د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بحث عنوان بدلون : د پتنګ د خوښې موضوعګانې

ghafar
30.10.2006

لیرې شو !


ghafar
30.10.2006

لیرې شو !


pattang
30.10.2006

وروڼو دحقيقت پلويانو اوپه افغانستان مينو خولې پټې
منيسۍچې ټاټوبی مو خرڅ شوی او د جنايتکارانو په لاسو کې ورغلی دی، دوی
په ډيره سپين سترګي او بي منطقي ځانونه سپينه وي او دغريبانو وينې څشي٠

دا څرنګ ريتوريک دی چې ټوله نړۍ ،خارجيان او داخليان تږي له راده تيره
وي او دلودګانو په ځولۍ کې يې تخته کوي ، مونږ ته په  سپکو سترګو ګوري
اوکه خپلوځانو ته ?
په جلال اباد اوهلته په نورو بر خو کې لکه چې د ليلت القدر شپه را ختلې وي اوټولودمنطقې خلقو دا محترمه شپه ليدلې وي او سوال يې قبول شوی وي ٠
عجيبه منطق او د غلو قضاوتونه دي :
خبرې خو ډېرې کېږي خو بيا پيسې ټولې غلا شي اوهيڅ شی ترې جوړ نشي ٠

که چيرې د کرزي حکمت دومره فعاله او با کفايته وي نو ولې په کابل کې چې دهيواد
مرکزدی داسې ودانۍ او سرکونه نه ليدل کيږي ، غير له شخصي کارو ځخه  نور هيڅ دولتي کار نه په جلال ابادکې  ،نه په کابل کې او نه په نورو ځايو کې شوي  دي او هغه
هم ټول د قاچاقو او رشوت په پيسو٠
داهسې دقاچاقبر شيرزي د وړو قاچاقبرانو پرو پا ګندې دي اوبل هيڅ شی ندي٠
کوم نړيوال ، کوم افغان په شخصي او تليفوني تماس به ددې خبرو تصديق وکړي ??٠ دکرزي دحکومت ٩٢% د قاچاقو حاصل ،رشوت خوړل  ، غلا ،انسان وژنه،
بې کفايتي اونور اخلا قي فسادونه هر نړۍ وال ته مالوم او په هره جريده کې خپريږي او حتا دکتلو په ما شينو کې يې وګورۍ نو په لمړۍ کرښه  کې ولاړ دي٠

د طالبانو په وخت کې دفني خلقو او د پو هنتون د استادانو دې دقيقې سروي
له مخې ،د افغانستان د بيا ودانولو لپاره ٤ مليارده دالرو کفايت کاوو او نن ورځ
١٤ مليارده ډالر راغلې دي خو درک يې مالوم هم ندی٠
له تورخمه تر جلال اباده پورې يو څه سرک اوبيا له مرکزه تر درونټې پورې
د طالبانو په وخت کې قير شوی وواوچې هر قسم بارداره موټر به پرې تير شه
نو سرک نه خرابېده٠
نن د کرزي خان په دوره کې هر سرک درې واره قير کيږي څکه بار داره موټرچې پرې
تير شي نو سرک موړې موړې شي او بيا له سره کار پرې شروع کيږي او اخر نلري ،
داځکه چې پيسې يې په شخصي جيبونه کې لويږي ٠
هو پدې رژيم کې پاک خلک ، مسلکي خلک هم شته چې هغوی هم له مجبوريته ورسره موقتي چټل شول او هغوی پدې عقيده لري چې دا مردار رژيم پاتېکېدونکی ندی ، نو په مفتو مردارو دالرو دوی هم ور سره اخته او خپل جيبونه ډکه وي.٠
نور بيا


ghafar
31.10.2006

لیرې شو !


pattang
31.10.2006

د ازادۍ مډال د نيواكګر پر ټټر

كرزى صاحب افرين، ښه نوښت دې وكړ!

محمد حسن حقيار

کرزى صاحب افرين، ښه دې وکړل او ډېر په وخت دې وکړل، همدايې شپې او ورځې وې، که اوس دې نه واى ورکړى نود ناتو قوماندان جنرال جيمز جونز خو زموږ او ستاسې په څېر اوزګار نه دى چې هره ورځ دې افغانستان ته راشي او خپل ارزښتناک وخت دې ضايع کړي. ستا خو ورسره مخه ده او خلاصى دې ترې نشته .

رښتيا! مشاورين دې هم هر يو تر( بيربل) ډېر هوښيار دي او ډېره ښه مشوره يې درکړې ده. همدا لوړ مقام اوهمدا لوړ مډال.

دناټو تر عمومي قوماندان به لا په نظامي ډګر کې دچا څوکۍ لوړه وي.؟

هوښاغليه! دافغانستان دخپلواکۍ دګټونکي او اتل غازي اعليحضرت امان الله خان لوړ مډال همده ته ښه مناسب وو، دا بيا بېله خبره ده چې جنرال جونز دافغانستان دازادۍ دا ګټونکى او دفغانانو دزړونو شهنشها نه پېژانده او کله چې تا غوښتل په کورتۍ يې دامان الله خان مډال وروټومبي هغه دلسګونو خبريالانو په وړاندې درڅخه وپوښتل چې دا امان الله خان يې لا څوک دى ؟ ښايي هغه به له دې هم ډېر څه غوښتل ،هغه به انګېرلي يي وي چې هسې نه امان الله خان کوم کوچنى څوک وي او تا تېر ويستى نه وي، ځکه هغوى هم اوس تا پېژني چې تېرويستل دې دژوند او سياست مهمه برخه ده،

ښاغلى کرزى صاحب! ددې مډال دورکړې لپاره خو تر ټولو ښه وخت ځکه همداوو چې د جنرال جونز پوځونو په همدې نږدې ورځو کې د کندهار په پنجوايي کې تر٨٠ او دارزګان په چوره ولسوالۍ تر٧٠ ډېر هغه بې ګناه خلک ووژل چې په ډېر شوق يې تاته په دې هيله رايه درکړې وه چې ته به ددوى امنيت تامين کړې او د هوسا ژوند زمينه به ورته برابره کړې،خو ددې پر ځاى چې ته يې په ټپونو ملهم او پټۍ کېږدې، دشهيدانو پوښتنې يې وکړې ، دهغوى دوژونکيو سالار ته دې مډال ورکړاو داسې تاثر دې ورکړ چې داهر څه مو چې کړي ښه او دستايلو وړ کار مو کړى. يا په بله وينا په غير مستقيم ډول دې دهغوى وژنه تاييد کړه او وژونکيو ته دې يې دشاباس مډال ورکړ، تا دا هم وويل چې جونز ته دې دا مډال دهغه دښو خدمتونو او امنيت دراوستلو په وياړ ورکړ.

ولې نه! جونز به ولې دستايلو وړ نه وي څومره ښه خدمت يې وکړ ولې دبې ګناه ملکي خلکو دا وژنه ګنې ښه خدمت او دستايلو کار ندى.؟!
ولې ټول نړيوال په يوه خوله دا نه مني چې په افغانستان کې امنيت دومره ښه دى چې دمرکزي حکومت واک آن دهېواد په ډېرو لېرو غرو کې هم چلېږي او هغه دچا خبره آن مرغۍ هم دمرکزي حکومت له اجازې پرته الوتلى نه شي!!. داسې هسې پروپاګند دى چې څوک ووايي نور خو پرېږده آن ددولت لوړ رتبه مسئوولين چې باډيګارډان هم ورپسې وي په رڼا ورځ په لويو ښارونو کې ترور کېږي ، ايساف او ناټو دومره ډاډه ګرځي چې پوښتنه يې مه کوئ او که پنځوس مترۍ ته يې هم شخصي يا ټکسي موټر ورشي نونه يې ولي !!نو بيا ولې دناټو خدمتونه تقدير نه شي .

