د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپاكستان وينه څښونكو او بي ضميره جنرالانو بيا دمسلمانو پښتنو ميندى بورى كړى .........

رښتینی
30.10.2006

محترمو وروڼو او خويند وسلام او نيكى هيلى
دا لا ندى خبر به مو شايد په ټول افغان كى لوستى وى
او كه نه دا دى اوس يي ولولئ !
__________________
باجوړ:پاکستاني پوځيانو په باجوړ کي پر يوي مدرسي هوايي بريد کړي چي په ترڅ کي يي 80تنه وژل شوي دي
پاکستان کي پوځي چارواکي وايي چي دوي نن سهار په باجوړ اجنسي کي د هوايي عملياتو په ترڅ کي يوه مدرسه چي د دوي په وينا جنګياليو د پوځي زده کړو په موخه کاروله ،د بريد په ترڅ کي له منځه وړي او شاوخوا 80 جنګيالي يي وژلي دي .د عيني شاهدانو په وينا په دغه بريد کي ټول وژل شوي کسان سيميز زده کونکي و چي د اختر له رخصتيو څخه ورګرزيدلي وو.
د رپوټونو له مخي په بريد کي د مدرسي مشر مولوي لياقت الله حسين هم وژل شوي دي چي سيمي کي يي د شريت د پلي کولو لپاره هڅي کولي .
د پاکستان د پوځ وياند جنرال شوکت سلطان ويلي چي نن سهار پينځه بجي يي د باجوړ په مرکزي سيمي خار کي پر يوي مدرسي چي د نوموړي په وينا له 70 څخه تر 80 پوري جنګيالي په کي وو بريد وکړ . د نوموړي په وينا د مدرسي وداني په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده .
په دغه بريد کي له جنګي چورلکو څخه کار اخيستل شوې دي .

_________________

په قسم به مي باور وكړئ كه نه چى دتبصرى لورى رانه ورك دى
او نه پوهيږم چى څه وليكم ؟؟!!

دابه شايد نه بلكى يقينا زما كمزورى وى چى څه نه شم ليكلى خو له وروڼو
نه مرسته غوا ړم چى راځى دلته په دى موضوع څه راسره وليكئ خو ګورى
دا اتيا كسان له هره لحاظه پرته فقط انسانان يي وبولئ او بيا ډيره برخه يي شايد كشرا ن او تنكى ځوانان وى نو يوا ځى په دى لحاظ څه پرى وليكئ چى
دا دخوارو او سپيرو پښتنو مسلمانانو زامن دى لكه دسيمى خلكو چى هم داسى ګواهي وركړى ده .

په مينه


رښتینی
04.11.2006

محترم كوشان صيب سلام

كور ودان مونږ اصلا يوى داسى موضوع ته ډير ليوال يو چى هغه
له جنجاله او كشالو ډكه وى او بيا نو خبره تر ستوخو سپورو او
فتواګانو پورى ورسو و

په مينه


صافی
04.11.2006

السلام علیکم ...

ورنو! دا دردونکی تیری او پیښه دکومې ورځې څخه چې پیښ شوی او دکومې ورځې نه چې ښاغلی حامد ورور دا موضوع دلته بحث ته وړندی کړی ، په وازه خوله او رڼو سترګورډې رډې ورته ګورم او هیڅ نه پو هیږم چې په کوم احساس او په کومه ژبه یې وغندم داراز پیښې دومره دردونکی دی چې د تصور اټکل یې نه کیږی . چې هرڅه یې په هکله وویل شی او ولیکل شي اوکه په هره لهجه وغندل شی نه کفایت کوی . نه پرې غصه سړیږی او نه پرې تنده ماتیږی ، او دقهر او غضب لیونۍ ولولې نورې هم پیاوړې کوي . دا په داسې حال کې چې عملآ مو هیڅ به لاس کې نشته.
هغه کسان چې مرتکبین ددې وحشی عمل ،او بې ګناه عام وژنو دي باید په دې وپوهیږی چې ددوی داعمل بې ځوابه نشی پاتی کیدی که نن وی او که سبا دخپل ناوړه عمل پاداش به ور په برخه شی وایی چې ( څه کریې هغه به ریبې) دیوه بې ګناه ژوند اخیستنه دهغه کورنۍ، دهغه قوم ، او دهغه هیواد وال ټول ځانته دوښمن وي . چې دهیچا په ګټه نه تمامیږی . مونږ ددې بی باکه پالیسۍ نتیجه دسر په سترګو په عراق کې ګورو چې هم یې عراق تباه کړ او هم یې ځان که امریکایان اودهغوی افغانی او پاکستانی ګوډاګیان دعراق په تجربه سترګی پټوی ستره او نه جبرانکېدونکی اشتباه به یې کړی وي .
په درناوي


momtaz
06.11.2006

دپاکستان يو مذهبي مشر : ١٥٠٠ ځانمرګي بريدکوونکي موروزلي

پېښور، کابل

د لړم ١٣مه، پژواک خبري اژانس

د پاکستان يو تن قبايلي مذهبي مشر ويلي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پرضد د بريدونو لپاره يې ١٥٠٠ تنه ځانمرګي بريد کوونکي روزلي دي .

