نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د منافقت اخري درجه
Ajab
05.11.2006
د منافقت اخري درجه
[i:8da86caa84](د ټول افغان د لومړي مخ څخه)[/i:8da86caa84]
د باجوړ په سيمه کې په يوه مدرسه بمباري او د اتياو څخه د زياتو زده کوونکو په شهادت رسول د دې خبرې ثبوت دى چې د پاکستان پوځ د ظلم او وحشت له ټولو حدونو تېر شو او په افغانستان او نوره نړۍ کې د بې ګناه خلکو په وژلو دومره روږدى شو چې اوس څو ورځې د انساني وينې د څښلو څخه تږى پاتې شي نو په خپلو خلکو لکه د خوړونکي ځناور حمله وکړي او خپله تنده ماته کړي.
د پاکستان دننه او بهر د ګردې نړۍ مسلمانانو په دغه پېښه خواشيني ښودلې او دا يې يو غير انساني او غېر اسلامي کار بللى دى. رښتيا هم چې انساني زړه ولري نو په داسې ظالمانه کار به خامخا خفه کېږي خو چې سړى په دې مورد کې د پاکستاني ملايانو دوه مخي توب او منافقت ته وګوري نو زړه يې نور هم خفه شي چې په مسلمانانو کې داسې خلک نه واى نو مسلمانان به ولې نن د دومره لوى ذلت او رسوايۍ سره مخ کېدل.
پاکستاني ملايانو، چې پخوا يې په يو بل پسې لمونځ نه کاوه، د آيي ايس آيي په کوښښ او لالچ د چوکۍ لپاره د متحده مجلس عمل په نامه سره راټول شول او په خپلو سرچپه او غير اسلامي کارونو يې مسلمانان او اسلام نور هم وشرماوه. دغو ملايانو تل د اسلام نوم د خپلو ناوړو ګټو لپاره پکار راوستلى دى او هغه کار يې کړى دى چې اسلام ته ترېنه زيان رسېږي او مسلمانان يې د تل لپاره د شرمندګۍ او رسوايۍ سره مخ کړي دي.
د مثبت سوچ، کار او فکر څخه عاري دغو ملايانو د باجوړ د پېښې نه لومړۍ سياسي ګټه دا ترلاسه کړه چې د سراج الحق په نامه يو وزير يې د استعفا ورکولو اعلان وکړ. دغه وزير چې په خپلو تېرو پنځو کلونو کې د يو فيصد مثبت کار ريکارډ هم نلري، په داسې وخت کې چې د خپلو نورو ملګرو سره يې اختلافات لرل او نزدې وه چې هغوى د دولتي چوکۍ څخه ديکه کړى واى او بل دا چې په پاکستان کې راتلونکې ټولټاکنې نزدې دي نو ده د دې موقعې څخه په سوء استفاده کولو د استعفا اعلان وکړ او په ځاى د دې چې په باجوړ کې د شهيدو شويو زده کوونکو سره خواخوږي وښئي خپل سياسي دوکان يې خلاص کړ او سياسي کاروبار يې پېل کړ.
بل خوا د ملايانو دغې ډلې ځاى په ځاى مظاهرې خو وکړې ولې دا يوه خبره يې د اولې ورځې څخه تر اوسه په خوله کې په ګډه سره نيولې ده او بيا بيا يې په هر فورم کوي چې بمباري پاکستاني پوځ نه بلکې امريکا کړې ده. حال دا چې د پاکستان پوځ په خپله ويلي دي چې بمباري يې پخپله کړې ده او دغه خلک يې ځکه وژلي دي چې د ترهګرۍ په فعاليتونو کې يې لاس درلود.
خو پوهېږئ چې پاکستاني ملايان ولې په دې خبره ډېر ټينګار کوي چې دا بمباري امريکا کړې ده؟ ځکه چې د آيي ايس آيي او همدې پوځ لخوا ساتل شوي دا ملايان خپل ولس ته بيا ملامته راځي. که دوى ومني چې بمباري پاکستاني پوځ کړې ده نو ولس يې پوښتنه او غوښتنه ځنې لري چې تاسې ولې بيا د داسې يو حکومت او پوځ سره خپله کولمه غوټه کړې ده چې زمونږ ماشومان په بمباريو وژني او پر ضد يې د جهاد اعلان ولې نه کوئ؟
که پاکستاني ملايان رښتيا هم مجاهدين واى، او لکه څنګه چې يې په افغانستان کې د روان فساد لپاره خپل ټول وسايل په لار اچولي دي او د آيي ايس آيي اجنډا پر مخ بوځي، دا که رښتيا جهاد واى نو دوى به اوس د پاکستان د پوځ پر ضد هم جهاد اعلان کړى واى ځکه چې اتيا بې ګناه ماشومان وژل څه وړه پېښه خو نده؟!!! نو بيا ولې دغه ملايان د جهاد اعلان نه کوي؟ کله چې په دې اړه د مولانا فضل الرحمان څخه پوښتنه وشوه نو هغه ژورنالستانو ته وويل: که پوځ بيا داسې عمليات وکړل نو مونږ به يو څه کولو ته اړ شو. زما پوره يقين او باور دى چې د پاکستان پوځ به په راتلونکي کې څو څو ځله دغسې عمليات ترسره کړي خو فضل الرحمان، قاضي حسين احمد او د آيي ايس آيي نور پاللي ملايان به هيڅکله د پاکستان د پوځ پر ضد د جهاد اعلان ونکړي ځکه چې د دوى د ژوند کولمه د همدغه پوځ سره تړلې ده. که د پاکستان پوځ له منځه لاړ نو دا ملايان به هم ځي.
