو توکوسره یوځای ونیول چې په دې ډله کې دکابل ښار جوماتونو دوه ملاامامان هم وو.له دغو ډار اچوونکو سره یوزیات شمیر ریموټ کنټرول بمونه چاودیدونکي توکي،لاسي بمونه اوداسې تخنیکي بریښنايي توکي چې دبمونوپه جوړولوکې ورڅخه کاراخیستل کیږي هم نیول شوي دي.دوی اعتراف کړی چې دایتلافي ځواکونوموټروچاودلواوویجاړونې قصد درلود. ښايي دحیرانتیا وړوي.چې ډار اچوونکوځانونه ددیني لارښوونکو په جاموکې پټ او ورسره جوخت یې دخلکو په فکري،معنوي اوفزیکي ترور لاس پورې کړی؟
لږترلږه په دې څلوروکلونوکې دکابل ښارځینوجوماتونوملاامامانواوواعظانو تبلیغ څخه جوتیږي چې ډار اچوونکو په دې اوږده موده کې دجوماتونو له منبرونوڅخه په هیوادکې دروان سیاسي بهیرخلاف ګټه اخیستې ده اوپه افغانستان کې پرایتلافي ځواکونوددې له پاره نیوکې چې کافردی اواسلامي هیوادیې لاندې کړی،فساداوخپل سري،دځینومؤسسومذهبي فعالیتونه،دکمپیوټراوانګلیسي ژبې خلاف تبلیغ دیوشمیرملاامامانودتبلیغ چورلیز یامحورجوړاوه.مهمه داده چې دغوملاامامانوته دحج اواوقافو وزارت مادي اومانیزامتیازونه هم ورکړي دي.په دې کې شک نه شته چې دشریعت حکمونوتبلیغ،ګناهونواوسزاپه اړوندخلکوخبرول،دسزاورځې اوښواخلاقو ساتنې اواسلامي کولتورپه اړوندتبلیغ ددنني عالمانودنده ده.
دغه راز اړینه ده چې دیني عالمان دټولنې په اوسنیوناخوالونیوکې وکړې.خوکله چې لیدل کیږي ځینې دیني عالمان د ډاراچونې کړنو،مسلمانانو وژنو،اوله ترهګروسره دمخالفت په تور دیني عالمانووژنو په اړه خپلې خولې تړي نوځکه خود دوی تبلیغ په اړه شکونه زیاتیږي: داسمه ده چې فساد یوه ناوړه ښکارندده اوبایدریښه یې وایستل شي خودبیګناانسانانو وینوتویولو،ښوونځیوسوزولواوپلونوله ورانولوڅخه به کوم فسادبدتروي.
دولت اوپه تیره دحج اواوقافووزارت ددې پنځوکلونوپه اوږدوکې پردې نه دی توانیدلی چې جوماتونه له شکمنوملایانوچاڼ کړي اوپه دې کره آریې له سره سوچ هم نه دی کړی چې جوماتونه اومنبرونه په خلکو پورې اړه لري اودولس له دیني اومانیزودندو څخه شمیرل کیږي خواړوند وزارت په دې هکله هیڅ ډول لاس ته راوړنه،نه لري اوهغه یې دطالبانو په واک کې ورکړي دي.
که چیرې څوک دجمعې په ورځوکې دکابل جوماتونوته سرورښکاره اودځینو درنوملاامامانوخبري واوري نوورمالومه به شي چې په هیوادکې دروان سیاسي بهیرخلاف دڅومره زهرجن تبلیغ څپې په خوځښت دي.نواړینه ده چې دولت بایدمذهبي مسلوارزښت ته په پام لرنې سره په هیڅ ډول پرې نه ږدي چې دتبلیغ اواطلاع رسولواصلي مورچل دهغه چاپه واک کې وي چې له آزادۍ،پرمخ تګ اوتمدن سره مخالف دي.