مولوي نصيرالدين د سرحد ايالت د خيبر ايجنسۍ په لواړګي کې د لړم په ١٣مه، د باجوړ د پېښې پر ضد يوې احتجاجي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې دوى به د پاکستان له دولت او امريکا څخه د باجوړدپېښې غچ اخلي .

له کونړ سره په ګډې پولې باجوړ ايجنسۍ کې د ډمه ډوله سېمې اړوند د چنګيي کلي پر يوې مدرسې د لړم په ٨مه، د سهار په پنځو بجو بمباري شوې ده .

د پاکستان دپوځ وياند تورنجنرال شوکت سلطان ويلي چې په مدرسه کې ترهګر روزل کېدل او ددوى دچورلکو په بمبار کې د ٨٣ په شاوخوا کې ترهګر وژل شوي دي.
خو مولوي نصير الدين په مدرسه کې وژل شوي کسان بې ګناه وبلل او زياته يې کړه چې دوى په مدرسه کې يواځې ديني زده کړې ترسره کولې .
هغه زياته کړه چې امريکا په ټوله نړۍ کې بدمعاشۍ ته لاس اچولى او جنرال مشرف يې په پټو سترګو ملاتړ کوي .
په دې غونډه کې چې زرګونو قبايلوپکې ګډون کړى و ، مولينا نصير الدين په زغرده اعلان وکړ چې دوى په خپلو مدرسو کې د ١٥٠٠ په شاوخوا کې طالبان ځانمرګيو بريدونو ته روزلي دي .
دده په وينا، دوى به ددې ځانمرګيو بريدونو له لارې دبې ګناه او بې وزله مسلمانانو غچ اخلي .
هغه خپل ولسمشر جنرال مشرف ته ګواښ وکړه چې که دامريکا له مرستې او خپلې روانې پاليسۍ څخه لاس په سر نه شو نو له بدو پايلو سره به مخ شي .
د غونډې يو تن ګډونوال ملک شيرعلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دباجوړ پېښې دوى ډېر ځورولي دي .
هغه زياته کړه چې د باجوړ د پېښې پر ضد هره ورځ دزرګونو خلکو احتجاج دا معنى لري چې ټول خلک ددولت خلاف او د طالبانو پلويان دي .

دپاکستان ديو تن مذهبي مشر لخوا د ځانمرګيو بريد کوونکيو دروزنې په اړه دښکاره اعلان په اړه ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا دروانو جګړو يوه برخه ده .
دده په وينا، دادعوې تبليغاتي اړخ لري او څوک بايد په دې خبرو ونه غولېږي .

جان الله هاشمزاده او ليلما سديد


صافی
06.11.2006

نو په دې خو با شعوره او بې شعوره دواړه پوهیږی چې هر عمل عکس العمل لري.
دا مغفله غربیان او مزدوران یې په لوی لاس دافغانستان او سیمې نه بل عراق جوړوي .
اوس هم سر وخت دی چې تری مخنیوی وکړی که په ریشتیا یې نیتونه صاف وي ، دلویې جرګې دلارې دې دملت ریښتینې استازی راوغواړی ، او د دې کاغذی دیمکراسی نه دې تیر شی . هرحکومت چې رامنځته شو په رسمیت دې وپیژنی او مادی مرستی دې هم پرې نه قطعه کوي ، لکه څرنګه یې چې په طالبانو هر څه بندکړ اوشایې ورته واړوله.
اوغربیان دې هم خپلې بیستری په شاکړی . ددې نه بله ارزانه لارورته نده پاتی .


pattang
06.11.2006

صافی صيب کور دې ودان همدا يې يواڅې دحل لاره ده ٠

[quote:9a080cb2d9="صافی"]نو په دې خو با شعوره او بې شعوره دواړه پوهیږی چې هر عمل عکس العمل لري.
دا مغفله غربیان او مزدوران یې په لوی لاس دافغانستان او سیمې نه بل عراق جوړوي .
اوس هم سر وخت دی چې تری مخنیوی وکړی که په ریشتیا یې نیتونه صاف وي ، دلویې جرګې دلارې دې دملت ریښتینې استازی راوغواړی ، او د دې کاغذی دیمکراسی نه دې تیر شی . هرحکومت چې رامنځته شو په رسمیت دې وپیژنی او مادی مرستی دې هم پرې نه قطعه کوي ، لکه څرنګه یې چې په طالبانو هر څه بندکړ اوشایې ورته واړوله.
اوغربیان دې هم خپلې بیستری په شاکړی . ددې نه بله ارزانه لارورته نده پاتی .[/quote:9a080cb2d9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more