کرزى صاحب! همدا نن به دې اورېدلي وي چې پاکستان يو برتانوي ته چې په پاکستان کې يې جرمونه ترسره کړي دي داعدام سزا اورولې خو دبرتانيې حکومت دخپل دې تبع په اړه دپاکستان دې پرېکړې دومره وارخطا کړ چې دبرتانيې شهزاده چارلس له خپلې مېرمنې کميلا سره يو ځاى پاکستان ته راغى او دلته به دپاکستان دولسمشر او لومړي وزير سره په دې اړه خبرې وکړي .

او دابه دې هم اورېدلي وي چې دامريکا متحده ايالاتو دليبيا دوه تنه اتباع تورن کړي چې پنځلس کاله وړاندې يې ددې هېواد اړوند ديوې الوتکې په راغورځولو کې لاس درلود او دليبيا له حکومت څخه يې وغوښتل چې دا دواړه دمحاکمې لپاره امريکا ته وسپاري خو دليبيا ولسمشر معمر القذافي ځواب ورکړ چې زموږ ملي غرور دا اجازه نه راکوي چې دخپل هېواد تبع بل هېواد ته دمحاکمې لپاره وسپارو.

ته هرو مرو خبر يې چې امريکا په همدې خبره داپنځلس کاله له ليبيا سره و ډزوله ، ډول ډول سياسي او اقتصادي تعزيرات يې پرې ولګول خو دقذافي غيرت دا ونه منله چې ليبيايان دې محاکمې لپاره بل هېواد ته وسپاري .

خو تا دخپل رعيت ديو نيم سل بې ګناه هېوادوالو چې ډېر ه برخه يې ښځې او ماشومان دي وژونکيو ته دهغوى له وژنې يواځې څوورځې وروسته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل.

ګرانه ولسمشره! ته به هم وايي چې دا نا شکره ملت دى دچا احسان پرې نه معلومېږي نو ولې ددوى لپاره له خپلو دوستانو سره انډيوالي خراب کړم .دا سمه ده خو دا هم ورسره زياته کړه چې ښه دى چې ولسمشرخو يې ناشکره او په اصطلاح احسان فراموشه نه دى ؟!. ستا به په ياد وي چې دې ولس چې نن په لسګونو لسګونو بې ګناه وژل کېږي دمرګ ګواښونه وزغمل ، خپلې مېرمنې يې راووېستې چې تا بريالي کړي په سخته يخنۍ کې تا ته د رايو درکولو لپاره پلي دټاکنو مرکزونو ته لاړل ، ښه دى چې اوس يې ته هغوى ته عوض او پاداش په دې ډول ورکوې ؟!.

جنابه! که مشاورين دې يې نه در په يادوي دادى زه يې در په يادوم دا ځل يو مډال د متحده ايالاتو ددفاع وزير رمزفيلډ ته ورکړه که دلته نه راځي هملته يې وروړه خو ګوره چې دا ځل داوسني ملي اتل!! مډال ورکړې ځکه چې دهمده په مرسته يې ځواکونه يو ځل بيا پردې ولس مسلط شول .

بوش مې ځکه ياد نه کړ چې هغه ښايي ستا له لاسه مډال اخستلو ته زړه ښه نه کړي .

[size=24:24077cb02d]دنورو تبصرې :[/size:24077cb02d]

[color=brown:24077cb02d]حقيار صيب سلام عليکم !
وروره کرزی څوک دی ، که مونږ او تا سو حقيقت پټ نکړو او له غوړه مالي ځخه تير شو نو بايد په پښتو ژبه د حقيقت کليمي او جملې وليکو : کرزی دامريکايانو داقصادي ګټو استازی دطالبانو په وخت کې نوو ? کرزی وو , زمونږ په ياد دی اوټوله نړۍ پرې شاهده د ه . کرزی دبن په غوڼده کې په افغانانو د امريکايانوپه فشار په زور قبول نشه ? شه کرزی د دالرو په زور په افغانستان کې اتخاب نشه ?? کرزی د cia کوډاګی ندی ? ده٠ وروره څه ګيله افغانستان له شاه شجاع نه هم د يوه پست پترته انسان پ لاس کې دی نو ولې به مډالونه نه ورکوي ٠ نور شپ شپ وايې زه شفتالو ستا ورور پتنګ [/color:24077cb02d]٠


pattang
31.10.2006

[quote:0bda8ff037]دامريکا دمتحده ايالاتو سفير رونالډ نيومن په داسې حال کې چې له افغانستان سره يې دخپل هېواد په ژمنو يو ځل بيا ټينګار وکړ زياته کړه چې هېواد به يې په نږدې ګانده کې له شمالي ولاياتو سره نورې مرستې هم وکړي .
هغه زياته کړه چې دوى به دشمالي ولاياتو دپوليسو دنوروځواکمنولو لپاره ٢٤ زره ميله نوې وسله، ٨ ميليونه فيره مختلف ډوله مرمۍ، نقليه وسايط او نور وسايل هم ورکړي .
جنرال عبدالاحمد فضلي دشمال زون دعمومي قوماندانۍ مشر ټاکل شوى دى . [/quote:0bda8ff037]

وروڼوسلام !!
امريکايان به خپلو اڼډيوالانو ته ولې نوې موډرنه اصلحې نه ور کوي هلته خولا
له هغو زړو جنايتکارانوځخه چې اوس يې ځانونه پوليسان کړې دي هيچا هغه زړه اصلحه هم ندی  ټوله کړې او دامريکا سفير اوس نوې اصلحې هم ور کوي ,
يو وار خو يې ١٣ زره تسليم شوي پښتانه او دمنطقې نور خلک چې په پښتو به يې
خبرې کولي دا مريکايانوپه مصلحت او کمک ژوندي تر خاورو لا ندي کړل
( سبوت : دجمي دوران ايرلنډي ويديوئي فلم چې د اروپا پارلمان هم ستر ګې پرې
پټې کړې).
اوس بيا د پښتنو دښمنانو ته اصلحه ورکوي چې پښتانه پرې ضعيفه کړي او
افغانستان د ويشلو خواته بوزې ٠ په جنوب کې په زر هاو بيګنا خلک وږني
په شمال کې اصلحې ويشي٠
هغه زوړ ستمی جنرال فوزي بدخشی چې د مسعود ستمي مشاور وو ولې به يې
عمومي قومندان نه نه ټاکي ٠
وروڼو دا ټول کارونه دپښتنو په نقص دي ترڅو چې دکرزي چټل او اجنټ کومت
له اشغالګروسره يو ځاي ورک نشي او په افغانستان کې داولسواکي عملي ګامونه دملي عنعناتو او اسلام په چوکاټ کې د افغان دسپينو او سپيڅليو بچيانو له خوا
عملي نشي ، سوله به امکان ونلري او يا به افغانستان تجزيه کېږي٠  

مرګ په مداري او اشغالګرو چې يواځې پښتانه وژني٠  


ghafar
31.10.2006

لیرې شو !


ghafar
01.11.2006

لیرې شو !


ghafar
01.11.2006

لیرې شو !