pattang
05.11.2006
ترڅو چې اشغالګر په هيواد کې وي ، تر څو چې اشغالګر د کرزي له چټل او مردار
رژيم ځخه دفاع کوي ، تر څو چې دقاچاقبرانواو جنګي جنايتکارانو رژيم وي ، تر
څوچې افغانې او اسلامي اخلاق له منځه ځي ، تر څو چې پردی کلتور په دالرو
تحميليږي ، تر څو چې هره خبره په دالرو خرځيږي ، ترڅو چې مو سسه ئي دولت وي
تر څو چې اولسمشر ګوډاګی وي، تر څو چې ددولت په سر کې cia وي،٠٠٠
دهر مسلمان ، پښتانه ، با وجدانه افغان دا ايماني او وجداني وظيفه ده چې
دخپلواکي ، اولسواکۍ بيرغ چې په خپلو کلتوري او ديني عنعناتو
پورې تړلې وي پورته کړي او په هر قيمت چې وي د اشغالګرو او دهغوی
د کښېنولي ګوډاګي دولت په خلا ف خپله مبارزه وکړي ٠
مرګ په اشغالګرو او د هغوی په ګوډاګي رژيم٠
رښتینی
05.11.2006
ممتازه ګله افرين ستا په انصاف !!!
داد تروريزم دتعريف جنجال خو لا نه دى حل شوى او ځكه خو له مستر بوش
سره خلك اختلاف نظر لرى چى هغه ترور ستا په څير تريفوى او نړى يي نه
ورسره منى
ته ليږ پټ سوچ پرى وكړه او ووايه چى دميراف تشلاسى ملا امام
به ډير ترور او دهشت خپور كړى او كه b52 لرونكى ځواك ؟؟؟؟
دا ملا امامان خو بيخى لږځواكه خلك دى ته دى دى دا ليكنه په انګليسى وژباړه او باګرام ته يي ورسوه نو امريكايي بړيڅى به په كم وخت كى دا
ملا صاحبان ګوانتانامو ته ورسوى دلته زمونږ زړونه ولى پرى ازاروى
په مينه
momtaz
05.11.2006
محترم وروره پتنګه اسلام علیکم
د افغانستان دولت سره ستاسو مخالفت ستاسو حق دئ، او دا چې لیکۍ: [quote:6f091d7463] ... دهر مسلمان ، پښتانه ، با وجدانه افغان دا ايماني او وجداني وظيفه ده چې
دخپلواکي ، اولسواکۍ بيرغ چې په خپلو کلتوري او ديني عنعناتو
پورې تړلې وي پورته کړي او په هر قيمت چې وي د اشغالګرو او دهغوی
د کښېنولي ګوډاګي دولت په خلا ف خپله مبارزه وکړي ٠ [/quote:6f091d7463]
دا عجبه مفکوره ده !! مبارزه [color=blue:6f091d7463] په هر قیمت چه وي ؟؟[/color:6f091d7463] مبارزه د بې غرضه انسانانو د ژوند په بیه ؟ مبارزه د معلمانو ، سپینږیرو، ښځو او معصومو ماشومانو د ژوند په بیه؟؟ نه وروره با ایمانه، با وجدانه پښتانه، افغانان او مسلمانان د بې غرضه انسانانو د ژوند په بیه مبارزه نکوي !! او د مبارزې نورې لارې لټوي .
والسلام
pattang
05.11.2006
ورور ه ممتاز خانه سلا مونه !
هيڅوک بې ګناه خلق بايد ونه وژني او هيڅوک مکتبونه بايد وران نکړي ٠ که څوک دا کار کوي هغه خيانت دی ٠
وروره اوبه ولې خړه وې ?
زمامقصد خو يو ملي مدني غورځنګ دی او نه کوم وروسته پاتې تنګ نظره
پاڅون خدای پاک دې هغوی ته چې داسې کارونه کوي نصيحت وکړي او که شعوري
اوقصدي دوام ورکړې نو ما يې ملګری مه بوله اوداسې به يې مخالفت کوم لکه
دکرزي له رژيم سره ٠
ghafar
06.11.2006
عزتمنه وروره ممتاز صاحب سلامونه او نیکې هیلې !
لکه چې دې پاڼې ته نوئ راغلئ یې، هر کله راشې !
وروره که څه موده مونږ سره پاتې شې، زمونږ هېوادوال ښاغلئ پتنګ به وپېژنې. ډېر وخت د هغه لیکنې د هغه د زړه ( احساساتو) لیکنې دي نه دهغه د سر (ماغزو) !! همدا علت دئ کله چې هغه احساساتي شي یو څه لیکي او بیا وایي مقصد مې دا نه و، بلکې زما مقصد ... و . له همدې احساساتو له کبله د دې توپیر هم نشي کولای، چې کومه لیکنه چېرې وکړي ! مقصد دا چې یو ځای کې په هره ژبه چې وي یو څه ولیکي او د خپل دزړه بړاس وباسی .