نو ايا دا د منافقت اخري درجه نه ده؟ ايا دا د دې خبرې ثبوت نه دى چې دغه ملايان د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ لخوا په دې ګومارل شوي دي چې په افغانستان کې روانې ترهګرۍ او فساد ته مذهبي جواز پيدا کړي او د افغانستان په ورانولو سره خپله پنجابي دنده او د پښتنو سره خپله ازلي دښمني وښئي؟ دوى هيڅکله هم د پښتنو او افغانانو دوستان کېدلاى نشي او نه به داسې کار وکړي چې د پښتنو او افغانانو په ګټه وي.
هغه افغانان چې د دغو ملايانو په وېنا او شيطانۍ په افغانستان کې ترهګري او فساد کوي هم بايد د دې څخه عبرت واخلي او پوه شي چې پاکستان هيڅکله په افغانستان کې سوله او ارامى ليدل نه غواړي او د شر او فساد کومه سلسله چې يې پېل کړې ده نو د همدغو ملايانو له لارې يې پېل کړې ده. که دوى رښتيا هم مسلمانان واى، ازاد واى، دين غوښتونکي واى، مجاهدين واى او اسلام پلوي واى نو د باجوړ د پېښې څخه وروسته هيڅ جواز نه و چې دغو ټولو ملايانو، چې په افغانستان کې د ورانۍ او فساد لپاره په خپلو ديني مدرسو کې ماشومان روزي او په ښکاره وايي چې په افغانستان کې به زمونږ "جهاد" روان وي، بايد چې په يوه خوله يې د پاکستان د پوځ پر ضد هم د جهاد اعلان کړى واى.
د پاکستان د پوځ لپاره هم دا د عبرت ځاى دى او د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه خبره په ثبوت ورسېده چې يو ځل يې ويلي وه چې مشرف کوم ماران ساتي دا به يوه ورځ ده ته هم ټک ورکړي. مشرف او استخباراتي ادارې که يې د ترهګرو په روزلو بوخت دي او افغانستان ته يې د ورانکارۍ او ترهګرۍ لپاره رالېږي نو دغه "ماران" به يوه ورځ پخپله په مشرف پسې هم راتاوېږي. دا ورځ به خامخا راځي.
زمرى بشريار
ghafar
05.11.2006
Ajab خانه وروره سلامونه اونیکې هیلې !
زمونږ هېوادوال زمری بشریار پخپلې لیکنې کې د پاکستان د حکومت او د هغه د نوکرانو څېره یو ځل بیا افشا کړې ده. ښاغلئ بشریار په پای کې داسې نتیجه اخلي:[quote:94654c6262]د پاکستان د پوځ لپاره هم دا د عبرت ځاى دى او د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه خبره په ثبوت ورسېده چې يو ځل يې ويلي وه چې مشرف کوم ماران ساتي دا به يوه ورځ ده ته هم ټک ورکړي. مشرف او استخباراتي ادارې که يې د ترهګرو په روزلو بوخت دي او افغانستان ته يې د ورانکارۍ او ترهګرۍ لپاره رالېږي نو دغه "ماران" به يوه ورځ پخپله په مشرف پسې هم راتاوېږي. دا ورځ به خامخا راځي. [/quote:94654c6262]
دا چې دا ماران په مشرف پسې څه وخت را تاوېږي راتلونکي پورې اړه لري، خو هغه څه چې اوس یو څرګند حقیقت دئ هغه دا دئ چې آی اس آی او د هغه مزدوران د دیني عالمانو، مخورو سپینږیرو، معلمانو، د ساختماني انجینرانو او نورو کارکوونکو په وژلو سره تر یوه ځایه پر دې بریالي شوي دي چې په ځانګړی توګه د پښتنو په سیمو کې د بیا ودانولو له کارونو څخه مخنیوئ وکړي . او په دې توګه یې خپلو تبلیغاتي مزدورانو دغه د افغان د ولس د هوسایی دښمنانو ته د دولت پر ضد د تبلیغاتو زمینه برابره کړه.
په درناوي