ghafar
02.11.2006

لیرې شو !


pattang
02.11.2006

دغه مرداري او اولس غلطول خو تل اورېدل شوي دي نور نو څه وکړي چې دا کار هم
هم ونکړي يوې او بلې خواته خو به لاسونه خوداچوي او اولس ته به هم يو څه وايې يوڅه به راديو او يو څه به په تلويزون او يو څه به پ ټول افغان کې ليکي ٠
لکه چې بيا جيبونه خالي شوي دي او بيالارې چارې له ځينو کمپنيو سره جوړه وي .
خو چې کله سرک جوړ شي نو درې ورځې وروسته به بيا موړې موړې ا ورپاړې
رپاړې به کيږي ، لکه دلوګر او ننګرهار سرکونه چې ددريم ځل لپاره کار پرې
کېږي٠
دکابل او کندهار د سرک قير له منڅه تللي او ريګ يې مالو ميږي چې بيا له سره
بايد کار پرې شروع شي ٠

د کرزي مرداره اداره ،لمړی ځل بايد دهغو تېرو ١٤ ملياردو حساب ملت ته ور کړي چې د کرزي د شر او فساد ادارې ته په تېرو ٥ کالو کې ورکړل شوی دي ٠
که د ټولو نوې نود ٧ ملياردو حساب خو بايد ملت ورکړي چې دوی کوم کارونه
ملت ته پرې کړي دي ??.

سوال دادی چې داولې داسي کېږي :
داځکه چې دا چټلان ټول بې مسلکه رشوت خواره دي ، پر دې پيسويې يا په
شېرپورکې سپيني ماڼۍ جوړې کړی او يا په امريکا او نورو ځايونوکې
هوټلونه پرې اخلي ٠
له ٥ ٨ زره شا ګردانو ځخه چې ددولسم ټولګي څخه يې برې ليکونه يې اخستي دي يوازي ١١ زرو يې د لوړو زدکړو لپاره امکانات موندلي دي او دا نور يې ټول په پاکستا، ايران او عربو کې مذدوري کوي٠

د کرزي ، اردو ،ملکي ، هوايې ، عسکر ، دفترونه، نرخ او نوا دبازار کنرول او نور
کارونه ټول موسسه يې شوي دي ٠ خودهغه خوار ملت ،مطلقه لويه برخه چې
موسسه يې نده ، پر دي حيران ده چې څرنګه خپل ژوند وکړي ?
دساري په توګه په افغانستان کې غوښه همدومره قيمته دی لکه په المان کي ٠
په افغانستان کې ديوې کيلو غوښې قيمت 280 -300 افغانيو پورې دی چې معادل يې ٥ اوېرو دي او په ٥ اوېرو دلته په جرمني کې له دهقانانو ځخه سړی په ښه صورت سره يو کيلو د وري غوښه اخستی شي٠

کرزی ، دهغه مرداره کابينه او اشغالګر ،افغان ملت په دي توګه لوږې او فقر ته راولي چې خپل شرائط پرې ومني او په خپل غربي کلتور کې يې داسې بنديان کړې لکه په ګوانته نامو کې يې چې ډېرخلک بې ګناه بنديان کړي دي ٠