په درناوي
صافی
06.11.2006
[color=blue:34efc5134b]ډاراچوونکي په محراب کې[/color:34efc5134b]
السلام علیکم...
Momtaz! نیکې هیلې او سلامونه مې ومنۍ.
محراب دډار اچونکو ځای ندی ، محرب دډاره دخلاصون او خلاصولو ځای دی . ویریږم دا ستاسو دلیکنې په شان عمومی قضاوت اغیز منفی ونه ګڼل شی ځکه دتیرو کمونیستی ریژیمونو له خوا هم ورته پروپاګندونه کیدل ( یعنی په خوله به یې يو مسجد او یو ملا وو اومطلب به یې ټول مساجد او ټول ملایان وو)
چې د پایلو د اغیز یې مونږ او تاسو شاهدان یو
او لکه څنګه چې ښاغلی حامد ورته اشاره کړی ، تر ننه دترهګرې بشپږ تعریف څرګند ندی ،او هره ډله یې په مقابل لورې تپی . او داستاسو دلیکنې عنوان هم راته له غرضه تش نښکاری.
په درناوی
momtaz
06.11.2006
ګرانه وروره صافی صاحب السلام علیکم !
زه ستاسوم نطر ته احترام لرم، خو که متوجه شوي اوسۍ دا زما لیکنه نه ده، بلکې ما د خبر د منبع په ښودلو سره یواځې یو خبر را نقل کړئ دئ .
والسلام
pattang
06.11.2006
زه پر دې کلکه عقيده لرمه چې دمغزواو احساساتوتر منځ اړکي ستا له تحليل څخه
ډېر لوړ دي که داسې نوی نو ديوه ګوډاګي ، اجڼټ ، بيکاره ، بې مسلکه ، مذدور
دولت مداحي به دې نکوله ٠
تا ته شرم او حيا ندريږي چې دکرزي د حکومت او دهغه د بي مسلکو وزيرانو
counterproductive قرار دادونه چې ټول يې درشوت اوغيرمسلکيتوب په
کلک پړي تړلي دي دلته راوړې او پروپاګنده ورته کوې ٠
زما هميشه دا مقصد دی :
دافغانستان خلک خپلې سياسې او اقتصادي چارې
په خپله درک اوو ټاکي ، پردی لښکر له افغانتان ځخه ووزي او جنګي جنايتکاران محاکمه شي٠
هيوادوال مفتخوره او غلامان تربيه نشي په هر کارکې ژور فکر وشي او په علمي او
مسلکي توګه اقدام ورته وشي . ټولې ملي چارې د ميز په مخ اولس يا داولس استازيو ته په سپين ميدان په برابر شکل ښکاره او په صداقت ورته واضح شي.
دکرزي حومت خوشې غرتې وهې خو پرتوګ يې هم په ملي سويه او هم په مسلکي
سوه په پښو کې پروت دی او اولس ورځه نارازه دی او ددولت په لوڅه کونه
شرميږي .
ځېزا دروم امپراتور له ځلويښتو زياتې معشوقې لرلې خو کرزی د cia ددالرو ه برکت
٤٠ کسه مشاور وزيران لري نور نو په تاريخ کې ما داسې يو مرداري ندی ليدلې لکه
دکرزي خان په موسسه يې دولت کې٠
نور بيا تر څو چې ته او کرزی ژوندې ياست
[quote:557708b1dd="ghafar"]عزتمنه وروره ممتاز صاحب سلامونه او نیکې هیلې !
لکه چې دې پاڼې ته نوئ راغلئ یې، هر کله راشې !
وروره که څه موده مونږ سره پاتې شې، زمونږ هېوادوال ښاغلئ پتنګ به وپېژنې. ډېر وخت د هغه لیکنې د هغه د زړه ( احساساتو) لیکنې دي نه دهغه د سر (ماغزو) !! همدا علت دئ کله چې هغه احساساتي شي یو څه لیکي او بیا وایي مقصد مې دا نه و، بلکې زما مقصد ... و . له همدې احساساتو له کبله د دې توپیر هم نشي کولای، چې کومه لیکنه چېرې وکړي ! مقصد دا چې یو ځای کې په هره ژبه چې وي یو څه ولیکي او د خپل دزړه بړاس وباسی .
په درناوي[/quote:557708b1dd]
ghafar
06.11.2006
ګوره پتنګه آشنا بیا په ټینډکو شوې !
ما خو ډېر پخوا درته ویلي وو، چې ډاکټر ته ځه چې ناروغه یې. ته د شیسوفریني (schizophren ) په ناروغۍ اخته یې ، داسې ښکاري، چې ستا په خیال کې ( Halluzinationen )تا کوم شئ یا کوم څوک ( ښایي کرزئ) تعقیبوي . د دغه حقیقت یوه علامه هم همدا ده، چې ته نه پوهېږې چې کومې لیکنې په کوم ځای کې وکړې او هماغه څو کنځاوې په هر ځای کې تکراروې . ته کرزي باندې خپل صحت مه خرابه وه هغه نن جمهور رئیس دئ او بله ورځ به نه وي .ته باید دخپل غم وخورې، خدای دې پر تا رحم وکړي !
ستا د سلامتیا په هیله
pattang
06.11.2006
غفار لا لا اوس دې لو چکي هم را واخيسته ، يو څو ټکي الماني دې هم زدکړې ده
او يو څو غلا شوي لغاتونه دې هم ليکلي دي، وا وا نامې خدا څنګه ګل هلک يې ٠
هغه ستا خپل کار دی چې کوم وړ دياګنوزه زما په اړه ليکې خو يو شی درته وايم چې
کرزی ګوډاګی د cia په غيږ کې پروت دی ٠
سربېره پردې د لاندېنۍ کرښې څخه دې داسې مالوميږي چې خوشې پښتوليکې
اودهغو وګړو له جملې ځخه يې چې يووار يې وطن په روسانو خرڅ کړ او اوس يې
په امريکايانو خرڅه وي او په خپل دوران کې په هيچا بند نوو٠
[quote:3ff3f3ff1d]ته کرزي باندې خپل ځان مه خرابه وه هغه نن جمهور رئیس دئ او بله ورځ به نه وي [/quote:3ff3f3ff1d]
کرزی د رياست جمهوري دچوکۍ له پاره داسې نا لايقه ده لکه ببرک کارمل په خپل
وخت کې او دواړه يو وړ انالوګي هم لري ٠
رابه شم ستاپورتنۍ ښائسته جملې ته :
څوک چې خراب شوی وي هغه بل څوک نشي خرابه ولي که ته پردې باره کې دخپلې
تجربي مالومات راکړی ډېره به ښه وي ٠
نور به څه نه درته وايم ولا حولو دې وي ٠
مرګ دې وي په کاسه پاکو مذدورانو٠
[quote:3ff3f3ff1d="ghafar"]ګوره پتنګه آشنا بیا په ټینډکو شوې !
ما خو ډېر پخوا درته ویلي وو، چې ډاکټر ته ځه چې ناروغه یې. ته د شیسوفریني (schizophren ) په ناروغۍ اخته یې ، داسې ښکاري، چې ستا په خیال کې ( Halluzinationen )تا کوم شئ یا کوم څوک ( ښایي کرزئ) تعقیبوي . د دغه حقیقت یوه علامه هم همدا ده، چې ته نه پوهېږې چې کومې لیکنې په کوم ځای کې وکړې او هماغه څو کنځاوې په هر ځای کې تکراروې . ته کرزي باندې خپل ځان مه خرابه وه هغه نن جمهور رئیس دئ او بله ورځ به نه وي .ته باید دخپل غم وخورې، خدای دې پر تا رحم وکړي !
ستا د سلامتیا په هیله[/quote:3ff3f3ff1d]
ghafar
06.11.2006
پتنګه آشنا په دومره غپلو دې داړې هرې خوا ته خپرې شوې او د ساری مرض په توګه له بده مرغه په ما هم سرایت وکړ . په فارسی کې یو متل دئ چې وایي:
با ماه بنشیني ماه شوي
با دیګ بنشیني سیاه شوي
په ریښتیا چې ته له دېګي څخه هم تور یې !
زه د نورو لوستونکو څخه ډېره بښنه غواړم !
pattang
06.11.2006
غفار لا لا !