دبي نا مو سانو دتبايې په هيله


pattang
02.11.2006

11/2/2006 Readers Edition

Politik Lokales Sport Web & Technik Wirtschaft Vermischtes Kultur Politik

Deutschland 1950, Afghanistan 2006 - Fünf Jahre danach - Eine Analyse

Donnerstag, den 2. November 2006 um 08:24 Uhr von Georg Keckl

Warum kommt Afghanistan nicht auf die Beine? Warum kam Deutschland nach 1945 „so schnell“ wieder auf die Beine? Was deutschen und amerikanischen Journalisten dazu einfällt und was dem breiten Meinungsbild der Elite entsprechen könnte, konnte man im ARD-Presseclub vom 29.10. komprimiert hören. Sinngemäß war der Tenor der Sendung: Die Demokratisierung und der Aufbau Deutschlands nach dem zweiten Weltkrieg hat so gut geklappt, weil: „Die Amerikaner mit sehr vielen Soldaten da waren, sehr viel Geld reingesteckt wurde und langfristig an der Entnazifizierung und Reeducation gearbeitet wurde“. Ergo müssten wir in Afghanistan, Kosovo, Irak usw. mehr Soldaten hinschicken, mehr Geld reinstecken und wohl so was wie eine langfristige Art von „Ent-Extremisierung“ und Demokratie-Erziehung betreiben, dann würde alles so gut wie in (West-) Deutschland nach 1945 werden.
Weil diese Ansichen über Deutschland nach 1945 mehr ein amerikanisches Geschichts-PR-Epos als Realität sind, stimmen auch die daraus abgeleiteten Rezepte für das Nachkriegs-Afghanistan nicht. Wenn man diese drei festgefahrenen Argumente des Epos zerpflückt, kann man erkennen, warum wir wohl in Afghanistan scheitern.
Aber der Reihe nach. Der deutsche Wiederaufbau soll gelungen sein, weil:
Die Besatzer/Befreier mit sehr vielen Soldaten da waren,
sehr viel Geld in Deutschland reingesteckt wurde und
langfristig an der Entnazifizierung und Reedukation gearbeitet wurde.
Zum Argument, es sei lange an der Entnazifizierung und Reeducation gearbeitet worden. Um nicht gleich in den ersten Zeilen zu provozieren, zuerst das mehr Erfreuliche und langfristig Wichtigere. Dass Moral- und Sonntagspredigten aus überzeugten Nazis, opportunistischen Mitläufern und desinteressierten Normalbürgern überzeugte Demokraten gemacht haben, darf wohl bezweifelt werden. Eher schon hat zuerst die große Erleichterung, nicht von den Russen befreit worden zu sein, so etwas wie Dankbarkeit gegenüber dem Schicksal und Loyalität gegenüber den Westmächten erzeugt. Später haben die praktischen Vorteile des Wirtschaftsaufschwungs überzeugt. Um in einem vom Handel abhängigen Industriestaat weiterleben zu können, hatte man sich mit den neuen Verhältnissen zu arrangieren. Den Amerikanern ließ man es, das als Erfolg ihrer Reeducation interpretieren, weil sie sich so gut dabei fühlten und das wiederum gut für die Deutschen war. Aber im Grunde zählte kurzfristig zuerst nur das Ergebnis, nicht die Argumente.
Die Reeducation war mehr Anpassung als Erkenntnis.
Die Reeducation der Deutschen und Japaner klappte, weil sie 1945 wussten, dass sie einen Krieg gründlich verloren hatten. Die Deutschen wussten, dass sie für Ihre frühere Regierung verantwortlich waren, dass sie von niemand Geschenke zu erwarten hatten, jeder Widerstand mit Tod und exzessiven Zerstörungen beantwortet worden wäre, die Leute dann verhungert oder atomar verstrahlt worden wären. Die Deutschen wussten, dass sie nur durch extreme Anstrengungen, billige Arbeit und keinerlei Widerspruch gegenüber den Siegern wieder in geordneten Verhältnissen würden leben können. Die Sieger in Ost und West gaben klare Signale, dass absolute Anpassung der einzige mögliche Weg zum Überleben ist und ostpreußische Verhältnisse von 1945 allen Siegern nicht das geringste Bedauern wert waren. Die Deutschen wussten, was ostpreußische Verhältnisse waren, es gab ja Flüchtlinge genug, es gab deshalb auch nicht den Hauch eines Widerstandes, auch nicht bei den Gewaltorgien nach der „Befreiung“ im Osten. Eher hat man sich selbst umgebracht, als sich gegen noch so brutale Verbrechen der Besatzung und anderer Helden aufzulehnen. Die Opfer haben im Osten noch Jahrzehnte und eine Generation später in Dankesparaden den Tätern zugewinkt, den abgeschmackten Lobgedichten der neuen Eliten auf die Heldentaten der Befreier gelauscht, sie freundlich und gut versorgt. Es war keine Zeit für „posttraumatische Beschwerden“. Die erleben wir als Spätfolgen eher heute in Form einer ziemlich unselbständigen, partiell wie betäubt wirkenden Bevölkerung im Osten. Das kann noch gefährlich werden. Aber damals musste diese nur gucken, wie man wenigstens weiterleben durfte.
Und da sollen in Afghanistan ein paar als Megagreuel hochgeputschte Möchtegern-Macho-Fotos von Kindsköpfen in Uniformen den Aufbau gefährden? Statt um die Moral der deutschen Truppe ging es bei der Veröffentlichung dieser Bilder um den auflagensteigernden westlichen Schiss vor den neuen Taliban. Wenn’s Russenschädel gewesen wären, wäre die aufgeblasene Moral-Heuchelei schnell geplatzt, denn dann wäre der Auflageneffekt als zu gering eingeschätzt worden. Mit den Schädeln spielen vermutlich andere ganz unbedenklich, wie mit so vielen Gebeinen von Verlierern und ihrer Angehörigen in aller Welt. Das Scheitern einer Art von Reeducation in Afghanistan und Irak liegt nicht im Fehlverhalten der Armeen und ausbleibenden Hilfszahlungen, sondern in den Illusionen, die man sich über den Einsatz macht und die Illusionen die so in den „Besatzungsländern“ entstehen.
Amerikanisierung und Schiss statt Reeducation
Was jedoch in Deutschland gut gelang, war eine Reeducation im Sinne einer Amerikanisierung der Gesellschaft. Das gelingt heute sogar in Arabien. Nichts würde die Amerika-Kritik dort mehr zügeln, als die realistische Hoffnung der Jugend auf ein Dauervisum für die USA. Für 99 Prozent immer noch besser als Bagdad, Algier, Teheran oder Djakarta, und die wissen das ganz gut. Diese Art von Kulturexport hat auch dem damals stark vermufften Deutschland sicherlich überwiegend erst mal ganz gut getan, wurde besonders von der Jugend mit der Musik, der Mode und der Literatur begierig aufgenommen.
Die Vorladungen zur Entnazifizierung der Führungskräfte in Verwaltung, Kultur und Wirtschaft waren dagegen zwar manchmal eine große Heuchel-Show in beiderseitigem Einvernehmen, aber insgesamt doch nötig. Die 2,5 Millionen bis Ende 1949 überprüften Deutschen in den Westzonen, wurden zu 54 Prozent als Mitläufer eingestuft, bei 34,6 Prozent wurde das Verfahren eingestellt, 0,6 Prozent wurden als Nazigegner anerkannt, 1,4 Prozent waren Hauptschuldige und Belastete (**). Wer gut wieder zu gebrauchen war, dessen Vergangenheit war nach 1949, im Zeichen des Streits unter den Siegermächten in West wie Ost, mehr oder weniger egal. Bei besonders vielversprechenden Personen war das schon 1945 nicht so eng gesehen worden. Hauptsache, sie konnten gut nach den neuen Noten pfeifen. Der Vorteil des Bürokratieungetüms Entnazifizierung und Reeducation war, dass die irgendwie gänzlich belastete Elite so verunsichert wurde, dass sie erst mal streng auf die neue Linie ging und dann insgesamt froh war, angesichts der Nazimonstrositäten und der kurzen Prozesse im Osten selbst so billig davongekommen zu sein. Die „Dolchstoßlegendler“ von 1919 und später hatten die Hosen gestrichen voll. Nie war die Elite so fromm, wie zu der Zeit, als das Hohe „C“ Absolution von der Zustimmung zu Hitlers Ermächtigungsgesetz und die Sicherung des Arisierungsvorteils und der Führergeschenke versprach. Auch hier zählte aber im Grunde nur das Ergebnis, nicht die Argumente oder Überlegungen, mit denen sie erzielt wurden. Wenn die Amerikaner das Ergebnis als Einsicht interpretierten statt als Schiss, was sollte es?
Dem Traum der Jugend vom Leben in Wohlstands-Amerika stand der Alptraum einer Verschleppung in die Sowjetunion gegenüber. Die Russen haben ihre Umerziehung mit tausenden von Verschwundenen, Schuldigen und Unschuldigen, und willkürlich zur Sklavenarbeit verschleppten Menschen erreicht. Nur dass sie mit ihrer Methode eher für eine Friedhofsruhe und stille Panik gesorgt haben, während die Elite im Westen nach Erhalt des Persilscheines mit mehr Motivation das tat, was sie seit Kaisers Zeiten gut konnte, das private und öffentliche Leben, die politischen Vorgaben organisieren. Zugleich haben alle Alliierten damit sich selbst die Absolution für alle vergangenen und zukünftigen Taten gewährt, aber wer wollte und konnte es sich damals leisten, so genau hinter die vordergründige Moral zu gucken. Der Bombenkrieg und die Exzesse der Befreier im Osten und ihrer mit stalinistischem Kalkül von der Leine gelassenen, raffinierten und primitiven Wadenbeißer im Gefolge, mussten geschluckt werden, waren ein anderer Fall, was alle Gebildeten überall zu differenzieren hatten, um nicht verrückt zu werden, bzw. um sich ihre heile Geschichts-PR-Welt zu erhalten.
Die Afghanen erwarten Dank, Anerkennung und Beute statt Belehrungen und Entbehrungen
Weil sich die Afghanen, im Unterschied zu den Deutschen von 1945 ff, als Sieger und im Recht fühlen, ist jede Art von bevormundender „Demokratie-Erziehung“ zwecklos und kontraproduktiv, ist die Stationierung von westlichen Streitkräften zwecklos, ändert nichts an den Ursachen, die die Taliban möglich gemacht haben. Man könnte deswegen ein mehrfaches an Geld nach Afghanistan pumpen, könnte mit sehr viel mehr Soldaten bis in alle Ewigkeit da sein, könnte jeden ansatzweise auffälligen Afghanen vor eine Enttalibanisierungskomission laden (keiner würden kommen), und doch wird der Afghanistaneinsatz scheitern, denn die Afghanen wissen gar nicht, dass sie einen Krieg verloren haben sollen und sie jetzt unter Bewährung stehen. Sie haben doch nur mal wieder einen Krieg gegen eine dieser Regierungen in Kabul mit etwas amerikanischer Hilfe gewonnen. Der Sieg war im westlichen Interesse und nun haben sie doch eigentlich einen Anspruch auf westlichen Dank. Warum sollten Sie sich und ihr Land irgendwie ändern, den Drogenanbau, die Korruption, die Herrschaft der Warlords, die Machtlosigkeit der „Zentralregierung“, die Geschäfte mit den Terroristen, all das was den Nährboden für den Terrorismus hergeben könnte? Kann man vom westlichen Dank schlechter leben als vom Drogen- und sonstigem Geld der Taliban und Warlords, ist doch der Westen schuld, dass sich die Taliban wieder wie „Fische im Wasser“ in Teilen ihrer Heimat bewegen und so wieder Krieg führen können. Den hat es doch sowieso irgendwie öfters gegeben.
Zu Argument 2): Es wurde nach 1945 sehr viel Geld in Deutschland reingesteckt
Es wurde in das bevölkerungsreichere Westdeutschland viel weniger Geld als in das weitgehend unzerstörte Frankreich und England gesteckt, und dann im Unterschied zu anderen Ländern auch nur auf Kredit, was aber als Symbol trotzdem eine phantastisch gute und kluge Sache war. Es wurde trotzdem viel mehr Schaden durch Demontagen und Ablieferungen, besonders im Osten, angerichtet. Pro Kopf bekam jeder Westdeutsche 18 Dollar als Startkredit aus dem Marshallplan. Das war dann zu der späten Zeit ab 1949 auch keine Belohnung mehr für die erfolgreich reeducierten Deutschen, sondern Aufbauzahlungen für eine antikommunistische Bastion gegen den Ex-Verbündeten im Osten. Im Falle eines Konfliktes hätten die Deutschen als erstes die Flut aufhalten sollen, mit den Atomraketen der neuen Verbündeten im Rücken, falls sie das nicht schafften. Und trotzdem kamen West- und Ostdeutschland (ganz ohne Westgeld) nach 1949 wieder auf die Beine, so dass sie sich bald an dem Unterhalt der fremden Truppen umfangreich beteiligen mussten und konnten, und damit zur Stabilisierung des Kräftegleichgewichtes entscheidend beitrugen.
Die Geschenke der Amerikaner (Care-Pakete, Care wurde 1946 gegründet) spielten nur psychologisch eine wichtige Rolle, die Kredite im Rahmen des Marshall-Planes kamen erst nach dem Hungerwintern 46 bis 48 in den Westteil Deutschlands. Praktisch finanzierten die Amerikaner mit Marshall-Plan Geldern ihre Ausfuhren nach Europa. Was sollen wir denn für Afghanistan gewinnbringend finanzieren? Drogenlabors? Nichts würde sich in Afghanistan kurzfristig lohnen, denn es fehlt der in Deutschland 1945 vorhandene Zwang der Verhältnisse zur „Reeducation“, zur Anpassung, zur Zusammenarbeit mit den Siegern. Bauen unter den Schützenpanzern der Fremdarmeen Mohn an! Ob man der herrschenden Schicht in Afghanistan mit ihrer Korruption, Unfähigkeit und dem Gangstertum viel oder wenig Geld leiht oder schenkt, zurück bekommt man nichts und wenn man sich umdreht, geht es weiter wie zuvor. Das breite Volk hat was von humanitären Hilfe, aber deswegen stürzt es seine Herrschaftsstrukturen nicht. Wenn man auf die Hilfeforderungen zu großzügig und blind eingeht, züchtet man den Terrorismus, denn über den Terrorismus käme so jede korrupte Elite hinter den notfalls vorgeschobenen, eloquenten, aber machtlosen Gallionsfiguren an die Aufbauhilfen des Westens, es gibt ja notfalls noch mehr Wolkenkratzer in New York. Gibt man Ex-Terrorstaaten großzügig und bedingungslos Hilfen ohne harte und klare Bedingungen, werden der Hydra viele neue Köpfe wachsen.
Zu Argument 1): Der Aufbau Deutschlands gelang auch, weil man mit vielen Soldaten lange da war.
Die Sieger im Westen und Osten kamen 1945 nicht nach Deutschland, um Geschenke zu machen, sondern um jeden Widerstand ohne Rücksicht auf Verluste zu brechen, zum Teil um Rache zu üben. Trotzdem konnten sie sich in jedem Gebiet völlig sicher bewegen und waren als neue Obrigkeit sofort akzeptiert. Gehorsam zu sein und zu funktionieren, gehört zu den 1000 Jahre eingeübten und von Oben und Außen immer eingebleuten Überlebensstrategien des deutschen Volkes. Spätestens seit den Bauernkriegen ist der revolutionäre Geist in der Flasche geblieben. Hätte Napoleon Erfolg gehabt, wären wir Vorzeigefranzosen geworden. Zur traditionellen Überlebensstrategie der Mehrheit der Afghanen gehört der Widerstand gegen alles außerhalb des Dunstkreises der lokalen Machthaber. Die westlichen Sieger in Afghanistan sind vor allem mit ihrem eigenen Schutz beschäftigt und mit dem Verteilen von Geschenken, damit ihnen doch bitte nichts getan wird und die lieben Afghanen nicht wieder zusehen, wie ihr Land zur Oberterroristenbasis wird. Die Afghanen verstehen die westlichen Absichten nicht.
Schlussfolgerung:
Weil die Argumente 3) und 2) überwiegend gute PR-Shows der Sieger waren und sind, bleibt nur die Lösung, die in Deutschland 1944 ff wirklich gewirkt hat: So lange alles zerstören, bis die Völker selbst in einer zweiten oder weiteren Chance die Umkehr eindeutig wollen und den Preis der Anpassung dafür zu zahlen bereit sind. Das würden dann auch Afghanen mit und ohne Schulbildung verstehen. Truppen sind keine Hilfspolizisten. Man muss den Afghanen etc. bald sagen: „Ihr seit verantwortlich für euer Land und wenn ihr hier den Wiederaufbau einer Terroristenbasis duldet oder nicht verhindern könnt, dann habt ihr allein die Folgen zu tragen.“ Das bisschen Afghanistan ist doch nicht mit Deutschland, dem, nach Russland, größten und potentiell mächtigsten Land Europas zu vergleichen. Da muss man nicht bleiben, wenn die nicht wollen oder können. Da kommt man jederzeit wieder rein, wenn man nach den jetzigen Erfahrungen überhaupt noch Wert darauf legt und nicht anonymen Fernwaffen notfalls den Vorzug gibt. Nach einer klaren Warnung sollte man raus aus den Ländern gehen. Alles andere sind leider ins Verderben führende Illusionen von Gutmenschen.