زه که غاپم نو په خپل وره او خپل دربار کې خو افسوس دهغوخلکو په حال چې
خرڅ شوي يې او دنورو په دربارو کې څار کوي او غاپي ٠ تاته داسې ساري
مرض درغلی چې ټول ملت درځخه کرکه کوي خو ته په ځان نه پو هېږې٠
ناندرۍ يوېخواته يو دقيقه انساني فکر :
کوم افغان به پدې فوروم او نورو فورمونو کې کوم هيواد وال به ستا د کرزي لوجي
پلوي وکړي ? يواځې څو رشوتخواره کمونستان اوبس .
[quote:8e40479ed8="ghafar"]پتنګه آشنا په دومره غپلو دې داړې هرې خوا ته خپرې شوې او د ساری مرض په توګه له بده مرغه په ما هم سرایت وکړ . په فارسی کې یو متل دئ چې وایي:
با ماه بنشیني ماه شوي
با دیګ بنشیني سیاه شوي
په ریښتیا چې ته له دېګي څخه هم تور یې !
زه د نورو لوستونکو څخه ډېره بښنه غواړم ![/quote:8e40479ed8]
ghafar
07.11.2006
ځه پتنګه آشنا اوس دې ټول پېژني !
د پښتونولۍ تر شعار لاندې ، چې نه یې تعریف کولای شې او نه یې رعایت، ځان دې په ټګۍ وهلئ او په حقیقت کې ته دهماغه د افغانستان د خلکو دښمنانو القاعده او د آی اس آی د نوکرانو ور ساتونکئ یې . تا د خپله واقعي څېره یو ځل بیا هغه وخت افشا کړه، کله چې دې ښاغلي ممتاز ته ولیکل : [color=red:734a1c0b97]... په هرقیمت چې وي د کرزي حکومت په وړاندې مبارزه وشي ![/color:734a1c0b97]په هر قیمت د آی اس آی شعار دئ . هو، هغوی د افغان ولس په تباهۍ ملا تړلې ده !! نور هم دهغو د وره څارنه وکړه ! افغان ولس به بریالئ شي ، القاعده او آی اس آی او د هغه ور ساتونکي به انشا الله مختوري !
pattang
07.11.2006
غفار لا لا سلام عليکم !
زما دپورتني ليک دوروستۍ کرښې ځواب دې را نکړ لکه کوچنی هلک دې خواته
اوهغې خواته مڼډې وهې .
داخبرې خو پتنګ ته نوې ندي هغه وخت چې تاسو د شوروي پښې څټلې پتنګ مو
دناتو او cia سړی باله او س چې د ستا سو بادار تغير وخوړ نو پتنګ القاعده او isi
بولۍ اوخبر نه يې چې بادار مو هم دisi اوهم دالقعدې پټ ملګری دی او خوشې
په خوله دشکايت نارې وهي اوداځکه چې هغه نور پلانونه دراتلونکي لپاره لري٠
په دواړو تهمتونو مو خبرې زما په هکله د اسې حرامې دې لکه له مور سره زنا٠
خو خدای پاک دې تاسو ته هدايت وکړې ٠
داخو په ټولوازادي غوښتونکو ټولنو کې منل شوی کلتوردی چې دازادي لپاره
هرډول مبارزه په کاردی پدې برخه کې هيڅوک نورې خبرې نشي کولی ٠
خوستا مازغه لکه چې په غرب کې ګنګس شوي دي اوياروسي وتکا داسې
درخراب کړي دي چې هرې اپلتې ليکې.
رابشو دپښتنوالي په برخه کې :
ستايې له پښتنولي سره څه تاخو دغلامي رسۍ په غاړه کې اچولې ده اودپښتنولۍ
تعريف خو هر پښتون بايد له کور اوکلي ځخه زده ی او ورځنۍ کړنلاره او لمونځ يې
وي داچې تا خرڅه کړې ده نو وروره تعريف يې په ټول افغان کې ، دپښتون بابا
( محمدګل خان مومند) اوپه نورو ډېرو کتابونو کې ګوره ٠
ر ا به شو رعايت ته:
که رعايت مې نکولی نو ستاسره به مې جګړه نوه او ستا غوندې
به مې داشغالګرو دګوډاګي دولت مداحي کوله .