ghafar
04.11.2006

لیرې شو !


pattang
05.11.2006

طالب وياند د دولت ادعا دروغ گڼي

چاپي بڼه

د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته په خبرو كي د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هغه ادعا رد كړه چي ويل يې په نجراب ولسوالي كي د طالبانو يو سيمه ايز قومندان شفيع الله ورته تسليم شوى دى، نوموړي وويل د نجراب په ولسوالي د شفيع الله په نامه د طالبانو هيڅ يو قومندان وجود نه لري.

ډاكټر حنيف وويل دولت اوس د خپلي ماتي د پټولو په خاطر د سولي د كمېسون ترنامه لاندي يوه غير فعاله اداره جوړه كړې ده چي غواړي د ولس ذهنيت له اصلي واقعيتونو څخه بل پلو واړوي، نو ناحقه كسانو ته پيسې وركړي او د طالب نوم ورباندي كښېږدي. ده زياته كړه چي طالبان د هيواد خپلواكي غواړي او تر تسليمۍ مرګ غوره بولي

[color=brown:34c79ec9e6]يوه د بله ور پسې وي
دبختور سړي به پڼډه ښځه وينه [/color:34c79ec9e6]

د هغه وسله وال بريد له امله چې تيره شپه پاکستان پولې ته نيږدې د خوست ولايت په سپيره ولسوالۍ تر سره شوى ، دغه ولسوالۍ د افغان چارواکو له لاسه وتلې ده . عيني شاهدانو له بينوا سره منلې چې د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه له مينځه تللې او يو شمير دولتي چارواکي په کې مړه او ژوبل شوي دي . خوست کې يو امنيتي چارواکي منلې چې يوازې ٤ تنه دولتي پوليس ټپيان شوي او نوموړې ولسوالۍ يې بيرته تر خپل واک لاندې راوستې.

[color=darkblue:34c79ec9e6]په دې سادو مداري خوان ( څيزا) ، چې روم ته يې اور اچولی وو هم شرف لري[/color:34c79ec9e6].

دکرزي د سلاکارانوشميره ٩ تنو ته راټيټه شوه

چاپي بڼه

د ولسي جرګې استازو نن په خپله ناسته کې ددولت په بنسټيز جوړښت او تشکيلاتو بحث وکړ اه د افغان ولسمشر حامد کرزي د سلاکاروزيرانو شميره يې له [color=brown:34c79ec9e6]٤٠[/color:34c79ec9e6] تنو څخه ٩ تنو ته راټيټه کړه اوپريکړه يې وکړه چې وروسته له دې د دولسمشر د سلاکارانو په نوم ياد کړل شي نه د سلاکار وزير په توګه . استازو د پارلماني چارو په شتون او نه شتون هم ډيرې خبرې وکړې او په دې هکله دولسي جرګې استازي يوه خوله نه وو او دا بحث سره له يو شمير نورو موضوعاتو بلې ناستې ته پاتې شو..


ghafar
06.11.2006

لیرې شو !


pattang
06.11.2006

کرزيه زويه ورته ټينګه يې کړه !

عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي تېره شپه د كندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د ملنګ كارېز د امنيتي پوستې پولس پر يوه نامالوم لوري تښتېدلي دي.

د يوه عيني شاهد په وينا چي كله دوى سهار راغلل پوسته له پوليسو څخه خالي وه، د نوموړي په وينا پوليسو خپلي وسلې او بسترې هم ورسره وړي دي..

د دشت کلاخلک د چارواکو ګوښه کېدل غواړي

چاپي بڼه

د تخار ولايت د دشت کلا ولسوالۍ اوسېدونکو پرون وروسته له هغه په لاريون لاس پورې کړ ، چې يو تن دولتي پوليس د دغه ولسوالۍ په يوه مېرمن تېرى وکړ او بې پته يې کړه. اوسېدونکو په غوسه سره د ولسوال او امينه قوماندان د ګوښه کېدو غو ښتنه کوله او له لوړ پوړو دولتي چارواکو څخه يې په کلکه وغوښتل تر څو نوموړي پوليس ته د شريعت له مخې سخته جزا ورکړي. د تخار يوه امنيتي چارواکي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې پوليس يې نيولى دى او ترې نه تحقيقات روان
دي.

تبصره : په دشت کلا کې ټول پښتانه پراته دي ، دا تېری د اوزبکو اويا تاجکو له
خوا ځخه په يوه پښتني ميرمن شوی دی نو اوس د اجڼټ حکومت واړه اجڼټان
ددې کار څه ځواب وايې ? ايا دکار په اسلام او افغانيت کې روا دی ?? اوددې
کار سزا څه شی دی ?
پښتانه د تاريخ په دوران کې دومره بې پته نشول لکه د کرزي په ګوډاګي حکومت کې


pattang
06.11.2006

لومــړی مـخ | بـېنوا فرهنګي ټولنه | آرشــــيف | ستاسو نــظر | دليکونوپوست خونه | تګلاره | اړيـــــــکي

دوشنبه د ١٣٨٥ لمريز کال د لړم ١٥ دښکلا د سپېڅلي څښتن په نامه د بېنوا پښتو ويب پاڼي ته ښه راغلاست بېنوا يوه ناپېيلې ، ټولنيزه او کلتوري پاڼه ده چي موخه يې افغاني فرهنگ ته چوپړ اود ځوان نسل دفكري ځواك روزنه او پالنه ده بېنوا پښتوژبي ته تر خپله وسه چوپړوهي د بېنوا پاڼي په هيواد کي ملي يووالى ، ملي پخلاينه او ملي پر مختگ يو سترارمان دى بېنوا په هيڅ تو گه قومي ، ژبنيو او سيمه ييزو تربگنيو ته ځاى نه وركوي بلكي پر وړاندي يې مبارزه كوي بېنوا داسلام په چوكاټ كي د نوي تكنالوژۍ او تخنيك دودولو ټولنيزذهنيت روښانولو او ټولينزو خرافاتو او نادو ده دودونو د وركولو لپاره پرله پسی مبارزه كوي بېنواهېوادنۍ ملي او مذهبي وياړلي ورځي لمانځي او توري يې غندي بېنوا په افغاني چوكاټ كي د مېشتو قومونو ژبو، مذهبونو او دودونو ته درنښت لري بېنوا د پردي كلتوري ير غل پر وړاندي فرهنگي مورچل ټينگول ايماني او ملي دنده گڼي..........

د كندهار د كلتوري حوزې د ولسي مركې نظر او وړانديز
چاپي بڼه

يادونه: لاندنۍ ليكنه هغه پلاوي ته چي له كابل څخه كندهار ته د پنجوايي او ژړۍ ولسواليو د وروستيو قتل عامونو د څېړلو په منظور د ولسي جرګې له خوا راغلى وو هم سپارل شوې ده.
د سيمي د ټولو وګړو په استازيتوب د كندهار د كلتوري حوزې د ولسي مركې نظر او وړانديز

دا ژوندي چي مالومېږي واړه مړه دي

كه څه دي هم هسي وايه چي څه نه دي

يا د باد په مخكي خاوري دي دا توري

يا د اور په مخكي واړه وچ واښه دي

د افغانستان د ولسي جرګې دروند او خواخوږى هيئته!

د مړو ښار ته، د مرګونو ښار ته، د اور او وينو ښار ته د بشري ناورينونو او قتل عامونو ښار ته، د بې غوريو، بې تفاوتيو او بدمرغيو ښار ته، د ژړاوو، چيغو او كه يو څه دقيق ووايو نو د ژ ونديو جسدونو هديرې ته ښه راغلې.

هوكې ګرانه هيئته!

تا به كله د محشر د ميدان كيسې اورېدلې وي، د تول او ترازو كيسې به دي اورېدلي وي او هلته به دي د څښتن تعالى (ج) د عادلانه حساب او كتاب كيسې هم اورېدلي وي، د جهنم د اورونو كيسې به دي هم اورېدلي وي؟ خو دا تر مرګ وروسته د يوې بلي دنيا كيسې دي چي څوك يې مني او څوك نه، خو راشه چي نن په كندهار ولايت كي د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ درته وښيو. هغه د محشر ميدان راشه نن دلته په خپلو سترګو ووينه، په دومره توپير چي د سبا د محشر پر ميدان به د الهي حساب او كتاب لپاره د اعمالو د تللو په موخه عادلانه تول او ترازو ولاړ وي، خو دلته له چا سره د حساب او كتاب، د ګناكار او بېګنا، د مظلوم او ظالم خبره نه ده شوې، دلته ټول لوى او كوچنى، نر او ښځه له يوه مخه په پټو سترګو د امريكا په مشرۍ د ناټو د نړيوال ځواك په پوځي جهنم كي سوځول كېږي، دلته د چا ګنا او بېګناهي نه كتل كيږي. دلته د چا آه او فرياد نه اورېدل كېږي، دلته د بشري كرامت پر درنښت سترګي پټي دي، دلته ټول وژل كېږي، دلته د چا پر مرګ نه د ولايت، نه د ولايتي شورا، نه د ولسي جرګې نه د ولسمشر، نه د افغانستان او نه هم د د نيا ضمير لړزېږي؟ د ضمير لړزېده خو ليري خبره ده، كله چي د اختر په نيكو او خوشاله ورځو كي د پنجوايي ولسوالۍ، زنګاوات كلي ته د ناټو ځواكونو له خوا د اورونو د باران په ژبه د مرګونو او لوى قتل عام پيغام وركول شو او كله چي د دې كلي واړه او زاړه، پېغلي او ځوانان، په خپلو وينو كي ولمبول شول او د نكريزو رنګ يې په وينو كي ورك شو، او كله چي په نكريزو سرې او له بنګړيو ډكي خپړي، سرونه او پښې سره راټول او د بلدوزر په مټ كښل شوي ډله ييز قبر كي انبار او ښخ شول او كله چي د ناټو د قهر او غضب په شېبو كي د دې سيمي اختر په محشر بدل شو، نو بيا څه وشول؟