چېټي ټوپونه دهلکانو په شان مه وهه پښتون شه ملسلمان شه ٠
نور بيا
[quote:88c52c1e0f="ghafar"]ځه پتنګه آشنا اوس دې ټول پېژني !
د پښتونولۍ تر شعار لاندې ، چې نه یې تعریف کولای شې او نه یې رعایت، ځان دې په ټګۍ وهلئ او په حقیقت کې ته دهماغه د افغانستان د خلکو دښمنانو القاعده او د آی اس آی د نوکرانو ور ساتونکئ یې . تا د خپله واقعي څېره یو ځل بیا هغه وخت افشا کړه، کله چې دې ښاغلي ممتاز ته ولیکل : [color=red:88c52c1e0f]... په هرقیمت چې وي د کرزي حکومت په وړاندې مبارزه وشي ![/color:88c52c1e0f]په هر قیمت د آی اس آی شعار دئ . هو، هغوی د افغان ولس په تباهۍ ملا تړلې ده !! نور هم دهغو د وره څارنه وکړه ! افغان ولس به بریالئ شي ، القاعده او آی اس آی او د هغه ور ساتونکي به انشا الله مختوري ![/quote:88c52c1e0f]
momtaz
07.11.2006
ګرانو هېوادوالو غفار او پتنګ السلام علیکم
ګرانو دوستانو هیله ده خپلې شخص ستونزې په جرمنی کې پرېږدئ . ما د خبر د منبع په ښودلو سره د ( ډاراچوونکي په محراب کې ) تر عنوان لاندې دا خبر ځکه را نقل کړ، چې د تاریخ یو ورته حالت تکرارېږي . مونږ خو په تاریخ کې لوستي دي چې هغه مهال انګلیسانو خپل کارونه د ملا امامانو په جامو کې تر سره کول . د کابل په پلخشتی جومات کې د یوه انګلیس څوارلس کلنه ملا امامۍ د هغه ښه بیلګه ده . اوس هم د امکانه لرې ندئ چې دا نیول شوي خلک یا خارجیان دي او یا د هغو مزدوران . زه فکر نکوم چې افغانان د حکومت د بې ثباتولو لپاره د ورانکارۍ له لارې خپل هېواد ویجاړ او خلک یې تباه کړي .
والسلام
اشفاق
07.11.2006
[quote:4b7b09a1d1="momtaz"]زه فکر نکوم چې افغانان د حکومت د بې ثباتولو لپاره د ورانکارۍ له لارې خپل هېواد ویجاړ او خلک یې تباه کړي .
[/quote:4b7b09a1d1]
وروره زه افغان نه يم خو له حالاتو په اخيستې اندازه پوهيږم چي افغانانو خپل وطن او خپل ځانونه په خپله خراب کړي دي. د روسانو په مقابل کي د شوي جهاد د ډيرو نورو سترو زيانونو ترڅنګ يو زيان دا هم دي چي زياتره افغانان د پتنګ پشان په جنګي ناروغيو اخته شوي او يا مفت خواره غټ شوي دي نو اوس چي کله د دوى وطن د امن او کرارۍ په لور روان شي دوى يي نشي زغملى ځکه چې په امن او کرارۍ کي د دوي تاوان او په جنګ کې يې ګټه وي. په جنګ کي له يوي خوا دوى ته وسلي راځي له بلي پيسي او له بلي موادونه او کومکونه. دغسي د جنګ په حالت کې جنګي او وسله والي ډلي چي ځانونو ته په هر دور کي مجاهدين وايي د هر څه کولو واک او اختيار لري. د تير جهاد پر مهال هم مونږ ليدلي چې مجاهدينو به ښځي تښتولي او غلاګاني به يي کولي چا ورته هيڅ نه شوويلى او مجاهدينو دا خپل حق ګاڼه ځکه چي جهاد يي کړى و. اوس هم وايي چي مونږ ته دي په خولو کې مفته ډوډۍ راکړى شي او ډالري دي راله راځي ځکه چي مونږ جهاد کړي دي که هر څه راته مفت نه راځي نو بيا به غلاګاني هم کوو او جنګونه هم، دا زمونږ حق دى ځکه چي مونږ جهاد کړي دي. نو وروره زما چي څومره تجربه شوي دا خلق هيڅکله په خپل وطن او خاوره کي امن او ارامي نه غواړي. کوم خلق چي امن او کراري غواړي هغوى د جنګيالو په ضد د پاڅيدو او د هغوي د مخنيوي وس نلري نو بس په نورو وطنونو کي د خوارۍ مزدورئ او بې کورۍ ژوند تيروي. که رښتيا وکتل شي نو جهاد څه و؟ خو امريکا راغله افغان يې تباه کړ او روس له يي ماتي ورکړه. د اسلام او افغان لپاره يي ماتي نه وه ورکړي د خپلو مفادو لپاره يي جهاد وکړ او خپل صليبي جهاد يي په افغانانو وکړ او خپلي ګټي يي ترلاسه کړي. اوس هماغه خلک لګيا دي د روس لپاره د امريکا خلاف جهاد کوي او افغان پکي بيا تباه کيږي. د افغان لپاره يي ګټه څه ده؟
زمريال
07.11.2006
[quote:2490f080fb="اشفاق"] وروره [color=white:2490f080fb]زه افغان نه يم [/color:2490f080fb]خو له حالاتو په اخيستې اندازه پوهيږم چي افغانانو خپل وطن او خپل ځانونه په خپله خراب کړي دي. [/quote:2490f080fb]
ښاغلی اشفاق !