پوهېږئ چي څه وشول؟

هوكې د افغانستان منتخب ولسمشر، هغه ولسمشر چي د دې كلي او دې ولسوالۍ او دې ولايت خلكو ورته رايي وركړې وې، هغه ولسمشر چي په همدې ولايت كي يې زانګو زنګېدلې او د دې ولايت پر خاور يې خاپوړي كړي او د همدې ولايت په ناز او نعمت را لوى شوى، هغه جناب د ناټو عمومي قوماندان ته د اعليحضرت امان الله شاه غازي مډال وركړ، د دې پېرزويني او دې نوښت مانا څه ده؟ آيا يوه مانا يې دا نشي كېداى چي زموږ دغه ستر غازي پرون د لوېديځ د امپراتورۍ حيثيت په خاورو لړلى وو، د افغانستان او افغان ملت له غاړي يې د هغوى د استعمار او غضب جغ ليري كړى وو او نن زموږ ولسمشر لكه چي زموږ د لوى غازي د قهرمانۍ تلافي كوي او د هماغه ستر غازي د مېړني دولت د وژلو په بدله كي يې و قاتل ته د همغه په نامه پر سينه د اتلولۍ مډال ځړول كېږي.

ډېر ګران هيئته!

ته خو د مرګونو او قتلونو ښار ته راغلې، ښايي زموږ دا خبري به درته افسانې ښكاره شوي وي، ځكه چي تاسو به واياست چي موږ خو پنجوايي ولسوالۍ ته هم لاړو، له خلكو او قومي مشرانو سره مو هم وكتل، د منډيګك ماڼۍ په محل، د ولايتي شورا د نارنج ماڼۍ په شيش محل كي مو څېړني وكړې، د نورو مېلستياوو سربېره مو د احمدولي خان كرزي په مېلمستيا كي هم ګډون وكړ، خو داسي څه مو ونه ليدل لكه تاسو چي يې راته واياست.

هو! دا رښتيا ده چي موږ هغه څه درته وايو چي تاسو تر اوسه نه دي اورېدلي او نه يې چا درته د ويلو جرئت كړى دى او نه تاسو چا ته د ويلو حق وركړى دى.

رښتيا خو دا ده چي موږ ته دا غميزه او دا ناورين د هماغو چارواكو او قومي مشرانو د لاسه راپېښ دى چي تاسو يې پر سترخوانونو ځانونه ماړه كړل او پر كټونو مو يې خوبونه وكړل.

دلته دولتي چارواكي په عيش او نوش كي غرق دي، دلته د دوى د هوسونو په لمبو كي غونډ ولس سوځي، دلته د بيا رغوني او دولتي او ګمركي عايداتو پيسې ټولي د چارواكو د سوز او ساز، عيش او نوش، هوا او هوس، محفلونو او پايكوبونو لپاره ساز او سامان جوړوي.

دلته چارواكي همدغو بدمرغيو او جنګ جګړو ته ځكه لمن وهي، چي د اپراتيفي تخصيص په نامه ډېري پيسې ترلاسه كړي، دلته چارواكي ځكه غواړي چي ډېر خلك مړه شي چي له مركزه د هغو په نامه ډېري مرستي ترلاسه او دلته يې تر خپلو منځو وويشي، آن هغه لوبيا او نخود چي د بېځايه شوو په نامه راغله، بېځايه شوي هماغسي بېځايه وږي تږي پر بيابانو پراته دي، خو لوبيا او نخود د چارواكو د سراښتوب شومه شول، هغه د حج فورمې چي ولسمشر يې له مخي جګړه ځپلي حج ته استول د چارواكو له خوا خرڅي شوې په داسي حال كي چي دا ډول مرستي د ولس دردونه نشي دوا كولاى.

سړى حيران شي چي دا د ولس منتخب چارواكي بالاخره په څه مړېږي؟ كه د تارياكو او نشه يي توكو د قاچاق او كار او بار دار او مدار دى هغه هم د دوى دى او كه نوري هر څه عايداتي سرچينې دي پر ټولو د دوى د واك ميخونه ټك وهل شوي دي، اخير لږ تر لږه خو دي دومره وكړي چي د ولس له قتل عامه خو دي لاس واخلي.

هغه قومي مشران چي تاسو ورسره كتلي او خبري مو ورسره كړي، هغوى د ولس او قومونو استازي نه دي بلكي هغه دلالان او سوداګر دي چي دا هر يوه يې خپل قوم په څو_څو واره خرڅ كړى دى، د ولس او قوم پر ژوند خو يې سوداګري كوله اوس ښه شو چي پر مرګ يې هم كار او بار شروع كړ.

دروند هيئته!

كه تاسو په رښتيا د مشكل رښتيني كيفيت او د حل لاره غواړئ، نو دا حل د اسدالله خالد يا د هغه د استازو له خولې په منډيګك ماڼۍ كي نشئ پيداكولاى او نه يې د احمدولي خان كرزي او يا د هغه د ولايتي شورا د انډيوالانو له خولې په نارنج ماڼۍ كي ترلاسه كولاى شئ او نه يې له هغو قومي مشرانو او سپين ږېرو څخه اورېدلاى شئ چي ريموټ كنترول يې يا د اسدالله خالد او يا هم دا حمدولي كرزي په لاس كي وي، بلكي تاسو بايد د ولس منځته ورشئ او له هغو دردېدلو سره په تماس كي شى، چي نه د شخصي ګټو غم اخيستى دي او نه يې لكۍ د كوم چارواكي سره تړلي دي، نه د هيروئينو او تارياكو د مافيا كړۍ جوړوي او نه هم كوم زورور شتمن، او فيوډال ته د خوشامند او چاپلوسۍ سجدې لګوي، بلكي يوازي او يوازي له خپل ملت او خپل هيواد سره نه شلېدونكې رشته لري، د ولس درد پېژني، او د پټۍ كولو چم يې زده وي او خپل مرګ او ژوند يې د خپل ولس په مرګ او ژوند پوري تړلى وي.

رښتيا خبره دا ده چي ټوله لوبه د اسدالله خالد او احمد ولي كرزي د شخصي ګټو پر محور باندي راګرځي او دا هغه خبره ده چي ستاسو له تركيب څه يې آغلې خور شكيبا هاشمي او ښاغلى ورور حبيب الله جان هم تائيدوي، د دغو دوو تنو نظر زموږ د بشپړي منني وړ دى، هيله ده چي د دوى خبرو ته غوږ ونيول شي او هيله ده چي خپل دغه نېك نظر په ولسي جرګه كي هم په بيا_بيا څرګند كړي او ستاسو څخه هم هيله ده ملاتړ يې وكړئ.