له نامۀ مو هم داسې برېښي چې افغان نه ياست ،او د ليکنې له له محتوا هم !
خو د ليکنې دساختمان لپاره مو افغاني فورمېټ غلا کړی !
خو پۀ هرصورت :
دا د افغانانو ( له اباسينه تر امو د اوسېدونکو )سايټ دی او هم د همدوئ مسايل پۀ کې مطرح دي نه د بل چا ! له همدې کبله که هر څوک ياست او يا هم هر څوک شوي ياست دا به مومهرباني وي چې له دې ځايه خپل بستره پخپله درټوله کړئ !
_______________
او هم دفورم له مسؤل پلاوي څخه هيله لرو چې نور به تاسو اجازه در نۀ کړي چې د افغانانو پر ښه او بده وږغېږئ !
پۀ همدې هيله : يو ورور مو
pattang
07.11.2006
اشفاق جانه نوم خود ې خاص ملا يې دی خو خبره دې له سره غلته ده !
پښتون خو يې نوچې پښتون شوې خو افغان هم يې ( دهويت پاڼه خو مهمه نده )
ماډېر ټکسيوانان په پيښور کې ليدلې چې د هغوی مليت افغان خو پاسپورت يې
پاکستانی وو او په وياړ سره يې وېلې چې دی افغان دی ٠
نووروره چې افغان ځان نه بولې نو زه بحث نه درسره کوم ٠ خولنډ ستا دمالومات
لپاره : زمامقصد د افغانانو خپلواکي ده او نه يوبيکاره تحميلي حکومت ٠
[quote:c53c2ca72a="اشفاق"][quote:c53c2ca72a="momtaz"]زه فکر نکوم چې افغانان د حکومت د بې ثباتولو لپاره د ورانکارۍ له لارې خپل هېواد ویجاړ او خلک یې تباه کړي .