محترم هيئته!

موږ تر اوسه د دغي غميزي پر كورنيو فكټورونو درسره وږغېدلو، خو باندني لاملونه يې تر دې هم قوي دي، موږ په دې باور يو چي امريكا دلته د خپلو اوږد مهاله ستراتيژيكو پلانونو لپاره دغه لويه لوبه، د يوه منظم پروګرام له مخي روانه كړې ده، دلته به د ليك د اوږدوالي له بېري له نور تحليل څخه تېر شو، كه اړتيا وه په دې اړخ پراخ اسناد او شواهد، دلايل او پوره منطق راسره شته كه مو خوښه وه بيا به يې درسره شريك كړو.

خو په لنډو ټكو كي به درته ووايو چي طالب يې بولۍ يا ترهګر او يا هم د دولت مخالف،لكۍ يې د پاكستان په لاس كي ده او د پاكستان لكۍ هم د امريكا په لاس كي ده چي ولسي جرګه او په مجموع كي پارلمان ورسره د معقولو خبرو، جر او بحث او منطق كانال پرانيستلاى شي او كه وغوښتل شي نو داسي د حل يوه نورماله لار موندلاى شي چي (نه به سيخ سوځي او نه هم كباب).

په مجموع كي د افغانستان د مسئلې په باب د سيمي د هيوادو په ځانګړي توګه د اېران، منځنۍ اسيا، هند، چين او روسيې اغېز هم په هيڅ توګه له پامه نه شو غورځولاى، چي له دغو ټولو اړخونو سره د افغانستان پارلمان د معقوليت چينلونه جوړولاى شي.

په پاى كي دا خبره واورئ چي موږ كه مړه يو كه ژوندي خپل د حق او حقيقت ږغ به پورته كوو او د نړۍ تر غوږو به يې رسوو، نو د دې لپاره چي تاسو د افغان ملت او افغانستان په وړاندي خپل مسوليت ادا كړى وي، د حيثيت لمنې مو په تاريخ كي د بې غورۍ او بې تفاوتۍ له داغه ژغورل شوي وي نو زموږ له ږغ سره خپل ږغ غبرګ كړئ، لكه چي د كندهار ولايتي شورا يو وطندوست او ملت پالونكي وكيل ښاغلي بسم الله افغانمل چي د دغي غميزي په څېړلو كي د ولس پله ونيوله او د بې غورۍ او ناسمي څېړني په ترڅ كي يې د خپلي استعفا ګواښ وكړ، په داسي حال كي چي ده ته څو_څو واره په تليفون كي د مرګ ګواښونه هم شوي دي، خو ده د ملت د ګټو د ساتني لپاره د خپل ژوند پروا نه ده كړې او په ټوله شورا كي يوازنى سړى دى چي د افغان او افغانستان په ګټه ږغ پورته كوي.

او هم د آغلي شكيبا او ښاغلي حاجي حبيب الله جان غوندي د رښتيا لمن ټينګه كړئ كنه نو افغان ملت او تاريخ به مو ونه بخښي.

په درنښت

د كندهار د وګړو او ليكوالو په استازيتوب

د كندهار د كلتوري حوزې ولسي مركه

۱۲/ ۸/ ۱۳۸۵


ghafar
07.11.2006

لیرې شو !


pattang
07.11.2006

کندهار :شاوخوا 60 تنه ملکې وګړې وژل شوي دي

په کندهار کې دوو حکومتي چارواکو او يو سيميز تن ويلې چې د پنجوايي په ولسوالې کې د ناټو د پوځيانو په عملياتو کې شاوخوا 60 تنه ملکې وګړي وژل شوي دي.که چيرې دا رښتيا وي نو دا به له 2001 کال راهيسې د لويديځو هيوادونو له خوا د ملکې وګړو تر ټولو ډيره وژنه وي. خو د ناټو چارواکو ويلې چې دوي د پنجوايي په ولسوالي کې د سه شنبې په ورځ شاوخوا 48 جنګيالي وژلي دي .د ناټو وياند ويلې چې دوې يواځي د څلورو ملکې وګړو د ټپي کيدو په اړه خبر ترلاسه کړي دي. د قندهار د ولايتي شورا غړې بسم الله افغان مل ويلې چې له 80 څخه تر 85 پورې ملکې وګړي وژل شوې دي.يو سيميز وګړي کريم جان رسنيو ته ويلې چې شاوخوا 70 ملکې وګړې وژل شوې دي .او يو بل دولتې چارواکې چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې رسنيو ته ويلې چې لږ تر لږه 60 ملکې وګړي په دغو عملياتو کې وژل شوې دي.د رپوټونو له مخې د ملکې وګړو مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې طالبان د خلکو په کورونو کي پټ شول او د ناټو پوځيانو پر کورونو بريد وکړ



07.11.2006

د حکومت پر اوږو ناستو فرښتو وليکئ
........................................غفار پتنګه بد اوښه يې په پښتو وليکئ

که حکومت وي بريالی نوقهرمان يې بوله
....................................او که ناکام وي روان .... يې په لېنګو وليکئ


ghafar
08.11.2006

لیرې شو !


pattang
08.11.2006

فرښتې پاکې کښېناستل يې پاک بدن غواړي
...........................................................د دې چټل دولت له غړيو تښتېدون غوا ړي٠

چې پکښې ناست دي بېکاره ظالمان
...........................................................پتنګ دداسې اجنټانو ورکېدون غواړي٠

داپارتايد رژيم دې ورک شي ځواکه
...........................................................پتنګ پښتون ته خپله برخه په بيلتون  غواړي

مونږ به قبول وي دا پردي باداران
..........................................................خو ددولت چوکۍ له پاکو ډکېدون غواړي

پښتنو لاړ شۍ ژور فکر وکړۍ
...........................................................هېواد دپاکو خلقو غېږ کښې لوئېدون غواړي 

غفار، عجب اوکوشان نور واړه کوچني هلکان
......................................................په پټو سترګو دوي په غرب کې خپل وطن غواړي

دليکوالي او شاعري دعوه زه نکومه
...........................................................پتنګ يو واځې دپښتون دتورې شرنګ غواړي٠

[quote:d3ba743739="ځواکمن"]د حکومت پر اوږو ناستو فرښتو وليکئ
........................................غفار پتنګه بد اوښه يې په پښتو وليکئ

که حکومت وي بريالی نوقهرمان يې بوله
....................................او که ناکام وي روان .... يې په لېنګو وليکئ[/quote:d3ba743739]


pattang
08.11.2006

معذرت غواړم تکراري وه


pattang
08.11.2006

[img:b6e9440050]http://i45.photobucket.com/albums/f64/gunner2073/page_1.jpg[/img:b6e9440050]

[img:b6e9440050]http://i45.photobucket.com/albums/f64/gunner2073/page_2.jpg[/img:b6e9440050]

[img:b6e9440050]http://i45.photobucket.com/albums/f64/gunner2073/page_3.jpg[/img:b6e9440050]

[img:b6e9440050]http://i45.photobucket.com/albums/f64/gunner2073/page_4.jpg[/img:b6e9440050]


ghafar
09.11.2006

لیرې شو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more