[/quote:c53c2ca72a]
وروره زه افغان نه يم خو له حالاتو په اخيستې اندازه پوهيږم چي افغانانو خپل وطن او خپل ځانونه په خپله خراب کړي دي. د روسانو په مقابل کي د شوي جهاد د ډيرو نورو سترو زيانونو ترڅنګ يو زيان دا هم دي چي زياتره افغانان د پتنګ پشان په جنګي ناروغيو اخته شوي او يا مفت خواره غټ شوي دي نو اوس چي کله د دوى وطن د امن او کرارۍ په لور روان شي دوى يي نشي زغملى ځکه چې په امن او کرارۍ کي د دوي تاوان او په جنګ کې يې ګټه وي. په جنګ کي له يوي خوا دوى ته وسلي راځي له بلي پيسي او له بلي موادونه او کومکونه. دغسي د جنګ په حالت کې جنګي او وسله والي ډلي چي ځانونو ته په هر دور کي مجاهدين وايي د هر څه کولو واک او اختيار لري. د تير جهاد پر مهال هم مونږ ليدلي چې مجاهدينو به ښځي تښتولي او غلاګاني به يي کولي چا ورته هيڅ نه شوويلى او مجاهدينو دا خپل حق ګاڼه ځکه چي جهاد يي کړى و. اوس هم وايي چي مونږ ته دي په خولو کې مفته ډوډۍ راکړى شي او ډالري دي راله راځي ځکه چي مونږ جهاد کړي دي که هر څه راته مفت نه راځي نو بيا به غلاګاني هم کوو او جنګونه هم، دا زمونږ حق دى ځکه چي مونږ جهاد کړي دي. نو وروره زما چي څومره تجربه شوي دا خلق هيڅکله په خپل وطن او خاوره کي امن او ارامي نه غواړي. کوم خلق چي امن او کراري غواړي هغوى د جنګيالو په ضد د پاڅيدو او د هغوي د مخنيوي وس نلري نو بس په نورو وطنونو کي د خوارۍ مزدورئ او بې کورۍ ژوند تيروي. که رښتيا وکتل شي نو جهاد څه و؟ خو امريکا راغله افغان يې تباه کړ او روس له يي ماتي ورکړه. د اسلام او افغان لپاره يي ماتي نه وه ورکړي د خپلو مفادو لپاره يي جهاد وکړ او خپل صليبي جهاد يي په افغانانو وکړ او خپلي ګټي يي ترلاسه کړي. اوس هماغه خلک لګيا دي د روس لپاره د امريکا خلاف جهاد کوي او افغان پکي بيا تباه کيږي. د افغان لپاره يي ګټه څه ده؟[/quote:c53c2ca72a]
momtaz
10.11.2006
محترمو دوستانو السلام علیکم !
زمونږ ګران ورور زمریال لیکي:[quote:c7f70c6640]دا د افغانانو ( له اباسينه تر امو د اوسېدونکو )سايټ دی او هم د همدوئ مسايل پۀ کې مطرح دي نه د بل چا ! له همدې کبله که هر څوک ياست او يا هم هر څوک شوي ياست دا به مومهرباني وي چې له دې ځايه خپل بستره پخپله درټوله کړئ ! [/quote:c7f70c6640]
ماشاالله ماشاالله عجب منطق ! دا چې د دې پانې نوم " ټول افغان " دئ نو نور څوک حق نلری په دې پاڼې کې څه ولیکي او خپل نظر څرګند کړي ؟ او بیا زمریال ورور پخپل سر د افغانانو په استازیتوب خپله فتوا صادروي او محترم اشفاق ته وایي : [quote:c7f70c6640] له دې ځايه خپل بستره پخپله درټوله کړئ[/quote:c7f70c6640]
دا خو په واقعیت کې د ښاغلي اشفاق د هماغې خبرې تائید دئ چې وایي :[quote:c7f70c6640]زياتره افغانان د پتنګ پشان په جنګي ناروغيو اخته شوي [/quote:c7f70c6640]
مخکې لدې چې مونږ د هغه د لیکنې د محتوا په هکله خپل نظر څرګند کړوو، د هغه په شخص داسې ځانونه نښلوو، چې اصله موضوع د ټولو هېره شي . زما په نظر ضروری برېښي، چې یو ځل ځیر شو چې ښاغلي اشفاق څه لیکلي دي؟
لومړئ خو زما په نظر هغه په بشپړ صداقت لیکلي دي چې افغان ندئ ! هغه کولای شول د نورو پشان خپل نظر څرګند کړي، نو په هغه حالت کې به دا لفظی جنګ هم ور سره نه کیده !
دوهم دا چې نوموړي زما په نظر زمونږ د هېواد د وروستیو کلونو پېښو یو زیات شمېر واقعیتونه لیکلي دي او یوه مهمه پوښتنه یې کړې چې یا اعتراف او یا یوه منطقي ځواب ته اړتیا لری. هغه پوښتي دي :[quote:c7f70c6640]خو امريکا راغله افغان يې تباه کړ او روس له يي ماتي ورکړه. د اسلام او افغان لپاره يي ماتي نه وه ورکړي د خپلو مفادو لپاره يي جهاد وکړ او خپل صليبي جهاد يي په افغانانو وکړ او خپلي ګټي يي ترلاسه کړي. اوس هماغه خلک لګيا دي د روس لپاره د امريکا خلاف جهاد کوي او افغان پکي بيا تباه کيږي. د افغان لپاره يي ګټه څه ده؟؟[/quote:c7f70c6640]
والسلام